د حمزه بابا (رح) يوه مرثيه

د حمزه بابا (رح) يوه مرثيه

انتخاب او تبصره: انور شاهين خانخېل

 

زما په خيال چې داسې څوک پښتون به نه وي چې لږ تر لږه د ستر حمزه بابا (رح) له نوم نه به خبر نه وي.بابا نه يوازې يو ستر پښتون شاعر ،اديب او محقق ؤ بلکه يو ستر روحاني شخصيت او يو عارف او سالک کس هم ؤ. او هغۀ نه يوازې دا چې په عرفاني موضوعاتو باندې نظرياتي ليکل کړي او نظري عرفان يې وړاندې کړې دے بلکه د سېر او سلوک د لارې يو عملي لاروے هم ؤ.

هغۀ په پښتنو کښې په اول ځل د اسلامي عرفان مشکله نظريه په آسانه پښتو کښې او پښتني مثالونو سره پښتنو ته وړاندې کړه. بابا د انسان د خلقت مقصد او هدف د خپل حقيقی محبوب يعنې خداوند تعالى پېژندګلي ګڼي او د دې مقصد لپاره د اميرالمومنين حضرت علی عليه الصلوات والسلام د دې قول مطابق چې ((مَنْ عَرَفَ نَفْسَهُ فَقَدْ عَرَفَ رَبَّهُ)) ((يعنې چې چا خپل ځان اوپېژندۀ نو هغۀ خپل رب اوپېژندۀ)) اول د خپل ځان په پېژندلو باندې تاکيد کوي او د خپل ځان د پېژندګلو لپاره د خداے پاک د سپېڅلي کتاب قران مجيد تر څنګ د دغه ستر آسماني کتاب د تعبير او تفسير او د انسان د تکاملي سفر په لاره کښې د داسې هستيو لارښؤنه ضروري ګڼي چې هغوي د دې لارې کاملان او معصومان لارښونکي دي. او هغه سپېڅلې هستۍ خپله د خداے ګران رسول خاتم الانبيا حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغه حضرت پاک اهلبېت عليهم السلام ګڼی او له دغو هستيو سره مينه او د هغوي پېروي د قرآن مجيد او نبوي احاديثو په بنياد له واجباتو څخه بولي. او په خاصه توګه له خپل حقيقی محبوب يعنې خداوند متعال سره د عشق او د عشق په دغه لاره کښې خپل هر څه، وطن، مال، آل او عيال او حتی خپل ځان هم خپل نه ګڼل او چې د چا دي د هغۀ په لار کښې د قرباني کولو يوه بې څارې او بې مثاله نمونه د امام حسېن عليه السلام شخصيت ګڼي او د عرفان او سېر او سلوک د لارې د لاروي لپاره د کربلا واقعه او د هغه پاک امام عظيمه قرباني ځانته د نمونې په توګه په اېښېودو تاکيد کوي او وائي:
زيات له هر چا نه به انسان وي ثنا خوان د حسېن
انسانيت بــه فـراموش نه کا احسان د حسېن
او بابا خپله هم په دې لاره کښې د هرې بلا او مصيبت هرکلے کوي په دې شرط چې د کربلا څه مقصد پکښې وي او وائي:
که څه مقصد د کربلا وي پکښې
پـه هـر قدم هغـه بلا غـواړم
البته هغه سيدالشهداء حضرت امام حسېن (ع) يو داسې مظلوم چې هيڅ وس يې نه رسېږي د خوزېدو نه وی او له مجبورۍ نه له يوې ناڅاپه پېښې سره مخامخ شوے وي نه وړاندې کوي بلکه هغه امام عالي مقام له دغو ټولو واقعاتو نه آګاه او خبر ګڼي او په علم، پوهې، تقوا، مېړانې ،پت، غېرت، عزت،شرافت، شجاعت،سخاوت، انساندوستۍ، امن، ورورولۍ، خپلواکۍ، ازادۍ او حتی په ټولو انسانی صفاتو کښې کامل او بې څارے بولي او له دې ټولو خوبيانو سره سره يې بيا مظلوميت بيانوي يعنې د يو بهادر، شجاع او مېړني کس مظلوميت دنيا ته ښئي. هغه حسېن (ع) چې تر آخر وخته پورې د دښمن په مقابله کښې تُوره نه راوباسي او کوشش کوي چې په خپلو سپېڅلو وېناؤ سره هغه يو آمر او ډېکټېټر، ظالم او بې رحمه يزيد بن معاويه او د هغۀ د آله کارو لخوا په رعب، دباؤ، لالچ او دروغو پروپېګنډو سره بې لارې شوي کسان پوهه کړي او دغه شان د حجت د اتمام په خاطر ورته يو يو اصحابي او خپل يو يو اهلبيت ورلېږي چې هغوي پوهه کړي، ورته وېناګانې وکړي چې هم هغوي هم له ډېر بد عاقبت او د جهنم له اوره اويروي او هم د وينې بهيونې مخه اونيسي، خو له هغې خوا ورته واپس د هغوی ټوټې بدنونه راځي ان تر دې چې په آخر کښې ورته د شپږو مياشتو بچے وړاندې کړي چې يو خو هغوي ته اوښئ چې زۀ ګورې د جنګ په اراده نه وم راوتې ګنې بيا به مې دا د تي ماشومان له ځان سره نه رواوستل او بله دا چې که ستاسو په نظر کښې يم نو زۀ ګناهګار او مجرم يم چې د يزيد بېعت نه کوم نو دې ماشوم څه ګناه کړې ده دۀ ته خو کم از کم لږې اوبۀ خو ورکړئ کنه. خو له هغې خوا نه ورته د اوبو د ګوټ په ځاے د هغه وخت د يو ډېر تجربه کار نښه ويشتونکي حرمله يو داسې درې خولې لرونکے مضبوط غشے راځي چې د هغه تي د ماشوم علي اصغر عليه السلام له قد نه هم لوے ؤ د پلار په غېږ کښې په مرۍ کښې ښخيږي او د وينو فواره ترې روانيږي. ځکه خو ارواښاد غنی خان د امام حسين (ع) په شان کښې په خپله تاريخی مرثيه کښې وائي:
داسې ظلم نـه دے شوے نه به وشی په جهان
د چېنې په غاړه مړۀ شول ټول له تندې ماشومان
نو حتی چې کله څوک داسې پاتې نه شول چې هغه ظالمان پوهه کړي او د خپل سر قرباني ورکړي نو بالاخره بيا امام حسين (ع) مېدان ته وروځي او هغوي ته بيا هم د حجت د اتمام په توګه وېنا کوي او ورته خپل ځان معرفي او ورته يې کېدې شي فرمايلي وي چې په قرآن مجيد کښې کوم مبارک آيت دے چې فرمائي:
إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ((خداے بس دا غواړي چې اے د رسول اهلبېتو له تاسو نه د هر ډول پليدي لرې وساتي او تاسو داسې پاک او پاکيزه ولري لکه څنګه چې د پاکۍ حق دے))
زۀ له هغو پينځو پاکو هستيو څخه يو يم او دا چې فرمائي:
قُل لَّا أَسْألكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى
(( (اے رسوله امت ته دې) ووايه زهْ له تاسو نه (د رسالت) په دې كار هيڅ اجرت نه غواړم مګر(بس دا درنه غواړم چې) زما له قرباو (نزدې خپلوانو) سره مينه او مودت كوئ))
او زۀ د پېغمبراکرم (ص) له قرباؤ څخه يم چې ورسره مينه، محبت، عشق او مودت فرض کړے شوے دے.
او زۀ د هغه چا زوے يم چې په پېغمبراکرم (ص) ورته ورور او خپل ځان ويلي دي چې فرمايلي يې دي چې علي (ع) له ما دے او زۀ له علي يم، زۀ د علم ښار يم علي (ع) يې دروازه ده، علي (ع) اميرالمومنين، امام المتقين دے، امام الاولياء دے، فاروق اعظم دے، صديق اکبر دے او د حوض کوثر ساقي دے.
زۀ د هغې پاکې بي بي زوے يم چې د چا په باره کښې د خداے ګران رسول (ص) فرمايلي دي چې فاطمه (ع) د ټول عالم د ښځو سرداره ده او هم يې فرمايلي دي چې په آخرت کښې د ټولو جنتي ښځو سرداره ده.
او خپله زۀ هغه يم چې په باره کښې مې د خداے ګران رسول (ص) فرمايلي دي چې حسېن له ما دے او زۀ له حسېنه يم او هم زما او زما د ورو حسن (ع) په باره کښې يې فرمايلي دي چې حسن او حسېن د جنت د ځوانانو سرداران دي او په جنت کښې به ټول انسانان ځوانان وي.
د ځان په معرفي کولو سره امام دا غوښتل چې کېدې شي د يزيد بن معاويه په لښکر کښې داسې څوک وي چې په بې خبرۍ کښې راغلے وي چې له اصل حقيقته نۀ وي خبر او امام حسېن (ع) نه پېژني خو هغه زرګونه لښکريان څه معمولي کسان نه وو پکښې داسې کسان موجود وو چې د خداے د ګران رسول (ص) صحبت ورته نصيب شوے ؤ او دا هر څه يې په خپلو غوږو اورېدلي وو او يا د هغوي اولاد او د هغوي تابعين وو چې د اهلبېتو عليهم السلام له عظيم الشان مقامه خبر وو، هغوي کسان چې په نوم مسلمانان وو نمونځ ګزاره، قاريان، حافظان او عالمان وو ورته په ځواب کښې وائي چې هو مونږ تا هم پېژنو، ستا نيکۀ، پلار، مور او ټول خاندان پېژنو خو بس مونږ ته د يزيد لخوا دا حکم دے چې يا درنه بيعت واخلو او يا دې سر له تنې جدا او هغۀ ته يوسوو له دې نه علاوه بله لار نشته خو دغلته ورته امام حسين (ع) يوه تاريخی خبره کوی ((چې زما غوندې کس به چرې هم د يزيد غوندې کس بيعت ونۀ کړي)) دا ډېره منطقي او د راتلونکو نسلونو لپاره د تقليد وړ وېنا وه يعنې دا خبره څه يوازې زما او د يزيد تر منځه نه ده بلکه که په هر دور کښې يزيد صفته ظالم واکمن راځي نو چې څوک ځان ته زما پېروکار وائي نود ظالم په وړاندې به دحق غږ پورته کوي. او دغه شان دې خبرو سره په امام حسين (ع) باندې د غشو او نېزو باران جوړيږي نو بس بيا هغه هم د امامت د شجاعت او مېړانې ښودلو لپاره ذوالفقار راوباسي او داسې جنګيږي چې حتی د پښتو يو شاعر روشن بنګش په يو شعر کښې وائی چې مطلب يې داسې دے چې د يزيد لښکر کښې يوه واوېلا جوړه شوه او لښکريان يو بل ته وائي چې خداے پاک ورسره خپله جنګيږي نو بس هر کله چې دغه ظالم دښمن د بزدلۍ په شدت کښې د شرک حد ته راغے نو امام حسېن (ع) خداے پاک ته سوال وکړ چې بس دے اوس مې واخله زۀ دا نه شم زغملې چې ستا غوندې اعلی او ښکلے ذات چې هيڅ شريک نه لري دا خلق تا سره شريک پېدا کړي نو بس ځکه امام حسېن (ع) شهادت ته سر کېښود او د حمزه بابا په قول نه يوازې يې د خپل نيکۀ حضرت محمد مصطفی (ص) د شهادت ارمان پوره کړ بلکه هغه قرباني چې د حضرت اسماعيل (ع) په حقله پاتې وه د هغې قربانۍ تکميل يې هم وکړ.
هسې خو بابا د کربلا په واقعاتو (( د زړۀ آواز)) په نوم پوره يو کتاب مرتب کړے دے او دغه شان په نورو کتابونو کښې يې هم ډېر زيات د اهلبېتو ذکر راغلے دے چې ما بنده هم د بابا هغه کلام چې د پاکو اهلبېتو عليهم السلام په باره کښې د شعر په شکل کښې راغلے دے ((حمزه بابا او اهلبېت)) په نوم سره په کتابي شکل کښې له مناسبو شننو سره چاپ کړے دے چې له دغو مرثيو څخه يوه مرثيه دلته ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوم چې بابا پکښې د امام حسېن (ع د شجاعت او مېړانې دغه حقيقت په ډېرې ژورتيا سره څرګند کړے دے او حتی چې د امام عالی مقام د هغې تورې (ذوالفقار) چلول او د هغه اس (ذوالجناح) ځغلول چې ورته له پلار نيکۀ نه په وراثت کښې پاتي شوي وو په داسې ډول انځوروي چې انسان وائي ګنې بابا هلته موجود ؤ او دا هر څه يې په خپلو سترګو ليدلي دي. بلکه له دې نه هم په زياته او بالاتره توګه يې ټول حرکات انځوروي او حقيت هم داے چې الهي عارفان دغه هرڅه د خپل زړۀ په سترګو ويني اوګوري.
بابا د پښتو په ټولو صفاتو سره يو پښتون وګړے د دې اهل ګڼي چې د امام حسېن عليه السلام وارث جوړ شی او د هغه مېړني امام لارې ته دوام ورکړي بلکه په خپله دې نظريه باندې يقين هم لري او حتی په ځينو ليکنو کښې يې په راتلونکو وختونو کښې د پښتنو کاميابيو او برياليتوبونو او د حق ملګرتيا کولو ته اشارې کړې دي او په يو شعر کښې هم داسې وائی:
دا ځـلند حقيقـت دے چې وارث د د حسېن
پښـتون وتـه پــه بـرخه رسېدلے دے ژونـدون
نو ښه ده راځئ چې د امام حسېن (ع) مېړانه او شهادت د بابا په دې کلام کښې ننداره وکړو
شهيد د كربلا څـوک ؟
هغـه حُسن چې په ذات د كـبريـا كښې ځلېدو
هـغه نمر چې په افق د منشاء كـښې ځلېدو
هغـه نُور چې د هستۍ په ابتداءکښې ځلېدو
د عـدم وجود پـه «لا» او په «الاّ» كـښـې ځلېدو
جوړه ديد لـره خالـق يې آئينـه كړه د هـستۍ
بيا په خپل حُسن سينه يې ګنجينـــه كړه د هستۍ
دغـه حُسـن ؤ نبي چـې يې كامل انسانيت كـړ
په دربار د سړيتوب كښې يـې سر خم ملکيت كړ
په اخـلاقو د خالق يې چې د خلقو تربيت كړ
د الحاد وكفر و شرک يې له دنيا لرې لعنت كړ
په همه ؤ لويو لويو مرتـبو يې دے نمانځلے
بس خو يـو له خدايه پسته دے په ټـولو كښې ښاغلے
مئين توب ؤ او كه مينه وه که راز ؤ كه نياز ؤ
كه فراق ؤ كـه وصال ؤكه د مينې سوز او ساز ؤ
په هر څه كښې محمـد په انبياو كښې سرفراز ؤ
نبوت كه امامت كښې يې معراج سره پـرواز ؤ
شهـادت يې هم له نورو انبياو نـه بلند ؤ
لکه نمر په روښنائۍ کښې په همه ستورو څرګند ؤ
مكـمل يې شهادت كړل پخـوانى شهادتـونه
مكمل كړل محمـد د خداے د دين عمارتونه
شهـادت د حسنينو كوي دا اشارتونـه
پـكښې پټ دي د نبى د شهادت حقيقتونه
شهادت د خپل نمسي يې د نيكۀ وګڼه عېن
دے حديث حُسَينُ مِنّي وَ اَنامِنَ الْحُسَين
سور په اس د تصورشه چې دې بوځم كربلا ته
دي راغلې د جفا لښكرې زوے د مرتضى ته
نمر د تندر پرده وكړه نظر نه كوي دنيا ته
چې تيارو هم د جنګرېز حوصله كړې ده رڼا ته
څه خېمې دي د سېدانو د رضا پكښې چپتيـا ده
څه خېمـې د يزيديـانو د ستم پكښې غوغـا ده
دا حُسېن دے چې تسليم يې اس نيولے لـه جلبه
د هـستۍ نبضـونه تېز دي په امكان راغلې تبه
خوله يې ورکړه له هېبته ده ګرمۍ راوېستې ژبه
چې جلوې د رسالت پرې قربــانېږي له يثربه
د هر څيز له قربانۍ نه پس په خپله راوتلے
د حجت اتمـام په هغو كاندي چا چې رابللے
چې صورت د امن صلحې پــــه امكان کښې پــاتے نه شو
چـې هيڅ شک يـې دجګړې په طوفان كښې پاتے نه شو
چـې يو دوست يې ګېرچاپېره په چشمان كښې پاتےنه شو
كه يـوحُر ؤ هغه هـم په دې جهان كښې پاتے نه شو
دۀ به پېش ورته قران کړو هغوي تورې برېښولې
چا به غشي ګرتول او چا نېزې به نيغولې
امام پوه شو چې اوس وخت د شهادت د اكمال راغے
شو مزل د جمال ختم اوس مقام د جلال راغے
يو يې تورې ته كړه هپه او بل لاس يې په ډال راغے
د اجل په لاس كښې ښكار د ژونـدانۀ لره جال راغے
ذوالفقار چې كړ بهر په لاس کښې زوے د حېـدر ونيو
قُدسيانو په هېبت د آسمان مـخ ته سپر ونيو
ذوالفقار چې يې مېړانه له جوهره ځارېده
ذوالفقـار چـې هره توره يې له پرهره ځارېده
ذوالفقـار چې تل يې فتـح له حېـــــدره ځــــارېـــــــده
ذوالفقار چې بادشاهي يې له قنبره ځارېده
هغه توره چې په برېښ كښې يې رفتار ؤ د اجل
هغه توره چې په شړنګ كښې يــــې ګفتــــار ؤ د اجل
جوړ نېټه وه د اجل د امام لاس كښې ښكارېده
په يو وخت كښې به يو كس ته اوږدېده او لنډېده
اوچېده او څڅېده، كږېده او سـمېده
برېښېده او ځلېده, قهرېده او موسېده
نه په خُود او نه په زغره نه په ډال ايسارېده
نه په زور د زورور او نه په سوال ايسارېده
لكه برق به يې روح يوړلو پرهـر به پاتے نه شو
غړېدې به بقـې سترګې خو نظر به پاتے نه شو
څه حساب د لسو شلو دے لښكر به پاتے نه شو
چې كوم سر به ځان ته سر وې هغه سر به پاتے نه شو
چـې برېښنا به يې د خلقو په نظر ننـوته
دا به تېره وه له زړۀ نه په ځيګر ننـوته
كوم دښمن چې نظرباز ؤ توريالے ؤ هغه ړوند شو
په برېښنا د ذوالفقار کښې هوش او عقل كله موند شو
كه ؤ ډال لکه كيكوړے خود د غر په شانې درونـد شو
هغه دروند شو خود به دروند شو چې په خپلو وينو لوند شو
دلته شړنګ او هلته برېښ او بيا په پنجه د امام کښې
په هرصف كښې په هر سر ؤ ګويا ؤ په هر مقام كښې
له يو څټ نه په بل مټ وه بيا له ډډه نه بهر وه
لا به دلته برېښېده او لا به بيا د بل په سر وه
لا به زغرې فريادي وې په ټټر وه په ځيګر وه
لا به اوچه ښکارېده په رپ د سترګو کښې به تر وه
لكه ژبه د اجل به يې د زړۀ وينه څټله
ګويا وينه د «صفـين» د شهيدانو يې ګټله
نه مقداد ؤ نه بـوذر ؤ نه سلمان ؤ تمـاشا ته
نه عمـار ؤ نه قنبر ؤ تنهائي وه مرحبا ته
علمدار يې ؤ په وړاندې نه اكبر قاسم يې شاته
ذوالفقـار يـې ؤ په وړاندې او د اس ګردونه ملا ته
مېمنه، مېسره، قلب كه د لښكر مقدمه وه
د ترتيب بخۍ يې لاړې تـار پـه تار وه كه ساقه وه
چې په تېښته به شوڅوک، ترې ذوالجناح به په ستنه شو
تار په تار به يې يو صف كړو بيا به بل پسې پره شو
چې به غبرګې نېزې راغلې زر به دې ورته په دوه شو
سر تر پايه د دښمن د تورې برېښ ته به لمبه شو
د وښو غوندې راتاؤ به يې په غاښونو كښې كړه زغره
څنډول به يې ذوالفقار ته اشاره وه چې اونغره
چرتـه سم لكه د غشى چرته كوږ لكه كمان تلو
ځينې سر به ؤ په ځمكه ځينې سر به په آسمـان تلو
بړبوکۍ وه چورلېدله كه په خپل ګرد کښې پنهان تلو
جمعيت يې ؤ په ځاے كه يوخوا بل خوا ته پرېشان تلو
په كوم ځاے به چې ؤ بس وو به د دۀ سُمونه پاتې
په ميدان بـه وو كـوفيانو لـره بس صفرونه پاتې
ذوالجناح چـې ګېر چاپېره كـړه قـــلا د سړو ماته
بـې له اذنه د امام يې ځان رسيد كړو تر فراته
امـام وټپاۀ وې چې ذوالجناحه خوشصفاته
نــــــه اكبــــر شتــــه نـــــه اصغر شتــــه اوبـــــۀ يوسم وايـه چاتـــه
ځــــوړنــــد سر د ذوالجنـــاح شو پـــه وروروبېرته راستون شو
وې پكار چې د امام نۀ شو عبث زما ژوندون شو
ندا راغله لاس دې اونيسه فرزنده د «بتول»
ستا جمـال او جلال دواړه دي د خداے په در قبول
جنګ دې نه دے اے امامه د ملكونو د حصول
نه د جنګ لپـاره جنګ ؤ دا خو جنګ ؤ د اصول
سر يې خم كړو د تسليم او ځان يې وسپارۀ قضا ته
مخ يې ستون كړو له دښمنـه مخامخ شولو رضا ته
«عـمـر سعد» تـه خو وګوره چې څه وويل شقي
وې چې پرېږدئ ګوزار مه كړئ دغه اَ دے د نبي
تۀ نسبت ته د اس ګوره او نسبت ته د نمسي
ځان او تن د محمد ؤ وينه غوښه د علي
ذوالجناح اوښکې راماتې د خېمو په لـوري سر شو
پېغامبر د خپل امام ښاغلے اس د پېغمبر شو
يو په زهرو بل په توره د نبي چې فرزندان وو
يو نظر پرې د نيکۀ ؤکه دا دواړه يـې چشمـان وو
پخواني مرسلان واړه شهيد شوي په خپل ځان وو
ولې دا د نبي ځان وو بيا له ځانه ورته ګران وو
دا يوه كړۍ وه پاتې په زنځير د شهادت كښې
امامـت كړه ورپوره په سلسله د رسالت كښې
چې كوم سوال د پاک نبي د شهـادت ؤ هغه حل شو
د حسېن لـه شهـادتـه شهـادت يې مكمـل شو
دا چراغ زمـونږ لپاره ترقيامته پورې بل شو
هر منكر وته حمـزه په مخکښې دا دليـل اول شو
شهـادت د حـسنېنــــو ځكـه ؤ د نـبـي عېن
پورتـه تـن يې د حَسن ؤ ښکتـه تـن يـې د حُسين