مفترض الطاعة

مُفْتَرَضُ‌الطَّاعَة د شیعه امامانو لپاره یو خاص مقام دی، د هغه کس په معنا دی چې د هغه اطاعت په مطلقه یعنې بې له قید او شرطه واجب دی. د شیعو عالمان د آیتونو او روایتونو په دلیل سره… خپل امامان مفترض الطاعة ګڼي لکه د اولی الامر آیت، د ثقلینو حدیث، د سفینې حدیث، د منزلت حدیث. په دوي کې ځینې عالمانو لکه شیخ طوسي، د امام علی(ع) د مترض الطاعة د ثاتیدو لپاره، په دې سره د امامت د ثابتولو لپاره هم دلیل راوړی دی.

 

د شیعو په حدیثي سرچینو کې، له دغو روایتونو پرته، ځینې داسې روایتونه هم شته چې دا څرګندوي چې د شعو امامان مفترض الطاعة دي. په اصول کافي کې یوه برخه دې سره خاص شوې ده او په هغې کې اولس روایتونه نقل شوي دي.

البته په څو روایتونو کې دا هم راغلي دي چې هغوي ځان مفترض الطاعة نه دی ګڼلی؛ خو د شیعو عالمانو دغه روایتونه نه دي منلي. ځینې څیړونکو ویلي دي چې دا روایتونه د تقیې له مخې بیان شوي دي.

 

مفهوم­پيژندنه

مُفْتَرَضُ‌الطَّاعَة هغه چا ته ویل کیږي چې اطاعت یې په مطلقه او غیر مشروطه توګه واجب وي.[۱] شیعه علماء دا د امامانو لپاره یو ځانګړی مقام ګڼي[2] علامه مجلسي مفترض الطاعة شونه د امامت له لوازمو ګڼي او ویلي یې دي چې د منزلت حدیث په دې مطلب باندې دلالت کوي.[۳] ځینو دا هم ویلي چې په اصل کې د امامت او الهي خلافت معنی همدا مفترض الطاعة شونه ده.[4]

 

د امامانو د مفترض الطاعة شونې دلیلونه

د آيتونو او احاديثو پر بنسټ، شيعه عالمان امامان هغه کسان ګڼي چې اطاعت يې واجب دى. د اولوالامر آیت، د ثقلین حدیث، د سفینې حدیث او د منزلت حدیث له هغو ایتونو او روایتونو څخه دي، چې له مخې یې د امامانو اطاعت لازم دی. په دې ترڅ کې داسې احاديث هم شته چې په صراحت سره يې د اطاعت د واجب کیدو مسله راپورته کړې ده:

 

د اولوالامر آیت

په دې آيت کې فرمايي: «أَطیعُوا اللَه وَ أَطیعُوا الرَّسُولَ وَ أُولِی الْأَمْرِ مِنْكُمْ؛. د خداى اطاعت وکړئ او د رسول اطاعت وکړئ او د هغه چا اطاعت وكړئ په تاسو کې اوالامر وي».[۵] دلته د خداى او د هغه د رسول د اطاعت تر څنګ د اوالامر اطاعت بې شرطه واجب شوی دی.[۶] د علامه طباطبايي په وينا د اوالامر پر رسول(ص) باندې عطف کیدل بې له دې چې ورسره «اطیعوا» بیا راشي، د دې نښه ده چې لکه څه رنګ چې د رسول الله(ص) اطاعت مطلقا بې له قید او شرطه واجب دى. نو د اولی الامر اطاعت هم بې له کوم قید او شرطه واجب دی.[7] د شیعو عالمان د روایتونو پر اساس له اوالامر مراد دولس امامان ګڼي.[8]

 

هغه حدیثونه چې مترض الطاعة ته اشاره کوي

د ثقلین په حدیث کې اهل بیت(ع) د قرآن تر څنګ راغلي دي. نو لکه څنګه چې په مسلمانانو باندې د قرآن پیروي واجب ده، همدارنګ ورباندې د اهل بیتو(ع) اطاعت هم واجب دی.[9] د څلورمې یا پينځمې پيړۍ د یو شیعه متکلم ابوالصلاح حلبي په وینه، له دې سببه چې د ثقلینو په حدیث کې د پيغمبر(ص) کلام مطلق دی نو په غیر مشروط ډول د اهل بیتو اطاعت هم واجب دی. نو مسلمانان بايد په خپل ټول چلند او وينا کې د هغوی پيروي وکړي.[۱۰]

د سفینې حدیث کې هم د اهل بیتو علیهم السلام په پیروۍ او اطاعت باندې دلالت کوي؛ ځکه د دې حدیث له مخې د هغوی په پیروی کې نجات او د هغوی په نافرمانۍ کې هلاکت او ګمراهي ده.[۱۱] د میر حامد حسین په وینا د دې حدیث له مخې د اهل بیتو(ع) اطاعت مطلق او بې قید او شرطه دی.[12]

 

 

ځينو علماوو لکه شيخ طوسي او ابوالصلاح حلبي دې نتيجې ته رسيدلي دي چې د منزلت د حديث په وسيله د امام علي(ع) اطاعت بايد وشي او له دې مسئلې څخه يې د هغه امامت ثابت کړی دی.[۱۳] شيخ طوسي ليکلي چې رسول الله(ص) د منزلت په حدیث کې د حضرت علي(ع) خپل ځان سره نسبت داسې ښودلی دی لکه د موسی سره چې د هارون نسبت و. نو لکه څرنګه چې هارون د موسی(ع) ځای ناستی و او متفرض الطاعة و همدرانګ امام علي(ع) هم د هغه په شان مفترض الطاعة دی او دا ثابتوي چې هغه امام هم دی.[۱۴]

 

هغه حدیثونه چې په مفترض الطاعة شونې باندې دلالت کوي

د احادیثو په کتابونو کې داسې احادیث شته چې امامان مفترض الطاعة ګڼي. محمد بن یعقوب کلیني د الکافی کتاب په یوه برخه کې چې په «بَابُ فَرْضِ طَاعَةِ الْأَئِمَّةِ‏»، عنوان سره لیکلی شوې ده، په هغې کې په دې اړه اوولس روایتونه نقل کړي دي.[۱۵] په دغو روایتونو کې په یو روایت کې امام صادق(ع) له ځانه وړاندې د امامانو اطاعت واجب شونې باندې ګواهي ورکړې ده او هغوي یې هغه امامان معرفي کړي دي چې خدای یې اطاعت واجب کړی دی.[۱۶] حضرت صادق علیه السلام په یوه روایت کې په قسم سره د مفترض الطاعة امام اهمیت او مقام روښانه کړی دی او فرمایلي یې دي: د امامت منکران مفترض الطاعة کیږي او له هغه څخه ډډه کوي، په خدای قسم په ځمکه کې د مفترض الطاعة له مقامه بل مقام اوچت نیشته. ابراهیم علیه السلام ته تر ډېره وخته پورې د خدای له خوا وحي کیده خو اطاعت يې فرض نه و، تر دې چې خداى وغوښتل  هغه ته عزت او عظمت ورکړي، نو ويې فرمايل: «إِنِّي جٰاعِلُكَ‌ لِلنّٰاسِ‌ إِمٰاماً» یعنی زه تا د خلکو لپاره امام جوړم، بیا هغه وويل: «قال وَ مِنْ‌ ذُرِّيَّتِي» آيا دا مقام به زما په اولادونو کې هم وي؟ خداى ورته وفرمايل: «لاٰ يَنٰالُ‌ عَهْدِي اَلظّٰالِمِينَ» زما دا مقام ظالمانو ته نه رسي، حضرت امام صادق(ع) وفرمایل: خداى پاک په څرګنده ویلي دي چې دا مقام ستا په اولادونو کې د هغه چا لپاره دى چې ظالمان نه وي.[۱۷] علامه مجلسي هم په بحار الانوار كې له امام رضا(ع) څخه روايت كړى دى چې دغه مقام د پيغمبر(ص) په ژوند كې امت ته اعلان شوى و او د غدير په ورځ له دوي سره ژمنه واخستی شوه.[18]

د احادیثو په کتابونو کې داسې روایتونه هم شته چې خلک د امامانو په وړاندې د هغوي د مفترض الطاعة شونې ګواهي ورکوي او امامان یې مني[۱۹]

 

مخالف حدیثونه

د شيعه احاديثو په منابعو کې داسې روايتونه هم شته چې ښيي شيعه امامانو د خپل ځان په هکله واجب الاطاعة شونه رد کړې ده. له هغو ځینې یو هغه روایت دی چې شیخ طوسي نقل کړی دی. په دې روايت كې راغلي دي چې دوه كسان امام صادق(ع) ته راځي او له هغو څخه يو يې پوښتنه كوي: «آيا مفترض الطاعة امام له تاسو څخه دى؟» امام فرمایي: «زه په مونږ کې داسې څوک نه پیژنم.» بیا هغه سړی وایي: «په کوفه کې یوه ډله له تاسو څخه مفترض الطاعة امام ګڼي.» امام فرمايي: «مونږ دوي ته د دې کار امر نه دی کړی.»[۲۰]

همدارنګه شیخ مفید په الاختصاص کې راوړي دي چې امام کاظم (ع) په یوه حدیث کې د مفترض الطاعة عقیده چې د امام اطاعت واجب ګڼي د غالیانو عقیده ګڼلی ده او رد کړی یې ده.[۲۱]

 

د مخالفو حدیثونو په هکله د شیعه عالمانو نظر

شيعه علماء د امامانو د مفترض الطاعة خلاف احاديث نه مني او باوري دي چې شيعه امامان مفترض الطاعة دي.[۲۲] شيخ صدوق، شيخ مفيد او شيخ طوسي د منزلت د حدیث په دلیل سره د امامانو اطاعت واجب ګڼلی دی.[۲۳]

ځينو محققينو ويلي دي چې هغه احاديث کې چې امامانو د خپل مفترض الطاعة شونې څخه په کې انکار کړى دى، د تقیې له مخې بیان شوي دي. د دوي په اند د امام صادق(ع) او امام کاظم(ع) په زمانه کې دا عقیده چې د امامانو باید اطاعت وشي مشهوره شوه او همدا لامل و چې عباسي خليفه ګان ورباندې حساس شول. ځکه چې دوي دا نظریه خپل سیاسي استبداد سره په ټکر کې لیدله.[۲۴]

 

پانویس