د اولياؤ له روحونو نه مرسته غوښتل

د اولياؤ له روحونو نه مرسته غوښتل

د خداے پاک له اولياؤ څخه د مرستې غوښتلو په حقله مهمه مسئله له دنيا څخه د هغوي له پرده کېدو وروسته له هغوي څخه د مرستې غوښتل دي په نورو ټکو کښې به داسې ووايو چې له دې دنيا څخه د هغوي له انتقالېدو نه پس له هغوي مرسته غوښتل که هغه مرسته د دعا په شکل کښې وي اوکه د معجزې او غير عادي کار غوښتلو په شکل کښې وي ځکه چې

نن سبا د مسلمانانو تر مينځ خو نۀ پيغمبراکرم او نه معصوم امام ظاهري او جسماني شتون لري چې د هغوي  در ته انسان ورشي او له هغوي څخه مخامخ خواست وکړي بلکې د مسلمانانو اکثر سوالونه او غوښتنې د انبياؤ (ع) او معصومو امامانو (ع) له روحونو څخه دي، له همدې امله ددې صورتونو د حکم تفصيل بيانول ډېر زيات اهميت لري.

د دې موضوع څېړنه له څلورو خبرو سره تړلې ده او کله چې مونږ له هغو څلورو مطلبونو څخه خبر شو نو بيا هله کېدې شي چې مونږ دغه رنګ مرسته او مدد سم او صحيح وګڼو او هغه څلور خبرې دا دي:

1 ـ له مرګ نه پس د انسان  د روح باقي پاتې کېدل.

 

2 ـ د انسان  حقيقت هم هغه د هغۀ روح دے.

 

3 ـ له روحونو سره تعلق او رابطه ممکنه ده.

 

4 ـ ډېر صحيح روايتونه او حديثونه چې اسلامي محدثانو نقل کړي دي، د داسې مرستې د غوښتلو په سموالي باندې روښانه ګواه دي او په ټولو زمانو کښې د مسلمانانو روش او طريقه همدغه شان وه او ده.

 

اوس په دغو څلورو خبرو کښې د هرې يوې خبرې تفصيل بيانوو:

1 ـ مړېنه د انسان فنا او ختمېدل نۀ دي.

د قران پاک ايتونه په دې خبرې روښانه ګواه دي چې مړينه د ژوند پاې او ختمېدل نۀ دي، بلکې مړېنه يو نوي ژوند ته کړکۍ ده او انسان له دې کړکي څخه په تېرېدو سره نوے ژوند او نوې دنيا بيامومي داسې جهان او دنيا چې له دې مادي او طبيعي دنيا نه ډېره ښه ده.

يوه ډله چې د انسان مړينه د هغه فنا او نابودېدل ګڼي دا عقيده لري چې په مړينې سره هر څه له منځه ځي. او د انسان يوه نخښه هم نۀ پاتې کيږي بې د هغۀ د بې روحه بدنه چې هغه هم څه موده پس په خاورو يا په نورو عناصرو کښې بدليږي دغه کسان د ماده پرستې فلسفي پيروۍ کوي.

دا ډول فکر د دې ښودنه کوي چې د دې نظريې لرونکي کسان ژوند او حيات د بدن له مادي اثارو او د مازغو او  اعصابو د لړۍ له فېزيکي او کېميائي غبرګونونو نه علاوه  بل څۀ نه ګڼي او له بدن څخه له سا وتلو نه پس چې بدن يخ شي او د انسان د بدن  ټول غړي حرکت ودروي او د وينې بهير ختم شي نو انسان بس د يو بې جانه څيز په څېر (لکه کاڼے) کيږي. د دې نظرېې مننونکي د روح په حقله وائي چې د هغۀ کار د بدن چلولول او ورته حرکت ورکول وو او کله چې د هغۀ د بدن حرکت او د وينی جريان ختم شو نو د روح هم څۀ ضرورت نۀ پاتې کېږي او هغه په کلي توګه نابود او باطليږي او بل جهان او د روحونو د دنيا په نامه څه څيز يا ځاے هډو وجود نۀ لري.

د انسان د روح په اړه داسی نظر له مېټريالېز څخه جرړه اخلي او په دغه مکتب کښې انسان فقط يو ګاډے دے او مشين دے. چې  له  مختلفو څيزونو او اوزارو څخه جوړ شوے وي او د دغو ټولو اوزارو له يو بل سره د يو ځاے کېدو له امله لکه څنګه چې په ګاډي او مشين کښې حرکت راځي په انسان کښې هم د تفکر او درک کولو طاقت د هغۀ په مازغو کښې جوړيږي. او کله چې دا بدن سست شي  او بالکل ودريږي او د بدن د غړو رابطه او تعلق له يو بل سره غوڅ شي نو بيا د انسان ژوند او تفکر اثرات په کلي توګه ختميږي.

د روح په حقله د مېټريالېزم نظريه د  نړۍ د سترو فلسفيانو او الهي پوهاندو په نظر کښې په کلي توګه مردوده ده او باطله ده. او د خداے منوونکي انسان لپاره، د بدن مادي نظام او د انسان د نفسياتو او د هغه له مادي عکس العمل نه علاوه د انسان لپاره د يو اصل او حقيقت قائل دي چې نوم يې ((روح)) دے چې دغه روح څه موده له دې بدن سره وي او بيا يې له بدن سره رابطه ختمه شي او په يو خاص چاپيريال کښې له يو بل لطيف بدن سره وي. د انسان له مرګ نه پس د هغۀ د روح باقي پاتې کېدل څه داسې خبره نۀ ده چې په ډېره اسانۍ سره ترې انکار وکړو. د انسان د روح بقاء د قران شريف له مبارکو ايتونو او د فلسفې له ژورو دليلونو او د نننيو روح پيژاندو په يقيني تجربو سره ثابته شوې ده. اوس مونږ د قران پاک هغه ايتونه نقلوو چې د انسان له مرګ نه پس د هغۀ د روح په باقي  پاتې کېدو باندې ګواهي ورکوي:

 

الف ـ «وَلا تَقُولُوا لِمَنْ يُقْتَلُ في سَبيلِ اللهِ اَمْواتٌ ، بَلْ اَحْياءٌ وَلکِنْ لاتَشْعُرُونَ»[1]

«او مړۀ مه وايئ هغه چا ته چې د الله په لار کښې ووژل شي (دوي مړۀ نۀ دي) بلکې دوي ژوندي دي خو تاسو نه پوهيږئ.»

 

ب ـ «وَلا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا في سَبيلِ الله اَمْواتاً بَلْ اَحْياءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ.»[2]

«او څوک چې د خداے په لار کښې وژل شوي دي هغوي هيڅ کله مړۀ مۀ ګنئ بلکې هغوي له خپل رب سره ژوندي دي او رزق ورته ورکولې شي.»

« فَرِحينَ بِما آتاهُمُ اللهُ مِنْ فَضْلِهِ، وَيَسْتَبْشِرونَ بِالَّذينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِمْ . . .»[3]

«خداے چې له خپل فضل نه هغوي ته څه ورکړي دي په هغو خوشحاله دي. او هغو خلقو ته چې لا وروستو (په دنيا کښې) دي او لا له هغوي سره (په برزخ کښې) نۀ دي يوځاے شوي زېرے ورکوي…»

«يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَة مِنَ اللهِ وَفَضْل. . .»[4]

« هغوي د الله تعالی په  نعمت او فضل ډېر خوشحاله دي….»

ج ـ «اِنّي آمَنْتُ بِرَبِّکُمْ فَاسْمَعُونِ، قيلَ ادْخُلِ الْجَنَّةَ، قالَ يالَيْتَ قَوْمِي يَعْلَمُونَ، بِما غَفَرَلي رَبِّي وَجَعَلَني مِنَ الْمُکْرَمينَ»[5]

«هغۀ وويل چې ما ستاسو (د لېږل شويو) په خداے باندې ايمان راوړۀ (د همدې ايمان په وجه) هغه ته وويل شول چې جنت ته ننوځه، هغه وويل چې اے کاش که زما قوم هم خبر وې چې خداے زۀ وبخښلم او زما قدرونه يې وکړه»

له هغه جنت څخه مراد چې هغۀ ته وويل شول چې ورته ننوځه برزخي جنت دے نه دا چې د اخرت جنت، په دې دليل چې هغه  ارمان کوي چې کاش زما قوم خبر وې چې زۀ خداے وبخښلم او زما درناوے اوقدرونه  يې وکړه. د اخېرت له دنيا سره  د داسې اګاهۍ ارزو چې کله د انسان له سترګو څخه پردې او حجابونه څنګ ته شي او هغه وخت بيا هر يو کس د بل کس حالت ګوري او ترې خبريږي سمون نۀ خوري، بلکې داسې نااګاهي له دنيوي جهان سره سمون خوري ځکه چې د دې نشات (دنيوي عالم) خلق د بل نشات (د برزخ د عالم) د انسانو له حالت څخه نه خبريږي. او د قران پاک ايتونه هم په دې مطلب ګواهي ورکوي.

له دې ورتير، وروستي ايتونه دا خبره جوته کوي چې له مرګ، بخښلو او  جنت ته د هغه کس له ننوتلو نه پس د هغۀ د قوم د ژوند څراغ په يو اسماني تندر سره خاموش شو لکه چې قران فرمائي:

د ـ «وَما اَنْزَلْنا عَلي قَوْمِهِ مِنْ بَعْدِهِ مِنْ جُنْد مِنَ السَّماءِ وَما کُنّا مُنْزِلينَ اِنْ کانَتْ اِلاّ صَيْحَةً واحِدَةً فَاِذا هُمْ خامِدُونَ»[6]

«اود هغۀ په قوم باندې مو له اسمانه لښکريان نۀ دي نازل کړي او هيڅکله به  مو داسې نۀ کول، بلکې دا يوه ناڅاپه اسماني تندر ؤ چې ټول يې غلي کړل (او ټول په سترخوب کې ډؤب شول)»

له دې دوو ايتونو څخه دا استفاده کيږي چې جنت ته د ننوتلو نه پس د هغۀ د قوم خلق په دې دنيا کښې اوسيدل چې ناڅاپه مرګ په هغوي راغی او دا ډول جنت يوازې برزخي جنت کيداي شي (بل نه).

هـ ـ «اَلنّارُ يُعْرَضُونَ عَلَيْها غُدُوّاً وَعَشِيّاً وَيَوْمَ تَقُومُ السّاعَةُ اَدْخِلُوا آلَ فِرْعَونَ اَشَدَّ الْعَذابِ»[7]

«دوي (د فرعون آل) به سحر او مازيګر اور ته وړاندې کولې شي او په هغه ورځ چې قيامت راشي نو حکم به وشي چې د فرعون آل  سخت عذاب ته داخل کړئ.»

د دغو دواړو مبارکو ايتونو مفهوم ته په پام سره د هغوي بقا او ژوند په عالم برزخ کښې څرګند دے ځکه چې د قيامت د رارسيدو نه مخکښې سحر او ماښام هغو ته د اوور عذاب ملاويږي خو کله چې قيامت راورسيږي نو بيا به سخت عذاب ته داخلولې شي.

که د دې ايت په پاې کښې (ويَوْم تَقُومُ السّاعَةُ) نه وې،نو بيا به د وړومبۍ برخې مفهوم ډېر څرګند نه ؤ نو د ايت پاي ته په پام سره روښانه کيږي چې مراد يې هماغه د برزخ مرحله ده ګني بيا به د دوو جملو تقابل صحيح نه ؤ.

له دې نه علاوه د سحراو مازيګر موضوع هم په دې خبرې باندې ګواهي ورکوي چې مراد ترې قيامت نه دے ځکه چې هلته سحر او مازيګر وغېره نشته. له څلورو واړو مطلبونو څخه وړومبے مطلب ؤ.

 

2 ـ  د انسان حقيقت، د هغه روح دے

انسان په وړومبي نظر کښې د جسم او روح مرکب دے، خو د انسان حقيقت هم هغه د هغۀ روح دے چې له بدن سره يو ځاے شوے دے.

مونږ دا خبره د فلسفې له نظره نۀ څېړو او د يونان يا اسلامي فلسفې له نظرياتو سره څه کار نه لرو، بلکې يوازې د قران پاک له نظره دا موضوع څېړو.

له هغو ايتونوله څيړلو نه پس چې په قران پاک کښې د انسان په اړه راغلي دي دا حقيقت په لاس راځي چې د انسان حقيقت د هغۀ روح دے او پکار دي د دې ايتونو په مفهوم کښې غور او فکر وکړو:

«قُلْ يَتَوَفاکُمْ مَلَکُ الْمَوْتِ الَّذي وُکِّلَ بِکُمْ، ثُمَّ اِلي ربِّکُمْ تُرْجَعُونَ.»[8]

«ووايه چې د مرګ فرښته چې تاسو لپاره ټاکلې شوې ده، تاسو به راګيروي او بيا به د خپل خداے لور ته بېرته ګرځئ.»

د«تَوَفّی» لفظ، د هغه څه په اپوټه چې مشهور دے د مړينې په معنا نه دے بلکې د نيولو او اخېستلو په معنا دے.[9]

نو بس د «يَتَوفّاکُم» جملي مفهوم دا دے چې: ((تاسو رانيسي)) پس چې کله د انسان حقيقت د هغه روح وي، نو د ايت تعبير سم دے خو که روح د انسان د شخصيت يوه برخه وي او بله نيمه برخه يې د هغه خارجي بدن وي نو په داسې صورت کښې به داسې تعبير جائز نه وي ځکه چې د مرګ فرښته زمونږ بدن او خارجي ماده نه نيسي، بلکې بدن په هم هغه حالت باقي پاتے کيږي او يوازې زمونږ روح اخلي.(لکه وائي چې روح يې قبض کړ)

هغه ايتونه چې د انسان په نسبت د روح مقام روښانوي يوازې دا ايت نه دے خو مونږ د لنډيز په وجه په همدې يو ايت بسنه کوو.

دا حقيقت چې «د انسان حقيقت او د روحي او معنوي کمالاتو مرکز  د هغه روح دی، او بدن داسې لباس او جامي دی چې روح اغوستلي دي» د مرګ نه پس، روح د بقا ته په پام سره چې په وړومبي مطلب کښې په تفصيل سره بيان شو او پوره پوره روښانه شوه چې قران پاک مرګ د انسانيت نابودي او ختمېدل او د ژوند پايان نه ګڼي. بلکې د «شهيدانو او صالحانو» او « مجرمانو»، لپاره د قيامت د ورځي رارسيدو نه مخکښې د يو بل ژوند عقيده لري. يو داسې ژوند چې يا د شهيدانو او نېکو خلقو لپاره له خوشحالۍ او زيري او يا د مجرمانو لپاره له سخت عذاب  وغېره سره مل دے …

خو که د انسان واقعيت او حقيقت همدغه مادي بدن وي، نو بې شکه چې دا بدن څه موده پس ختميږي او په نورو عنصرو لکه خاورو وغيره کښې بدليږي نو په داسې حالت کښې د انسان باقي پاتې کېدو خبره او يا برزخي ژوند بې مطلبه او چټي خبره کيږي.

 

3 ـ  له قرآن او بل عالم سره د تعلق امکان

له مادې نه د خالي روح د بقا ثابتول، له هغه څخه د حاجت غوښتلو او د استغاثې کولو د جايز والي لپاره ګټه ور او بس نۀ دي، بلکې د هغۀ له باقي والي نه علاوه، له هغۀ سره د ارتباط د پېدا کولو امکان له علمي نظره او قران پاک له نظره ثابت شي.، چې مونږ په «اصالت روح» نومې کتاب کښې په پراخه توګه او تفصيل سره په دې حقله بحث کړے دے او دلته يې په لنډه توګه بيانوو څو ايتونه په دې خبرې ګواهي ورکوي چې له وفات شويو او مړو کسانو سره د انسان  تعلق باقي دے او دا تعلق او رابطه غوڅه شوې نۀ ده:

الف ـ حضرت صالح (ع) د خپل قوم  له ارواګانو سره خبرې کولې:

«فَعَقَرُوا النّاقَةَ وَعَتَوْا عَنْ اَمْرِ رَبِّهِمْ وَقالُوا يا صالِحُ ائْتِنا بِما تَعِدُنا اِنْ کُنْتَ مِنَ الْمُرْسَلينَ.»[10]

«نو اوښه يې نحرکړه (له مرۍ يې زخمي او ووژله کړه) او د خپل پروردګار له حکمه يې مخ واړوۀ او وې ويل: اے صالحه! که ته له مرسلانو يې نو مونږ ته دې چې (د عذاب) کومه وعده راکړې وه هغه راوله.»

«فَاَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوا في دارِهِمْ جاثِمين»[11]

«هغوي زلزلې ونيول او (سحر) په کورونو کښې پړمخې مړۀ پراتۀ وو.»

«فَتَوَلّي عَنْهُمْ وَقالَ ياقَوْمِ لَقَدْ اَبْلَغْتُکُمْ رِسالَةَ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَکُمْ وَلکِنْ لاتُحِبُّونَ النّاصِحِينَ.»[12]

«نو(صالح) له هغوي مخ واړوۀ او وې فرمايل: اے زما قومه! په تحقيق سره ما تاسو ته د خداے پېغام ورسوۀ او تاسو ته مې نصيحت وکړ خو تاسو نصيحت کوونکي نه خوښوئ.»

په تيرو ايتونو کې له غور او فکر څخه  معلوميږي چې وړومبے ايت د دې ښودنه کوي چې هغوي چې کله ژوندي وو، له هغوي يې د عذاب غوښتنه وکړه.

دويم ايت د دې ښودنه کوي چې د خداے پاک عذاب راغے او هغوي ټول يې نابود کړل.

دريم ايت هم دا بيانوي چې حضرت صالح عليه  السلام د هغوي د مرګ او نابودۍ وروسته، له هغوي سره خبرې کولې او داسې فرمايل:

«ما د خداے پېغامونه تاسو ته ورسول، خو تاسو نصيحت کوونکي نه خوښوئ.»

په دې خبرې، چې هغه(حضرت صالح) د هغوي له نابودۍ او مرګ نه پس له هغوي سره خبرې کولې، دوه څيزونه روښانه ګواه دي.

1 ـ د ايتونو ترتيب په هغه شکل سره چې تېر شو.

2 ـ  د «فا» حرف په «فتولی» ټکي کښې په ترتيب باندې ګواه او دليل دے؛ يعنې د هغوي له نابودۍ نه پس، هغوي ته مخ واړوۀ او ورته يې داسې وفرمايل:

او «ولکن لا تُحِبُّونَ النّاصِحينَ» جملې څخه دا معلوميږي چې د هغوي په زړونوکښې دومره زياته کينه او دښمني وه چې پس له مرګه هم داسې وو چې نصيحت او وعظ کوونکي يې نه خوښول.

د قران پاک روښانه حکم دا دے چې هغۀ دخپل امت له روحونو سره په رښتيا خبرې کولې او هغوي يې مخاطب ګرځول او د هغوي له سختې کينې او دښمنۍ څخه  چې پس له مرګه هم هغوي لرله مونږ ته خبر راکوي او داسې فرمائي: چې هغوي اوس هم نصيحت کوونکي نه خوښوي.

 

ب ـ حضرت شعيب عليه السلام هم خپل امت مړو سره خبرې کولی:

«فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَاَصْبَحُوا في دارِهمْ جاثِمينَ»[13]

« نو دوي زلزلې ونيول نو سحر په خپلو کورونو کښې پړمخې (مړۀ) پراتۀ وو.»

«اَلَّذِينَ کَذَّبُوا شُعَيْباً کَأَنْ لَمْ يَغْنَوْا فيها اَلَّذينَ کَذَّبُوا شُعَيْباً کانُوا هُمُ الخاسِرِينَ»[14]

« کومو کسانو چې شعيب دروغ وګڼه (داسې هلاک شول) لکه چې په دغه (کلي) کښې هډو وو نه، کومو کسانو  چې شعيب دروغ ګڼۀ هم هغوي زيانکار وو.»

«فَتَوَلّی عَنْهُمْ وَقالَ يا قَوْمِ لَقَدْ أَبْلَغْتُکُمْ رسالاتِ رَبِّي وَنَصَحْتُ لَکُمْ فَکَيْفَ آسي عَلي قَوْم کافِرينَ»[15]

« نو له هغوي يې مخ وګرځوۀ او وې ويل: اے زما قومه! په تحقيق سره ما تاسو ته د خپل پروردګار پېغام رسولے دے او تاسو ته مې پند درکړے دے نو څنګه به په کافر قوم خفه شم.؟»

د دې ايتونو د استدلال طريقه هم هغو ايتونه په شان ده چې کوم ايتونه د حضرت صالح عليه السلام په باره کښې وو.

 

ج ـ پيغمبر اکرم (صلی الله عليه واله وسلم هم د تېرو انبياؤ عليهم السلام له روحونو سره خبرې کولې:

«وَسْئَلْ مَنْ اَرْسَلْنا مِنْ قَبْلِکَ مِنْ رُسُلِنا اَجَعَلْنا مِنْ دُونِ الرَّحْمنِ الِهَةً يُعْبَدُونَ»[16]

«له مخکښنيو پېغمبرانو پوښتنه وکړه چې ايا بې له رحمان او مهربان خداے بل خداے مو ټاکلے دے چې د هغۀ عبادت وشي.؟»

د ايت ظاهر دا دے چې پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم کولی شي له هم دې دنيا څخه،له هغو پيغمبرانو سره چې په بل عالم (لکه عالم برزخ) کښې دي تعلق او رابطه پېدا کړي او دا خبره روښانه شي چې تېرو ټولو پېغمبرانو ته د خداے حکم همدغه ؤ چې بې له خدايه د بل چا عبادت ونه کړئ.

 

د ـ قرآن شريف هم په پېغمبر اکرم (ص) درود ليږي:

قران پاک په مختلفو ځايونوکښې په خپلو پېغمبرانو درود او سلام ليږلے دے او دا درودونه او سلامونه وچ او تشريفاتي او بې معنې او چټي نۀ  وو.

ډيره بې انصافي ده چې مونږ وغواړو د قران پاک لوړ رتبه معانې په داسې ځايونو کښې فټ کړو چې ترې لوبه جوړه شي دا صحيح ده چې نن سبا د نړۍ مېڼريالېزم چې د روح لپاره د  هيڅ حقيقت قائل نۀ دے په خپلو خبرو کښې د خپلو مشرانو او رهبرانو او د خپلو مادي مکتبونو د بنسټګرو د درناوي لپاره  درود او سلام ليږي خو ايا دا صحيح ده چې د قران پاک لوې او پراخ مفهومونه چې د يو حقيقت ښودنه کوي، په داسې ځايونو کښې فټ کړو او ووايو چې دا ټول درودونه، چې خداے پاک په خپلو پېغمبرانو باندې ليږلي او مونږ ټول مسلمانان يې هم شپه ورځ  لولو نو دا تش ست او تشريفات او چټي دي؛ لکه قران پاک چې فرمايې:

1 ـ  سَلامٌ عَلی نُوحِ فِي الْعالَمين

2 ـ سَلامٌ عَلی اِبْراهيم

3 ـ سَلامٌ عَلی مُوسی وَ هارُون

4 ـ سَلامٌ عَلی آلْ ياسين

5 ـ سَلامٌ عَلَی الْمُرْسَلينَ .[17]

هـ  په تشهد حالت کې په پېغمبر باندې درود:

مونږ د نړۍ ټول مسلمانان، که څه هم د فقهې په فرعی مسائلو کښې اختلاف لرو، هره ورځ سهار، ماښام د نمونځ په تشهد کښې په بزرګوار پېغمبر اکرم (ص) باندې درود ليږو او داسې وايوو:

«السَّلامُ عَلَيْکَ اَيُّها النَّبيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَکاتُهُ»

خو يو فرق دا دے ، چې شافعي او ځينې نور، دا جمله په تشهد کښې لازم او واجب بلي. او د نورو مذهبونو منوونکي يې مستحب او سنت بولي. خو ټول په دې اتفاق لري چې پېغمبر اکرم (ص) مسلمانانو ته دا تعليم ورکړے دے.[18]  او د پېغمبراکرم (ص) سنت د هغۀ په ژوند او پس له رحلته باقي دے (بلکې تر قيامت پورې باقي دے)

که له پېغمبر اکرم (ص) سره زمونږ رابطه په رښتيا سره غوڅه وې او کټ وې، نو داسې سلام کول هغه هم داسې  چې  د مخاطب ضمير هم لري، څه فائده لري؟

د رابطې د ممکن والي او د هغې د رامنځته کېدو دليلونه، يوازې هغه نۀ دي چې تېر شول بلکې په دې مورد کښې نور ايتونه هم شته چې د لنډيز په وجه مطرح نه شو خو مينه وال کولې شي د دې برخې تفصيل په «اصالت روح از نظر قرآن» نومې کتاب کښې ولولي او هلته  هم ځينې ايتونه ذکر شوي دي.

په اخېر کښې يادونه کوو چې د نمانځۀ په تشهد کښې له سلام کولو سره استدلال، په دې وجه ده چې د ايتونو په ترڅ کښې د دې دليل  يقيني والے او پوخوالے ثابت دے.

 

د بحث نتيجه

په وړومبي مطلب کښې دا خبره ثابته شوه چې مرګ د ژوند خاتمه او پايان او د انسان ختمېدل نۀ دي، بلکې بل عالم ته د هغۀ  منتقلېدو لپاره يوه کړکۍ ده.

په دويم مطلب کښې دا روښانه شوه چې د انسان واقعيت او حقيقت، د هغۀ روح دے او بدن د يو داسې  لباس او جامو په شان دے چې روح اچولې وي او که د هغۀ روح  باقي وی نو خامخا به د هغۀ حقيقت او شخصيت او ټولې توانمنۍ (بې له هغو توانمنيو چې له مادي بدن سره تړاؤ لري او تعلق او ورسره وابسته وي) هم باقي دي.

نو بس که په دې جهان کښې د هغۀ شخصيت په دعا او راز و نياز قدرت لرلے وي، يا د خداے پاک په اجازې سره يې غېر عادي کارونه (معجزې) تر سره کولې شوې نو په هغه عالم کښې هم د هغه پاک روح د خداے پاک په اجازې سره دا قدرت او توان لري او بې له هغو کارونو چې مادي بدن ته اړمن دي، نور ټول کارونه کولې شي او ورباندې قادر دے.

په دريم مطلب کښې مو دا ثابته کړه چې د دې دنيا او عالم د انسانو رابطه له بل عالم يعنې په عالم برزخ کښې له اوسيدونکو کسانو سره ممکنه ده او پاک روحونه زمونږ خبرې اوري.

دغو درې واړو مطلبونه ته په پام سره، د مطلب فلسفي امکان ثابتيږي، يعني دا ثابته شوه چې د خداے پاک اولياء کولې شي چې زمونږ خبرې واوري او د خداے پاک په اجازې سره مونږ ته ځواب راکړي خو ايا دا ډول کارونه د اسلامي قانون له نظره جائز او روا دي او که نه؟ د دې ځواب به په څلورم مطلب کښې بيان کړو چې لاندی راځي.:

 

4 ـ مسلمانان او له پاکو روحونو څخه حاجت غوښتل:

1 ـ «ابن تيميه» او د هغۀ منونکي په خپلو عقيدو کښې د دې منکر دي چې د پېغمبر اکرم (ص) صحابه او له هغوي وروسته راغلي کسان چې ورته (تابعين) ويلې شي له پېغمبراکرم (ص) څه حاجت غوښتے وي او په دې حقله داسې وائي:

«په تېرو کسانو کښې به نۀ صحابه نۀ تابعين او نۀ تبع تابعين، هيڅ کله د دعا او نمانځه لپاره د پېغمبرانوقبرونو ته راتلل او نۀ يې له هغوي څخه څه حاجت غوښتۀ او نۀ يې له هغوي سره څه رازو نياز نه کوۀ او نۀ څه استغاثه کوله نۀ د هغوي په غيبت کښې او نۀ د هغوي د قبرونو تر څنګه»[19]

که له تاريخ نه ناخبره کس دا واوري نو هغه ګومان کوي چې کېدې شي دا رښتيا وي خو کوم کسان چې تاريخ ته مراجعه کوي نو ګوري چې بالکل داسې نه ده بلکې تاريخ د دې په  اپوټه بيانوي چې د بيلګې په توګه څو واقعاتو ته اشاره کوو:

«د حضرت عمر د خلافت په زمانه کښې اوچکلي راغله نو هغه کال يو کس د پېغمبر اکرم (ص) د قبر څنګ ته راغے او وې ويل: اے د خداے رسوله! د خپل امت لپاره له خدايه  باران وغواړه  ګڼي امت دې نابوديږي. پېغمبر اکرم (ص) يې په خوب کښې وليد او وې فرمايل: حضرت عمر (رض) ته ورشه او هغه ته سلام ووايه او خبر يې کړه چې ټول به سيرابه شئ»[20]

بيا «سمهودي» وائي:

«دا واقعه په دې خبرې ګواه ده چې په داسې حال کښې چې پېغمبراکرم (ص) په عالم برزخ کښې ؤ له هغه څخه حاجت غوښتل او  دعا کول روا دي او دا خبره څه اشکال نه لري؛ ځکه چې هغه د خلقو حاجت اوري او ځواب  ورکوي؛ په دې وجه څه منعې نۀ لري چې د هغۀ د ژوند په شان له هغه څخه حاجت وغوښتل شي او يا دعا وکړې شي»[21]

2 ـ ښاغلے «سمهودي» او همدا رنګ  ښاغلے «حافظ ابوعبدالله محمد بن موسي بن النعمان» په داسې سند سره چې سند يې «علي بن ابي طالب ـ عليه السلام ـ» ته رسيدلے دے نقلوي چې د پېغمبر اکرم (ص) له دفن کېدو تېرې شوې وې له مدينې له بهره يو عرب راغے او د پېغمبر اکرم (ص) د قبر خاورې يې په سر واچولې او وې ويل: «يا رَسُولَ اللهِ قُلْتَ فَسَمِعْنا قُولَکَ وَوَعَيْتَ عنِ الله سبحانَهُ ما وَعَيْنا عَنْک،وَکانَ فيما اَنْزَلَ عَلَيْکَ (وَلَوْ أَنَّهُمْ اِذْ ظَلَمُوا اَنْفُسَهُمْ جاءُوکَ فَاسْتَغْفَرُوا اللهَ. . . ) وَقدْ ظَلَمْتُ وَجِئْتُکَ تَسْتَغْفِرْ لي. . . .»[22]

«اے و خداے رسوله! تا وويل او مونږ ستا خبرې واوريدې، څه مو چې له تا څخه واخېستل تا هم له خداے پاک څخه راخېستي وو له هغو څيزونو چې  په تا نازل شوی دي دا ايت دے:«اوچې هغوي کله په ځان ظلم وکړ تا ته درغلي وې او له خداے يې بخښنه غوښتې وې او رسول هم د هغوي لپاره بخښنه غوښتې وې نو خداے به يې ښه توبه قبلوونکےاو مهربان موندلے ؤ» ما هم په خپل نفس او ځان ظلم کړے دے او ستا درګاه ته راغلے يم زما لپاره د ګناهونو د مغفرت دعا وکړه وغېره . . .»

د «وفاء الوفا لاخبار دارالمصطفی» کتاب ليکوال  د شپږم باب په اخېر کښې، ډيرې پېښې نقل کړي دي او ټولې پېښې د دې ښودنه کوي چې له پېغمبر اکرم (ص) څخه د حاجت غوښتل په مسلمانانو کښې يوه رائجه چاره وه او د مسلمانانو «سيره مستمره» دائمي سيرت ؤ ، او دومره پورې چې ليکي: امام محمد بن موسي بن نعمان د دې موضوع په حقله يو کتاب د «مصباح الظلام في المستغيثين بخيرالانام» په نوم ليکلے دے.

3 ـ «محمد بن منکدر» وائي:

«يو کس اتيا ديناره زما له پلار سره د امانت په توګه کېښودل او ورته يې  وويل که چرې دې دينارو ته اړمن شوې نو  استعمال يې کړه او خپله جهاد ته لاړ. يو وخت داسې راغے چې ګراني شوه او پلار مې هغو دينارو ته محتاج شو او هغه يې خرچ کړل، نو يوه ورځ هغه کس راغے او خپل دينار يې وغوښتل، پلار مې هغه ته وويل چې سبا راشه او د شپې جومات ته راغے. په داسې حال کښې چې د پېغمبراکرم قبر او منبر مبارک ته يې اشاره کوله، اوتر سحره پورې يې استغاثه او فريادونه کول په همدې وخت کښې د جومات په تيارو کښې يو کس څرګند شو او وې ويل: ای ابا محمده واخله، هغه يوه کڅوړه زما پلار ته ورکړه. چې پکښې اتيا ديناره وو»[23]

 

4 ـ «ابوبکر بن مقري» داسې وائي:

«يوه ورځ زۀ او طبراني او ابوالشيخ د پېغمبر اکرم قبر څنګ ته ناست وو نو وږي شوکله چې شپه شوه نو د حضرت قبر ته مو مخونه تاؤ کړل او وومو ويل چې: «يا رسول الله الجوع . . اے د خداے ګران رسوله! وږي يوو . .» لږ ساعت پس د جومات د دروازې اواز راغے چې چا ډبوله ، يو د علوي کس له دوو ځوانانو سره راننوت او د ټولو په لاسونو کښې خواړه وو . . . کله مو چې ډوډۍ وخوړه نو هغه علوي ( د امام علي مننوونکي) وويل …. چې پېغمبر اکرم صلی الله عليه واله مو په خوب کښې وليد، او ماته يې حکم راکړ چې تاسو لپاره ډوډۍ راوړم»[24]

 

5 ـ «ابن جلاّد» وائي :

«په داسې وخت کښې مدينې منورې ته راغلم چې لاس مې تش ؤ او ناداره ؤم نو د خداے د ګران رسول (ص) قبر ته راغلم او داسې مې وويل چې: اے رسوله د خداے! زۀ ستا مېلمه يم …. ناڅاپه اوودۀ شوم نو په خوب کښې مې پېغمبر اکرم (ص) وليد چې يوه روټۍ يې لاس کښې راکړه. . . .»[25]

اوس مونږ دلته د دې پېښو د سموالي يا د څېړني په حقله خبرې نه کوو او هيڅ کار ورسره نه لرو خو زمونږ خبره دا ده چې که دا پېښې يا رښتيا وي او يا دروغ وي په دې خبرې ګواهي ورکوي چې داسې کارونه يو رائج عمل ؤ. او که چرې دا عملونه بدعت او حرام وې يا شرک او کفر وې، نو پېشه ورو جعل کوونکو وضع کوونکو کسانو به هيڅ کله داسې روايتونه نه نقلول چې هغوي د خلقو له نظر څخه وغورزوي.

ما د «اصالت روح» کتاب په «ارتباط ارواح» برخه کښې، داسې روايتونه او حديثونه نقل کړل چې ټول په دې دلالت کوي چې له پاکو روحونو څخه څه غوښتل او دعا کول صحيح دي.

 

دلته هم مجبور يم چې څوټکي ذکر کړم:

1 ـ دا پېښې او واقعات د ځينو خلقو له طبيعت او مزاج سره سمون نۀ خوري نود همدې امله د رواياتو د سندونو له څېړنې نه بغېر يې ټول واقعات جعلي او دروغ ګڼلي دي نو ايا د دا ډول ناوړه انکار زمونږ د استلال لپاره څه ضرر لري؟

د دې په ځواب کښې  بايد ووايو: له تاريخي پېښو سره دا ډول سلوک، د تاريخ د بربادېدو سبب جوړيږي. ځکه چې د دا ډول حاجت غوښتلو شمير دومره زيات دے چې نشو کولې ټول له بېخه بې بنياده يا دروغ وګڼو. که څوک د دا ډول پېښو د راټولو په لټه کښې شي نو يو غټ کتاب ليکلے شي.

اوس که مونږ دا فرض کړو چې دا ټول تاريخي واقعات او ېيښې بې بيناده دي خو دا بې بنياده دعوې د تاريخ په اووږدو کې د يو داسې حقيقت چې مونږ يې په لټه کښې يو ښودنه کوي او هغه دا چې که دا ډول غوښتنې او استغاثې د شريعت په خلاف وې نو بيا د وياړ په توګه به هډو با چا نه جعل او نقلولې ځکه چې په دې صورت کښې به دا چاره نۀ يوازې دا چې د هغوي د مقام د اوچتولو سبب نۀ جوړېده  بلکې په معاشره کښې به د بې عزتۍ او سپکاوي سبب جوړيده.

د دروغو حديثونو او تاريخ جعل کوونکي دا کوشش کوي چې داسې څيزونه وليکي چې د معاشرې د عمومي افکارو د قبلېدو وړ وي او که دا عملونه او حديثونه د قران پاک او سنت په خلاف وې نو بالکل به يې  ليکل ځکه چې دا کار به د هغوي په ګټه نۀ ؤ بلکې په معاشره کښې به د هغوي د سپکاوي  سبب جوړېدۀ.

 

2 ـ له پاکو روحونو څخه مرسته غوښتل، که هغه د دعا په شکل کښې وي او که د څه کار د تر سره کولو په شکل کښې وي (لکه د ناروغه کس شفا غوښتل، يا د ورک شوي کس د پېدا کېدو وغېره دعا غوښتل …..) هغو څلورو اصلونو ته په پام سره چې بيان مو  کړل، روا دي.

له پاکو روحونو سره د توسل په  وخت کښې د مسلمانانو تر مينځ رائج همدغه چارې دي چې دعا ترې وغواړي يا دا چې د پېغمبر اکرم (ص) پاک روح له خداے پاک څخه وغواړي چې خداے پاک د هغۀ ګناهونه وبخښې او يا دنيوي او اخروي حاجت يې پوره کړي سره له دې د ټولو کارونو لکه د بيمار کس شفا، د ورک شوي کس د پېدا کېدو او يا د قيدي کس د ازادۍ دعا غوښتل د دليل له نظره هيڅ فرق نه لري.

 

3 ـ دا ډول غوښتنې او حاجتونه، هغه ميزان ته په پام سره چې د «عبادت» په حقله مو بيان کړ، د پاکو روحونو عبادت او پرستش نه دے؛ ځکه چې غوښتوونکی د (روحونو په باره کښې) نه د هغو د الوهيت او ربوبيت عقيده لري او نۀ هغوي خداے ګڼې او نۀ يې د دنيا د چارو چلوونکي بولي او نۀ دا عقيده لري چې خداے پاک خپل کارونه هغه ته سپارلي دي بلکې هغوي د خداے تعالی نېک او پاک بندګان ګڼي چې په خپل ژوند کښې يې يو ډېر لږ حرامه کار هم نۀ دے کړے.

د قدرت او قوت څلورو بنيادونو او له هغو څخه د د متوسيلينو د غوښتنو په پوره کولو کښې ځينو توانمنيو ته په پام سره، په دې هيڅ شک نشته چې هغوي ژوندي دي او مونږ ورسره رابطه پيدا کولې شو خو خبره دا ده چې د هر کار تر سره کول؛ که هغه دعا وي او که  غېر دعا د خداے پاک له اذن او اجازې سره تړاؤ لري. او هغوي و قران مجيد د دې وېنا «وماتَشاءُونَ إلاّ أَنْ يَشاءَ الله». روښانه مصداقونه دي

لکه څنګه چې حضرت عيسی عليه السلام په خپل دنيوي ژوند کښې د خلقو لپاره له خداے پاک څخه غوښتنه کولې شوه او يا دا چې د خداے په اذن سره يې له موره پېدا ړندو  او د برص بيمارانو ته  شفا ورکولې شوه نو بل عالم ته له انتقال نه پس هم د خداے پاک په حکم سره دا قدرت او توان لري او دا توان او طاقت د هغۀ له روح سره تړلے دے نه د هغۀ له بدن سره، اوس هم د دواړو کارونو د ترسره کولو توان او طاقت لري خو په  دواړو ځايونو کښې د کارونو تر سره کول د خداے پاک له مشيت او اجازې سره تعلق لري.

 

5 ـ د معصومو پيشوايانو په حقله دا ډول خشوع او خضوع که څه  هم په ظاهر کښې  خپله هغوي ته توجه کول ښکاري خو په حقيقت کښې حقيقي مراد او مطلوب په خپله د خداے پاک ذات دے، او حقيقت دا دے چې اسبابو او عواملو ته پام او توجه هم په حقيقت کښې مسبب الاسباب ( يعنې دالله ذات ) ته پام او توجه ده او کوم کسان چې په عرفاني لاره او د سېر او سلوک په مسائلو کښې ټينګ او مستحکم ګامونه لري له دې حقيقت څخه د زړۀ په سترګو آګاه او واقف دي.

د دغو اسبابو او وسائلو معرفت لرونکي متوسلين نۀ د دغو اسبابو او وسائلو د اصالت قائل دي او نۀ يې د استقلال او خپلواکۍ قائل دي بلکې هغوی دغه سببونه وسيله ګڼې چې د خداے پاک سبب ساز ذات  هغوي د خپل فېض اجرا کوونکي او د خپل رحمت د حصول لاره ګرځولي دي  او خپله يې هم مومناتو د حاصلولو حکم په دا ډول کړے دےچې فرمايې:

«يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنوا اتَّقُوا اللهَ وَابْتَغوا اِلَيْهِ الوَسِيلَةَ وَجاهِدُوا في سَبِيلِهِ لَعَلَّکُمْ تُفْلِحُون»[26]

« اے هغو کسانو چې ايمان مو راوړے دے له خدايه وويريږئ او هغه ته (د نزدېکت لپاره) وسيله ولټوئ[27] او د هغه په لاره کښې جهاد وکړئ دې لپاره چې کامياب شئ.»

که چرې نمونځ او روژه او ټول واجبات وسيله دي نو د پاک نبې او اولياؤ دعا هم د تېرو ايتونو(د مغفرت غوښتنې سره مربوط ايتونه) په رڼا کښې وسيله ده او دغو وسيلو ته پام او توجه کول په حقيقت کښې د دغو وسيلو پېدا کوونکې  ته پام او توجه ده  او د داسې حکم تعميل دے چې په دغه وروستي مبارک ايت کښې راغلے دے.

 

[1] . سوره بقره : 154 ايت

[2] . سوره آل عمران : 169 ايت

[3] . سوره آل عمران : 170 ايت

[4] . سوره ـ آل عمران : 171 ايت

[5] . سوره ياسين : 25-27 ايتونه

[6] . سوره ياسين : 29-28 ايتونه

 

[7] . سوره غافر : 46 ايت

[8] . سوره سجده : 11 ايت

[9] . ارواښاد «علاّمه بلاغي» د کتاب «تفسير آلاء الرحمان» په سريزې کښې په 34 مخ، د « توفي» لفظ په حقله ډېر ارزښتناک تحقيق کړے دے.

 

[10] . سوره اعراف 77 ايت

[11] . سوره اعراف:  78 ايت. په ځينو ايتونو کښې د هغوي د هلاکېدو سبب اسماني پړق او تندر ؤ(سوره هود: 6 ايت) او په ځينو نورو کښې يوازې اسماني صاعقې سره نابود شول (سوره  فصلت: 17ايت) او په دغو دواړو پاسنيو ايتونو کښې د نابودۍ سبب زلزله بيان شوې ده. او د ايتونو مجموعي نتيجه په دا ډول ده چې له سخت اسماني پړق سره په تندر او زلزلې سره نابود شوی وو.

[12] . سوره اعراف 79 ايت

[13] . سوره اعراف: 91 ايت

[14] . سوره اعراف: 92 ايت

[15] . سوره اعراف : 93 ايت

[16] . سوره زخرف : 45 ايت

[17] . سوره صافات : 79 او 109 او 120 او 130 او 181 ايتونه

[18] . کتاب تذکرة الفقها، 1 ټوک او کتاب خلاف، 1 ټوک ، 447 مخ ته  مراجعه وکړئ. په کتاب «خلاف» کښې له عمر بن خطاب او عبدالله بن مسعود څخه تشهد په څو صورتونو نقل کړے دے چې ټول همدارنګ سلام لري او د اهل سنتو د فقهې مشرانو لکه ابوحنيفه او مالک او شافعي د دې تشهدونو يو قسم راخستے دے او هغۀ په باره کښې يې فتوا ورکړې ده.

[19] .«ولم يکن أحدٌ مِنْ سَلَفِ الأمة في عصر الصحابة ولا التابعين ولا تابعي التابعين يَتَخَيّرون الصلاة والدُّعاء عِنْدَ قبور الأنبِياء ويسألونهم ولا يستغيثون بهم لا في مغيبهم ولا عند قبورهم» ( رساله « الهدية السنيه »، مخ 162، منار مصر خپرندويه).

[20] . «أصاب الناس قحطٌ في زمان عمر بن الخطاب فجاء رجلٌ الي قبر النبي فقال يا رسول الله استسق الله لأمتک فانّهم قد هلکوا فأتاه رسول الله ـ صلّي الله عليه [وآله] وسلّم ـ في المنام فقال ائت عمر، فاقرئه السلام، وأخبره إنهم مسقون.» (وفاءالوفا، 2 ټوک، 1371 مخ)

[21] .«وَمَحَلّ الاستشهادِ طلبُ الإستسقاء منه ـ صلّي الله عليه [وآله] وسلّم ـ وَهُو في البرزخ ودعاؤهُ لرَبِّه في هذه الحالة غيرُ ممتنِع وعلُمُه بسؤالِ مَنْ يَسأَله قَدْ ورَد فَلا مانِعَ مِنْ سؤالِ الإستسقاء وغيرهِ مِنْه کَما کانَ في الدُنيا» (وفاء الوفا، 2 ټوک ، 1371مخ)

[22] . وفاء الوفا، 2 ټوک ، 1361 مخ ؛سوره  نساء: 64 ايت

[23] . وفاء الوفا، 2 ټوک، 1380 مخ ( د مصر چاپ) هغه تر 1385 مخ پورې داسې ډيرې نموني بيان کړې دي.

[24] . وفاء الوفا، 2 ټوک،  1380 مخ ( د مصر چاپ) هغه تر 1385 مخ پورې

[25] . وفاء الوفا، 2 ټوک ، 1361 مخ (د مصر چاپ)

[26] . سوره مايده: 35  ايت

[27] . خداے پاک ته د نزدېکت وسيله په خداے او د هغۀ په رسول (ص) باندې ايمان او د هغه حضرت او د هغۀ د پاکو اهلبيتوعليهم السلام پيروي کول، د خدای په لار کښې جهاد کول او نور عبادتونه دي.