د قبرونو بيا رغول او د ګنبدونو جوړول: د اصحابو او عامو مسلمانانو سيرت

د قبرونو بيا رغول او د ګنبدونو جوړول 3

د اصحابو او عامو مسلمانانو سيرت

. د بيت المقدس په خواو شا کښې د ډيرو پيغمبرانو قبرونه دي؛ کله د داود عليه السلام قبر په قدس کښې او د ابراهيم، اسحاق، قعقوب او يوسف قبرونه (چې حضرت موسې هغه له مصره بيت المقدس ته منتقل کړل) په شهر الخليل کښې  او … هغوي باندې يې ګنبدونه جوړ کړل او له اسلامه وړاندې په هغوي باندې لوي لوي کاڼې وو او تر کومې چې اسلام هغه ځای ته نه رسيدلے په همدې شکل کښې وو.

ابن تيميه په خپله د دې خبرې

تصريح کوي وايي: هغه وداني چې په هغې کښې د حضرت ابراهيم قبر و، د فتح اود اصحابو د هلته حاضريدو په وخت موجود و؛ خو د هغه ودانې درواه د 400 هجري کاله پورې بنده وه. په دې کښې څه شک نشته چې کله عمر بيت المقدس فتح کړ هغه وداني يې وليده خو دا حکم يې ونه کړ چې دا دې وران شي.[1]

بليهد دا دعوا لري: په قبرونو باندې بناګانې جوړول له پينځمې پيړۍ په دې خوا مرسوم شو، په داسې حال کښې چې که تاريخ ته وګورو نو د هغه د خبرې اپوټه مونږ ته په لاس راځي؛ ځکه چې ډېرې هغه بناګانې چې په قبرونو باندې شوي دي له پينځمې پيړۍ وړاندې دي او تر دې چې ځينې ودانې لومړۍ او دويمې پيړۍ ته رسي.[2] چې د بيلګې په طور ځينو ته اشاره کوو:

  1. د هغه کوټې وداني چې د پيغمبر(ص) مبارک قبر په هغې کښې دے.
  2. د حضرت حمزه عليه السلام په قبر باندې د جمات جوړل.
  3. د پيغمبر(ص) د زوي ابراهيم قبر چې د محمد بن زيد بن علی عليه السلام په کور کښې و.
  4. د سعد بن معاذ قبر چې د ابن افلح په کور کښې وو او د عمر بن عبدالعزيز په وخت کښې په هغې باندې ګنبد جوړ شوې و.[3]
  5. د زبير د قبر وداني چې په 386هـ کال کښې جوړه شوه.
  6. د نذور په قبر باندې وداني چې په هغه کښې د عبيدالله بن محمد بن عمر بن علي عليه السلام و چې په څلورمې پيړۍ کښې جوړه شوه.
  7. د غلام خليل الباهلي ابو عبدالله قبر (وفات کال257هـ)، ذهبي وايي: هغه په 275کال کښې له دنيا لاړ، بازار بند شو او ښځې او سړي د هغه جنازې ته راغلل بيا يې هغه په يو تابوت کښې کيښود او بصرې ته يوړې شو او هلته د هغه په قبر ګنبد جوړ شو.[4]
  8. د امير المؤمنين حضرت علی عليه السلام په مبارکې روزې باندې وداني چې په 372 هـ کال کښې وشوه. ذهبي وايي: سلطان عضد الدوله، يو ثابت قدمې شيعه و، هغه په نجف کښې د حضرت علی عليه السلام قبر څرګند کړ. او بيا يې په هغې باندې ګنبد جوړ کړ…[5]

 

په قبرونو باندې د ودانۍ جوړيدل او د هغو بيا رغول:

د پيغمبر(ص) قبر

  1. د پيغمبر(ص) قبر، د هغه حضرت له وفاته وروسته هغوي په خپلې کوټه کښې خاورو ته وسپارل شو او که په قبر باندې ودانې حرام وې نو اصحابو به هغه کوټه د هغه له ښخيدو وړاندې ورانه کړې وه. ځکه چې د وهابيانو د ليدتوګې مطابق ودانې د بتانو په شان دي. له همدې سببه دا فرق نه کوي چې دا کس په ودانۍ کښې دننه ښارو ته وسپارل شي او که وروسته ورباندې کوټه جوړه کړې شي. هغه وداني چې د پيغمبر(ص) په قبر باندې موجوده ده، له کوم وخته چې پيغمبر(ص) هلته خاورو ته وسپارل شو تر اوسه موجوده ده. او همدارنګ په هغه حضرت باندې ګنبد….
  2. په کوم کور کښې چې پيغمبر(ص) خاورو ته وسپارل شو، په هغې کښې ديوال نه و او هغه لومړنۍ کس چې په هغې کښې ديوال جوړ کړ په خپله عمر بن خطاب و.[6]
  3. عايشې په هغه کور کښې د قبر او خپل مينځه يو ديوال جوړ کړ او په هغه کور کښې له ديوال جوړيدو وړاندې او وروسته اوسيده او هلته به يې لمونځ کاوۀ.

خلکو به د پيغمبر(ص) د زيارت کولو په وخت له هغه قبره خاورې اوړې نو عايشې حکم وکړ چې يو ديوال دې جوړ شي چې خلک ترې خاورې نه اوړي. په هغه ديوال کښې يو سورې و چې خلکو به له هغه سورې د قبر خاورې راخستې نو حکم يې وکړ چې هغه دې هم بند شي.

  1. عبدالله بن زبير په قبر باندې يو وداني جوړه کړه او بيا څه وخت پس د هغه ودانۍ ديوال وغورځيد.
  2. عمر بن عبدالعزيز لومړۍ کور خراب کړ او بيا يې يوه نوې وداني وکړه اود قبر لپاره يې يو حريم جوړ کړ او کور يې سنګ مرمر سره پټ کړ او کله چې يې لومړۍ وداني خرابه کړه نو درې واړه قبرونه ښکاره شو.[7]
  3. د عباسي خليفه متوکل په وخت کښې هغه کور يو ځل بيا سنګ مرمر سره پټ کړې شو.
  4. د بيا رغونې دا کار د المقتفي په وخت کښې ترسره شو. په هغه زمانه کښې يې د صندل او څيړۍ له لرګيو يې ورته يوه پينجره جوړه کړه او په هغه ديوال چې عمر بن عبدالعزير جوړ کړے و يې ولګوله.
  5. کله چې د المستضيیء د حکومت په وخت کښې بيا راوغورځيد نو بيا رغونه يې وشوه او دې حرم په 654 هجري کال کښې اور واخيست اود مستعصم عباسي په وخت کښې يې بيا رغونه وشوه. د کور تعمير هغه الاتو سره چې له مصره رسيدلي و (د ملک منصور ايبک الصالحي په وخت کښې) سر ته ورسيد. او د يمن د حاکم (ملک مظفر) له خوا د کور په چت او ستنو باندې الوار ولګولي شو.
  6. د دې کور اخرنې تکميل د مصر د حاکم ملک منصور قلاوون الصالحي په وخت کښې وشو او د هغه حضرت په کوټې باندې ګنبد جوړ شو. د دې ګنبد رنګ کبود و او د احمد بن عبدالقوي په وسيله په 678هـ کښې جوړ کړې شو.[8]

د اصحابو او نورو قبرونه

  1. عقيل چې کله په خپل کور کښې کوهې کنسته يو کاڼې يې وليد چې ورباندې يې ليکلي و دا د ام حبيبه قبر دے، [9]
  2. هارون الرشيد په دويمې پيړۍ کښې د امير المؤمنين حضرت علی(ع) په قبر باندې ګنبد جوړ کړ.[10]
  3. خطيب بغدادي وايي: امام کاظم په شونيز مقبره کښې خاورو ته وسپارل شو او قبر يې هلته مشهور اود زيارت ځای دے. په قبر باندې يې يوه لويه بارګاه جوړه شوې ده او په هغه بارګاه کښې شمعه دانونه او فرشونه او ډېر کالي موجود دي.[11] د خطيب زوکړه په 392هـ (څلورمه پيړې) کښې شوې ده.
  4. امام رضا(ع) په هغه ګنبدي ودانۍ کښې چې په طوس کښې دے او هارون په هغې کښې دفن دے، خاورو ته سپارلے شوے دے. مامون په 200 هـ کښې دا وداني کړې وه.
  5. نهشل بن حميد طوسي د ابي تما حبيب ابن اوس طائي (چې يو مشهور شاعر دے چې موصل کښې دفن دے) په 230هـ کښې وداني وکړه.
  6. د ګنبد په شکل يوه وداني د حسن بن سهل د لور بوران په قبر په 217هجري کښې وشوه.
  7. ذهبي وايي: متوکل عباسي په 236هـ کال کښې حکم وکړ چې د حضرت حسين بن علي قبر دې وران شو او د قبر په خوا کښې چې څه وو هغه يې وران کړل، مسلمانان د هغه په دې عمل خپه شو او د بغداد خلکو د هغه په خلاف د جماتونو په ديوالونو کنځل او بدې ردې وليکلې او شاعران په خپلو شعرونو سره هغه سپک کړ او په دغه شعرونو کښې يو شعر دا دے:

قسم په خدای که اميه و د پيغمبر(ص) بچي په ظلم سره ووژل؛ اوس ځينې کسان د هغه د پلار له کورنۍ (بني عباس) د بني اميه غوندې کارونه کوي! په خپل ځان مې دې قسم وي! دا حسين بن علي(ع) قبر دے چې عباسيانو وران کړ! بني عباس په دې خپه دے چې د امام حسين(ع) په شهادت کښې يې ګډون نه و کړے او اوس د هغه د قبر په ورانولو د هغوي په هډوکو لګيا دي.

که چرې د قبرونو جوړل د هغه نهي په سبب شرک او حرام و،  په بيله توګه په هغه زمانه کښې او د هارون او مامون په وخت کښې چې ډېر عالمان ورسره وو، نو هغوي به د قبرونو جوړل منعې کړي و، په داسې حال کښې چې يو عالم هم دا عمل قبيح نه دے ګڼلے او تر دې چې مامون د قران د مخلوق شونې[12] قايل شو نو يو عالم هم د هغه نظريې سره موافقه ونه کړه او دې ته حاضر شول چې بند ته لاړ شي او وهل ټکول وخوري.

  1. سلمان فارسي په 36هجري کال کښې له دنيا لاړ. خطيب بغدادي وايي: د هغه قبر اوس څرګند او مشهور دے او ايوان کسری سره خوا کښې دے او په هغې باندې يوه وداني جوړه شوې ده او په کښې يو خادم وي چې د هغې قبر او ودانۍ ساتنه کوي.[13]
  2. طلحه: په جنګ جمل کښې (36هـ) کښې مړ کړې شو[14] ابن بطوطه د طلحه بن عبيدالله د مرقد په هکله وايي: د هغه قبر په ښار کښې دننه دے او ورباندې ګنبد او يو جمات جوړ دے. د هغه د قبر په يو ګټ کښې داسې ځای دے چې خلکو ته په کښې ډوډۍ ورکول کيږي. ابن بطوطه په بصرې کښې د ځينې قبرونو ذکر کوي چې د ځينې اصحابو او تابعينو دي چې په هر قبر باندې ګنبد جوړ شوے دے چې ورباندې د هغه قبر د څيښتن نامه او د هغه د وفات وخت ليکلے دے.[15]
  3. ابن جوزي وايي: اثير ابوالمسک عنبر، د زبير بن عوام په قبر باندې يو جومات جوړ کړ او هغه ځای جومات جوړ شو هغه ځای ته يې شعه دانونه، پوزي او فرشونه يوړل او هلته يې يو خادم وګماره او د هغه ځای لپاره يې وقف کړ.[16]
  4. ابوايوب انصاري، په 52هـ کال کښې په روم کښې له دنيا لاړ. وليد وايي: د فلسطين يو بوډا کس ماته داسې وويل: د قسطنطنيه د ښار د ديوال سره لاندې يو سپينه وداني وه چې خلکو به وويل: دا د ابوايوب انصاري قبر دے چې د پيغمبر(ص) صحابي و. زۀ هم د هغه ودانۍ په لور لاړم او په هغه ودانۍ کښې مې د هغه قبر وليد د هغه په قبر باندې يو شمعدان په ځنځير سره تړلے و.[17] ابن کثير وايي: د ابو ايو انصاري قبر مزار او جومات دے.[18]
  5. ذهبي وايي: د امام موسی بن جعفر عليه السلام په قبر باندې په بغداد کښې يوه لويه وداني ده چې ډېره مشهوره ده او همدارنګ د هغه د زوي علی بن موسی الرضا په قبر باندې په طوس (مشهد) کښې يو لوی زيارت جوړ شوےدے.[19] ابن جوزي وايي: په دې ورځو (459هـ) کښې ابو سعيد مستوفي (چې شرف الملک لقب يې دے) د ابو حنيفه په قبر باندې خښتو سره يوه وداني جوړه کړه او ګنبد يې ورباندې جوړ کړ….[20]
  6. معروف کرخي، په 200هجري کال کښې له دنيا لاړ، ابن جوزي وايي: د 460هـ کال د ربيع الاول په مياشته کښې د معروف په قبر باندې يوه وداني جوړه شوه او هغه يې ګچو او خښتو سره جوړه کړه.[21]
  7. محمد بن ادريس شافعي په 204هجري کښې وفات شو. ذهبي وايي: ملک کامل د هغه په قبر باندې يو ګنبد جوړ کړ.[22]
  8. ابو عوانه په 316هـ کښې وفات شو، ذهبي وايي: د ابی عوانه په قبر باندې په اسفراين کښې يوه بارګاه جوړه شوه چې د زيارت ځای دے او په ښار کښې دننه دے.
  9. ابو علي الهبيش په 420هـ کال کښې وفات شو. ابن جوزي وايي: د هغه قبر په کوفه کښې څرګند دے او په هغې باندې يوه بارګاه جوړه شوې ده.[23]

دا دومره څرګندې خبرې او هغه تاريخي پيښې چې د مسلمانانو په تاريخ کښې راغلي دي د وهابيانو نظر سره سمون نه لري. سره د دې اکرم البوشي – چې په سير اعلام النبلاء يې حاشيه ليکلې ده – د دې تاريخي نصونو لاندې ليکي: دا ټول قبرونو او زيارتونه د مسلمانانو عامو کسان کړي دي چې په دې هکله يې هيڅ خبرتيا نه لرله او دا کارونه داسې بدعتونه دي چې له دوي نهي شوې ده!

مونږ د خدای شکر وباسو چې حاشيه ليکونکي دا تهمت په شيعو نه دے لږولې او نه يې دي ويلي چې دا د شيعه کار دے، بلکه ويلي يې دي چې د عامو مسلمانانو کار دے!

د ابو زبير روايت سره د دليل رد

وهابيان د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره د ابوالزبير روايت راوړي چې مسلم[24]، ترمذي[25]، ابن ماجه[26]، نسائي[27]، ابو داود[28] او احمد[29] په خپلو مسندونو کښې نقل کړے دے. د دې روايت مطابق پيغمبر(ص) په قبر باندې ګج کاري کول او په هغې باندې له کښيناستلو يا ورباندې له ودانۍ جوړولو نهي کړې ده. دا حديث په څو طريقو نقل شوے دے:

لومړۍ طريق: ابوبکر بن ابي شيبه وايي: حفص بن غياث او خفص له جريج او هغه له ابوالزبير او ابوالزبير له جابره، مونږ ته يو حديث نقل کړي چې پيغمبر(ص) فرمايي:….[30]

دويم طريق: هارون بن عبدالله وايي: حجاج بن محمد مونږ ته يو حديث نقل کړ او محمد بن رافع ماته حديث نقل کړ او عبدالرزاق له ابن جريج او ابن جريج له ابوالزبير مونږ ټولو ته حديث نقل کړ چې پيغمبر(ص) وفرمايل:…[31]

دريم طريق: عبدالرحمن بن اسود وايي: محمد بن ربيعة مونږ ته خبر نقل کړ او هغه دا خبر له ابن جريج او ابن جريج له ابوالزبير له پيغمبره(ص) نقل کړل چې فرمايي….[32]

څلورم طريق: ازهر بن مروان او هغه له محمد بن زياده مونږ ته حديث نقل کړ، وايي: عبدالوارث له ايوب او هغه له ابوالزبير مونږ ته له پيغمبر(ص) حديث نقل کړ چې فرمايي….[33]

پينځم طريق: يوسف بن سعيد مونږ ته نقل کړ او ويې ويل: حجاج له بن جريج او هغه له ابي زبيره دا حديث له پيغمبر(ص) نقل کښې چې ويې فرمايل…[34]

 

د دې حديث اشکالات

دا حديث هم د سند له مخې او هم د متن له مخې، اشکالات لري:

 

د سند له مخې

د سند له مخې: د حديث په سند کښې ځينې کسان لکه ابن جريج، ابوالزبير، حفص بن غياث، محمد بن ربيعه، عبدالرزاق او عبدالوارث دي چې ځينې په کښې د اهل سنتو له نظره د ترديد په شک وړ دي!

  1. ابن جريج:

هغه عبدالملک بن عبدالعزيز بن جريج اموي دے. د هغه په هکله ځينې فيصلې شوي دي:

  1. له يحيی بن سعيده د ابن جريج د حديث په هکله پوښتنه وشوه، هغه په ځواب کښې وويل: د هغه حديث ضعيف دے. يحيی بن سعيد ته وويل شول: ابن جريج د حديث په نقل کښې له “اخبرني” ټکي ګټه اخلي يحيی وويل: دا څۀ مهمه خبره نه ده بلکې ټول حديثونه يې ضعيف دي.
  2. احمد بن حنبل وايي: که ابن جريج وويل: فلانکي او فلانکي داسې وويل، نو د منکر احاديث نقلوي.
  3. مالک بن انس وايي: ابن جريج د حديثونو په جمع کولو کښې د هغه چا په شان دے چې د شپې لرګې او خشاک راټولوي. يعنې د صحيح او غلط حديث پته ورته نه لګي بلکې ټول راجمع کوي.
  4. دار قطني وايي: د ابن جريج له تدليسه او غير واقع ښوونې ځان وساته، ځکه چې هغه په ډېرې بدې طريقې تدليس کوي او کله چې له يو ضعيف کسه حديث واوري، نوداسې يې څرګندوي چې هغه حديث يې له يې ثقه کسه اوريدلے دے.
  5. ابن حبان وايي: ابن جريج په حديث کښې تدليس کوي.
  6. يحيی بن سعيد وايي: کله چې ابن جريج “فلانکې فلانکې” ووايي، نو د هوا د باد په شان دي.
  7. يزيد بن زريع وايي: ابن جريج بد پالې دے، يعنې د هغه حديثونو کښې ناخالصي شته او کوم حديثونه چې نقلوي ضعيف دي.
  8. ذهبي وايي: ابن جريج په حديثونو کښې تدليس کوي. د هغه په ثقه والي باندې في نفسه اجماع شوے ده په داسې حال کښې چې هغه 70 ښځو سره د متعې عقد کړے دے.
  9. عبدالله بن احمد له خپل پلاره په نقل سره وايي: کوم حديثونه چې له ابن جريجه په مرسله طريقه نقلوي هغه جعلي دي او ابن جريج به دې ته څه پام نه کاوه چې دا حديث له کوم ځايه نقلوي.
  10. دارقطني وايي: د ابن جريج له تدليسه ځان وساته، ځکه چې هغه په ډېرې بدې طريقې تدليس کوي او کله چې له يو ضعيف کسه (لکه ابراهيم بن ابی يحيی) حديث واوري، نوداسې يې څرګندوي چې هغه حديث يې له يې ثقه کسه اوريدلے دے.[35]
  11. ابوالزبير

د هغه نامه محمد بن مسلم بن تدرس امدي ده. د رجالو د علم عالمانو د هغه ضعف بيان کړےدے.

  1. له احمد بن حنبله نقل شوه چې ابوالزبير يې تضعيفاوۀ.
  2. نعيم بن حماد وايي: له ابن عينيه مې واوريدل چې لکه ابوالزبير يې تضعيفاوۀ.
  3. له سويد بن عبدالعزيز نقل شوي دي چې ويل يې: شعبه ما ته وويل: ته له ابوالزبيره حديث راخلې، په داسې حال کښې چې د هغه خو خپل لمونځ هم صحيح نه دے زده؟!
  4. نعيم ويل: له هشيمه مې واوريدل چې له ابوالزبيره يې نقلول. نو شعبه يې کتاب راواخست او ويې شلاوۀ.
  5. عبدالرحمن بن ابي حإتم وايي: له پلاره مې د ابوالزبير په هکله پوښتنه وکړه، پلار مې په ځواب کښې وويل: دهغهحديث ليکلې شي خو په هغې سره دليل نه شي راوړے کيدے.[36]
  6. ترمذي وايي: شعبه، ابوالزبير مکي تضعيف کړے دے.[37]
  7. ابوزرعه او ابو حاتم وايي: د ابوالزبير په حديث سره استدلال نه شي کيدے.
  8. ابن ابي حاتم له ابوزرعه د ابوالزبير په هکله پوښتنه وکړه، په ځواب کښې يې وويل: خلک له هغه روايتونه نقلوي. ومې ويل: ايا د هغه په حديث سره احتجاج کيږي؟ ويې ويل د ثقه کسانو په حديث احتجاج کيږي (يعنې ابوالزبير ثقه نه دے).
  9. شعبه وايي: زما په نزد له دې بل څه خواږه نه وو چې يو کس له مکې راشي او زۀ له هغه د ابوالزبير په هکله پوښتنه وکړم. نو ځکه زۀ په خپله مکې ته لاړم او له هغه مې حديث واوريد. يوه ورځ هغه سره ناست وم چې يو کس ابوالزبير ته راغے او له هغه يې ځينې مسلې وپوښتلې، هغه د هغه کس خبره مردوده وګڼله او په هغه يې تور ولګاوۀ. ومې ويل: په يو مسلمان کس باندې تور لګوې؟ ويې ويل: هغه زۀ غصه کړم، هغه ته مې وويل: کوم کس چې تا غصه کړي نو په هغه تور لګوې؟ نو له دې پس زۀ له تا حديث نه نقلوم.[38]

نو ابوالزبير، تضعيف شوې کس دے چې خپل لمونځ يې سم نه و زده، د هغه په حديث سره دليل نه شي راوړے، يو دروغ ويونکې او تور لګوونکې کس دے چې شعبه يې کتاب هم شلولے دے… دې حالاتو سره ايا په هغه باندې د باور څه ځای پاتې کيږي؟!

  1. حفص بن غياث

د رجالو عالمانو د هغه په هکله ويلي دي:

  1. يعقوب بن شعبه د هغه په هکله وايي: د هغه له ځينې محفوظاتو بايد ځان وساتل شي.
  2. ابوزرعه وايي: کله چې له هغه د حديث غوښته کيږي، نو د حديث د بيان لپاره يې حافظه ښه نه وه.[39]
  3. داود بن رشيد وايي: حفص، په ډېره غلطي کوه.[40]
  4. احمد بن حنبل وايي: هغه به حديثونه خپل کښې ګډوډول.[41]
  5. له احمده نقليږي چې ويل به يې: حفص به په حديثونو کښې تدليس کاوۀ.[42]
  6. محمد بن ربيعه

هغه په عبدالله الکوفي الرواسي باندې مشهور دے.[43] د رجالو عالمانو په هغه ځينې نيوکې کړي دي:

  1. ساجي وايي: په هغه کښې د هر حديث په هکله نرمي او ګروهنه وه.[44]
  2. ازدي وايي: هغه هر يو حديث ته ګروهنه او نرمي لري.[45]
  3. عثمان بن ابي شيبه وايي: محمد بن ربيعه له مو وغوښتل چې له هغه نقل شوي حديثونه وليکو، مونږ ورته په ځواب کښې وويل: هغه په خپلو حديثونو کښې هغه روايتونه هم راخلي چې دروغجنو نقل کړي دي.[46]
  4. عبدالوارث

هغه د سعيد بن ذکوان تميمي زوې دے او د هغه په هکله راغلي دي:

  1. بخاري له عبدالصمده نقلوي:عبدالوارث به مې په پلار پسې ډېر دروغ تړل.[47]
  2. دارقطني له دې وروسته چې هغه يې تضعيف کړ او حديث يې له هغه نقل کړي ويې ويل: دا حديث صحيح نه دے.
  3. ابن معين وايي: عبدالوارث يو نامعلوم کس دے.[48]
  4. ترمذي له بخاري نقل کړل: عبدالوارث، منکر حديثونه نقلوي.
  5. عبدالرزاق صنعاني

هغه هم تضعيف شوے دے او د تضعيف سبب له دې مخې دے چې هغه ته يې د شيعه شونې نسبت ورکړے دے، ځکه چې د اهل سنتو د عالمانو په نزد شيعه شونه يو ډول تضعيف دے او يا دا چې د هغه روايتونه او اوريدلي خبرې تضعيفې شوي دي؛ لکه چې له احمد بن حنبله همدا خبره نقل شوې ده او يا د نورو دليلونو په سبب تضعيف شوے دے.[49]

لنډه دا چې د سند له مخې په کښې ډېرې نيوکې دي؛ نو څه رنګ وهابيان دې حديث باندې تکيه کوي او خپل فقهي نظرونه او ليدتوګې دا رنګ بيانوي او د دې حديثونو په بنياد نور مسلمانان کافران ګڼي؟

د حديث په دلالت کښې اشکال

لومړۍ: دا حديث وايي: “پيغمبر(ص) د قبرونو له ګچکارۍ منع کړې ده او له دې يې منعه کړې ده چې په قبرونو باندې څوک کښيني او په قبرونو باندې ودانۍ وکړي” نهي هميشه خو په حرمت دلالت نه کوي، بلکه کله کله نهي په کراهت باندې هم دلالت کوي او په ډيرو حديثونو کښې يې دا نهي په کراهت باندې حمـل کړې ده.[50] همدا زياتوالې د دې سبب کيږي چې په دې حديث کښې، د نهي ظهور په تحريم کښې تضعيف شي او د نهي انصراف کراهت ته وشي. (يعنې کراهت ورنه مطلب واخستل شي نه حرمت)

  1. شافعي د دې حديث په مطابق وايي: مستحبه دا ده چې قبر له ځمکې زيات اوچت نه شي.
  2. سندي له دې وروسته چې دا حديث يې له نيشاپوري نقل کړے وايي: دا حديث صحيح دے، خو عمل ورباندې نه کيږي؛ ځکه د اسلام مخکښانو، له ختيځه تر لويديځه په قبرونو ليکل کړي دي دا داسې څيز دے چې تيرو کسانو له مخکښانو اخستےدے.[51]
  3. ذهبي وايي: د سبط بن جوزي نيکه دا وصيت وکړ: زما په قبر دې وليکل شي: اے هغه خدايه چې بخشش دې زيات دے! له هغه چا تير شه چې ګناهونه يې زيات دي؟ يو ګناګار انسان ستا په لور درغې چې هيله لري چې ته به يې معاف کړے. زۀ ستا ميلمه يم او د ميلمه برخه هغه سره نيکي کول يي.[52]

د ابن جوزي د شخصيت په هکله ويل کيږي: هغه استاد، علامه، امام، حافظ، مفسر، شيخ الاسلام او د عراق فخر و.[53]

  1. نووي وايي: په قبر باندې وداني کول د قبر د خاوند په ځمکه کښې مکروه او په وقفي ځمکه کښې حرام دي.

شافعي په دې مطلب تصريح کړې ده او ويلي يې دي: زمونږ اصحابو د قبرونو ګجکاري مکروهه کړې ده.[54]

دويم: کوم حديثونه چې د قبرونو تعمير او په هغو باندې د ودانۍ کول بيانوي له دې سببه دي چې دا کار شعائرالله ګڼي[55] او د دې شعائرو بايد درناوې وشي. د هغوي شعائر شونه ځکه صحيح ده چې د قبر خاوندان يا پيغمبران يا وليان دي او يا دا چې د قبر رغونه او ورباندې وداني کول د يوۀ مصلحت له مخې اهميت لري. لکه دا چې دا قبر معلوم وي او په وداني کولو سره هغه له منځه لاړ نه شي، لکه څرنګ چې پيغمبر(ص) د عثمان بن مظعون په قبر باندې نښه ولږوله او بي بي فاطمه زهرا د حمزه په قبر باندې يوۀ کاڼي سره نښه ولږوله.

لانديني شاهدان زمونږ مدعا ثابتوي

  1. ابن ماجه وايي: د خدای رسول د عثمان بن مظعون په قبر باندې يو کاڼې ولږول چې قبر يې معلوم وي.[56] او هيثمي د ابن ماجه په خبرې پسې وايي: د داسې روايت سند حسن دے.[57] سندي د دې حديث په شرحې کښې وايي: پيغمبر(ص) دا کاڼې د هغه په قبر کيښود چې قبر يې مشخص وي.
  2. له ځينې اصحابو نقل شوي دي: کله چې عثمان بن مظعون وفات شو، د هغه جنازه يې دفن کړه، بيا پيغمبر(ص) خلکو ته حکم وکړ چې يو کاڼې راوړئ خو هغه کس کاڼې رانه وړې شو، نو پيغمبر(ص) په خپله د هغه کاڼې اوچتولو لپاره پاڅيد او لستوڼې يې اوچت کړل. راوي وايي: ما د پيغمبر(ص) د لاسو (سنګلو شاته) سپين والې وليد. هغوي کاڼې په هغه ځای چې د مړي سر هغه اړخ ته وي کيښود او ويې فرمايل: ما په دې کاڼې سره د خپل ورور په قبر نښه وکړه او زما له کورنۍ چې څوک مړ شي نو د دوي په خوا کښې به يې خخوم….

کله چې مرواد بن حکم د مدينې حاکم شو، يوه ورځ د هغه کاڼې په خوا تيريدۀ نو حکم يې وکړ چې هغه کاڼې دې راواخستې شي او ليرې دې وغورځولې شي. بيا يې وويل: قسم په خدای چې د عثمان بن مظعون په قبر باندې چې کومه نښه وه هغه به له دې پس نه وي. بني اميه راغلل او مروان ته يې وويل: ډير بد کار دې وکړ، حکم وکړه چې دا کاڼې دې بيرته راوړې شي! مروان وويل: قسم په خدای چې کوم کاڼې مې غورځولے دے هغه به بيا راستون نه کړم.[58]

  1. اصبغ بن نباته وايي: د پيغمبر(ص) ګرانه لور بي بي فاطمه به د حمزه قبر ته راتله او په يو علامت سره به يې په هغې نښه کوله چې هغه وپيژندې شي[59] او همدارنګ وايي: د پيغمبر(ص)، ابوبکر او عمر په قبرونو واړۀ کاڼي وو.[60]

[1] . سيد امين په کشف الارتياب کښې په 306مخ دې مطلب ته اشاره کړې ده په دې هکله ځينې روايتونه دي چې صحيح وي نو په دې مطلب دلالت کوي همدارنګ ر.ک: په الاخبار کښې 2ټوک، 185مخ ته او همدارنګ معالم الزلفي 108مخ ته چې په دې هکله حديثونه لري چې خدای پاک په ځمکه باندې د پيغمبرانو د بدنونو خرابول حرام کړي دي. مسند احمد، 4ټوک، 8مخ.

[2] . کشف الارتياب، 306 – 307مخونه.

[3] . وفاء الوفاء 2ټوک، 545مخ، کشف الارتياب، 307مخ.

[4] . سير اعلام النبلاء، 13ټوک، 285مخ. کله چې احمد بن محمد بن غالب (چې په غلام خليل مشهور و) په 275 هجري کال د رجب په مياشتې کښې له دنيا لاړ. د هغه د مشهورتيا او محبوبيت له سببه خلکو بازارونه بند کړل او د هغه جنازه يې هغه سره په مناسب ځای کښې کيښوده. (که څه هم سره د مشهورتيا حديثونه به يې جوړول) او د هغه يې درناوي سره بصرې ته يوړ او هلته يې خخ کړ او د هغه په قبر يې ګنبد جوړ کړ. لسان الميزان، ابن حجر عسقلاني، 1ټوک، 272 – 274مخونه.

[5] . سير اعلام انبلاء 16: 251.

[6] . وفاء الوفاء، 2ټوک، 541مخ، د پيغمبر(ص) د کور او په هغه باندې د ګنبد د جوړيدو په هکله د لا زياتو معلوماتو لپاره رجوع وکړئ: کشف الارتياب، 314 – 322مخونه.

[7] . هماغه، 547.

[8] . کشف الارتياب، 319، 340 مخونه.

[9] . په دې خبرې کښې اشکال شته ځکه چې که مراد يې هماغه ام حبيبه وي چې د پيغمبر(ص) بي بي وه نو د عقيل نه قبر څه پټ و، ځکه چې عقيل د ام حبيبه په ژوند کښې موجود و.

[10] . حسين بن حجاج (262-392) د عراق له لويو شاعرانو دے هغه د اميرالمؤمنين په مدحه کښې يوه قصيده ليکلې ده او د اميرالمؤمنين قبر سره خوا کښې يې نورو ته واورولې ده: ای د نجف په ځمکه د سپين ګنبد خاونده! چا چی ستا د قبر زيارت وکړ او ستا په نزد يې له خدايه شفاعت وغوښت خداې به د هغه شفاعت وکړي.

[11] . وفيات الاعيان، 5ټوک، 310مخ.

[12] . د خدای پاک د کلام (قران) قديم او حادث شونې خبره د دويمې پيړۍ په لومړيو کښې د خلکو په ژبو شوه او داسې څه خبره د پيغمبر(ص) او د اصحابو په خبرو کښې نه وه راغلے. اهل حديث د قران د حدوث د عقيدې په مقابله کښې ودريدل او د قران د قديم شونې عقيده يې اسلامي عقيده وګڼله. اشعري وايي: مونږ وايي: قران د خدای کلام دے او پيدا کړې شوې نه دے او څوک چې قران مخلوق وګڼي، هغه کافر دے: فرهنګ عقايد و مذاهب اسلامي، 162-168مخونه.

[13] . تاريخ بغداد، 1ټوک، 163مخ.

[14] . يعقوبي، ابن عساکر، ابن عبد ربه، ابن عبدالبر په استيعاب کښې، ابن اثير په الکامل او ابن حجر عسقلاني داسې نقل کړي دي: کله چې حضرت علي او طلحه يو بل سره په مقابله کښې جنګيدل نو مروان چې د طلحه د لښکر يو سردار و وويل: زۀ که نن له دې وخته ګټه وانه خلم او د عثمان له قاتله بدل وانه خلم، نو بيا به کله داسې موقع په لاس راځي؟ دا يې وويل او د خپل لښکر مشر طلحه په لور يې د غشي ګوزار وکړ، غشې د هغه په پتون ولږيد او رګ يې ورله پرې کړ او وينه ترې د سيلاب په شان روانه شوه چې د ډېرې وينې په بهيدو سره مړ شو. ابن سعد په طبقات کښې وايي: طلحه په خپله دې خبرې ته رسيدلے و چې د خپل ژوند په اخري ورځو کښې به يې ويل: قسم په خدای! کوم غشي چې زۀ ژوبل کړم هغه د علي عليه السلام د لښکر له خوا نه و. علامه عسکري په خپل کتاب “نقش عايشه در تاريخ” کښې د طلحه په هکله وايي: هغه د هغې غوا په شان و چې خپل ښکر يې د هر يې تيريدونکي د غيټې د شلولو لپاره تيار کړي وي. (نهج البلاغه، فيض الاسلام، 106مخ).

[15] . سفرنامه ابن بطوطه، 1ټوک، 187مخ.

[16] . المنتظم، 14ټوک، 377مخ. زبير او طلحه حضرت علي(ع) سره خپل بيعت مات کړ او جنګ يې ګرم کړ او د خپلې زمانې د امام په خلاف يې پاڅون وکړ او هغوي په هماغه جنګ کښې قتل کړې شول.

[17] . تاريخ بغداد، 1ټوک، 154مخ.

[18] . البدايه و النهايه، 8ټوک، 65مخ.

[19] . سير اعلام النبلاء 6ټوک، 274مخ.

[20] . المنتظم، 16ټوک، 100مخ.

[21] . هماغه، 105مخ.

[22] . دول الاسلام، 344مخ.

[23] . المنتظم، 15ټوک، 202مخ.

محمد بن محمود چې په ابن النجار مشهور دے (578-643) د مسلمانانو مشهور نړۍ ليدونکے (جهانګرد) په خپل مشور کتاب اخبار مدينة الرسول کښې ليکي: يو ډېر لوړ ګنبد چې خاص زوړ والې لري د بقيع په لومړي سر کښې موجود دے چې دوه ورونه لري چې هره ورځ پکښې يو ور د زيارت لپاره خلاصيږي.

[24] . صحيح مسلم، 3ټوک، 63مخ، مسلم په خپل صحيح کښې په “النهی عن تجصيص القبر و البنا عليه” باب کښې دا حديث په درې طريقو نقلوي.

[25] . ترمذي په خپل سنن (3ټوک، 208مخ) په “کراهية تجصص القبور والکتابة عليها” باب کښې نقلوي.

[26] . ابن ماجه (2ټوک، 473مخ) کښې په “ما جاء فی النهي عن البناء علی القبور و تجصيصها والکتابة عليها” باب کښې په دوو متنونو سره نقلوي.

[27] . نسائي (4ټوک، 78مخ) په “باب البناء علی القبر” باب کښې دوو سندونو او دوو متنونو سره دا حديث نقلوي.

[28] . ابوداود (3ټوک، 316مخ) کښې په “البناء علی القبر” باب کښې د جابر حديث په دوو سندونو او دوو متنونو سره نقلوي.

[29] . احمد (3ټوک، 295مخ) حديث دا رنګ نقل کړے دے.

[30] . صحيح مسلم، 3ټوک، 63مخ.

[31] . هماغه.

[32] . جامعه ترمذي، 2ټوک، 208مخ.

[33] . سنن ابن ماجه، 1ټوک، 473مخ.

[34] . نسائي 4ټوک، 78مخ.

[35] . تهذيب الکمال، 18ټوک، 348مخ، تهذيب التهذيب، 6ټوک، 404مخ، ميزان الاعتدال، 2ټوک، 659مخ.

[36] . تهذيب الکمال، 26ټوک، 407مخ.

[37] . الجامع الصحيح، 5ټوک، 756مخ.

[38] . ميزان الاعتدال، 4ټوک، 37مخ، تهذيب التهذيب 9ټوک، 422مخ.

[39] . تهذيب الکمال، 7ټوک، 56مخ.

[40] . تاريخ بغداد، 8 ټوک، 199مخ.

[41] . سير اعلام النبلاء، 9ټوک، 31مخ.

[42] . تهذيب التهذيب، 2ټوک، 360مخ.

[43] .  تهذيب الکمال، 25ټوک، 196مخ.

[44] . تهذيب التهذيب، 9ټوک، 143مخ.

[45] . ميزان الاعتدال، 3ټوک، 545مخ.

[46] . هماغه.

[47] . تهذيب الکمال، 18ټوک، 483مخ.

 

[48] لسان الميزان، 2ټوک، 678مخ. ميزان الاعتدال، 2ټوک، 61مخ، الجرح والتعديل، 6ټوک، 38مخ.

[49] . تهذيب الکمال، 18ټوک، 58مخ.

[50] . دا سې ډېر حديثونه شه چې په هغې کښې نهي په کراهت باندې حمل شوې ده يعنې مطلب ترې کراهت اخستل شوے دے. چې ځينې يې دا دي:

پيغمبر(ص) له اومې اوږې خوړلو منعې کړې ده. پيغمبر(ص) د لمانځه له لنډولو منعې کړې ده. له دې يې منعې کړې ده چې روژه په خُله کس حجامت وکړي. د. د ميږو او مچيو له وژلو يې نهي کړې ده. په وضو کښې له ډېرو اوبو لږولو يې منعې کړې ده، د خالي په ورځ له روژې نيولو يې منعه کړې ده. په نجاست خوړونکيو ځناورانو باندې له څپرلي يې منعه کړې ده. تجارتي قافلې ته له وړاندې ورتللو يې نهي کړې ده، له ځناورانو جنګولو يې نهي کړې ده، له پيازو او کرات (يو ډول سبزۍ) خوړلو يې نهي کړې ده،  له زياتي اوبو خرڅولو يې نهي کړې ده، له دې يې نهي کړې چې امام په خپله بانګ هم ووايي، په سفر کښې يې له قران وړلو نهي کړې ده، د کم عقله ښځه په دايي توب نيولو يې نهي کړې ده، په ولاړه له متيازو کوو يې نهي کړې ده او داسې نور…. خو په عالمانو کښې يو کس هم دا نه دي ويلي چې دا نهي کول پهتحريم باندې دلالت کوي، نو دې ته په پام کوم روايتونه چې په قبرونو باندې له ودانۍ کولو نهي کوي هغه له دې ډول دي او همدارنګ کوم روايتونه چې وايي ګچکاري يې مه کوئ او ليکل ورباندې مه کوئ هغه هم په کراهت حمل کيږي.

[51] . سنن النسائي، 4ټوک، 87مخ.

[52] . سير اعلام النبلاء، 31ټوک، 380 او 370مخونه.

[53] هماغه.

[54] . شرح صحيح مسلم، 3ټوک، 62مخ.

[55] . د حج سورې په 32 ايت کښې راغلي دي: وَمَنْ یعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوبِ” د “شعائر” مفرد “شعيرة” ده چې معنی يې نښه ده. مرحوم امين الاسلام طبرسي په مجمع البيان (4ټوک، 83مخ) کښې وايي: له شعائرو مطلب ” د خدای د دين نښې دي.

[56] . سنن ابن ماجه، 1ټوک، 498مخ.

[57] . هماغه.

[58] . وفاء الوفاء 3ټوک، 894مخ.

[59] . مصنف عبدالرزاق، 3ټوک، 574مخ.

[60] . هماغه.