د دوستۍ سببونه

د دوستۍ سببونه

 

که د خلکو تر مينځ په بيله توګه د ځوانانو تر مينځ د دوستي سبب معنوي او ارزښت لرونکي څيزونه وي نو له دې نه علاوه چې دوستي به يې محکمه پاتې کيږي، د هغوي د کمال او مخپرتګ سبب هم کيږي خو که د دوستۍ سبب مال او دولت او مقام او ظاهري ښکلا وي نو نه يوازې دا چې محکمه به نه وي بلکه د ټيټوالي، پريشانۍ او جنګ جګړې او ناامنۍ او جدايي سبب به کيږي.

که د دوستۍ سبب په ظاهري څيزونو کښې يو څيز وي، نو دوستي هم له منځه ځي لکه څرنګ چې خواږه د مچانو د خوښې او ځان ته د نزدې کولو څيز دے، همدارنګ مادي او ظاهري څيزونه هم د انسان په ژوند کښې د مچ صفته انسانانو د خوښې او نزدې کيدو سبب دے.

دا يارانو دا ټولګه چې ته يې وينې                 د مچانو په څېر ګرځي په خوږو پسې8)

په رښتيا چې له خلکو په بيله توګه له ځوانانو پوښتنه وشي چې مچ صفته انسانان د انسان په ژوند کښې بې له خرابکارۍ نور څه رول لري؟!

هغه دوستۍ چې د ظاهري څيزونو په بنياد ترسره کيږي د هغې پايان غصه او خفګان وي او يوازې د عمر ضايع کيدل او د وخت خرابيدل او د انساني ارزښتونو له لاسه ورکول، ترې حاصليږي.

په دا رنګ دوستۍ کښې، د روح او زړه اړيکې هره ورځ سستيږي او محبت او مينې ډيوې هره ورځ په مړکيدو وي او د مينې ګرمي هره ورځ په کميدو وي.

د دا ډول دوستۍ په پای کښې، انسان د هغه کس په څير وي چې ويده وي او خوب ويني او ناڅاپه له خوبه ويخ شي، د غفلت له خوبه سر اوچت کړي او په خپل مخ د غم په څپيړو وهي او غاښونه چيچي او له پښيمانۍ شونډې چيچي او په هغه دوستانو لعنت کوي چې د ظاهري مال او مادي دولت او مقام او د دنيا د لږې سودا په غرض يې هغه ته د دوستۍ لاس ورکړے و چې په دې طريقې ځان موړ کړي او څه تر لاسه کړي او خپل شهوت سوړ کړي او د ځناورو په شان د هغه اخور په خوا کښې وګرځي. هغه په خپل ضايع شوي عمر باندي اوښکې تويوي!  نو دا هغه ورځ وي چې د هغه سخت ګوزار د لاسه چې د دوستانو له لاسه يې خوړلے دے په نورو باندې لعنت کوي او داسې له دوستۍ تښتي لکه بيزه چې له ليوه تښتي، نو د خلکو له ليدو ويريږي او ترې تښتي او دا فکر کوي چې څوک هغه ته نزدې کيږي نو يوازې د دې لپاره چې هغه ووهي!