له عمران صابي سره د امام رضا(ع) مناظره

له عمران صابي سره د امام رضا(ع) مناظره، د خدای د وجود او د هغه د صفاتو په باره کښې یوه کلامي مناظره ده. دا مناظره په یوه حدیث کې راغلې ده چې امام رضا(ع) د عباسی خلیفه مامون په غوښتنه له سترو مسیحیانو، یهودو، زردشتیانو او صبائیانو سره مناظره وکړه. په دې خبرو کښې عمران د خدای په باره کښې ډیرې پوښتنې کوي او امام رضا(ع) یې ځوابوي.

د دغه حدیث د راوي په وینا، عمران صابي د امام رضا(ع) ځوابونه قانع کوونکي مومي، شهادتین کلمه وايي او مسلمانیږي. دا حدیث په توحید او عیون الرضا کتابونو کې ذکر شوی دی چې د شیخ صدوق(۳۰۵-۳۸۱ هـ) لخوا لیکل شوی دی.

د مناظرې د جوړیدو شرایط

له عمران صابي سره د امام رضا (ع) مناظره په یوه حدیث کښې ذکر شوې ده چې هغه د مختلفو مذهبونو له علماو سره مناظره کړې ده[۱] د دغه حدیث راوی حسن بن محمد نوفلي د مناظرې د رامینځته کیدو کیسه داسې بیان کړې ده: کله چې امام رضا له مدینې څخه مرو ته د عباسي خلیفه مامون په لور لاړ، مامون د مختلفو مذهبونو پوهان او متکلمان راغونډ کړل چې په هغو کې د جاثَلیق (د عیسایانو مشر)، رأس الجالوت (د یهودیانو مشر)، د صابئانو مشران او هِربِذ (د زردشتیانو مشر) شامل وو، او له هغوی یې وغوښتل چې د امام رضا(ع) مناظره وکړي.[2]

بیا یې امام رضا(ع) ته وویل چې که غواړي نو په مناظره کې دې برخه واخلي. امام رضا(ع) دا وړانديز ومنلو او بله ورځ مامون ته لاړ.[۳] په دې مناظره کښې امام رضا(ع) له جاثليق، رأس الجالوت او هربذ سره له خبرو اترو او د هغوي له غندلو وروسته خلکو ته وويل. که څوک د اسلام مخالف وي نو خپله پوښتنه دې وکړي په دې وخت کې عمران صابي وايي چې په کوفه، بصره، شام او جزیره کې یې له ډېرو فقهاوو سره د خدای په وحدانیت خبرې وکړې او هیچا هم ثابت نه کړای شول. هغه له امام رضا(ع) څخه وغوښتل چې په دې اړه له هغه سره خبرې وکړي او امام رضا(ع) ومنله.[5]

د عمران صابي پوښتنې

له عمران صابي سره د امام رضا علیه السلام په مناظره کښې عمران له امام رضا علیه السلام څخه د خدای په باره کښې ډېرې پوښتنې وکړې چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

 

په هستۍ کې لومړنی شی څه دی؟[6]

ايا دا موجود خپل په خپله ورته ځان معلوم دی؟[7]

د خدای مخلوق څه ډول دی او د پیدایښت څه معنې او ډولونه لري؟[8]

ايا پيدایښت سره په خدای کې کوم بدلون راځي.؟[۹]

موږ د خدای وجود په کومه وسیله پیژنو؟[۱۰]

خدای څه دی؟[11]

ایا خدای په مخلوقاتو کې دی که مخلوقات په هغه کې دي؟[12]

ايا د خداى وحدانيت د هغه د ذات په پېژندلو سره معلومېږي او که د هغه د صفاتو په پېژندلو سره؟[13]

خدای په څه کې دی؟ ایا یو څه هغه احاطه کړی دی؟ او آیا له یو ځای څخه بل ځای ته ځای بدولوي؟[۱۴]

 

د مناظرې پایله

د دې مناظرې خبريال حسن بن محمد نوفلي وايي، له دې وروسته چې امام رضا عليه السلام د عمران صابي ټولو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل، هغه قانع شو او ويې ويل: خداى هماغه شان چې امام رضا يې بيانوي. بیا شهادات ووایي او مسلمانیږي. هغه همدارنګ وايي چې امام رضا عمران خپل کور ته د ماښام ډوډۍ خوړلو ته وبله او هغه ته یې جامې، سپرلي او لس زره درهم ډالۍ ورکړل.[15]

د دې روايت پر بنسټ تر دې مناظرې څه موده وروسته به بېلابېل متکلمان عمران صابي ته ورتلل او له هغه سره به يې بحثونه کول او هغه به په ټولو بحثونو کې غالب و. له هغه وروسته مامون هغه ته لس زره درهمه ورکړل او امام رضا هغه د بلخ د صدقاتو مامور وټاکه.[16]

د حدیث سرچینې

د مناظرې متن د لومړي ځل لپاره شیخ صدوق (305-381 هـ) په توحید[17] او عیون اخبار الرضا[18] کتابونو کې راوړی دی. احمد بن علي طبرسي (په شپږم هجري قمري پېړۍ کې اوسیده) د هغې لنډیز په احتجاج کې نقل کړی دی[۱۹] علامه مجلسي هم په بحار الانوار کې د شیخ صدوق له دوو کتابونو څخه نقل کړی دی.[۲۰]

د حدیث د سند اعتبار

د دې حدیث د راویانو د سلسلې په اړه رجالیان مختلف نظرونه لري. يوې ډلې یې ټول ثقه ګڼلي او ځينو يې په هغو کې ځينې غير ثقه ګڼلي دي.[۲۱] سربېره پر دې د حديث سند مرسل دی؛ يعنې د روايت ځینې راویان نه دي ذکر شوې. له همدې امله دا حدیث د سند له لحاظه ضعیف ګڼل کیږي.[۲۲] سره له دې هم ځینې بیا دا حدیث ضعیفِ مقبول ګڼي. یعنی سره له دې چې په سند کې یې ضعف دی خو عمل ورباندې کیږي؛ ځکه چې د صدوق په شان معتبر عالم دا روايت کړی او هغه به يوازې هغه روايتونه نقل کول چې د معصومینو د هغوي په نقل مطمئن و.[23]

 

د حدیث متن او ژباړه

 

حضرت رضا خلکو ته خطاب کې وفرمایل: که په تاسو کې داسې څوک وي چې د اسلام خلاف وي او پوښتنه کول غواړې، نو بې له شرمه او مخامخ دې پوښتنه وکړي. په دې وخت کې عمران صابي، چې له متکلمانو څخه یو متکلم و، ولاړ شو او ویې ویل: ای عالمه، که تا ما ته د پوښتنې لپاره بلنه نه وای راکړې، نو ما به پوښتنه نه کوله. ما کوفې، بصرې، شام او جزيرې ته سفرونه کړي دي او له ډېرو متکلمینو سره مې ليدل کړي دي، خو داسې څوک مې پيدا نه کړل، چې ما ته د داسې «واحد» (خدای) موجوديت ثابت کړي، چې بل څوک ورسره په وحدانیت کې شریک نه وي. ایا اجازه راکوئ چې پوښتنه وکړم؟ حضرت وفرمایل: که عمران صابي په ګڼه ګوڼه کې وي، باید هغه ته وې، هغه وویل: هو، زه یم. حضرت وفرمایل: پوښتنه وکړه، خو له عدل څخه سترګې مه پټوه او له باطلو، فاسدو او له حق څخه د ګمراه شویوخبرو څخه ډډه وکړه.

عمران وویل: ای زما مشره، زه په خدای قسم خورم، چې ته زما لپاره یو څه ثابت کړه چې زه ورسره تمسک وکړم او منګولی پرې ولګوم او بل څه پسې لاړ نه شم. حضرت وفرمایل: څه چې غواړې پوښتنه وکړه. د مجلس ټول خلک راټول شول او یو بل ته نږدې شول. عمران وویل: لومړنی موجود څه وو او څه شی یې پیدا کړل؟ حضرت وفرمایل: تا پوښتنه وکړه، نو ښه پام وکړه. «واحد» تل واحد و، تل موجود و، پرته له دې چې هیڅ شی ورسره ملګری وي، پرته له کوم محدودیت او اَعراضو څخه، او به تل همداسې وي. بیا یې پرته له کومې مخینې یو مخلوق پیدا کړ، مختلفو اعراضو او حدودو سره، نه یې په کوم شی کې ځای کړ، نه یې په کوم شی کې محدود کړ او نه یې د یو شی سره مشابه او ورته پیدا کړ. د هغه په ​​شان یې هیڅ شی نه کړ جوړ او له هغه وروسته یې په مختلفو شکلونو مخلوقات پیدا کړل، چې په مختلفو شکلونو کې خالص او ناخالص، مختلف او یو شان، په مختلفو رنګونو او خوندونو سره، پرته له دې چې دوي ته کومه اړتیا ولري او یا یو مقام او منزلت ته د رسیدو لپاره دوي ته کومه اړتیا ولري. په دې تخلیق کې یې په ځان کې کوم زیادښت یا کمښت ونه لید. ایا تاسو دې خبرو  پوهیږئ؟ هغه وویل: هو، قسم په خدای، ای زما مشره.

حضرت دوام ورکړ: او پوه شو چې که خدای مخلوقات د دې لپاره پیدا کړې وای چې اړتیا یې ورته لرله، نو یوازې هغه شیان به یې پیدا کړي وای چې له هغه څخه به یې د اړتیاوو د پوره کولو لپاره مرسته ترلاسه کولی شوی، او په دې حالت کې به دا مناسبه وه چې هغه څه چې هغه یې پیدا کړي وو، د هغې څو چنده یې باید پیدا کړې وای. ځکه چې هر څومره چې اعوان او انصار ډېر وي، هغومره به مرسته ترلاسه کوونکی ځواکمن وي او په دې صورت کې به يې حاجتونو خلاصی نه درلود. ځکه چې هر مخلوق چې به یې پیدا کاوه، په هغه کې به بل حاجت ورته پیدا کیده، او له همدې امله زه وایم: مخلوقات یې د اړتیا له مخې نه دي پیدا کړی. بلکي د مخلوقاتو په پيدايښت سره يو له بل څخه بل ته انتقالوي او ځينو ته پر نورو برتري ورکوي، پرته له دې چې لوړ شخص اړتيا ولري او يا له لاندې کس څخه د غچ اخيستلو اراده ولري، د همدې لپاره يې پيدا کړي دي.

عمران وپوښتل: ايا هغه موجود په خپله ځان ورته معلوم و؟ (پر ځان یې علم درلود؟) حضرت وفرمایل: بې له دې بل څه نه ده چې د هر یو څیز علم او پيژندګلوي د دې لپاره وي چې له نورو څخه جلا شي او د دې لپاره وي چې موجودیت یې ثابت او وپيژندی شي؛ او هلته خالص وجود و او بل څه نه وو،چې جدايي او فرق لازم وې او د دې ضرورت نه و چې د هر یوه د پيژندګلو نښه معلومه شي. یوازی بَحت او بسیط وجود و او بل څخه نه وو څو لازمه شي د هر یو حد معلوم شي. آیا ته پوه شوې، ای عمرانه؟ هغه وویل: هو، زما سرداره. نو اوس راته دا وایه چې هغه په څه پوهیده چې هغه پوهیږي؟ يعنې هغه څه شې و چې د هغې په وسیله پوه شو چې علم لري؟ ایا د ضمیر په وسیله و یا د بل څه په وسیله؟

حضرت وفرمایل: که چیرې د هغه علم د «ضمیر» (او هغه شکل چې فکر ته راځي) په وسیله ترسره شي، نو ایا دا ممکنه ده چې د هغه «ضمیر» د پيژندګلو لپاره حدونه ونه ټاکو؟ هغه وویل: نه، نه شو کولی. امام وفرمایل: هغه ضمیر څه دی؟ عمران ځواب ورنه کړ. ویې وفرمایل: هیڅ خبره نه ده. اوس که زه له تاسو څخه د «ضمیر» په اړه پوښتنه وکړم چې آیا دا «ضمیر» د یو بل «ضمیر» سره پیژنئ، که تاسو ووایئ: هو، نو تاسو په حقیقت کې خبرې او ادعاګانې باطلې کړې. ای عمرانه! ایا دا مناسبه نه ده چې پوه شئ چې «واحد» یا «ضمیر» نه تعریفیږي؟ او داسې هم نه ده چې د هغه په ​​اړه له کړنو او کاره پرته څه ونه وویل شي، او هغه داسې نه دی چې د هغه په ​​اړه اړخونه او برخې، په توهم او خیال کې راشي وي، یا د هغه په ​​اړه مختلف اړخونه او برخې د نورو مخلوقاتو په شان تصور شي. په دې ښه پوه شه او د خپل علم بنسټ دې په دې باندې جوړ کړه.

عمران وپوښتل: آیا ما د مخلوقاتو د حدودو له کیفیته او د هغو د معنی او ډولونو په اړه خبروې؟ حضرت وفرمایل: تا خپله پوښتنه وکړه، نو اوس ښه ځیر شه چې پوه شې: د الله تعالی د مخلوقاتو حدود شپږ ډوله دي: د لمس وړ، د وزن وړ، لیدل کیږي، هغه شی چې وزن نه لري چې هغه هماغه روح دی او بل ډول چې لیدل کیږي خو وزن نه لري او د لمس او حس وړ نه دی، رنګ نه لري، او څکلی هم نه شي، او نه اندازه، عرض، شکل، اوږدوالی او عرض لري، او له هغو ځینې هغه حرکات دي چې شیان جوړوي او له یوه حالته یې بل حالت ته بدلوي، او ډیروي او کموي یې؛ خو عملونه او حرکتونه ځي او له هغه څه زیات وخت نه لري چې ورته اړتیا وه. نو کله چې له هغه فعل څخه وزګار او فارغ شي، هغه له منځه تلی دی او اثر یې باقي پاتې دی، او دا د وینا په څېر دی چې تیریږي او یوازې د هغې اثر پاتې کیږي. عمران وويل: مهرباني وکړئ ووایئ، که خالق «واحد» وي، پرته له هغه بل څه وي، او له هغه سره بل څه نه وي، آيا مخلوق په خپله نه بدلیږي؟ حضرت وفرمايل: خدای شته او د مخلوق په پيدايښت سره نه بدليږي. بلکه، مخلوقات په هغه بدلونونو سره بدلیږي چې خدای یې په دوی کې ایجادوي. عمران وپوښتل: موږ خدای په څه شي پیژندلی دی؟ حضرت وفرمايل: له هغه پرته په بل څه. هغه وپوښتل: له هغه پرته بل څه دي؟

حضرت وفرمایل: د هغه غوښته، د هغه نوم، د هغه صفت، او نور هر څه چې دې ته ورته دي او دا ټول د خدای مخلوق، حادث او تدبیر شوي دي. عمران وپوښتل: هغه څه شی دی؟ حضرت وفرمایل: نور دی، په دې معنی چې د خپلو مخلوقاتو لارښوونه کوي، که هغه د اسمانونو وي یا د ځمکې، او په ما باندې بې د هغه د هغه د وحدانیت له اثباته او بیانه، بل څخه نه دي واجب. عمران وپوښتل: ايا داسې نه ده چې له پيدايښته مخكې غلى و، بيا يې خبرې وكړې؟ حضرت وفرمايل: خاموشي په هغه ځای کې معنا لري چي مخکې په کې وينا وي. د مثال په توګه، څراغ ته نه شوي ویل چې دا «خاموش» دی. او همدارنګه د څراغ د کار په اړه دا نه شي ویلی: «چراغ روښانه شو»؛ ځکه چې «نور» او «ځلا»، «کار» او «وجود» له څراغ څخه نه دي؛ بلکې بې له څراغه بل څه نه دي او د څراغ له کارونو نه ګڼل کیږي او په خپله بې له رڼا بل څه نه دی. نو، کله چې دا موږ ته رڼا راکوي، آیا موږ دا وایو چې زموږ لپاره روښانه شو او موږ ترې رڼا واخسته، او تا په هغه رڼا سره خپل کار ته رسی، په خپل کار کې لیدونکی کیږې؟ عمران وویل: ما فکر کاوه چې خالق د مخلوق په پیدا کولو سره  او د هغه بدلون له سببه چې په هغوي کې کوي له خپل حالت څخه بدلیږي.

حضرت وفرمایل: تاسو محاله خبره وکړه چې موجود بدلیږي، مګر دا چې یو څه په کې بدلون راولي. ایا تاسو لیدلي چې د اور بدلول اور بدل کړي؟ یا تاسو کله لیدلي چې تودوخه ځان وسوځوي؟ یا هیڅ مو لیدلي چې یو لید لرونکی سړی خپل لید وویني؟ عمران وویل: نه، ما نه مې دي لیدلي. اوس راته دا ووایه چې هغه په ​​مخلوقاتو کې دی که مخلوقات په هغه کې دي؟ حضرت وفرمایل: هغه له دې خبرو څخه لوړ دی. نه هغه په ​​مخلوقاتو کې دی او نه مخلوقات په هغه کې دي. هغه له دې حالته لوړ او غوره دی. اوس به زه تاسو ته د خدای په مرسته تشریح کړم. راته ووایه، ته په آینه کې یې که آئینه په تا کې؟ که ستاسو څخه هیڅوک په بل کې نه وي، نو تاسو خپل ځان څنګه په آئینه کې ګورئ؟ هغه وویل د هغه رڼا په واسطه چې زما او د هغې ترمنځ دی. حضرت وفرمایل: ایا ته هغه رڼا چې په خپلو سترګو یې وینې له هغه زیاته یې په آئینه کې وینې؟ هغه وویل: هو. ويې فرمايل: موږ ته يې وښيه. عمران ځواب ورنه کړ. حضرت وفرمایل: زما په اند رڼا تا او آئینه یو بل ته ښايي بې له دې چې په تاسو دوو کې شتون ولري. دا مسله نور مثالونه هم لري چې په هغه کې ناپوهه کس ته لاره نشته. د خدای کیسه لوړه ده.

بیا یې مامون ته مخ کړ او ویې فرمایل: د لمانځه وخت دی. عمران وویل: زما مولی، زما په پوښتنه مه پرې کوه. زړه مې نرم شوی دی. ویې فرمایل: لمونځ کوو او بیرته راګرځو. بیا هغوي پاڅېدل او مامون هم پاڅېد. حضرت دننه لمونځ وکړ او خلکو بهر د محمد بن جعفر (د حضرت تره) پسې لمونځ وکړ. بیا هغوي راووتل او خپل ځای ته راستانه شول او عمران ته یې غږ وکړ او ویې فرمایل: خپلې پوښتنې بیان کړه. ويې ويل: ماته ووايه: آيا د خداى په وحدانيت په حقيقت کې ورباندې پوهیدلی شو او که په وصف سره؟ حضرت وفرمايل: خداى بې ساري خالق دى، هماغه ذات چې له پيل څخه و، تل بې ساري دى، پرته له دې چې هيڅ شي ورسره وي. هغه واحد دی او هیڅ ثانی نلري. نه معلوم دی او نه مجهول. نه محکم دی او نه متشابه. نه په یادونو کې دی او نه هیر شوی دی او نه هغه داسې څه دی چې بې له خپل ځان ورباندې د بل څه نوم کیښودلی شي. داسې نه دی چې له یوه «خاص» زمانې څخه وجود لري او تر یوه «ټاکلي» وخت پورې به پاتې وي، یا دا چې بل څه په سبب ولاړ وي، یا د بل څه تر پولې قایم وي. دا په هیڅ شي یې تکیه نه ده کړی او په هیڅ شی کې نه دی پټ شوی، او دا ټول له پیدایښت څخه مخکې دي؛ ځکه له هغه پرته بل څه نه وو او کوم صفت چې ته هغه ته ورکړی، هغه ټول هغه صفتونه چې حادث دی او داسې ترجمان دي چې د پوهیدو سبب کیږي.

او پوه شه چې ابداع، مشیت او اراده د یو شي لپاره درې نومونه دي؛ او د هغه لومړنۍ ابداع، اراده او مشیت، هغه توري وو چې هغه د هر څه اصل جوړ کړل او د هر یو مدرک لپاره لارښود او د هر یو مشتبه کار لپاره یې روښانوونکی وګرځول. او د همدغو حروفو په مرسته یې هر څیز حق او باطل، فعل او مفعول، يا معنى او غير معنى له یو بله جلا کیږي او پيژندل کیږي او ټولې چارې پر هغو باندې جمع شوي دي او د دغو حروفو په پيدايښت کې یې د هغوي لپاره متناهي معنې او د هغوي له نفسه پرته بل وجود جوړ نه کړ؛ ځکه چې هغه ابداع او ایجاد سره په وجود کې راغلي دي او نور دلته د خدای لوړی کار دی؛ هغه خدای چې د اسمانونو او ځمکې نور دی او حروف له همدې فعل څخه فعلیت ته رسیدلي دي او هغه داسې توري دي چې د ویناو اساس پر هغې دی او ټول عبارتونه د خدای له خوا دي چې خپل مخلوق ته یې ورزده کړي دي. دا توري درې دېرش توري دي: ٢٨ يې د عربۍ ژبې (لهجو) ژبو ته اشاره کوي. او د اته ویشت تورو څخه، 22 توري د سریاني او عبري ژبو ښوونکي دي. او په هغو کې پنځه توري د په ټولو عجمي ژبو کې په مختلفو سیمو او ژبو کې خپاره دي. او دا پنځه حروفونه دي چې له اته ویشتو حروفو څخه جلا شوي دي چې په پایله کې حروف دری دېرش توري شو. او دا پنځه حروف د هغه دلیلونو په سبب دي چې د له دې وړاندې مو وویل چې ذکر کول یې روا نه دي.

بيا يې حروف له شمېرلو او راغونډولو وروسته خپل «فعل» جوړ کړل؛ لکه د دې مبارک آيت په شان: «کن فيکون» (موجود شه نو هغه موجود شو). «کن» د خدای صفت او مخلوق دی، او هغه څه چې له هغه څخه پیدا شوي یو مصنوع او مخلوق دی، د خدای تعالی لومړنی خلقت ابداع دی. بې له وزن او حرکته دی، د اوریدلو وړ نه دی، هیڅ رنګ نلري، د حس کیدو او ټچ کیدو وړ نه دی. دوهم مخلوق یې حروف دي چې وزن او رنګ نلري. د اوریدو او وصف وړ دي، خو د لیدل کیدو وړ نه دي. دریم مخلوق یې د هر ډول محسوس او لمس قابل، څکل کیږي  او د لیدلو وړ دی. او خدای تعالی له پیدایښت څخه مخکې و؛ ځکه چې له الله تعالی وړاندې او هغه سره بل څه نه وو؛ او ابداع له حروفو څخه مخکې وه، او حروف له ځانه پرته بل څه نه ښايي؟ مامون وپوښتل: حروف څنګه له ځانه پرته بل څه نه ښايي؟ حضرت وفرمایل: ځکه چې خدای پاک دوی د معنی لپاره د یو بل تر څنګ راټولوي. کله چې هغه یو څو سره یوځای کوي، د بیلګې په توګه، څلور یا پنځه یا شپږ یا ډیر یا لږ، دا داسې معنې لپاره دي چې هغه مُحدَث معنې لپاره ده چې نوې معنی ده چې له دې مخکې یې شتون نه درلود. عمران وپوښتل: څنګه کولای شو په دې موضوع ښه پوه شو؟ حضرت وویل:

د دې مسلې وضاحت دا دی چې کله ستاسو مطلب له حروف څخه پخپله همدا حروف وي، نه بل څه، نو تاسو دا جدا جدا ذکر کوئ او وایئ: ا، ب، ت، ث، ج، ح، خ، تر پایه پورې. په دې حرفونو کې به له دې حروفو پرته بله معنا ونه مومئ؛ خو کله چې تاسو دا حروف سره یوځای کړئ او د خپلې معنې لپاره چې تاسو یې غواړئ اسم او صفت جوړ کړئ، نو دا به خپله معنی او صفت څرګند کړي، ایا تاسو پوه شوئ؟ هغه وویل: هو. او پوه شه چې یو صفت له موصوف پرته نه شي کیدای، او همدرانګ نوم بې له معنی نه شي کیدی، او یو حد به بې محدوده نه وي، او صفات او نومونه ټول د کمال او وجود نښې دي. او د حدودو په څیر، لکه تربیع (څلور کول)، تثلیث (درې کول)، او تسدیس (شپږکول)، دا په احاطې او ټول شمول باندې دلالت نه کوي؛ ځکه چې د خدای معرفت د صفاتو او اسمونو له لارې معلومیږي او د طول او عرض، کمښت او کثرت، رنګ او وزن او داسې نورو په وسیله په محدودولو سره نه پيژندل کیږي. او د دې ذکر شوو څیزونو کې هیڅ یو د لوی خدای لپاره د تطبیق وړ نه دی، ترڅو مخلوقات د خپل علم له لارې هغه (د دې حدونو په واسطه) وپیژني.

او دا خبره ضرور زموږ له بیانونو او دلایلو څخه ثابته ده؛ خو د خدای صفتونه په خدای باندې دلالت کوي. او هغه د خپلو ​​نومونو په سبب پیژندل کیږي، او د مخلوقاتو په شتون سره، موږ کولی شو د هغه په وجود دلیل راوړو. په دې ډول چې د (حقیقت) په لټه کې سړی په سترګو لیدلو یا په غوږونو اوریدلو او په لاسونو لمس کولو او په روح او زړه سره محاصره کولو ته اړتیا نلري. او که د هغه صفتونه او نومونه هغه نه وې څرګند کړی او د مخلوقاتو علم د هغه په ​معنا باندې نه پوهېدای، نو مخلوقاتو به د هغه د نومونو او صفتونو عبادت به کاوه، نه د هغه د معنی؛ او كه له دې پرته بل څه وې؛ نو له «الله» پرته به بل یو معبود وې؛ ځکه چې نومونه او صفتونه د هغه پرته بل څه دي. آیا ته پوه شوې؟ ويې ويل: هو، نور بيان توضیح ورکړه.

حضرت وفرمایل: مه پرېږده چې د جاهلانو خبرې دې په ژبه جاري شي. هغه کسان چې باور لري چې خدای به په آخرت کې د اجر او عذاب لپاره حاضر وي، خو په دې دنیا کې د بندګانو د اطاعت او امید لپاره شتون نلري؛ او که د خدای موجودیت د هغه لپاره د نقص او ماتیدو سبب ګڼل کیدی، نو هغه به په آخرت کې هم نه وې حاضر؛ خو دا خلک چې دا ډول فکر لري ګمراه شوي دي او د حق په وړاندې ړانده او کاڼه شوي دي. او دغه مبارک آيت دې مسئلې ته اشاره کوي: «وَ مَنْ کانَ فِی هذِهِ أَعْمى‏ فَهُوَ فِی الْآخِرَةِ أَعْمى‏ وَ أَضَلُّ سَبِیلًا» (او څوک چې په دې دنيا کې ړوند وي، په اخرت کې به هم ړوند او تر دې زيات ګمراه وي.) (اسراء، آیت 72) په دې آیت کې د ړوند معنی له حقایقو څخه ړندیدل دي؛ او هوښیاران پوهیږي چې په دې دنیا کې پرته له هغه څه چې په دې دنیا کې دي بحث کول ممکن نه دي، او څوک چې غواړي د هغه په ​​اړه پوه شي نو په خپل نظر او د خپل ځان په اړه پوهیږي، او که په دې کار سره یوازې د دې حقیقتونو له پوهیدو څخه به ځان لرې کړي، ځکه چې خدای د دې پوهه هغه چا ته ورکړې ده چې هوښيار، پوه او د عقل خاوندان دي، عمران وویل:

ما ته ووایه، ایا «ابداع» مخلوق دی که غیر مخلوق؟ حضرت وفرمایل: یو خاموش مخلوق دی چې په خاموشۍ نه ورباندې نه شي پوهیدلی. او له دې نظره مخلوق دی چې: دا یو شی دی چې پیدا شوی او مُحدَث دی، او دا خدای دی چې دا یې پیدا کړی او ایجاد کړی دی نو په پایله کې یې «مخلوق» شوی دی. او په نور ټکو سره، خدای دی او د هغه مخلوق، د دوي په منځ کې دریم شی نشته. هر هغه څه چې خدای پیدا کړي، له مخلوق شونی نه تښتي، او د خدای مخلوق یا ساکن او ولاړ دی یا حرکت کوي، یا مختلف یا یو شان، یا پیژندل شوی یا شکمن دی. او هر هغه څه چې محدود کیدی شي د خدای تعالی مخلوق دی. او پوه شه چې هر څه چې ستاسو حواس رامینځته کوي هغه یو معنی ده چې حواس سره درک کولی شي، او هر یو حِس د هماغه شي ښودونکی دی چې خدای د هغې په ادراک کې د هغه لپاره ایښی دی او پوهه له زړه څخه سرچینه اخلي. او پوه شه چې هغه ذات چې تل ولاړ وي، بې له کومې اندازې او حدونو، یو مخلوق یې په اندازې او (خاص) حد سره پیدا کړ، او هغه څه چې پیدا کړل دوه شیان دي:

یوه اندازه او بل په اندازې سره یو څیز، او هيڅ يو يې رنګ او وزن نه درلود او د څکلو وړ نه وو او يو يې د بل د احساس د وسيلې په توګه جوړ کړ او هغه دواړه يې داسې جوړ کړل چې پخپله د پوهی وړ وي او داسې یو څه یې پيدا نه کړل چې یو وي او په خپله قایم وي نه د بل په وسیله، ځکه یې نه دی جوړ کړی، چې غوښتل یې د خپل وجود په اړه د استدلال او ثابتولو لپاره یوه لاره وګرځوي. خدای یو او یوازې دی. هغه دوهم نه لري چې د هغه په وسیله ولاړ پاتی شي او له هغه سره مرسته وکړي یا د هغه ساتنه وکړي. او مخلوقات د خدای په اجازې او ارادې سره، ځینې مخلوقات د نورو ساتنه کوي. خلکو په دې مسله کې له یو بل سره تر دې حده اختلاف وکړ چې حیران او لالهانده شول او له تیارو په استفادې سره یې له تیارو د خلاصون هڅه وکړه. ځکه چې دوي خدای په خپلو صفاتو سره وستایه (او په پایله کې د دې پر ځای چې هدایت شي او خپل منزل ته ورسیږي ګمراه شو) او له حقه لرې شول. او که دوی خدای د هغه په صفاتو سره او مخلوقات یې په خپلو صفاتو سره بیان کړي وای، نو سمه خبره به یې کړې وای او له یو بل سره به یې اختلاف نه وای کړی؛ خو دا چې دوي په هغه څه پسې لاړل چې په هغه کې سرګردانیدل، نو دوی په هغه کې ښکیل شول او خدای چې څوک وغواړي سمې لارې ته یې لارښوونه کوي. عمران وویل: زما سرداره! زه شاهدي ورکوم چې هغه هماغه شان دی لکه تا چې بیان کړ؛ خو زه بله پوښتنه لرم.

حضرت وفرمایل: پوښتنه وکړه، عمران پوښتنه وکړه: حکیم خدای په څه کې دی؟ او ایا څه شي هغه احاطه کړی دی؟ او ایا له یو شی (یا ځای) څخه بل شی (یا بل ځای) ته بدلیږي؟ یا یو څه ته اړتیا لري؟ حضرت وفرمايل: دا مسله يو له هغو پېچلو ټکو څخه ده چې خلک یې پوښتنه کوي. او هغه کسان چې په عقل او پوهه کې کمزوري دي، نه پوهیږي. او له بلې خوا، عادلان ذهنونه یې د پوهیدو عاجزه نه دي. نو زما ځواب ته ښه پام وکړه او پوه شه، ای عمرانه: لومړی ټکی: که خدای (ج) مخلوقاتو ته د اړتیا له امله دوي پیدا کړي وای، نو دا به روا وه چې ویلی مو وې هغه د خپل مخلوق په لور ځای بدلوي؛ ځکه چې دوی ته اړتیا لري؛ خو هغه مخلوقات د دې لپاره نه دي پیدا کړی چې ورته ضرورت لري هغه تل ثابت دی. نه په څه شی کې او نه په څه شي باندې؛ پرته له دې چې مخلوقات یو بل ساتي او ځینې یې نورو کې ننوځي او ځینې یې له نورو څخه وځي. او الله جل جلاله دا ټول په خپل قدرت سره ساتي او نه په هیڅ شی کې ننوځي او نه له کوم شی څخه وځي، نه یې ساتل هغه ستړی او کمزوری کوي او نه یې له ساتلو ناتوانه دی، او هیڅ یو مخلوق نه پوهیږي چې دا امر څنګه دی، خو یواځې خدای په خپله او هغه کسان چې خدای پاک په ​​دې موضوع خبر کړي دي، چې هغه دا دي:

د خدای پیغمبران او خاص کسان او هغه څوک چې د هغه په ​​رازونو خبر دي، د هغه د شریعت ساتونکي. د هغه حکم د سترګو په رپ کې، بلکې له دې هم ژر اجرا کیږي. هغه چې څه وغواړي، یوازې هغه ته وایي: «وشه» او هغه شی هم د خدای په ارادې او غوښته موجود شي. او د هغه په ​​مخلوقاتو کې هیڅ شی تر بله هغه ته نږدې نه دی او هیڅ شی هم له بله له هغه زیات لری نه دی. آیا پوه شوې عمرانه؟

ويې ويل: هو، زما سرداره، زه پوهېږم او ګواهي ورکوم، چې الله جل جلاله هغه دی، لکه څنګه چې تا بيان کړ او په بې سارۍ دې وستایه، او زه ګواهي ورکوم چې محمد د هغه بنده دی، چې د هدایت په نور او حق دين سره رالېږل شوی دی. بيا يې قبلې ته مخ کړ او په سجده پریوته او اسلام يې قبول کړ.[۲۵]

 

 

  1.  شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵.
  2.  شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۱۸؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۵۵.
  3.  شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۲۰-۴۳۰؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۶-۱۶۸.
  4.  شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵.
  5.  شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۳۰؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۸.
  6.  شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۹.
  7.  شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۹.
  8.  شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۰.
  9.  شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۱.
  10.  شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۱.
  11.  شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۱.
  12.  شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۳.
  13.  شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۲.
  14.  شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۶.
  15.  شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۴۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۸.
  16.  شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۴۱؛ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۷۸.
  17.  شیخ صدوق، توحید، ۱۳۹۸ق، ص۴۱۷-۴۴۱.
  18.  شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۵۴-۱۷۵.
  19.  طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۴۱۵-۴۲۵.
  20.  مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۱۰، ص۲۹۹-۳۱۸.
  21.  خسرویان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۱۲-۱۱۳، ۱۱۶-۱۲۵.
  22.  خسرویان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۲۶.
  23.  خسرویان، «بررسی و تحلیل سند مناظرات امام رضا(ع) در عراق و خراسان»، ص۱۲۶.
  24.  شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۱، ص۱۶۸-۱۷۷.
  25.  شیخ صدوق، ترجمه عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۲ش، ص۳۴۰-۳۵۸.