سورة الاعلی

ژباړه: محمد رحیم درانی

سورة الاعلی د قرآن کریم اته اویایم سورت او له مکی سورتونو څخه دی چې د قرآن کریم په دېرشمه سپاره کې راغلی دی. د «اعلی» سورت نوم د لومړي آیت څخه اخیستل شوی او معنی یې «لوړ» ده. د سورت په ابتدايي آيتونو کې… پېغمبراکرم (ص) ته د خداى د تسبيح ويلو حکم کېږي او بيا د خداى اوه صفتونه يادېږي او بيا د خاشعو مؤمنانو او فاسقو کافرانو او د دغو دوو ډلو د خوښۍ او بدمرغيو په اړه خبرې کېږي.

د دې سورت د لوستلو د فضیلت په اړه له رسول الله(ص) څخه روایت شوی دی چې څوک دا سورت ولولي نو خدای به د هر یو هغه ټکي په بدل کې چې په ابراهیم، ​​موسی او محمد (ص) نازل شوی دی، لس نیکۍ ورکړي. په احادیثو کې همدارنګ راغلي دي چې رسول الله (ص) به دغه سورت خوښاوه.

 

معرفی

بېشکه چا چې ځان له [ظاهري او باطني بدیو] پاک کړ، هغه بریالی شو.(اعلیٰ: ۱۴)

 

نومول

سورة الاعلی په دې مناسبت «اعلی» نومېږي، چې د لوړ څښتن په تسبيح سره پيلېږي [۱] د اعلی مانا له هر څه لوړ، لوی او پورته [۲]

 

د نازلیدو ترتیب او ځای

سورة الاعلی له مکي سورتونو څخه دی او د نزول د ترتیب له مخې اتم سورت دی چې په رسول الله(ص) نازل شوی دی. دا سورت د قرآن په اوسني جوړښت کې 87 سورت دی[3] او د قرآن کریم په 30مه سپاره کې دی، د تفسیر المیزان لیکوال علامه طباطبایی په دې باور دی چې د دې سورت تر دیارلسم آیته مکي آیتونه دي، خو د څوارلسم آيت څخه تر پاي پورې، له دې سببه چې د روژې او د هغې د لوازمو په هکله دي لکه د زکات فطرې او د اختر د لمانځه په هکله نو دا ښايي چې دا آيتونه په مدينه کې نازل شوی وي، ځکه چې روژه په مدينه کې فرض شوې ده. هغه همدارنګه ټینګار کوي چې هغه روایتونه چې سورت یې مکی ګڼلی دی د هغو مطلب همدا لومړي دیارلس آیتونه دي.[۴]

 

د آیتونو شمېر او نورې ځانګړنې

سورة الاعلی ۱۹ آیتونه، ۷۲ کلمې او ۲۹۶ حروف لري او له مفصلاتو سورتونو څخه ده (چې کوچني او ډېر آیتونه لري) او د مُسَبّحاتو له سورتونو څخه وروستی سورت دی (چې د خدای په تسبیح سره پیل کیږي).[۵]

 

محتوا

المیزان تفسیر د سورت اصلي محور توحید او د الله تعالی پر لوړ مقام ټینګار باندې ټینګار او همدارنګه د پیغمبر او د هغه د تایید په اړه د خدای ژمنې ګڼلې دي.[۶] د نمونې د تفسير له نظره سورة الاعلی دوه برخې لري: په لومړۍ برخه کې مخاطب رسول الله (ص) دی او هغه ته د خداى پاک د تسبيح او د خپل رسالت د سرته رسولو حکم کوي. همدارنګه په دې برخه کې د خدای اوه صفتونه ذکر شوي دي. په دویمه برخه کې خدای پاک د خاشعو مومنانو او بدکارو کافرانو په اړه خبرې کوي او د دغو دوو ډلو د خوښۍ او بدبختۍ عوامل بیانوي.[۷]

 

د سوره اعلی محتوا[۸]

د پیغمبر د رسالت د توحیدي شونی حقانیت

دویمه وینا:۱۴-۱۹ آیتونه

د پیغمبر د توحیدي دعوت د حقانیت دلیلونه

لومړۍ وینا: ۱ – ۱۳ آیتونه

د توحید په بیانولو کې د پیغمبر ذمې

لومړۍ دلیل: ۱۴-۱۷ آیتونه

د خدای پرستو نیکمرغي

لومړۍ ذمه: ۱-۵ آیتونه

د لوړ خدای تسبیح

دویم دلیل: ۱۸-۱۹ آیتونه

د پیغمبرانو د کتابونو په توحید باندې ګواهي

دویمه ذمه واري: ۶-۱۳آیت

حق غوښتو ته د خدای توحید رسول

 

تفسیر

 

سوره اعلی، په ثلث خط کې، د سالم گونای له خوا لیکل شوی (د ترکیی خوشنویس)، ۲۰۱۳م

پیغمبر او د قران نه هېرول

«سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنسَىٰ: مونږ به ډېر زر پر تا تلاوت کړو ترڅو هېر یې نه کړې».[۹]

په دې آيت كې خداى پېغمبر (ص) ته ډاډ وركړى، چې دا اندېښنه دې نه كوي، چې الهي آيتونه به هېر كړي، بلكې هغه چا چې دا رالېږلي دي، هم هغه يې ساتونکی دی[۱۰] علامه طباطبايي په تفسير الميزان كې ليكي، چې  «اِقراء» معنی دا ده چې قاري په قرآئت کې غلطي ونیسي او تصحیح یې وکړي؛ البته دا معنا د دې کلمې لغوي او عرفي معنا ده او په دې آيت کې د دې معنا دا ده چې خداى جل جلاله رسول الله (ص) ته دومره توان ورکړى دى چې قرآن په سمه او ښه توګه ولولي، لکه څنګه چې نازل شوى دى، بې له  نيمګړتيا او بې له تحریفه.[11]

 

د اختر لمونځ او زکات فطره(سرسایه)

د مجمع البيان په تفسير كې راغلي دي چې ځينو ويلي دي چې په ۱۴ او ۱۵ آيت كې له تزکیه او لمونځ معنا د زکات فطره او د اختر لمونځ دى. خو دا اعتراض کیدی شي چې دا مکي سورت دی او په هغه وخت کې نه زکات و او نه د اختر لمونځ. په ځواب کې وويل شوي دي: ښايي چې د دې سورت ابتدايي آيتونه په مکې کې نازل شوي وي او ١٤ او ١٥ آيتونو یې په مدينه کې نازل شوي وي.[۱۲]

سید هاشم بهرانی په تفسیر البرهان کې د 14 آیت لاندې لیکی چې له امام صادق (ع) څخه روایت شوی دی: روژه د فطرې زکات په ادا کولو سره پوره کیږی لکه څنګه چې لمونځ په رسول الله (ص) باندې درود لیږلو سره بشپړیږی. نو څوک چې روژه ونيسي خو په قصد سره د زکات فطره پريږدي د هغه روژه(قبوله) نه ده او څوک چې لمونځ وکړي خو په رسول الله (ص) باندې درود ونه وايي او قصداً يې پريږدي نو د هغه لمونځ نه کيږي. الله سبحانه وتعالی زکات فطره پر لمانځه وړاندی کړې ده او فرمایلي یې دي: «قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّىٰ وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّىٰ».[۱۳]

د نبیانو شمېر او آسماني کتابونه

د سورة الاعلی اخري آيت ښيي چي ابراهيم او موسی (ع) هم يو الهي کتاب درلود. له ابوذر رضي الله عنه څخه روایت دی چې ما له رسول الله(ص) څخه پوښتنه وکړه چې پیغمبران څو کسان وو؟ هغه وویل: ۱۲۴ زره تنه. بیا رسول الله(ص) وفرمایل: ای ابوذر څلور پیغمبران عرب وو: هود، صالح، شعیب او ستا پیغمبر. ما وویل یا رسول الله(ص) خدای پاک څومره کتابونه نازل کړي؟ هغه وویل: ۱۰۴ کتابونه. په ادم باندې لس کتابونه، په شیث باندې پنځوس کتابونه، په اخنوخ چې ادریس علیه السلام دی باندې دېرش کتابونه او هغه لومړنی کس و چې په قلم یې لیکل وکړل، او په ابراهیم باندې لس کتابونه، همدارنګه تورات په موسی او انجیل په مسیح باندې. او په داود باندې زبور او فرقان د اسلام په پیغمبر نازل شوي دي.[۱۴]

 

 

د آخرت ابدي شونه

ممکنه ده چې دا په ذهن کې راشي چې د آخرت دنیا باثباته او تلپاتې ده، نو ولې یې له دې دنیا سره پرتله کړی او فرمایلي یې دي: وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ ژباړه: حال دا چې د آخرت [دنیا] غوره او باثباته ده؟ ځواب يې دا دی چې که څه هم د اخرت جهان داسې دی چې ابدي دی خو په وړاندیني آيت کې (بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا) کې د دنيا د لومړيتوب او په آخرت د غوره والي خبره وه؛ نو په دې کې د آخرت د لومړیتوب ذکر شوی او د هغې د لومړیتوب لپاره هم دومره بس ده چې له دنیا څخه غوره او باثباته وګڼل شي.[15]

 

مشهور آیتونه

«إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ وَمَا يَخْفَىٰ: بېشکه هغه ته څرګند او پټ (ټول) معلوم دي.(آیه ۷)

د دې آيت په تفسير كې راغلي دي چې د خداى لپاره ښكاره او پټ يو شان دي. ځکه هر هغه څه چې موجود دي، هغه که ښکاره وي او که نه وي ښکاره، د هغه مخلوق دی [۱۶] ملا صدرا هم لیکي چې دا آیت د خدای علم ثابتوي او خدای له جهالت او نیمګړتیا څخه لرې کوي [۱۷] علامه طباطبايي د احادیثو پر بنسټ جهر هغه یو څیز ګڼي چې هغه سترګو او غوږونو ته په بشپړه توګه څرګند او محسوس وي، د هغه برعکس «و ما یخفی» د دې په مقابل کې ګڼي [یادونه ۱] [۱۸] دغه آیت په فارسي شعرونو کې هم منعکس شوی دی [۱۹] سعدي شیرازي لیکي:

بر او علم یک ذره پوشیده نیست                              که پیدا و پنهان به نزدش یکی است[۲۰]

 

فضیلت او خاصیتونه

اصلي مقاله: د سورتونو فضیلتونه

د مجمع البیان په تفسیر کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی چې څوک دغه سورت ولولي الله تعالی به د هر ټکي په بدل کې چې په ابراهیم، ​​موسی او حضرت محمد (ص) نازل شوي دي لس نیکۍ هغه ته ورکړي. همدارنګ له اميرالمؤمنين علي (ع) څخه هم روايت دى چې رسول الله (ص) به دغه سورت خوښاوه [٢١] له امام صادق (ع) څخه هم روايت دى چې څوک په خپل فرض لمانځه کې یا نافله لمانځه کې سورة الاعلي تلاوت کړي نو د قيامت په ورځ به ورته ويل کيږي چې د الله په اراده او رضا سره چې د جنت له هرې دروازې څخه غواړې ننوځه.[۲۲]

 

متن و ترجمه

سَبِّحِ اسْمَ رَبِّكَ الْأَعْلَى ﴿١﴾ الَّذِي خَلَقَ فَسَوَّىٰ ﴿٢﴾ وَالَّذِي قَدَّرَ فَهَدَىٰ ﴿٣﴾ وَالَّذِي أَخْرَجَ الْمَرْعَىٰ ﴿٤﴾ فَجَعَلَهُ غُثَاءً أَحْوَىٰ ﴿٥﴾ سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنسَىٰ ﴿٦﴾ إِلَّا مَا شَاءَ اللَّـهُ ۚ إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ وَمَا يَخْفَىٰ ﴿٧﴾ وَنُيَسِّرُكَ لِلْيُسْرَىٰ ﴿٨﴾ فَذَكِّرْ إِن نَّفَعَتِ الذِّكْرَىٰ ﴿٩﴾ سَيَذَّكَّرُ مَن يَخْشَىٰ ﴿١٠﴾ وَيَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَى ﴿١١﴾ الَّذِي يَصْلَى النَّارَ الْكُبْرَىٰ ﴿١٢﴾ ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحْيَىٰ ﴿١٣﴾ قَدْ أَفْلَحَ مَن تَزَكَّىٰ ﴿١٤﴾ وَذَكَرَ اسْمَ رَبِّهِ فَصَلَّىٰ ﴿١٥﴾ بَلْ تُؤْثِرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا ﴿١٦﴾ وَالْآخِرَةُ خَيْرٌ وَأَبْقَىٰ ﴿١٧﴾ إِنَّ هَـٰذَا لَفِي الصُّحُفِ الْأُولَىٰ ﴿١٨﴾ صُحُفِ إِبْرَاهِيمَ وَمُوسَىٰ ﴿١٩﴾

د بخښونکي ډېر مهربان خدای په نامه (شورو کوم)

  1. د خپل رب نوم په پاکۍ ياد کړه چې ډېره لوړه مرتبه لري.
  2. هماغه چې (ټول څېزونه) يې پيدا کړل او برابر (منظم) يې کړل.
  3. او هغه چې اندازه يې کړل نو هدايت يې کړل.
  4. او هغه (خدای) چې د څرندځاي (تازه واښه) يې راويستي دي.
  5. بيا يې تور بوس کړل.
  6. ډېر زر به مونږ (قرآن) په تا ولولو نو نه به يې هيروې.
  7. مګر هغه څه چې خدای وغواړي بېشکه هغه ته څرګند او پټ (ټول) معلوم دي
  8. او تا (د شريعت) آسانې لارې ته چمتو کوو.
  9. نو پند (يادونه) ورکړه که چېرې يادونه فائده ولري.
  10. زر به هغه څوک پند واخلي چې (له خدايه) ويريږي.
  11. او له دې (پنده) پر لوي بدبخت ډډه کوي.
  12. هغه (لوي بدبخت) چې لوي اور ته ننوځي.
  13. نو په هغه (اور) کښې به نه مري او نه ژوندے پاتې کيږي.
  14. په تحقيق سره چې چا ځان (له ګناهونو) پاک کړ هغۀ برے بيا موند.
  15. او د خپل پروردګار نوم يې ياد کړ بيا يې لمونځ وکړ.
  16. بلکې تاسو د دنيا (لږ) ژوند (پر آخرت) غوره کوئ.
  17. په داسې حال کښې چې آخرت ښه او تل تر تله باقي دے.
  18. په تحقيق سره چې دا (خبرې او حکمونه) په وړاندې (آسماني) کتابونو کښې (هم) راغلي دي.
  19. د ابراهيم(ع) او موسیٰ(ع) په کتابونو (صحيفو)کښې.