د اولياء کرامو د مزارونو ترڅنګ نمونځ او دعا کول

د اولياء کرامو د مزارونو ترڅنګ نمونځ او دعا کول

 

له هغو مسائلو څخه چې د وهابيانو په کتابونو کښې ورباندې بحث او خبرې اترې کيږي د اولياء کرامو د قبرونو ترڅنګ د نمونځ د ادا کولو ، د دعا د غوښتلو او  د هغوي په مقبرو کښې د څراغونود بلولو مسئله ده. د وهابيت د مکتب باني په «زيارة القبور» رساله کښې ليکي:

«لم يَذْکُر أحَدٌ مِنَ أئِمةِ السَّلَف اَنّ الصَّلاةَ عنْدَ القُبُورِ وَفي مشاهِدِها مُستَحَبَّةٌ ، ولا اَنّ الصَّلاةَ والدُعاء هَناکَ أفضلُ ، بَلْ اتَّفَقُوا کُلُّهُم عَلي اَنّ الصَّلاةَ فَي الْمَساجِدِ وَالبُيُوتِ أفْضَلُ مِنْها عِنْد قُبُورِ الأولياء وَالصّالِحينَ.»[1]

((له تېرو پېشوايانو څخه هيڅ يو کس نۀ دي ويلي چې د اولياؤ د قبرونو ترڅنګه نمونځ ادا کول مستحب وي او نۀ يې دا ويلي دي چې په هغو ځايونو کښې نمونځ ادا کول له نورو ځايونو څخه افضل دي بلکې ټول په دې باندې د اتفاق نظر لري چې د اولياؤ او صالحانو د قبرونو تر څنګه د نمونځونو له ادا کولو نه په جوماتونو او کورونو کښې د هغوادا کول افضل دي.))

د مدينې له علماؤ سره د منسوبې  يوې پوښتنې په ځواب کښې راغلي دي:

«امّا التَوجُّه إلي حُجرَةِ النَّبِي ( صلّي الله عليه وآله ) عِندَ الدُّعاءِ فَالأولي مَنعُهُ کَما هُوَ مَعْرُوفٌ مِنْ معتَبراتِ کُتب الْمذهبِ وَلأنَّ أفْضَلَ الجهات ، جَهَةُ القِبْلةِ»

((د دعا په وخت د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم د قبر په لورد توجه او مخ کولو په حقله بهتره خبره يې منعې کول دي او په مشهورو معتبرو کتابونو کښې د د ې چارې ممنوعيت شوے دے او تر ټولو غوره طرف قبله ده.))

دا مسئله د وخت په تېرېدو سره د ((ممنوعيت)) او منعې له مرحلې نه د ((شرک)) مرحلې ته رسېدلې ده او همدا اوس د وهابيانو او سلفيانو ترمېنځ داسې يوه چاره د شرک رنګ لري او د دې چارې انجاموونکے مشرک ګڼل کيږي.

پکاردي يادونه وکړو چې هر کله څوک د قبرونو ترڅنګه د قبر د خاوند لپاره نمونځ ادا کړي او د هغۀ پرستش وکړي  يا هغه خپله قبله وګرځوي نو بې له شکه به هغه مشرک وي، خو د زمکې په سر داسې څوک مسلمان نۀ موندل کيږي چې د الهي  پېغمبرانو او اولياؤ د قبرونو تر څنګه داسې يو کار وکړي. څرګنده ده چې مسلمانان نۀ د قبر د خاوند عبادت کوي او نۀ هغه خپله قبله ګرځوي. نو په دې بنياد د ((شرک)) اندېښنه له ګمانه زيات بل څه نۀ دي. د اولياء کرامو د قبرونو په خوا کښې د نمونځونو له ادا کولو او دعاګانو غوښتلو نه د مسلمانانو مقصد له هغه ځاے سره چې د خداے پاک يو نازولے پکښې دفن دے د تبرک حاصلولو فکر دے او مسلمانان دا کار په دې نيت سره کوي چې دغه ځاے د خداے پاک له نيازبينو څخه د يو نيازبين جسد مبارک د لرلو په وجه يو خاص شرافت لري نو په نتيجه کښې به يې عمل لا زيات ثواب ولري.

اوس ضروري دا ده چې په دې باره کښې بحث وکړو چې: ايا د زمکې په يوه ټوټه کښې د پاکانو او  صالحانو د جسد مبارک د ښخېدو په وجه هغه ځاے يو خاص شرافت پېدا کوي يا نه؟ نو که داسې يو حکم له قران او سنت څخه ثابت شي نو پکار دي د دين د پېشوايانو او سپېڅلو هستيو په مزارونو کښې د نمونځ ادا کول او د دعا غوښتل فضيلت ولري نه دا چې منعې او حرام اعلان کړې شي. بلکې د نوور ځايونو په شان د نمونځ او دعا کول هلته روا او جائز وګرځي که څۀ هم فضيلت ونلري.

اوس غواړو په دې برخه کښې خپل بحث په دې خبره باندې متمرکز کړو چې ايا د اولياء کرامو مدفن او قبرونه خاص شراف او فضيلت لري او په دې خبره باندې له کتاب او سنت څخه څه ګواهي موجوده ده يا نه؟ د دې حقيقت د موندلو لپاره مخکښې بيان شويو ايتونو ته په پام سره په لاندې ټکو سره استفاده کولې شو.

١- د اصحاب کهف د مدفن په باره کښې موحدې ډلې داسې نظر ورکړے دے چې:

«لَنَتَّخِذَنَّ عَلَيْهِمْ مَسْجِداً» [2]

((مونږ په دوي باندې  يو جومات جوړول غوره کوو))

د هغوي د دفن کېدو په ځاے باندې له جومات جوړولو نه د هغوي مقصد بې له دې بل څه نۀ ؤ چې خپل عبادي فرائض هلته ترسره کړي يعنې هلته نمونځونه ادا کړي او دعاګانې وکړي.[3]  هغوي له دې تجويز څخه هم دا فکر او نيت  لرۀ چې دا ځاے د خداے پاک د نازولو بنده ګانو د جسدونو په شتون سره يو خاص فضيلت لري او پکار دي د دغه ځاے له فضيلت څخه تبرک او د زيات ثواب حاصل کړو.

قران مجيد داخبره د واحد خداے پرستش کوونکې ډلې له قوله نقل کړې ده او د دغې خبرې په وړاندې خاموشي اختياروي، که دا کار خلاف، فضول او بې وجې وې نو هيڅکله به قران مجيد د هغۀ په وړاندې خاموشي نۀ وه اختيار کړې او په يوې طريقې سره به يې هغه يو خطا کار ښودلے ؤ او له دې مسئلې څخه به په داسې خاموشۍ سره چې په طبيعي توګه د رضامندۍ نښه ده نۀ تېرېدۀ.

٢- قران مجيد حاجيانو ته حکم ورکوي چې په ((مقام ابراهيم)) يعنې په هغه ځاے کښې چې حضرت ابراهيم عليه السلام هلته اودرېدلے دے، نمونځ وکړي لکه چې فرمائي:

«اِتَّخَذُوا مِنْ مَقامِ اِبْراهيمَ مُصلّيً.»[4]

((مقامِ ابراهيم د ځان لپاره د نمونځ ځاے غوره کړئ.))

له دې مبارک ايت څخه څوک بې له دې نه بل مطلب نۀ اخلي چې له دې امله چې حضرت ابراهيم عليه السلام دغلته ولاړ ؤ او کېدې شي چې د خداے پاک پرستش يې کړے وي يا يې بل نېک او عبادي کار ترسره کړے وې نو دغه ځاے فضيلت او شرافت پېداکړے دے او د دغه ځاے د قدرونې په خاطر او د هغه شرافت په وجه چې لري يې خداے پاک حکم ورکوي چې مسلمانان دې په دغه ځاے کښې نمونځ ادا کړي او ترې نه دې تبرک حاصل کړي.

نو هر کله چې يو ځاے د حضرت ابراهيم عليه السلام د قيام په وجه شرافت او سپېڅلتيا حاصلوي نو ايا د حق د لارې د شهيدانو او فضيلت لرونکو شخصيتونو د جسدونو د دفن کېدو ځاے د شرافت او فضيلت سبب نۀ شي کېدې او هلته کښې نمونځ له لا زيات فضيلت او دعا له  زيات استجابت نه برخورېدې نۀ شي؟

دا خبره صحيح ده چې دا مبارک ايت يوازې د حضرت ابراهيم عليه السلام په باره کښې نازل شوے خو ايا له دغه ايت څخه د يو کلي حکم په توګه استفاده نۀ شو کولې؟ (ځکه چې د قران مجيد روش او طريقه کليات بيانول دي او پکار دي چې په نورو جزياتو کښې ترې استفاده وشي)

عباسي خليفه منصور دوانيقي د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم په جومات (مسجدالنبي) کښې د سني فقهې له يو امام مالک سره په بحث لګيا ؤ او له هغۀ نه يې پوښتنه وکړه چې ايا د دعا په وخت د قبلې په لور اودرېدل او دعا کول غوره دي او يا د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د روضې مبارکې په لور؟ ځواب يې ورکړ: ولې د خداے له ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم څخه مخ اړوې، ځکه چې هغه ستا او ستا د پلار آدم عليه السلام وسيله دے بلکې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د قبر مبارک لور ته مخ کړه او هغه خپل شفيع وګرځوه او غوښتنه ترې وکړه چې په حق کښې دې شفاعت وکړي.[5]

له دې پوښتنې او ځواب څخه دا ثابتيږي چې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د قبرمبارک په خوا کښې دعا غوښتل بې شکه او بې شبې خبره ده او د مدينې له يو فقهي مشر سره د منصور بحث په يوې چارې باندې د بلې د برترۍ په باره کښې دے.

٣- د معراج شريف روايت ته په مراجعه کولو سره په حقيقت باندې لا زيات پوهېدې شو، لکه دا روايت چې: د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د ((طيبه))، ((طور سينا)) او ((بيت لحم)) په شان ځايونو کښې نمونځ اداکړ. جبرائيل عليه السلام ورته عرض وکړ چې اے د خداے ګران  رسوله صلی الله عليه و آله وسلم! پوهېږې چې دغه کوم ځاے ؤ چې نمونځ دې پکښې اداکړ؟ دغه د عيسی عليه السلام د پېدائش ځاے ؤ.[6]

له دې مبارک حديث نه دا خبره په ډاګه کيږي چې په داسې يو ځاے کښې د نمونځ ادا کول چې د يو پېغمبر د بدن د لګېدو سره فضيلت لرونکے شوے دے او د داسې يو ځاے تبرک حاصلول په هغه ځاے کښې د حضرت عيسی عليه السلام له پېدائش نه بغېر بل څه نۀ دي.

٤- ((بي بي هاجره سلام الله عليها اواسماعيل عليه السلام د خداے په لار کښې د صبر او د پردېسۍ د زغملو په خاطر داسې مقام ته ورسېدل چې د صفا او مروه ترمېنځ د هغوي د قدمونو ځاے د عبادت ځاے شو))[7]

دا پورته وينا د ابن تيميه د شاګرد ابن قيم وېنا ده! نو که واقعي د دغو دواړو د قدمونو اېښودو ځاے د هغه صبر او زغم په خاطر چې د خداے په لار کښې يې ولرۀ دومره مبارک  ګرځي چې مسلمانانو ته حکم ورکړے کيږي چې په دغه ځاے کښې د خداے پاک عبادت کوئ او په شانداره طريقه سعي په ځاے راوړئ نو بيا ولې د خداے د ګران رسول  صلی الله عليه و آله وسلم د دفن کېدو ځاے چې د ټولنې د اصلاح په لار کښې يې  تر ټولو زياتې سختۍ وزغملې او تر ټولو د لوے استقامتونو ښودنه يې وکړه ( او اشرف الخلائق او اشرف الانبياء وګرځېد)  متبرک نۀ وي او په هغه ځاے کښې دې نمونځ او دعا خاص شرافت ونلري؟

٥- په رښتيا که د قبر تر  څنګه نمونځ کول روا نۀ وي نو بيا ام المومنين څنګه يوه موده په خپله کوټه کښې چې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د د فن ځاے دے نمونځ کوۀ او د خداے پاک په عبادت به لګيا وه؟

له دې مخکښې مو يو حديث راوړۀ چې خداے پاک په يهودو او نصاراؤ باندې لعنت وکړ چې ولې يې د خپلو پېغمبرانو قبرونه مسجدونه (د سجدې او عبادت ځايونه) غوره کړي دي.))[8]  او ومو ويل چې وهابيان په دې حديث سره د خداے پاک د نازولو اولياؤ د قبرونو تر څنګ د نمونځونو د ادا کولو په حراموالي باندې استدلال کوي. نو پکار دي دا خبره يو ځل بيا وکړو چې هغوي د پېغمبرانو قبرونو ته سجده کوله او د هغوي عبادت به يې کوۀ او يا به يې د هغوي قبرونه قبله ګرځوله چې دواړه خلاف عملونه دي. که د حديث معنا هم هغه وي چې  وهابيان او سلفيان يې وائي، نو بيا ولې د حديث راوي بي بي عائشې (رض) تقريباً پنځوس کاله په هغه ځاے کښې چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم پکښې دفن شوے ؤ نمونځونه  ادا کړل او د خداے پاک پرستش يې وکړ؟

٦- که د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم مدفن څه خاص شرافت نۀ لري نو ولې شېخېنو (دواړو خليفه ګانو) اصرار کوۀ چې د هغوي جنازې دې په هغه ځاے کښې خاورو ته وسپارلې شي؟  ولې امام حسن بن امام علي عليه السلام وصيت وکړ چې د هغۀ پاک بدن دې د خپل نيکۀ بزرګوار په خوا کښې خاورو ته وسپارلے شي او په داسې صورت کښې چې دښمنان يې هلته د ښخولو خنډ جوړ شول او هغه يې مجبوراً د جنت البقيع په اديره کښې خاورو ته وسپارۀ؟

او اخېر دا حديث د مسلمانانو له دې کار سره څه ارتباط لري چې د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم د قبر مبارک ترڅنګه د خداے پاک لپاره نمونځ ادا کړي او مقصد يې د دغه ځاے د فضيلت حاصلول وي؟ !

د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم قدرمنه لور (حضرت فاطمه زهرا سلام الله عليها) چې د صحاحو د حديثونو په حکم سره ((د هغې رضامندي او خوشحالي د خداے او رسول رضامندي او خوشحالي ده او د هغې ناراضګي او قهر د خداے او رسول صلی الله عليه و آله وسلم ناراضګي او قهر دے)) د هرې جُمعې په ورځ به د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د ترۀ حضرت حمزه عليه السلام د قبر زيارت ته تله او هلته به يې نمونځ ادا کوۀ او ژړا به يې کوله.

7 ـ «کانت فاطمة (رضي الله عنها) تَزُورُ قَبْرَ عَمِّها حَمْزَةَ کُلَّ جُمعَة فَتُصَلِّي وَتَبْکي عِنْدَهُ»[9]

د اسلام د بزرګانو او مسلمانانو له سيرت سره مل دغه دلائل چې هغوي به تل په هغو ځايونو کښې چې پکښې د خداے پاک نازولي او د حق او فضيلت د لارې جانبازان خاورو ته سپارلې شوي دي نمونځ ادا کوۀ او په دعا ګانو او رازونياز باندې به مشغول وو دا ښودنه کوي چې په دغو ځايونو کښې نمونځ او دعا لا زيات فضيلت او شرافت لري او مقصد يې بې له دې بل څه نۀ ؤ چې له شرافت نه ډک له دغه ځاے څخه تبرک واخلي او په داسې يو ځاے کښې خپل نېک عمل ترسره کړي چې د خداے پاک د توجه مرکزونه دي.

که فرض کړو چې د دغو ځايونو په شرافت او په دغو ځايونو کښې د نمونځ او دعا کولو په فضيلت باندې له قران او حديث څخه هيڅ دليل نۀ لرو نو اخېر ولې په دغو ځايونو کښې نمونځ کول منعې دي او ولې دغه ځايونه د اسلام د دې کلي قانون لاندې نۀ راځي چې وائي: ((د زمکې هره برخه د خداے د عبادت ځاے دے))[10]  او ولې مسلمانان د خداے پاک د نازولو د قبرونو ترڅنګه نمونځونه نۀ شي ادا کولې؟

په تېر بحث کښې مو د هغو حديثونو د هدف او مقصد يادونه وکړه چې وائي: ((يهودو او نصاراؤ د خپلو پېغمبرانو قبرونه مساجد (د سجدې او عبادت ځايونه) ګرځولي دي.))  او ومو ويل چې دغه حديثونه هيڅکله د اولياء کرامو د قبرونو په خوا کښې د قبلې په لور خالص د خداے پاک لپاره د نمونځ  له ادا کولو او په دغو ځايونو کښې له دعا غوښتلو او راز ونياز کولو سره تعلق نۀ لري.

همدا رنګ د خداے پاک د نازولو په مقبرو، مزارونو او دربارونو کښې د شمعو، ډيوو او څراغونو بلول چې وهابيان يې په سختۍ سره منعې کوي څه دومره مهمه مسئله نۀ ده، ځکه چې په دې حقله د وهابيانو مدرک او دليل هم هغه له نسائي څخه د حضرت ابن عباس (رض) حديث دے چې نقلوي: ((دخداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم په زيارت کوونکو ښځو باندې او په هغو کسانو باندې چې هغه ځايونه يې مسجدونه غوره کړي دي او څراغونه بلوي لعنت کړے دے،))[11]  د دا ډول حديثونه په داسې صورت کښې ناظر دي چې د څراغونو بلول د مال او دولت له ضائع کولو او د دنيا د ځينو قامونو د تقليد کولو نه بغېر بله څه نتيجه ونلري، خو که د څراغونو له بلولو نه مقصد د قران مجيد او دعاګانو لوستل او د نمونځونو ادا کول او نور شرعي او روا کارونه وي نو بې له شکه به څه بديت ونلري  بلکې په دغو ځايونو کښې د څراغونو بلول به هغه هم د دغو مقدسو او سپېڅلو مقاصدو لپاره د قران مجيد د مبارک ايت  «تَعاوَنُوا عَلَي البِرِّ وَ التَّقْوي»[12] روښانه مصداق وي.

د ويلو وړ خبره ده چې د حديث يو شمېر شرح ليکونکو د همدې حقيقت وضاحت کړے دے، لکه چې سندي د سنن نسائي په حاشيه کښې وائي:

«. . . والنَّهيُ عَنْه لأنّهُ تَضْيِيعُ مال بِلانَفْع» [13]

((د څراغ له بلولو نه نهي کول په دې خاطر دي چې داسې يو کار د مال او دولت له ضائع کولو نه بغېر بل څه ګټه نۀ لري.))

 

[1]   ـ «زيارة القبور» ، 160 ـ 159 مخونه

[2]  ـ کهف : 21 ايت

[3]  ـ زمخشري په (( کشاف )) کښې د نوموړي ايت په تفسير کښې وائي: «يصلي فيه المسلمون ويتبرّکون بمکانهم» ؛ نيشابوري په خپل تفسير کښې د دغه ايت په باره کښې ليکي: «يصلي فيه المسلمون ويتبرّکون بمکانهم.»

[4]  ـ بقره : 125 ايت

[5] ـ  وفا الوفاء في اخبار دارالمصطفي ، 4 ټوک، 1376 مخ

[6]  ـ الخصائص الکبري تأليف عبدالرحمان السيوطي .

[7]  ـ جلاء الافهام في الصلاة والسلام علی خير الانام ، تأليف ابن القيم ، 228 مخ

[8]  ـ «لعن الله اليهود والنصاري اتَّخذوا قبور أنبيائهم مساجد» (سنن نسائي، 4 ټوک، 96 مخ،چاپ بيروت ) .

[9]  ـ سنن بيهقي ، 4 ټوک، 788 مخ، مستدرک حاکم ، 1ټوک ، 377  مخ

[10]  ـ «جعلت لي الأرض مسجداً وطَهُوراً» مسند احمد ، 2 ټوک، 222 مخ

[11]  ـ «لَعن رسُولُ اللهِ زائراتِ القُبورِ والمُتَّخذينَ عَلَيْها الْمَسجِدَ والسُرُجَ» (نسائي، 3ټوک، 77 مخ چاپ مصر او 4 ټوک، 95 مخ، بيروت ؛ تيسير الوصول الي جامع الأصول، 4 ټوک، 210 مخ

[12]  ـ مائده : 20 ايت

[13]  ـ سنن نسائي ، 3 ټوک، 77  مخ ، چاپ مصر او 4 ټوک، 95 مخ، چاپ بيروت او دالجامع الصغير په شرحې سره ، 2 ټوک ،  198مخ ته مراجعه وکړئ..