يوازې اسلام خدای ته قبول دين دے
هغه يوازينې کلتور چې انسان ته په ټولو ډګرونو مادي او معنوي کښې عادلانه پرمختګ ورکړي او د انسانيت بنسټ او بنياد جوړوي او له هغه د کمالاتو او برکتونو سرچينه جوړوي، هغه اسلام دے.
اسلام چې د خدای په وړاندې د تسليم حالت او د حق د ټولو حکمونو په ځای راوړل دي، په دنيا کښې د انسان ژوند په يو حيات طيبه او ښه ژوند بدلوي او په اخرت کښې يې په «عيشة راضيه» بدلوي او له دې امله چې يو کلتور هم د جوړښت له مخې د اسلام په شان جامعيت او توان نه لري، خدای پاک اسلام د دين او ايين په توګه د انسان لپاره خوښ کړے دے او د دې نه علاوه يې نور کلتورونه مردود ګڼلي دي.
مهربان خدای لکه څنګه چې په دنيا کښې اسلام د انسانانو لپاره خوښ کړے دين ګرځولے دے، نو په قيامت کښې به هم بې له هغه دينه له خپلو بندګانو نه قبولوي.
خدای پاک د خپل خوښ کلتور په هکله په دنيا کښې فرمايي:
….رَضِيتُ لَكُمُ الاِْسْلاَمَ دِيناً (8).
… اسلام مو ستاسو لپاره د دين په توګه خوښ کړ.
او په اخرت کښې اسلام ته د پاملرنې په هکله فرمايي:
وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الاِْسْلاَمِ دِيناً فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِى الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (9) .
او هر څوک چې بې له اسلامه بل دين ولټوي، هيڅکله له هغه نه قبليږي او هغه به په اخرت کښې له زيانکارانو وي.
Sep 26 2022

By ps • د مستبصرینو مقالې 0 • Tags: اسلام, اعتقادی کتابتون, پېغبر اکرم (ص), حمزه بابا, د مستبصرینو مقالې, دین, شیعه او سنی, مستبصرین, مقاله