د قبرونو بيا رغول او د ګنبدونو جوړول: د وهابيانو د فتواګانو نقد

د قبرونو بيا رغول او د ګنبدونو جوړول 2

د وهابيانو د فتواګانو نقد

1. هغه اجماع چې وهابيان يې بيانوي مردوده ده؛ بلکې د هغې په خلاف فتوا چې د داسې کارونو جايزيدل دي اجماعي ده. مسلمانان له ټولو مذهبونو او په ټولو زمانو کښې – که عالم وي که جاهل، که فاضل وي که مفضول، که امير وي که مأمور، که ښځه وي که نر –

د وهابيانو له پيدايشه وړاندې، دا رنګ سيره او رواج درلود، او دا په خپله يو اجماعي عمل او قطعي کاشفيت لري چې د شريعت له څيښتنه اخستې شوې دے.

صنعاني په خپله د مسلمانانو په دې سيرت باندې اعتراف کړے دے هغه د يو پوښتنې په ځواب کښې وايي: دا مطلب (د قبرونو زيارت) په لويديځ او ختيځ کښې جاري دے. په داسې طريقه چې د مسلمانانو په هيوادونو کښې يو ځای هم له دې قبره او زيارته خالي نه دے. او د يو عاقل عقل هم دا خبره نه مني چې دا کار حرام وي او مسلمانانو عالمان د هغوي په وړاندې چپ پاتې شوي دي، بيا په خپله د دې پوښتې ځواب ورکوي: که په انصاف پوهيدل غواړې او مخکښانو له لارويۍ لاس اوچتول غواړې او په دې پوه شې چې حق هغه څه دي چې په هغې باندې دليل راغلے دے او نه دا چې حق هغه څه دي چې نسلونو نسلونو په هغې باندې اتفاق لرلې وي او اجماع يې ورباندې کړي وي؛ نو پوه شه چې کوم عام کارونه چې له عامو خلکو ترسره کيږي او د هغوي اسلام د هغوي د پلار نيکونو تقليد دے، دا بې له څه دليله دے او يو کس هم نشته چې د دې خلکو په عملونو باندې څه نيوکه وکړي، تر دې چې کوم کسان د علم خاوندان ګڼي او فضل دعوا لري او د قضاوت کرسۍ، مفتيان او ښوونکي دي او د يا د ولايت او معرفت خاوندان دي او يا اميران او د حکومت مشران دي، نو د کومو څيزونو چې عوام درناوې کوي نو هغوي هم د عوامو په شان عمل کوي. که څه هم رواج او د عالمانو د هغوي په وړاندې چپتيا د دې کارونو په جايزيدو څه دليل نه دے.

د صنعاني په دې خبرو کښې د مسلمانانو په سيرت – په بشپړه توګه – اعتراف شوے دے. د هغه اعتراف دا دے چې د مسلمانانو په ټولو طبقو کښې _ که عالمانو او فاضلان و که قاضيان، مفتيان، معلمان، اوليا، عارفان اميران او حاکمان په ټولو اسلامي هيوادونو کښې په دې خبره يوه خُله دي. نو له دې بل کوم يو سيرت کامل موندې شو؟ له بلې خوا هغه ويلي دي: حق هاغه څه دي چې ورباندې دليل راغلے وي! نو مو دا وايو: د امت اتفاق – هغه هم په ټولو نسلونو کښې – په خپله يو قطعي دليل دے او له دې بل مزبوت دليل نشته.

  1. که مونږ په يو داسې حديث چې هغه صحيح دے او دلالت يې روښانه دے او ورسره په مقابله کښې بل حديث هم نشته او هغوي يې هم مني او نور يې هم مني نو ايا مونږ د همدې دليل دلالت ومنو که د هغه حديث چې يوازې د هغوي په نظر کښې صحيح دے نور يې څوک نه مني او وايي چې دا اجماعي دے؟!
  2. د مدينې د عالمانو په ځواب کښې تناقض دے، ځکه چې يو ځل وايي چې ډيرو عالمانو د قبرونو د ورانولو د واجبيدو په هکله فتوا ورکړې ده او يو ځل وايي: د هغه حديث صحيح شونه چې په تحريم باندې دلالت کوي اجماعي دے. زمونږ پوښتنه دا ده: که د حديث صحيح والې اجماعي وي، نو ټولو عالمانو د قبرونوپه ورانونو باندې فتوا ولې نه ده ورکړې؟ په داسې حال کښې چې تاسو دا دعوا کوئ چې ډېرو عالمانو د قبرونو په ورانولو فتوا ورکړې ده؟!
  3. دا حديث هم د سند له خوا او هم له دلالت له خوا اشکال لري دا روايت هغه سند سره چې مسلم په خپل صحيح کښې راوړے دے په دې شکل دے: نقل کړ ماته يحيی بن يحيی او ابوبکر بن ابی شيبه او زهير بن حرب درې واړو دا روايت له وکيع نقل کړے او وکيع له سفيان ثوري او سفيان ثوري له حبيب بن ابی ثاب او هغه له ابی وائل او هغه له بی الهياج اسدي نقل کړے دے چې وايي:

علی عليه السلام ماته وفرمايل: “خبر اوسه! زۀ تا ته هغه مأموريت درکوم چې کوم لپاره زۀ  پيغمبر(ص) راليږلې وم، يو عکس پريږ نه دے مګر دا چې هغه له منځه يوسه او همدارنګ هر يو لوړ قبر چې ووينې هغه مساوي او برابر کړه”.[1]

سندي اشکال

د دې په سند کښې اشکال: د دې روايت په سند کښې داسې کسان دي چې د رجالو عالمانو هغه ضعيف ګڼلي دي چې لومړۍ کس يې وکيع ابن الجراح الرواسي دے.

  1. عبدالله بن احمد بن حنبل وايي: له پلاره مې واوريدل چې ويل يې: د ابن مهدي تصحيف[2] له وکيعه زيات دے او د وکيع غلطۍ له ابن مهدي زياتې دي.
  2. هغه په بل ځای کښې وايي:له خپل پلاره مې واوريدل چې ويل يې: وکيع په 500 حديثونو کښې غلطي کړې ده.[3]
  3. ابن المديني وايي: وکيع په عربۍ ژبه تسلط نه لاره او که خپلو خبرو کښې حديث ويل نو د هغه لفظونو به انسان حيرانه و. تل به يې ويل: حدثنا الشعبي عن عائشة![4]
  4. محمد بن نص المروزي وايي: وکيع چې به کله حديث نقلو، نو ټول به يې له حفظه ويل، له همدې سببه به يې د هغې الفاظ بدلول! داسې وه لکه چې په خپله حديث نقلوي؛ بلکه د حديث معنی به يې نقلوله. او همدارنګ اهل زبان نه و.[5]له نعيم بن حمان نقل شوي دي چې ويل يې: مونږ د ماښام ډوډۍ لپاره د وکيع په کور کښې، وکيع وويل: ستاسو څه خوښ دي چې تاسو ته يې راوړم: ابجو، (د اوربشو اوبه، يعنې شراب) چې ځوانان يې خوښوي چې د بوډاګانو شراب؟ ما ورته وويل: ته د دې څيزونو خبرې کوې؟ (يعنې دا خو ګناه ده) وکيع زما په ځواب کښې وويل: دا کار زما په نزد د فرات له اوبو زيات حلال دے!!. له احمده نقل شوي دي: وکيع به مخکښانو ته بد ويل او شراب به يې څښل او باطلې فتواګانې به يې ورکولې.

دويم کس چې په حديث کښې موجود دے هغه سفيان ثوري دے:

  1. ذهبي د هغه په هکله وايي: هغه به چل ول سره هغه کسان چې د رجالو عالمانو ضعيف کړي وو هغه به يې رښتوني ښودل.[6]
  2. ابن مبارک وايي: سفيان ثوري به حديثونه نقلول، کله چې ورورسيدم نو ومې ليد چې د حديث په نقل کښې فريبکاري او تدليس کوي. کله چې يې زۀ وليدم نو له دې کاره وشرميد او ويې ويل: مونږ حديث له تا نقلوو.[7]
  3. ابوبکر بن ابی شيبه وايي: له يحيی مې واوريدل چې وايي: سفيان ثوري دا کوشش کاوۀ چې يو ضعيف کس ماته تدليس کړي او هغه ثقه وښايي، خو ماته يې دهوکه رانه کړې شوه.[8]
  4. يحيی بن معين وويل: د ابی اسحال په حديث باندې يو کس هم له سفيان ثوري زيات نه دے پوهه او هغه به په حديث کښې تدليس او چل ول کاوه.

بل له هغه کسانو چې د دې حديث په سند کښې دے حبيب بن ابی ثابت دے.[9]

  1. ابن حبان وايي هغه به په حديث کښې تدليس او دهوکه کوله.[10]
  2. عقيلي وايي: هغه له عطا داسې حديثونه نقل کړل چې په هغو باندې عمل نه کيږي.[11]
  3. او همدارنګ وايي: ابن عون په هغه باندې د عيب نيوکه کړے دے
  4. قطان وايي: هغه له حديثه پرته له عطا داسې خبرې نقل کړي دي چې له هغوي پيروي نه کيږي او هغه خبرې مزبوتې نه دي.
  5. ابن خزيمه وايي: حبيب بن ابی ثابت به په حديثونو کښې تدليس کاوۀ.[12]

يو بل کس چې د دې حديث په سند کښې راغلے دے ابووايل دے. هغه په زړه کښې علی عليه السلام سره بغض او کينه لرله. له همدې سببه په هغه باندې څه رنګ اعتماد کولے شو په داسې حال کښې چې پيغمبر(ص) وفرمايل: “اے علی! تا سره به مينه نه کوي مګر مؤمن کس او تا سره دښمني نه کوي مګر منافق”[13]

 

د حديث په دلالت کښې بحث

لومړۍ. دا شاذ دے[14] او يوازې ابوالهياج دا نقل کړے دے. سيوطي په خپل شرح نسايي کښې وايي: په روايي کتابونو کښې يوازې دا يو حديث له ابوالهياجه نقل شوے دے.

دويم. دا حديث د هغوي دعوې باندې څه دلالت نه لر، ځکه چې دا حکم ورکوي چې قبرونه ځمکې سره يو شان کړه او له دې يې منعې کوي چې قبرونه دې له ځمکې اوچت نه وي. دا عبارت “لا قبراً مشرفا” د اوچتوالي په معنې دے البته راوتل والې او ناسموالې په خپله يو ډول اوچتوالې دے “شرف” په عربۍ کښې د اوښ قب ته وايي، (لکه څه رنګ فيروز ابادي[15] په خپل لغت کښې دا څرګنده کړې ده) نو دې ته په پام شرف – بې له څه قيده خپلې وضعې سره  – مطلقې بلندۍ او اوچتوالي ته وايي؛که دا اوچتوالې د اوښ د قب يا د مهي د شا په شان وي يا اوچت ځايونه او ماڼۍ وغيره وي؛ خو سوّيته[16] (د مساوي کولو په معنی) له دې قرينه ده چې له شرفه مطلب چې اوښ د قب يا د ماهي د ملا په شان اوچتوالې دے او له تسويې مطلب د هغې هوارول دي چې کوږ پاتې نه شي او په نورو ټکو په دې روايت کښې درې احتماله دي:

  1. هغه ودانۍ چې په قبرونو شوي دي هغه دې ورانې شي.
  2. قبرونه ځمکې سره سم کړئ.
  3. هر يو هغه قبر چې هوار نه وي او لږ اچت وي لکه د اوښ قب يا د مهي ملا، د هغې سطح هواره کړئ.

لومړۍ احتمال مردود دے، ځکه چې د مسلمانانو سيرت او د اصحابو او غير اصحابو علم د دې په خلاف و چې ځينې بيلګو ته يې اشاره کوو. دويم احتمال هم صحيح نه دے ځکه چې قطعي سنت په دې دلالت کوي چې قبر دې يو لويشت له ځمکې اوچت کړے شي. او دريم احتمال چې هوارول او هم سطح کول دي او کوږوالې او اوچتوالې يې لرې کول دي چې د اوښ د قب په شان يا د مهي د ملا په شان اوچت نه وي نو د اهل سنتو ځينې عالمانو لکه نووي او قسطلاني روايت په همدې طريقه تشريح کړے دے.[17]

  1. نووي وايي: قبر نبايد له ځمکې اوچت شي او مسنّم (يعنې د اوښ د قب يا د مهي د ملا په شان) شي بلکې بايد له ځمکې يو لويشت اوچت شي او سطحه يې برابره وي.[18]
  2. قسطلاني له دې وروسته چې د قبر مسطح کول يې سنت ګڼلي دي او د هغې پريښودل يې په دې سبب چې د روافضو (شيعو)[19] علامت دے چې قبر ځمکې سره يو شان جوړوي، جايز نه دي ګڼلي او د قبر او مسطح کولو او ابوالهياج[20] د روايتونو تر مينځ يې څه منافات نه دے ليدلے نو ويلي يې دي: په روايتونو کښې نه دي راغلي چې قبر ځمکې سره يو شان کړئ بلکې ويلي شوي دي چې قبر (د مسنم په مقابله) مسطح کړئ چې د اخبار تر مينځ له جمع کيدو همدې مطلب ته رسو.

[1] . صحيح مسلم، 3ټوک، 611مخ، سنن ترمذي 2ټوک، 256مخ.

[2] . “تصحيف”، په لغت کښې لفظ بدلولو ته وايي که نتيجه يې د معنې بدليدل وي.او د علم حديث په اصطلاح کښې هغه روايت ته ويلې شي چې هغې سند يا متن د خپل مشابه په شان شوے وي. لکه بريد يزيد لوستل او همدارنګ حريز بن عبدالله سجستاني په جرير بن عبدالله بجلي  او همدارنګ لکه دا حديث “ان النبي(ص) احتجر بالمسجد ای اتخذ حجرة من حصير” چې “احتجم” سهر تصحيف شوے دے. کله کله تصحيف د حديث په معنې کښې وي؛ کله دا حديث: “نحن قوم من عنزة صلی الينا رسول الله” د حديث نقلوونکي دا حديث چې “صلی رسول الله الی عنزه” چې مطلب يې وړه عصا وه، د خپلې قبيلې په نامه  چې عنزه دے تصحيف کړے دے: علم الحديث شانه چې، 182مخ.

[3] . تهذيب الکمال، 30ټوک، 471مخ.

[4] . ميزان الاعتدال 4؛ 336. يعنې ماته شعبي له عايشې حديث بيان کړے، په داسې حال کښې چې شعبي له تابعينو و اود هغه او وکيع تر مينځ ډېر وټ دے. له همدې سببه ويلې شو چې هغه به بې له کومې واسطې له شعبي حديث اوريدلے وي ځکه چې د شعبي د وفات کال 105 دے  په داسې حال کښې چې وکيع په 129 کښې زيږيدلے دے. سير اعلام النبلاء 9 ټوک، 141مخ.

[5] . تهذيب التهذيب، 11ټوک 125مخ. تاريخ بغداد، 11ټؤک، 125مخ.

[6] . ميزان الاعتدال، 2ټوک، 169مخ.

[7] . تهذيب التهذيب، 11ټوک، 218مخ.

[8] . هماغه، 3ټوک، 179مخ. ابوبکر وايي: له يحيی مې واوريدل چې ويل يې: يو ځل سفيان په دې طريقې ماته حديث نقل کړ: “حدثنا ابو سهل عن الشعبي…” هغه ته مې وويل: ابو سهل هماغه محمد بن سالم دے (چې ضعيف دے) سفيان ماته وويل: ای يحيی! ما ستا په شان څوک نه دے ليدلے يو څيز هم له تا پټ نه دے: ر. ک: تهذيب التهذيب، 4ټوک، 100مخ.

[9] . الجرح والتعديل، 4ټوک، 255مخ.

[10] . تهذيب التهذيب،2ټوک، 179مخ. تقريب التهذيب، 1ټوک، 316مخ.

[11] . کشف الارتياب، 293مخ.

[12] . ميزان الاعتدال، 1ټوک، 451مخ، تهذيب التهذيب، 2ټوک، 179مخ.

[13] . تهذيب التهذيب4ټوک، 317مخ. شرح نهج البلاغه، 4ټوک، 99مخ. هغه عثماني وو او د حضرت علی بد به يې ويل. له هغه مطلبونو چې د هغه په بې لارۍ دلالت کوي د ابن حجر عسقلاني په تهذيب التهذيب کښې دا جمله ده: ابي وائل ته وويل شول: حضرت علی(ع) تا ته خوږ دے که عثمان؟ په ځواب کښې يې وويل: علی ماته خوږ و، خو عثمان راته زيات خوږ شو! تهذيب التهذيب، 4ټوک، 317مخ.

ر.ک: مجمع الزوائد، 9ټوک133مخ، انساب الاشراف، 6ټوک، 102مخ، قاموس الرجال 11ټوک، 54مخ.

[14] . د شاذ مطلب دا دے چې يوازې يو راوي دا حديث نقل کړے دے. داسې حديث ته غريب ويلې شي او دوه تنه يې نقل کړي عزيز ورته ويل کيږي: علم الحديث.

[15] . القاموس، 3ټوک 162مخ.

[16] . “سويته” چې په حديث کښې راغلے دے د تسويه له مادې دے او د عربو په لغت کښې دوه ځايه پکاريږي؛ که دوه مفعولي وي (سوی هذا بهذا) نو د دوو څيزونو په خپلو کښې مساوات او برابرول دي. دويم استعمال يې دا دے چې: دا فعل يو مفعول ونيسي اود حرف جر سره بل مفعول ونه نيسي. داسې وخت کښې مساوات يو صفت دے چې يو څيز سره قايم دے. په حديث کښې په خپله د قبر کيفيت بيان شوے دے: سويته چې د حرف جز په وسيله يې بل مفعول نه دےاخستی نو معنی يې دا کيږي: يعنې هغه قبرونه چې هوار نه دي هغه يوشان هوار کړه که مطلب يې دا وې چې ځمکې سره يې يوشان کړه نو پکار دي چې ويلې يې وې “سويته بالارض” په داسې حال کښې چې داسې يې نه دي ويلي.  نو له همدې سببه هوارې يو داسې صفت دے چې په خپله قبر ته ورګرځي او حديث هيڅکله د دوو څيزونو تر مينځ مقايسه نه کوي چې يوه ځمکه وي او بل قبر. او مراد يې همدا وې چې ځمکه سره يې يوشان کړه نو دې حديث ولې د قبر ځمکې سره د يوشان کولو فتوا ورنه کړه، بلکه دا فتوا ورکوي: مستحبه دا ده چې د قبر خاوره دې له ځمکې يو لويشت اوچته وي.

[17] . ترمذي دا حديث په “ما جاء فی تسوية القبور” باب کښې راوړے دے؛ هغه باب چې د قبرونو د هوارۍ په هکله راغلے دے. دا په خپله په دې خبرې دلالت کوي چې مطلب يې له تسويې د قبر د سطحې هوارې دے؛ که داسې نه وې نو بايد د هدم القبور په نامه به يې ياد کړې وې؟ په داسې حال کښې چې وهابيانو دا بيان په قبرونو باندې د ودانې په نه جايزيدو باندې دليل راوړے: کشف الارتياب، 296مخ.

[18] . المجموع 4ټوک، 312مخ، قرطبي د سوره کهف په تفسير (2ټوک، 380مخ) کښې وايي: لهدې حديثه دا په لاس راځي چې مسطح شونه سنت دي او مسنم شونه بدعت دي.

[19] . د اهل سنتو په رجالي او کلامي کتابونو کښې د “رافضه” يا “رافضي” ټکې زيات استعماليږي چې د هغې معنی ده پريښودونکے. او پوښتنه دا ده چې شيعو ته ولې پريښودونکے وايي؟ ځينې متعصب کسان چې د شيعو نفي کول غواړي او شيعه يو نوې مکتب څرګندو غواړي په دې خبره ټينګار کوي چې د شيعو ټولې د اول او دويم خليفه په هکله بد وايي. هغوي له زيد بن علي وغوښتل چې له هغوي تبري وکړي. خو کله چې د هغه له دې کاره ډډه وکړه نو هغه يې پريښود. له هماغه ورځې دوي ته رافضه ويل کيږي ځکه چې زيد بن علی يې په جهاد کښې پريښود! د رافضه دا تفسير د غفلت په معنې دے چې تاريخي جرړه لري او د عربو په اصطلاح کښې يو ډېر زوړ تاريخ لري،  ځکه چې ځينې ډلې د حکومت مخالفې وې او دا اصطلاح د زيد بن علی له زوکړې وړاندې، چې 87 – 120 هجري کال دے، د عربو تر مينځ رايجه وه. معاويه په خپل ليک کښې هغه کسان چې د عثمان پلويان و او د علی عليه السلام د حکومت مخالفان وو (لکه مروان بن حکم) ته رافضي ويلي دي. هغه په خپل ليک کښې داسې ليکي: “و سقط الينا مروان بن الحکم فی رافضة اهل بصرة” مروان بن حکم چې په عراق کښې د علی(ع) د حکومت مخالف و د بصرې د خلکو په مشرۍ کښې ماته راغلو: د صفين پيښه، 29مخ. ابوالجارود ، امام باقر(ع) ته شکايت وکړ او ويې ويل: پلانکې ما ته رافضي وايي، امام باقر(ع) ځان ته اشاره وکړه او ويې ويل: زۀ هم په دې ډلې کښې يم: بحار الانوار، 65ټوک، 97مخ، 32حديث. امام باقر(ع) په 114کال کښې شهيد شو او په هغه وخت زيد لا قيام نه و کړے. د سيد مرتضی په حواشي کښې راغلي دي: کله چې عبدالملک له هغه قصيدې خبر شو چېد امام زين العابدين په شان کښې يې ليکلې وه ، هغه ته يې وويل: ايا ته رافضي يې؟ فرزدق وويل: که ال محمد سره مينه کول د رافضيانو نښه وي نو زۀ هم رافضي يم. (د سيد مرتضي امالي، 1ټوک، 68مخ). نو د رفض او رافضي او رافضه اصطلاح په هغه وخت کښې يوه سياسي اصطلاح وه او د زيد د قيام نه وړاندې موجوده وه: (فرهنګ عقائد و مذاهب اسلامي، استاد جعفر سبحاني) تر دې چې له اسلامي وړاندې د حضرت موسی عليه السلام وخت ته ورګرځي. ر.ک: دررالاخبار، مرحوم ايت الله طبسي، 1ټوک، 163مخ.

[20] . ارشاد الساري 2ټوک، 468مخ. ابن حجر عسقلاني وايي: د ابو الهياج د حديث مطلب دا نه دے چې قبر دې ځمکې سره د سطحې له مخې يو شان شي، بلکې مطلب يې دا دے چې قبر دې هوار وي، که څه هم له ځمکې اوچت وي، هماغه، 468مخ.