توسل او وسيله د حديثونو له نظره

توسل او وسيله د حديثونو له نظره

 

د حديثو او تاريخ په کتابونو کښې ډير زيات حديثونه او روايتونه راغلي دي چې د الهې اولياؤ له ذات سره او يا د هغوي له مقام سره د توسل پېدا کولو او د هغوي د وسيلې ګرځولو په سموالي او صحيحوالي ګواهي ورکوي خو اوس له هغو ګڼ شمېر حديثونو څخه د هغو يوه وړه برخه  بيانوو:

«إنَّ رجُلا ضَريراً أتي إلي النَّبي ـ صلّي الله عليه وآله وسلّم ـ فَقالَ اُدعُ اللهَ أنْ يعافِيَني فَقَال: إنْ شِئتَ دَعَوْتُ وَاِنْ شِئتَ صَبَرْتَ وَهُو خيرٌ. قالَ : فَادْعُهُ ، فَاَمَرَهُ أنْ يَتَوضّأ فَيُحْسِنَ وضوءَهُ وَيُصَلِّيَ رَکْعتينِ وَيَدْعُو بِهذا الدُّعاء: أللّهُمَّ إنّي أَسْأَلُکَ، وَأَتَوَجَّهُ إِلَيْکَ بَنَبِيِّکَ مُحَمَّد نَبِيِّ الرَّحمَةِ، يا مُحَمَّدُ إنّي أَتَوَجَّهُ بِکَ إلي رَبِّي في حاجَتي لِتَقْضِي، اَللّهُمَّ شَفِّعْهُ فِيَّ. قالَ: ابنُ حنيف فَوَاللهِ ما تَفَرَّقنا وَطالَ بِنا الحديثَ حَتّي دخَلَ عَلَيْنا کَأنْ لَمْ يَکُن بِهِ ضُرٌّ»

«يو ړوند کس پېغمبراکرم صلي الله عليه  واله وسلم ته  راغے او عرض يې وکړ: له خدا ےپاک څخه وغواړه چې ما ته دې عافيت او روغ صحت وبخښي، پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم وفرمايل  که زړۀ دې غواړي چې دعا وکړم نو دعا به وکړم او که نه زړۀ د غواړي چې صبر وکړې نو دا ښه خبره  ده. ړونده سړي وويل چې دعا وکړه. نو پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم هغه ته حکم وکړ چې اودس وکړه او په خپل اودس ته ښۀ ځېر شه (يعنې په دقت سره يې صحيح وکړه.) او دوه  رکعته نمونځ  ادا کړه او داسې دعا وکړه:

اے خدايه! زۀ له تا سوال کوم او ستا د پېغمبر حضرت محـمدصلی الله عليه و آله وسلم چې د رحمت پېغمبر دے، په وسيله تا ته متوجه کېږم او اے محمده! صلی الله عليه و آله وسلم زۀ د خپل حاجت په باره کښې ستا په وسيله خداے پاک ته توجه کوم چې خداے پاک دې زما حاجتونه پوره کړي  ا ے زما خدايه! زما په حقله د هغۀ شفاعت او سپارښت قبول کړې. . .»

د حديث د سند بحث

د حديث د سند او په دې کښې چې دا حديث متفق عليه دے (يعنې شيعه او سنيانو دواړو نقل کړے دے) هيڅ شک نشته ان تردې چې د وهابيانو مشر ابن تيميه هم د دې حديث سند صحيح ګڼلے دے او ويلي يې دي چې: د ابو جعفر نوم چې د حديث په سند کې راغلے دے له هغه نه مراد  هماغه ابو جعفر خطمي دے او هغه هم ثقه او باوري دے.[1]

ښاغلي رفاعي، چې د وهابيانو د اوسنۍ زمانې ليکوال دے هڅه کړې ده چې د توسل حديثونه له اعتباره وغورزوي هغه د دې حديث په حقله وائې:

«لا شکَّ إنّ هذا الْحَدِيثَ صَحِيحٌ وَمَشْهُورٌ وَقَدْ ثَبَتَ فيهِ بِلاشَکٍّ»[2]

«په دې کې هيڅ شک نشته چې دا حديث صحيح او مشهور دے.»

همدارنګ رفاعي په خپل کتاب «التوصل»  کښې وائي : چې دا حديث نسائي، بيهقي، طبراني، ترمذي او حاکم په خپلو کتابونو کښې نقل کړے دے خو اخيرې دوو کسانو د اخيري جملې «وَشَفِّعْهُ فِيَّ. . .» په ځاے «اللّهم شفِّعْني فِيهِ. . .»[3]  جمله ليکلې ده.

زيني دحلان  په خپل کتاب «خلاصة الکلام» کښې داسې ليکي: چې دا حديث بخاري (په خپل تاريخ کښې) او ابن ماجه او حاکم په خپلو کتابونو کښې په صحيح سندونو سره او جلال الدين سيوطي (په خپل جامع) کښې نقل کړے دے.

ليکوال، دا حديث له لاندېنو سرچينو څخه نقل کړے دے:

1 ـ سنن ابن ماجه ، 1 ټوک ، 441 مخ،  له داراحياء الکتب العربيه عيسي البابي الحلبي خپرندويې  او شرکاء ، په تحقيق د محمد فؤاد عبد الباقي، حديث شمېره 13885 .

«ابن ماجه» له «ابو اسحاق» څخه نقلوي: چې «هذا حديثٌ صحيحٌ»

بيا ورپسې زياتوي چې:

دا حديث ترمذي په خپل کتاب «ابواب الأدعيه» کښې نقل کړے دے او ويلي يې دي چې: «هَذاحديثٌ حقُ صحيحٌ غريبٌ»

2 ـ مسند احمد بن حنبل 4 ټوک ، 138 مخ، د عثمان بن حنيف له مسنده چې د بيروت د دار الصادرا موسسې دالمکتب الاسلامي خپرندويې چاپ دے نقل کړے دے.

هغۀ  دا حديث له دريو لارو نقل کړے دے .

3 ـ کتاب مستدرک حاکم ، 1 ټوک ، 313 مخ ، آفسټ ، چاپ حيدرآباد .

او د حديث له نقلولو نه پس داسې وائي :

«هذا حديثٌ صحيحٌ علي شرطِ الشيخينِ وَلمْ يُخرِجاه»

«دا حديث د شېخېنو په شرط سره بالکل صحيح دے خو نۀ يې دې نقل کړے.»

4 ـ کتاب الجامع الصغير،  ليکوال سيوطي، چې له ترمذي او مستدرک حاکم يې نقلوي، 59 مخ

5 ـ  کتاب تلخيص مستدرک ، ليکوال ذهبي چې په کال 748 کې وفات شوے دے، چې د مستدرک په ترڅ کښې چاپ شوے دے

6 ـ  التاج، 1 ټوک ، 286 مخ ، دې کتاب له ابن ماجه نه بغېر د پنځو صحاحو حديثونه راټول کړي دي

نو بس له همدې امله د حديث په سند کښې هيڅ ډول شک او شبهه نيشته.

که چرې دا حديٍث يو داسې کس ته ورکړو چې هغه په عربي ژبې پوهيږي او د هغۀ ذهن د وهابيانو د توسل په باب کښې له لانجو نه خالي  وي او بيا له هغه  پوښتنه  وکړوچې پيغمبر اکرم صلی الله عليه  واله وسلم په هغې دعا کښې، چې ړوند سړي ته يې وښودله، هغه ته يې څه حکم ورکړ او هغه ته يې د دعا په قبليدو کښې، څنګه لارښوونه وکړه؟  نو خامخا به هغه کس، په ځواب کښې وائي: چې پيغمبر اکرم صلی الله عليه  واله وسلم هغه ته ښودنه وکړه چې د رحمت پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم د ځان لپاره وسيله وګرځوي. او له هغه سره توسل وکړي او له پاک خدايه وغواړۍ چې هغه د دۀ حاجتونه قبول کړي او دا خبره له لاندينيو جملوڅخه ښۀ معلوميږي:

الف: «أللّهُمَّ إنّي أَسْأَلُکَ وأتَوجَّهُ اِلَيْکَ بِنَبِيِّکَ»

«پاکه خدايه ! له تا غواړم  او تا ته پناه دروړم ستا د پېغمبر په وسيله»

د «نبيک» لفظ  متعلق دے مخکښېنو دوو جملو سره ؛ «أسْأَلُکَ» او «أتَوَجَّهُ اِلَيْکَ».

په اسانو ټکو کښې داسی وايو چې؛ هم د پېغمبر په وسيله له خدايه غوښتنه کوئ او سوال ترې کوئ او هم د هغۀ په وسيله خداے پاک ته پناه وړئ او د «نبي» لفظ نه مراد،په خپله نبي دے، نه دا چې د نبي دعا، او دا سوچ او تصور چې د «بدعاء نَبيّک» ټکي څخه مراد د نبي دعا ده، د ظاهر په خلاف او بې دليله خبره ده او څوک چې د دعا لفظ مقدر او پټوي  د هغه  هيڅ علت  نيشته مګر دا چې له وخته مخکښې فېصله کوونکے  وي؛

ځکه چې هغه کس چې دا لفظ په تقدير کې  نيسي نو هغه، شخصيتونو سره توسل صحيح نه ګڼي، نو لاس پښې وهي چې د ((دعا)) لفظ مقدر وښئ، چې د هغه د نظرياتو مخالف  نه وي. چې په نتيجه کښې يې داسې وويلې شي چې مراد ترې د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم دعا ده نه د هغۀ  پاک ذات، او د افرادو دعاګانې وسيله ګرځول هيڅ باک نۀ لري.

ب: محمَّد نَبِيِّ الرَّحْمَه :

لپاره د دې چې څرګنده شي چې مراد ترې د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم په خاطر له پاک خدايه سوال او غوښتنه کول ، او خداے ته د هغه په وسيلې سره توجه کول دي، د «نبيک» لفظ يې په  «محمّد نبيّ الرَّحْمه» جملې سره توصيف کړے دے، چې حقيقت ښه روښانوي او هدف نور هم څرګندوي.

ج: د «يا محمدُ اِنّي أتوجَّه بِکَ الي رَبّي» جملې نه دا مطلب معلوميږي چې هغه کس حضرت محمد صلی الله عليه واله وسلم د خپلې دعا وسيله ګرځوي، نه دا چې د هغه  دعا د خداے پاک درګاه  کښې وسيله ګرځوي.

د: د «وشفِّعه فِيَّ» جملې مفهوم او مطلب دا دے چې: اے پاکه خدايه ! هغه يعنې پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم زما شفيع وګرځوې او زما په حقله د هغۀ شفاعت  قبول کړې.

په دې ټولو جملو کښې د هغه  څه په حقله چې بحث او خبرې  ورباندې کيږي هم هغه د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم پاک ذات  او د هغۀ ستر شخصيت دے او د پېغمبر اکرم د دعا په حقله پکښې هډو خبره نيشته.

نو بس له دې بيان نه وروسته  د  وهابي ليکوال ښاغلي رفاعي  پنځه واړه اعتراضونه چې په «التوصل الي حقيقة التوسل» کتاب کښې يې ذکر کړي دي ټول له منځه ځي، او مونږ د هغۀ اعتراضونه او په تفصيل سره د هغوځوابونه په خپل کتاب «توسل» کې بيان کړي دي، دلچسپي لرونکي کولې شي د توسل کتاب 153-147 مخونو ته مراجعه وکړي.

دويم حديث : د سوال کوونکو وسيله ګرځول

عطيه عوفي له ابو سعيد خدري (رض)  نه نقلوي چې پيغمبر اکرم صلّي الله عليه وآله وسلم وفرمايل:

«څوک هم چې د نمانځۀ د ادا کولو لپاره له خپل کوره بهر لاړ شي او په دې حال کښې دا دعا چې (لاندې راغلې ده) ولولي، نو د خداے پاک رحمت به ورباندې وريږي او زر فرښتې به د هغه لپاره د مغفرت او بخښنې غوښتنه  کوي.»[4]

«أَللّهُمَّ إنّي أَسْأَلُکَ بِحَقِّ السّائِلينَ عَلَيْکَ وَأسْأَلُکَ بحَقّ مَمْشايَ هذا فإني لَمْ اَخْرُج اَشَراً ولا بَطَراً ولا رِياءً ولاسُمْعَةً وَخَرَجْتُ إتِّقاءَ سَخَطِکَ وَابْتِغاءَ مَرْضاتِکَ فَأسْئَلُکَ اَنْ تُعيذَني مِنَ النّارِ واَنْ تَغفِرَلي ذُنُوبِي إنَّه لايَغْفِرُ الذُّنُوبَ إلاّ أَنْتَ. . .»

«پاکه خدايه! له تا سوال کوم ستا په درګاه کښې د سوال کوونکو په خاطر او د هغو ګامونو او قدمونو په خاطر چې ستا په لور يې اخلم، زۀ د سېل سپاټې، يا د نافرمانۍ، يا د ريا کارۍ او يا د شيطانۍ لپاره له کوره نه يم راوتلے زۀ ستا له قهر څخه د بچ کېدو او ستا د رضامندۍ د تر لاسه کولو لپاره له کوره راوتلے يم، له تا غواړم چې د دوزخ له اور نه مې وساتې او زما ګناهونه وبخښې ځکه چې ګناهونه له تا نه بغېر بل څوک نه شي بخښلې»

دا ذکر شوے مبارک حديث، له ډېرو روښانو حديثونو څخه دے چې په دې ګواهي ورکوي چې انسان له خداے پاک څخه د خپل حاجت د غوښتنې په وخت کولې شي  د نېکو کسانو مقام، حق او شان  خداے پاک ته وسيله وګرځوي او زمونږ په مقصد باندې د دې مبارک حديث دلالت روښانه دے او تفصيل ته ضرورت نۀ لري.

دريم حديث: پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  وسيله ګرځول

حضرت آدم ( عليه السلام ) له ترکِ اولی نه پس،[5] د هغو کلماتو په رڼا کښې چې له خداے پاک څخه ورته رارسيدلي ؤ، توبه وکړه لکه په قران پاک کې فرمايې :

«فَتَلَقّي آدَمُ مِنْ رَبِّهِ کَلِمات فَتابَ عَلَيْهِ، اِنّهُ هُوَ التَّوّابُ الرَّحيم»[6]

«حضرت آدم عليه السلام له خپل خداے څخه (په عاجزۍ اواطاعت سره) څه کلمات تر لاسه  کړل او د هغو په وسيله يې توبه وکړه بې شکه چې هغه د توبې قبلوونکے دے».

د مفسرانو او محدثانو يوې ډلې په دې ايت کښې راغليو ټکو په تفسير کښې د  لانديني روايت په سند سره نظر ورکړے دے چې متن ته يې په پام سره به روښانه شي.

طبراني په المعجم الصغير، حاکم نيشابوري په مستدرک صحاح کښې، ابو نعيم اصفهاني او همدا رنګ  بيهقي په دلائل النبوّه کتاب کښې، ابن عساکر شامي په خپل تاريخ کښې ، سيوطي په الدرالمنثور کښې او آلوسي په روح المعاني کښې په سند سره[7]  له حضرت عمر بن خطاب (رض) نه  نقل کړی دي چې پېغمبر اکرم ( صلّي الله عليه وآله ) وفرمايل:

«لَمّا أَذنبَ آدمُ الّذي أَذْنَبَهُ رَفَعَ رأسَه إلي السَّماء فقالَ أَسأَلُکَ بِحَقِّ محمد اِلاّ غفَرْتَ لي فَاوحَي الله اِلَيهِ: ومَنْ محمدُ؟ فقال تبارَکَ اِسْمُکَ ، لمّا خَلَقْتَ رَفعتُ رأسي إلي عَرشِکَ فاذا فِيه مَکْتُوبٌ لا اِلهَ الاّ الله و محمدٌ رسولُ الله فقلتُ إنّه ليسَ أحَدٌ أعْظَمَ عِنْدَکَ قَدْراً مِمَّنْ جَعْلتَ اسْمَهُ مَعَ اِسْمِکَ فَأوحي اِلَيهِ اِنَّهُ آخرُ النَّبِيّينَ مِنْ ذُرِّيَّتِکَ وَلَوْ لا هُوَ لَما خَلَقْتُکَ»[8]

«کله چې له  آدم څخه ګناه (ترک اولی) وشوه، نو سر يې اسمان ته اوچت کړ او وې ويل (خدايه پاکه!) له  تا څخه د محـمد صلی الله عليه واله په  خاطر غوښتنه کوم چې ما وبخښې، خداے هغه ته وحي وکړه چې محمد څوک دی؟ نو ادم عليه السلام په ځواب کښې عرض وکړ: کله چې دې  زۀ پيدا کړم نو سر مې عرش ته پورته کړ نو په هغه وخت مې وليدل چې په عرش ليکلي وو «له خداے نه سوا بل معبود نيشته او محمد د خداے  پيغمبر د ے» نو له ځان سره مې وويل چې ستا په  مخلوق کښې محمد له ټولو لوے  او اوچت مخلوق دے  چې د هغۀ  نوم دې د خپل نوم څنګ ته ذکر کړے  دے نو په دې وخت کښې راته وحي وشوه چې هغه ستا له زوزات  څخه اخيري پېغمبر دے او که هغه نه وې نو ته به مې هم نۀ وے پېدا کړے.»

نکتې:

1 ـ په «قرآن مجيد» کښې د هر هغه څه په اپوټه چې زمونږ  تر مينځ يې رواج پېدا کړے دے د «کلمات» لفظ په «ذاتونو او شخصيتونو» باندې اطلاق کيږي؛ لکه:

الف: «اَنَّ اللهَ يُبَشِّرُکَ بِيَحْيي مُصَدِّقاً بِکَلَمَة مِنَ اللهِ»[9]

«خداے پاک تا ته د يحيی چې د خداے لخوا د کلمې تصديق کوونکے دے،  زيرے درکوي»

ب: «يا مَرْيَمُ اِنَّ اللهَ يُبَشِّرُکِ بِکَلِمَة مِنْهُ اسْمْهُ الْمَسيحُ عيسَي بْنُ مَريَمَ.»[10]

«اے مريم، خداے په يوې کلمې سره چې  نوم يې  مسيح، عيسی د مريم زوےدے زيرے درکوي.»

ج: «اِنّمَا الْمَسيحُ عيسَي بْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللهِ وکَلِمَتُهُ»[11]

«په تحقيق سره عيسی  د مريم  زوے، د خداے پېغمبر او د هغۀ کلمه ده.»

د: «قُلْ لَوْ کانَ الْبَحْرُ مِداداً لِکَلِماتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ »[12]

«ووايه چې که دريابونه زما د خداے د کلمو لپاره سياهي شي نو دريابونه به ختم شي. (خو زما د پاک خداے کلمې به ختمې نۀ شي)»

هـ: «وَالْبَحْرُ يَمُدُّهُ مِنْ بَعْدِهِ سَبْعَةُ اَبْحُر مّانَفِدَتْ کَلِماتُ اللهُ»[13]

«او له يو درياب سره که اووه دريابونه نور هم مرسته وکړي، نو د خدای کلمات  به ختم نه شي.»

دې ته په پام سره، د بحث وړ مبارک ايت کښې د «کلمات» کوم لفظ چې راغلے دے، ويلې شو چې له کلماتو نه مراد هماغه محترم او درانۀ شخصيتونه (سپيڅلي ذاتونه) دي چې هغو سره متوسل شوي دي او په تېرحديث کښې له هغو درنو او محترم شخصيتونو څخه يوازې  د «محمدصلی الله عليه و آله وسلم» نوم  راغلے دے په همدې وجه د شيعه ؤ په روايتونو کښې دا حقيقت په دوو صورتونو کښې نقل شوے دے. کله د «کلمات» ټکي تفسير د «مقدسو ذاتونو په نومونو» شوے دے او کله هم د هغوي په «نوراني شخصيتونو» سره تفسير شوے دے. لکه داسې:

«آدم عليه السلام يوشمېر نومونه وليدل چې په عرش ليکلي شوي وو له هغوي سره يې توسل وکړ يعنې وسيله يې وګرځول ورته وويل شول چې دا د خداے تعالی د ستر او لوے مخلوق نومونه دي او هغه نومونه دا دي: محمد، علي، فاطمه، حسن او حسين عليهم السلام. حضرت آدم عليه السلام د خپلې توبې په وخت دوي سره توسل وکړ. يعنې دوي يې خداے پاک ته وسيله کړل»[14]

د شيعه ؤ له نورو حديثونو نه هم دا معلوميږي چې حضرت ادم عليه السلام پنځه پاک نوراني شخصيتونه ليدلي دي. د دې روايتونو په حقله د لا زياتو معلوماتو لپاره، تفسير برهان ته مراجعه وکړئ.[15]

2 ـ د تاريخ او حديثو کتابونو ته په مراجعې سره، روښانيږي چې د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم په وسيله د ادم عليه السلام توسل، يوه مشهوره او د معمول په مطابق خبره وه؛ ځکه چې امام مالک (رح) د پيغمبر اکرم  په حرم (مسجد نبوي) کښې خليفه منصور دوانيقي ته وويل:

«هُوَ وسِيلَتُکَ ووسيلةُ أبِيکَ آدَم»[16]

«هغه يعنې پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  ستا وسيله او  ستا د پلار ادم عليه السلام وسيله دے.»

مسلمانو شاعرانو دا حقيقت د نظم په صورت کښې هم راوړے دے او ويلي يې دي چې:

«بِه قَدْ أجابَ اللهُ آدَمَ إذْ دَعا            وَنَجي فِي بِطْنِ السَّفينَةِ نُوحٌ

قَوْمٌ بِهِمْ غُفِرَتْ خَطِيئَةُ آدَمَ              وَهُمُ الوَسيلَةُ والنُّجُوُم الطُّلَّعُ » [17]

« د هغۀ (اخيري پيغمبر) په وسيلې خداے تعالی د حضرت ادم عليه السلام دعا قبوله کړه

او هم هغۀ  حضرت نوح عليه السلام ته په کشتۍ کښې دننه نجات ورکړ

د ادم عليه السلام ګناهونه د داسې کسانو په وسيله وبخښلې شول

چې د خداے پاک د درګاه او ځليدونکي ستورو وسيله دي.»

څلورم حديث: د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم خپل ځان او تېر پېغمبران عليهم السلام وسيله ګرځول

«لمّا ماتَتْ فاطِمَةُ بِنْتُ أسَد، دَخلَ عَلَيْها رسولُ اللهِ ـ صلّي الله عليه وآله وسلّم ـ فَجَلسَ عِنْدَ رأسِها، فَقالَ رَحِمَکَ اللهُ يا أُمِّي بَعْدَ أُمِّي ثُمَّ دَعا رَسُولُ اللهِ ـ صلّي الله عليه وآله وسلّم ـ أُسامَةَ بْنَ زَيْد، وَأبا أيُّوبَ الأنْصارِي وَعُمَرَبْنَ الْخَطّابِ وَغُلاماً اَسْوَدَ، يَحْفِرُونَ ، فَحَفرُوا قَبْرَها، فَلَمّا بَلَغُوا اللَّحْد، حَفَرَ رَسُول اللهِ بِيدهِ وَأَخْرجَ تُرابَهُ، فَلَمّا فَرغَ دَخَلَ رسُولُ اللهِ ـ صلّي الله عليه وآله وسلّم ـ فَاضْطَجَعَ فيهِ، ثُمَّ قالَ: اللهُ الّذي يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهوَ حَيٌّ لايَمُوتُ، إغفرْ لأمِّي فاطِمَةَ بِنْتَ أسَد وَوَسِّعْهُ عَلَيْها مَدْخَلَها بِحَقِّ نَبِيَّک والأنبياء الذّينَ مِنْ قَبْلي.»

« کله چې فاطمه بنت اسد (رض) له دې دنيا سترګې پټې کړې، او  د خداے ګران رسول ( صلّي الله عليه وآله وسلم ) خبر شو نو د هغې جنازې ته ورغے او کښېناست او وې فرمايل:اے زما له مور نه پس زما مورې! خداے پاک دې په تا باندې رحمت وکړي، بيا يې اسامه (رض) ، ابوايوب (رض)  عمر بن خطاب (رض)  او تور غلام (رض) راوغوښت چې يو قبر تيار کړي، کله چې قبر تيار شو، نو د خداے ګران پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم هم په خپلو لاسو سره خاورې راووېستې او بيا په خپله لحد ته ننوت او څملاست او داسې دعا يې وکړه:

اے هغه خدايه چې ژوندي کوي او مړۀ کوي او ژوندے دے او نۀ مري، زما مور فاطـمه د اسد لور وبخښې او قبر يې پراخه کړې د خپل پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم په وسيله او د هغو پېغمبرانوعليهم السلام په وسيله چې مخکښې له ما وو»

د «خلاصة الکلام» کتاب ليکوال وايې چې:

«دا حديث طبراني په معجم کبير کتاب کښې  او په خپل اوسط  کتاب کښې او همدا رنګ ابن حبان او حاکم هم نقل کړې دے او د دې حديث سموالے يې تصديق کړے دے.»

سيد احمد زيني دحلان په «الدرر السنية في الرّد علي الوهابيه » کتاب کې ليکي :

«مشهور محدث، ابن ابي شيبه دا حديث له جابره نقل کړے دے او همدا رنګ ابن عبدالبر له عباس او ابو نعيم له انس (رض) نقل کړ ےدے. او دا ټول مطلبونه ښاغلي جلال الدين سيوطي په جامع کبير کښې راوړي دي.»

ليکوال، دا حديث په دې صورت له دوو کتابونو نقل کړې دے، چې په ځينو کښې دا دعا شته دے او ځينو کښې دا دعا ذکر شوې نۀ ده:

1 ـ حلية الاوليا «ابونعيم اصفهاني» 3 ټوک ، 121 مخ

2 ـ وفاء الوفا «سمهودي» 3 ټوک ، 899 مخ

پينځم حديث: د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم له ذات سره توسل

د محدثانو يوې ډلې نقل کړي دي چې يو صحرا مېشته عرب د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم خدمت ته حاضر شو او خبرې يې شروع کړې او وې ويل:

«لَقَدْ أتَيناکَ وَما لَنا بَعِيرٌ يَئِطُ [18] وَلا لَنا صَبِيٌّ يَغِطُ» [19]

«ستا خدمت ته راغلي يوو په داسې حال کښې چې نه راسره اوښ شته چې شور جوړ کړي او نه راسره ماشوم شته چې چغې ووهي»

بيا يې دا شعرونه وويل:

اَتَيْنــاکَ وَالعَذْراءُ تُـدمــي لِبانُها                               وَقَدْ شُـغِلَتْ أُمُّ الصَّبِيِّ عَنِ الطِّفْلِ

وَلاشَيءَ مِمّا يأکُلُ الناسُ عِندَنا                         سَوَي الحَنْظَلِ العاميِ وَالعلْهَزِ الفِسَلِ

وَليــسَ لنــا إلاّ اِلَيْــکَ فِــرارُنا                             وَأينَ فِــرارُ النّـاس إلاّ إلي الرُّسُلِ

« ستا خوا ته راغلي يوو په داسې حال کښې، چې د اسونو له سينو نه وينې بهيږي او د ماشوم مور له خپل بچي نه منعې شوې ده.»

«مونږ سره څه نيشته  چې خلق يې وخوري ، مګر هغه ترخه مړغونې چې خلق يې په اوچکلۍ اوقحطۍ کښې خوري او له وينو زوو نه بد تره خوراک دے.»

«مونږ له دې نه بغېر  چې تاسو ته پناه دروړو بله لاره نۀ لرو،  او د خلقو د پناه  ځاے له پېغمبرانو نه بغېر بل کوم ځاے کيدې شي!»

فَقامَ رسولُ اللهَ يُجَرُّ رِدائُهُ حَتَّي صَعَد المِنْبَر ، فَرَفعَ يَديه: اَللّهُمَّ اسْقِنا غِيثاً مُغيثاً. . . فَما رَدَّ النَّبيُ يَديْه حَتي اَلْقَتْ السّماءُ. . . ثَم قال: لله دَرُّ أَبي طالِب لَوْ کانَ حيّاً لَقَرَّتْ عيناهُ، مَن يُنشِدُنا قَوْلَهُ؟ فَقامَ عَلِيُّ بْنُ أبي طالِب، وَقالَ وکأنَّکَ تُريدُ يا رَسُولَ اللهِ قَوْلَه:

وأبيضٌ يُسْتَسْقَي الغَمامُ بِوَجهِهِ         ثَمالُ اليَتامي ، عِصمةُ لِلأرامِلِ

يَطُوفُ بِهِ الهُلاّکُ مِنْ آلِ هاشِم            فَهُم عِندَهُ في نِعْمَة وَفَواضِلِ

«هغه سپين مخ چې د هغه  په خاطر له رويه باران غوښتے شي او د يتيمانو د پناه ځاے او د کوڼډو ښځو لاس نيوونکے دے»

«د هاشم د زامنو ځينې کسان د هغه چاپيره تاويږي او له هم هغوي سره نعمت او بخښنه ده»

پيغمبر اکرم (صلّي الله عليه وآله ) وفرمايل: هو زما مراد هماغه دے چې دې وويل .

بيا حضرت علي عليه السلام د هغه قصيدې يوه برخه وويله او د خداے ګران پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم د منبر د پاسه د حضرت ابوطالب لپاره د بخښنې خواست وکړ له هغه نه پس د بني کنانه قبيلې يو کس  پاڅيد څو بيته شعرونه  يې وويل چې ځينې په دا ډول دي:

اے خدايه پاکه ستا لپاره  حمد او ثنا ده د شکر ګزارو بندګانو لخوا، مونږ ستا د پېغمبر په وسيله په بارانه سره ماړۀ شو.

دې برخې لپاره  ډير سندونه او مدرکونه نقل شوی دي خو ليکوال دا حديث له لانديني مدارکو راوړے دے:

الف ـ « عمدة القاري في شرح صحيح البخاري»، 7 ټوک  ، 31 مخ  ، ليکوال بدرالدين محمود بن احمد العين، د وفات کال 855 ، د چاپولو اداره المنيريه.

ب ـ «شرح نهج البلاغه ابن ابي الحديد» ،14 ټوک، 80 مخ.

ج ـ «سيره حلبي» 3 ټوک ،263 مخ.

د ـ «الحجّة علي الذاهب الي تکفير أبي طالب» ليکوال شمس الدين أبي علي فخار بن معد، د وفات کال 630، علوي د چاپ ځاے د نجف ښار، 79 مخ

هـ ـ «سيره زيني دحلان» ،د سيره حلبي حاشيه ، وړومبے ټوک،81 مخ.

شپيږم حديث: د پيغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم له ذات سره توسل

سواد بن قارب په هغې قصيدې کښې چې په هغې کښې يې له رسول الله صلّي الله عليه وآله وسلم سره توسّل کړے دے، داسې ويلي دي:

وَاَشْهَدُ أنّ الله لاربَّ غيرُه          وإنکَ مأمونٌ عَلي کُلِّ غائب

واِنّک اَدْني الْمُرسَلينَ وَسيلةً       إلي الله يابنَ الأکرمينَ الأَطائبِ

فَمُرْنا بِما يأتيک يا خيرَ مُرسَل     وإنْ کانَ فيما فيه شَيْبُ الذَّوائبِ

وَکُنْ لي شفيعاً يَومَ لا ذُوشِفاعة    بِمُغْن فَتيلا عَنْ سوادِ بن قارب

«ګواهې ورکوم چې بې له خدايه، بل رب  نشته او ته په ټولو حسي غائبو باندې مامون يې»

«ته  له نورو پېغمبرانو څخه د خداے پاک لوري ته له ټولو نږدې وسيله يې، اے د پاکيزه او بزرګوار کس زويه.»

« اے تر ټولو غوره رسوله، مونږ ته د هغۀ څۀ حکم راکړه چې کوم تاته رسيږي، که څه هم ستا په حکم باندې عمل کولو سره زمونږ د سر ويښته سپين شي،»

« زماشفيع وګرځه په هغه ورځ چې د شافعانو شفاعت د يوې خرما د غنچې هومره د سواد بن قارب  لپاره ګټه نه رسوي.»[20]

ترې دې ځايه پورې مو د سنيانو وروڼو د حديثو او تاريخ په کتابونو کښې د توسل او وسيلې ګرځولو په حقله راغلي حديثونه بيان کړل. بايد ووايو چې د شيعه ؤ د امامانو عليهم السلام په حديثونو کښې، له مقدسو ذاتونو سره توسل او د هغوي وسيله ګرځول يو مسلم او روښانه حقيقت دے چې د هغو بزرګوارانو په دعاګانو کښې هم دا خبرې راغلي دي.

اوس زۀ دا پوښتنه کوم چې مونږ د اسلام حکمونه له «ابن تيميه» او «محمد بن عبدالوهاب» څخه زده کړو او که  دپيغمبر اکرم صلی الله عليه واله وسلم له پاکې کورنۍ او د هغۀ له سپېڅليو زوزاتو څخه چې د حديث ثقلين په حکم ثقل اصغر او د قران هم سيال او هم سنګ کسان دي؟

اوس له دې ډيرو دعاګانو چې په «صحيفه علويه»[21] او يا د حضرت امام حسين بن علي عليه السلام د عرفې په دعا کښې او يا د امام زين العابدين عليه السلام په «صحيفه سجاديه» کتاب کښې راغلي دي، يوازې د يوې برخې په نقلولو بسنه کوو:

اووم حديث: د شهيدانو سردار امام حسېن عليه السلام  د عرفې په دعا کښې فرمائي:

«أللّهُمَّ إنّا نَتوَجَّهُ إلَيْکَ فِي هذِهِ الْعَشِيةِ الّتي فَرضْتَها وَعَظَّمْتَها بِمُحَمَّد نبيِّکَ وَرسُولِکَ وخِيَرَتِکَ مِنْ خَلْقِک»[22]

«پاکه خدايه! په داسې وخت کښې چې تا هغه په ما باندې واجب کړ او زما لپاره دې عظيم وګرځوه زۀ تا ته پاملرنه او توجه  کوم او تا ته ستا د رسول او پيغمبر حضرت محمدمصطفی صلی الله عليه و آله وسلم چې ستا تر ټولو غوره مخلوق دے قسم درکوم.»

د «توسّل» يا وسيلې په حقله د مسلمانانو سيرت

د مسلمانانو سيرت د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم په زمانه کښې او پس له هغه نه تل داسې ؤ چې مسلمانانو به د خداے پاک د اولياؤ له ذات او د هغوي له مقام او منزلت سره توسل پېدا کوۀ او خداے پاک ته به يې وسيله ګرځول چې څو نمونې يې دلته وړاندې کوو:

1 ـ «ابن اثير عزالدين علي بن محمد بن محمد بن عبدالکريم جزري، وفات 630 کال په «اسد الغابه في معرفة الصحابه» کتاب  کې ليکي:

په رماده کال کښې کله چې قحطي (وچ کالي) ډيره زياته شوې وه، نو حضرت عمر(رض)، د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم ترۀ حضرت عباس د باران غوښتنې لپاره وسيله او واسطه ګرځولے ؤ، نو بيا باران اورېد او زمکې شنې شوې، نو حضرت عمر خلقو ته مخ کړ او وې ويل چې په خداے مې قسم چې: عباس زمونږه وسيله ده ځکه چې هغه له خداے پاک سره مقام لري.

نو دغه وخت د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم شاعر حضرت حسان بن ثابت د هغه  په  حقله شعرونه جوړ کړل او وې ويل:

سَال الأمامُ وَقَدْ تَتَابَع جَدْبنُا         فَسَقَي الْغَمامُ بِغُــرَّةِ العَبّاسِ

عَمُّ النَّبيِّ وصنوِ والدِه الذي       وِرثَ النَّبِيِّ بِذاکَ دُونَ النّاسِ

أَحْيا الاْلهُ بِهِ الْبِلادَ فَأَصْبَحَتْ         مُخَضَّرَةَ الأجناب بَعْد الْيَأْسِ

«هغه وخت چې قحطي او سخت اوچکلي په ټول ځاے کښې خوره شوې وه نو خليفه له خدايه د باران غوښتنه وکړه  نو د حضرت عباس د دعا په وجه اسمان ټول خلق سيراب کړل.»

«حضرت عباس (رض) چې د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم ترۀ دے او د هغه حضرت د پلار هم سنګ او سيال دے، مقام او شان يې له هغۀ نه په وراثت کښې اخېستے دے.»

«خداے پاک د هغه په وسيله زمکې ژوندۍ کړې هر يو ځاے له نااميدۍ نه پس شين او ګل ګلزار شو.»

کله چې د باران اوبۀ په ټول ځاے کښې روانې شوې، نو خلقو د حضر عباس په بدن پورې لاسونه مسح کول او ورته يې ويل چې آفرين دې وي په تا باندې چې د دوو حرمينو ساقي يې.»[23]

د دغه تاريخي واقعې مطالعه کول چې يوه برخه يې په « صحيح بخاري» کښې هم راغلې ده، دا څرګندوي چې د «وسيلې»، يو مصداق له يومحترم ذات او د لوړ شان لرونکوکسانو سره توسل دے.چې په خپله په توسل کښې د نزدې والي د عظمت لرلو سبب دے، له دې نه روښانه تعبير بل کوم کيدې شي چې وې ويل: «هذا والله الوسيلةُ اِلَي اللهِ والمکانُ مِنْه»

2 ـ «قسطلاني، احمد بن محمد بن ابي بکر، چې له جلال الدين سيوطي سره په يوه زمانه کښې ؤ او د وفات کال يې (923) دے د مصر چاپ په «المواهب اللدنيه بالمنح المحمديه في السيرة النبويه» کتاب کښې ليکي:

«کله چې حضرت عمر (رض)  د حضرت عباس عليه السلام په وسيله د باران غوښتنه وکړه  وې ويل: اے خلقو! د خداے ګران پيغمبر صلی الله عليه و آله وسلم حضرت عباس عليه السلام ته د پلار په شان کتل، له هغه پيروي وکړئ او هغه د خداے پاک په درګاه کښې خپله وسيله وګرځوئ.»

د حضرت عمر(رض) دا کار د هغو کسانو فکر، چې مطلقاً خداے پاک ته توسل او وسيله ګرځول يا له غېر پېغمبر سره توسل کول حرام ګڼي، باطلوي.[24]

3 ـ کله  چې منصور د مدينې منورې له ستر مفتي مالک څخه وپوښتل چې:  د دعا غوښتلو په وخت قبلې ته مخ کړم که د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم روضې مبارکې ته ؟

نو مالک ځواب ورکړ:

«ولې له هغه (پېغمبر) مخ اړوی؟ چې په قيامت کښې ستا وسيله او ستا د پلار حضرت آدم عليه السلام وسيله دے، هغه ته  مخ کړه او هغه د خپل ځان لپاره شفيع وګرځوه، او خداے تعالی د هغه شفاعت قبلوي. خداے تعالی فرمايي : که هغوي په خپلو نفسونو ظلم او زياتې وکړي….»

4 ـ «ابن حجر» په «الصواعق المحرقه» کتاب کښې  چې ارواښاد قاضي نورالله هغه په «الصوارم المهرقه» نوم سره نقد کړے دے، له امام شافعي (رح) څخه يې دوه لانديني شعرونه نقل کړي دي:

آلُ النّــَبــِيِّ ذَريعَتــي              هُـــمْ اِلَيْـهِ وَسيلَتي

اَرْجُوا بِهم اُعطي غداً           بيدي اليَمِينِ صَحيفَتي»[25]

«د پېغمبر اکرم کورنۍ د خداے پاک  په درګاه کښې زما وسيله ده.»

«د هغوي په وسيلې سره هيله من يم چې د قيامت په ورځ به نامه اعمال راته  په ښې لاس کښې راکړي.»

دغوشواهدو او کلماتوته په پام سره دا دعوا کولې شو چې پيغمبران عليهم السلام او لوړ مقام لرونکي شخصيتونه  داسی وسيلې دي چې قران پاک د هغو په حقله امر کړے دے: «يا أَيُّها الَّذِين آمنُوا اِتَّقُو اللهَ وَابْتَغُوا إلَيْهِ الْوَسِيلَةَ»[26] څرګنده ده چې«وسيله» يوازې واجباتو تر سره کولو او له حراموځان ساتلو سره نه ده، بلکې سنتي عملونه، لکه له پېغمبرانو سره توسل پېدا کول هم له هغو عملونوڅخه دي او دا هم وسيله ده ايا کېدې شي چې ووايو دومره زيات ديني عالمان او پوهان د وسيلې په معنا او پوهېدو کښې په خطا دي؟ حال دا چې هغوي  د حديثونو ساتوونکي او حکم جاري کوونکي دي. هغه خلق چې څرګندو دليلونو او شواهدو ته پام نه کوي او د هغو په توجيه کولو پسې دي هغه مخکښې فېصله کوونکي دي چې د خپلو مخکښې فيصله کولوپه خاطر له دغو نښو نښانو  او دليلونو څخه استفاده نه کوي.

له دغوغلطو تعصباتو او غلطو فېصلو څخه د نمونې په توګه هغه مطلب راوړم چې ښاغلي بخاري په دې تاريخې پيښې کښې  نقل کړے  دے چې روښانه شي چې د تعصب پردې په دې اړه څومره تحريفونه او لانجې رامينځته کړي دي او مونږ د دې ځوابونه په توسل کښې په 135-140 مخونو کښې راوړې دی.

5 ـ بخاري په خپل کتاب « صحيح»  کښې نقلوي چې:

«عمر بن خطاب به د قحطۍ او اوچکلۍ په کلونو کښې، له حضرت عباس بن عبدالمطلب  سره متوسل کيدۀ او هغه به يې خداے پاک ته وسيله ګرځوۀ او ويل به يې چې: پروردګارا! مونږ به مخکښې هم ستا له ګران پېغمبر سره متوسل کېدو او هغه به مو درته وسيله ګرځوۀ او تا به خپل رحمت په مونږ  باندې نازلوۀ، اوس د هغه پېغمبر له ګران ترۀ سره متوسل کيږو او له تا غواړو چې خپل رحمت په مونږ نازل کړې نو په داسې حال کښې به باران شورو کېدۀ او مونږ  ټول به په اوبو باندې مړېدو.»

د تېر حديث په صحيحوالي او مضبوطوالي کښې هيڅ شک او شبه نشته.حتی رفاعي چې په مختلفو بهانو هم د توسل او وسيلې متواتر حديثونه ردوي هغه هم د دې حديث په سموالي يقين لري او وائې:

«دا حديث صحيح دے.خو که د حديث مفهوم له شخصيتونو سره د توسل په سموالي دليل وي، نو زۀ له هغو وړومبنيو کسانو څخه يم چې د حديث مفهوم يې تر لاسه کړې دے او په هغۀ باندې به عمل کوم.»

هغوجملو ته په پام  سره چې خپله له دويم خليفه څخه له حضرت عباس سره د توسل په اړه نقل شوي دي او دا چې هغه په تيره بيا د خداے ياک قسم خوري چې: «هذاواللهُ الْوَسِيلةُ إلي اللهِ وَالْمَکانُ مِنْهُ »[27] دا څرګندوي چې په دې مورد کښې د توسل حقيقت، د خداے پاک په نزد د «حضرت عباس» ذات، شخص يا شخصيت او يا د هغۀ له مقام سره توسل دے.

شمس الدين ابوعبدالله محمد بن نعمان مالکي (وفات 683 کال) هم په خپل کتاب «مصباح الظلام في المستغيثين بخير الأنام» کښې له حضرت عباس سره د دويم  خليفه د توسل څرنګوالے په دا ډول نقلوي:

« أَللّهُمَّ إنا نَسْتقِيَک بِعَمِّ نَبِيِّکَ وَنَسْتَشْفِعُ إِلَيْکَ بِشَيْبَتِهِ فَسُقوا »

«پاکه خدايه! ستا د ګران پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم د ترۀ په وسيله له تا څخه د باران غوښتنه کوو او د هغۀ سپينه ږيره او په اسلام کښې د هغه مخينه ستا په درګاه کښې خپل شفيع جوړوو. دغه وخت د خداے پاک رحمت په ټول ځاے کښې اورېد»

هم دلته وو چې عباس بن عتبه دا شعرونه په دغه موقع ولوستل :

بِعَمِّي سَقَي اللهُ الْحِجازَ وَأهْلَه           عَشِيَّةً يُسْتَسْقي بِشَيْبَتِهِ عُمَرُ »[28]

« زمونږ د ترۀ  په برکت سره د حجاز او د حجاز خلق  سيرابه  شول هغه ماښام، چې دويم خليفه حضرت عمر (رض) د هغۀ مبارکه ږيره وسيله وګرځوله.»

او همدارنګ «حسان بن ثابت» هم په دې حقله دا شعرونه ويلي دي:

«فَسَقَي الغَمَامُ بِغُرَّةِ العبّاسِ»

«اوريځ د عباس د مخ د نورانيت په خاطر ځمکه سيرابه کړه.»

ابن حجر عسقلاني په خپل کتاب «فتح الباري في شرح صحيح البخاري» کښې وائې: حضرت عباس په خپلې دعا کښې داسې وويل:

«وَقَدْ تَوَجَّهَ الْقَوْمُ بي اِلَيکَ لِمَکانِي مِنْ نَبِيِّکَ» [29]

«خلقو ماته پناه راړه، ستا له ګران پېغمبر سره د خپلولۍ په خاطر»

لکه څرنګه  مو وليدل، چې په دې کښې هيڅ شک نشته چې مقصد د حضرت عباس له مقام او شان سره توسل ؤ او پوهيږو چې له پخوا راهسې يې ويلي دي: «تَعْليقُ الحُکمِ بِالوصفِ مُشْعِرٌ بِالْعِلِّيَّةِ»

«حکم له يو صفت يا عنوان سره تړل، په دې باندې ګواه دے چې هغه صفت په هغه حکم کښېې دخيل دے.» يعنې که قران پاک فرمايي: «وَعلي المُولُودِ لَهُ رِزقُهُنَّ »[30]  «د ښځو ژوند د چاروپوره کول له هغه کس سره تړلي دي چې د چا لپاره بچے راوړي» دا د حکم د علت د بيانولو په خاطر دي او په دې وجه چې ښځو د خاوندانو لپاره بچے رواړے دے نو پکار دي د هغوي د ژوند خرچه ورکړي او که چا ته ووايو: چې د عالم او پوهاند درناوے وکړي د هغۀ د علم او پوهې  په وجه ده.

پس د همدې امله که دويم خليفه وائي چې: «اِنَّا نَتَوَسَّلُ اِلَيْکَ بِعَمِّ نَبِيِّکَ» غواړي چې له حضرت عباس عليه السلام سره د توسل علت بيان کړي چې په دومره کسانو کښې ولې يې هغه خداے پاک ته وسيله کړ لکه څنګه چې په خپله حضرت عباس وويل: « لِمَکاني مِنْ نَبِيِّکَ»

د دغو ټولو اړخونو  په پام کښې نيولو سره په پرېکنده او يقيني توګه ويلې شو چې د اسلام په وړومبيو وختونو کښې به مسلمانان له پاک لمنو او نېکو کسانو سره متوسل کيدل او هغوي به يې خداے پاک ته وسيله ګرځول.

6 ـ د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم په غم کښې د صفيې بي بي (رض) شعرونه:

صفيه بي بي (رض) چې د عبدالمطلب لور  او د پېغمبر اسلام صلی الله عليه و آله وسلم ترور وه، د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د رحلت په وخت، شعرونه ولوستل چې دوه  شعرونه يې دا دي:

أَلا يا رَسُولَ اللهِ أَنتَ رَجاؤُنا                            وَکُنتَ بِنا بِرّاً ولَمْ تَکُ جافياً

وَکُنتَ بِنا بِرّاً رَؤوفاً نَبِيّنا                          لَيَبْکِ عَلَيْکَ الْقَوْمُ مَنْ کانَ باکياً[31]

(( اے د خداے ګران رسوله   صلی الله عليه و آله وسلم ، ته زمونږ هيله او اميد وې، ته نيکو کاره کس وې او له چا سره دې جفا ونکړه

تا له مونږ  سره خېر ښيګړې وکړې او په مونږ باندې مهربان وې. اے ګران پيغمبره زمونږ قوم په تاپسې ژاړي او اوښکې تويوې.))

دا شعرونه  چې د پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم د صحابه ؤ په مخکښې لوستلي شوي دي او د تاريخ ليکوالانو او د سيرت ليکوالانو نقل کړي دي:

الف ـ له ارواګانوسره خبري اترې کول يعنې پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم ته يې د هغوي له وفات نه پس خطاب وکړ (ألا يا رسول الله. . . )، يو د معمول چاره وه، او د وهابيانو د تفکر په خلاف، دا ډول خطابات نه شرک دی او نه چټي او فضول کار دے.

ب ـ د دې جملې «أنتَ رجاؤُنا»[32] په حکم سره، پېغمبر اکرم د اسلامي ټولنې لپاره اميد ؤ په هر ډول حالاتو کښې، حتی د هغوي له پرده کېدو او رحلت کولو نه پس هم د هغه رابطه له مونږ سره غوڅه شوې نه ده.

دلته ځينو هغو ارزښتناکو کتابونو او لېکنو ته  چې د سني سترو عالمانو او مشرانو په لاس له  پېغمبر اکرم  صلی الله عليه و آله وسلم سره د توسل پېدا کولو په حقله  ليکلې شوي دي اشاره کوم

د دې کتابونو په مطالعې سره به د اسلامي عالمانو او پوهانو په نزد دا مسئله روښانه شي او ورته به معلومه شي چې دا چاره د وهابيت د ګمانونو برخلاف ده او د توسل خبره خو په مسلمانانو کښې يوه رائجه خبره وه او ده.

 

1 ـ ابن جوزي (د وفات کال 597) چې د کتاب نوم يې «الوفاء في فضائل المصطفي» دے. په دغه کتاب کښې  يو باب له «پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم سره توسل» ته مختص کړے شوے دے  او بل باب يې «د هغۀ له قبر څخه د شفاله  غوښتنې» سره مختص کړے دے.

2 ـ شمس الدين محمد بن نعمان مالکي (د وفات کال 673) چې د کتاب نوم يي «مصباح الظلام في المستغيثين بخيرالأنام» دے په دغه کتاب کښې او سيد نورالدين سمهودي په خپل کتاب «وفاءالوفا» کښې د «پيغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم سره توسل» په باب له هغۀ نه  ډير څه  نقل کړي دي.

3 ـ ابن داود مالکي شاذلي په «البيان والاختصار» کتاب کښې د ستونزو او مشکلاتو په وخت کښې له پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم سره د عالمانو او نيکو کسانو توسل پېدا کونې په دغه کتاب کښې راغونډې کړې دي.

4 ـ تقي الدين سبکي (د وفات کال 756) د خپل کتاب «شفاء السقام» په 133 ـ 120، مخونو کښې د توسل مسئله په تفصيل سره څېړلې ده.

5 ـ سيد نورالدين سمهودي (د وفات کال911) د خپل مشهور کتاب «وفاء الوفا لاخبار دارالمصطفي» د 2ټوک په 419 ـ 413 مخونو کښې د دې مسئلې په حقله بحث کړے او شواهد يې راوړي دي.

6 ـ ابوالعباس قسطلاني ( د وفات کال 932) په خپل کتاب «المواهب اللدّنيه».

7 ـ ابو عبدالله زرقاني مصري مالکي (د وفات کال 1122) «شارح المواهب اللدّنيه» د شپږم ټوک کښې په  317 مخ کښې.

8 ـ خالدي بغدادي (د وفات کال 1299) د «صلح الاخوان» کتاب ليکوال هغه له دې پرته، د سيد محمود آلوسي بغدادي په ځواب کښې له پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم سره د توسل پېدا کولو او خداے پاک ته د هغۀ د وسيلې ګرځولو په حقله يوه رساله ليکلې ده  چې په 1306 کال کښې چاپ  شوې ده.

9 ـ عدوي حمزاوي (د وفات کال 303).هغه د توسل په باره کې د «نز المطالب» کتاب 198 مخ کښې راوړي دي.

10 ـ عزامي شافعي قضاعي د «فرقان القرآن» کتاب ليکوال دے.  دا کتاب د «الاسماء والصفات» د بيهقي کتاب په 140  مخونو کښې چاپ شوے دے.

دغو کتابونو ته په مراجعې سره چې ځينوکتابونوپکښې په رښتيا د موضوع حق ادا کړے دے چې «صلح الاخوان» او «فرقان القرآن» د دغو ټولو په سر کښې دي، کولې شو چې له پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم سره د توسل په حقله د مسلمانانو سيرت په هرې زمانې کښې تر لاسه کړو او له دې لارې د ابن تيميه او د هغۀ د مکتب منوونکو شاګردانو ناوړه او بې دليله خبرې په ډاګه کړو.

په اخېر کښې بيا د دې ټکي يادونه کوو چې قران پاک فرمايي:

«يا أَيُّهَاَ الَّذِينَ آمَنُوا اِتقوا اللهَ وَابْتَغُوا اِلَيْهِ الْوَسيلَة ، وَجاهِدُوا في سَبِيلِهِ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُون»[33]

«اے ايماندارو کسانو، پرهيزګاره ووسئ او د خداے پاک درګاه ته وسيله ولټوئ او د هغۀ په لاره کښې جهاد وکړئ چې بريالي شئ.»

دا ايت په عمومي توګه فرمائي  چې وسيله ولټوئ او ترلاسه يې کړئ، خو وسيله څه ده؟ په خپله په دې مبارک ايت کښې نۀ ده بيان شوې چې وسيله څه ده. په دې کښې شک نشته چې په ديني واجباتو باندې عمل کول د برياليتوب له اوزارو څخه دي خو وسيله په دې کښې محدوده نۀ ده بلکې د خداے پاک له اولياؤ سره د توسل او خداے پاک ته د هغوي د وسيلې د ګرځولو مخينې ته په پام سره روښانيږي چې په خپله دا عمل هم د برياليتوب له اوزارو څخه دے او دا مطلب منصور سره د امام مالک له خبرو اترو او هم دا رنګ د دويم خليفه لخوا له حضرت عباس عليه السلام سره د توسل په وسيله د باران له غوښتنې څخه ډير ښه معلوميږي.

 

[1] . په مسند احمد بن حنبل کتاب کښې د ابو جعفر نوم په خطمي سره توصيف شوے دے که څه هم په صحيح ابن ماجه کتاب کښې يوازې ابو جعفر نوم  بيان شوے دے.

[2] . «التوصّل الي حقيقة التوسل»، 158 مخ

[3] . هماغه سرچينه

[4] . «أقبل الله بوجهه واستغفر له الف ملک» د «حافظ محمد بن ابي عبدالله بن ماجه قزويني» صحيح چې له شپږو صحاحو څخه يو صحيح  دے: 1 ټوک ، د مسجد باب،  261 او 262  مخونه د مصر چاپ، او د «مسند امام احمد بن حنبل» 3 ټوک ،  حديث21 ته دې مراجعه ؤشي .

[5] .  هغه حکم چې په دې ايت «ولا تقربا هذه الشجرة» (بقره : ٣٥ايت  ) کې راغلے دے، مولوي حکم نه دے (مولوي يعنې دا چې که عمل دې پرې ونکړ نو سزا به درته ملاويږي)  بلکې ارشادي حکم دے او په اصطلاح کښې ورته داسې حکم وائې چې په وعظ او نصيحت کښې شامليږي او د داسې حکم مخالفت کول د سزا سبب نه ګرځې بلکې د داسې حکم مخالفت نتيجه دا وي چې انسان د هغه عمل د تر سره کولو سره د هغه عمل له وضعي اثر سره مخامخ کيږي.

لکه که يو ډاکټر يو مريض ته ووائې چې د زکام په وخت کښې ترش څيزونه او خربوزه  مه خوره، نو که هغه د ډاکټر دغه پرهېز ته پام لرنه ونکړي نو داسې نۀ ده چې ګنې ډاکټر به هغۀ ته سزا ورکوي يا دا چې د هغۀ دغه عمل دې د قيامت د ورځې د عذاب سبب وګرځي بلکې د هغه وضعي اثر دا دے چې د هغۀ بيماري ورسره زياتيږي په قران پاک کښې ځينې ايتونه ګواهي ورکوي چې دلته د خداے نهي ، نهې ارشادي ده چې. د هغۀ نتيجه يوازې دا ده چې حضرت ادم عليه السلام او بې بي حوا يې له بهشته وويستل اودا د دې عمل وضعي اثر ؤ. د سوره طه 118 او 119 ايتونو او د «تفسير صحيح آيات مشکله قرآن»  کتاب لسم مطلب چې له 73 مخ نه تر 82 مخ پورې  مراجعه وکړئ.

[6] . د بقره سورت، 37 ايت

[7] . مستدرک حاکم، 2 ټوک ، 61 مخ؛ روح المعاني، 1 ټوک ، 217 مخ؛ الدر المنثور ، 1 ټوک ، 59 مخ چې له طبراني او ابو نعيم اصفهاني او بيهقي يې نقلوي.

[8] . د حديث متن له «الدر المنثور» څخه  اخېستے شوے دے او هغه حديث چې په مستدرک کښې نقل شوے دے، دې متن سره لږ فرق لري، که څه هم د  دواړو مفهوم يو دے.

[9] . د آل عمران سورت : 39 ايت

[10] . د آل عمران سورت : 45 ايت

[11] .  د نساء سورت : 171 ايت

[12] . د کهف سورت : 109 ايت

[13] . د لقمان سورت : 27 ايت

[14] . مجمع البيان ، 1 ټوک ، 89 مخ، صيدا چاپ خانه ؛ تفسير برهان، 1 ټوک ، 88 ـ 86 مخونه، 2 ، 5 ، 11 ، 12 ، 14 ، 27 حديثونه

[15] . تفسير برهان ، 1 ټوک ، 87  مخ 13 ، 15 او 16 حديثونه

[16] . سيد احمد زيني دحلان د «الدرر السّنيه» کتاب په  10 مخ کښې ليکي : قاضي عياض دا قيصه په صحيح سند سره نقل کړې ده، همدا رنګ امام سبکي په خپل کتاب «شفاء السقام»، سمهودي په «خلاصه الوفاء» علامه قسطلاني په «المواهب اللدنيه» کښې ابن حجر په «الجوهرالمنظم » کښې داسې وائې: چې دا قيصه په سم او صحيح سند سره نقل شوې ده او علامه زرقاني د «مواهب» کتاب په شرحه کښې ليکي: ابن فهد دا خبره په ښه سند او قاضي عياض په  صحيح سند سره نقل کړی ده. او د منصور او امام مالک د خبرو اترو متن به، وروسته راشي.

[17] . کشف الارتياب ، 307 او 308 مخونه

[18] . «يئط» له «اطيط» نه مشتق او اخېستے شوے دے چې د اوښ د اواز په معنا دے.

[19] . «يغط» له «غطيط) څخه دے چې د وړوکي ماشوم د اودۀ کېدو په وخت اواز ته وائي.

[20] . زيني دحلان، الدرر السنيه، مخ 29؛ التوصل الي حقيقة التوسّل ، 300 مخ

[21] . صحيفه علويه، د اميرالمؤمنين علي عليه السلام  دعاګانې دي چې ښاغلي «شيخ عبدالله سماهيجي» راغونډې کړې دي

[22] . د دعاګانو کتاب مفاتيح الجنان، دعای عرفه

[23] . (اسد الغابه»، 3 ټوک ، 111مخ، د مصر چاپ.

[24] . المواهب، ټوک 3، مخ380 د مصر چاپ په «فتح الباري في شرح البخاري»، 2 ټوک ، 41 مخ د لبنان چاپ له ابن حجر عسقلاني او همدا رنګ د محمد بن عبدالباقي مالکي1122 ـ 1055 )   زرقاني په شرح المواهب (کښې هم راغلي دي.

[25]  « صواعق المحرقه»، 178 مخ، د قاهرې چاپ .

[26] . د مائده سورت : 35 ايت

[27] . اسدالغابه، 3 مخ ، 111 مخ

[28] . وفاء الوفا، 3 ټوک ، 375 مخ ، چې له « مصباح الظلام » يې نقل کړے دے.

[29] . فتح الباري، 2 ټوک ، 413 مخ چاپخانه المعروفه ـ لبنان.

[30] . د بقره سورت 233 ايت

[31] .«ذخائر العقبي، في مناقب ذوي القربي» 252 مخ ، ليکوال حافظ محب الدين احمد بن عبدالله طبري، زوکړه  615 کال او وفات کال 694 چاپ مکتبة القدس، قاهره مصراو «مجمع الزوايد» نهم ټوک، 36 مخ ، دويم چاپ ـ ليکوال حافظ نورالدين علي بن ابي بکر هيثمي .

[32] . روښانه دې وي چې د «أنت رجاؤنا» جمله په دې کتاب کې «کنت رجاؤنا» په شکل کښې راغلې ده.

[33] . د مائدې سورت، 34 ايت