میرشمس‌الدین عراقي

میرشمس‌الدین عراقي (۸۴۵-۹۳۲ق) د امام موسی کاظم علیه السلام یو لمسی او په کشمیر او بلتستان کښې د تشیع له دودوونکو څخه و.

میرشمس‌الدین په کشمیر کښې د تشیع تبلیغ وکړ او له امله یې د دغې سیمې ځیني خلک شیعه شول. هغه همداشان داسې زمینه برابر کړه چې… د کشمیر په جامع جومات کښې د شیعه و د دولسو امامانو په نامه خطبه ولوستلی شي. د جومات جوړول او د خانقاه او بتخانې ورانول، په کشمیر کښې د هغه ځینې نور فعالیتونه وو.

محمد علي کشمیري ، د میر شمس الدین عراقي په هکله په فارسۍ ژبه تحفة الاحباب کتاب لیکلی او په کښې یې د هغه ژوندلیک او فعالیتونه بیان کړي دي.

ژوندلیک

میر شمس الدین عراقي په ۸۴۵ قمري کال کښې د اراک د اطرافو په یو کلي کښې زیږیدلی و.[۱] د هغه اصلي نوم سید محمد و او نسب یې د شیعو اووم امام حضرت موسی کاظم علیه السلام ته رسیده.[۲] پلار یې سید ابراهیم او مور یې د قزوین له ساداتو څخه وه.[۳] عراقي نسبت یې د ایران له ښارونو څخه د عجم عراق ته د هغه د انتساب په وجه دی[۴] چې نن سبا د اراک په نامه پيژندل کیږي.[۵] په دې وجه ځینو د هغه له نوم سره اراکي هم لګولی دی.[۶]

د میر شمس الدین عراقي د وفات کال، د یوې شجرې نامې له مخې ۹۳۲قمري کال بلل شوی دی.[۷] سره له دې د ځینو محققانو په وینا، د بهارستانِ شاهي، تحفة الاحباب او تاریخ ملک حیدر چادوره په شان لرغونو سرچینو کښې په دې هکله هیڅ نه دي راغلې.[۸] همداشان په دې هکله چې میر شمس الدین په خپل مرګ مړ دی او که وژل شوی دی، د نظر اختلاف دی.[۹] د محمدباقر مجلسي د خوریې  ملا سعید اشرف څخه په یوې مرثیې  کښې د هغه وژل کیدو ته اشاره شوې ده. [۱۰] په کشمیر کښې ځیني لیکوالان هم دغه باور لري. [۱۱]

میرشمس‌الدین د کشمیر مرکز سرینګر ته نزدې د جادیبال په یوې خانقاه کښې دفن دی.[۱۲]

کلتوري فعالیتونه

میر شمس الدین په کشمیر کښې یولړ کلتوري فعالیتونه ترسره کړل؛ ویل شوي دي چې هغه د شاه میري لړۍ(۸۷۶-۸۸۹ق) څخه د شاه حسن په پړاؤ کښې د شیخ الاسلامۍ مقام ترلاسه کړ [۱۳] او داسې زمینه یې برابر کړه چې د کشمیر په جامع جومات او نورو جوماتونو کښې به یې د شیعه امامانو په نوم خطبه ویل کیدله.[۱۴] په کشمیر کښې د هغه ځیني نور فعالیتونه په دا ډول دي:

په کشمیر کښې د تشیع دودول:

میرشمس‌الدین در ۸۸۲ قمري کال کښې د خراسان د تیموري واکمن، سلطان حسین بایقرا (حکومت: ‌۸۷۵-۹۱۱ق) د سفیر په توګه کشمیر ته لاړ او اته کاله هلته له پاتې کیدو وروسته خراسان ته ستون شو.[۱۵]

هغه هم داشان په ۹۰۲قمري کال کښې د شاه قاسم نوربخش په غوښتنه کشمیر ته لاړ او خلک یې شیعه مذهب ته راوبلل.[۱۶] میرشمس‌الدین به د عمومي او مخامخ تبلیغ پر ځاې، په سیاست کښې د قبایلو مشرانو او نفوذ لرونکو کسانو ته پام کوه.[۱۷] د هغه پړاؤ مشهور صوفي بابا علي نجار وړومبنی کس و چې د هغه بیعت یې وکړ.[۱۸] بیا وزیراعظم موسی رینه او د حکومت له نفوذ لرونکو کسانو څخه کاجي چچ او غازي چک (حک: ۹۶۲-۹۷۱ق) شیعه مذهب ومنه؛[۱۹] په دې وجه سرچینو د میر شمس الدین په لاس د چکانو، چې د امامي مذهب یوه لړۍ وه او له ۹۶۲ نه تر ۹۹۴قمري کلونو یې په کشمیر حکومت کوه، د شیعه کیدو خبره کړې ده.[۲۰] همداشان ویل شوي دي چې هغه د کشمیر د وزیراعظم موسی رینه په مرسته ۲۴ زره هندو کورنۍ تشیع ته لارښوونه کړې [۲۱] او په بلتستان سیمه کښې د لداخ یوشمیر بودايیان هم شیعه کړل.[۲۲]

د جومات او خانقاه جوړول

میر شمس الدین یوشمیر بتخانې ورانې کړې او د هغو په ځاې یې جوماتونه او خانقاهې جوړې کړې؛ سرچینو د هغه په لاس د ورانو شویو بتخانو شمیر ۳۹۴۳ بللی دی.[۲۳] له دې امله په مُکَسّر الأصنام (بت‌شکن) مشهور شو.[۲۴] د میرشمس الدین په لاس له جوړو شویو خانقاهو څخه یوه د کشمیر د مرکز سرینګر په ۸ کیلومیټرۍ کښې په زدي بل کښې پرته خانقاه وه.[۲۵] همداشان یې د هغې خانقاه تعمیر او بیارغونه وکړه چې سلطان سکندر بت شکن (۷۹۶ق) د میر سید علي همداني لپاره جوړه کړې وه.[۲۶]

لرو سیمو ته د مبلغانو لیږل[۲۷] او د جهاد د کلتور راژوندي کول د میر شمس الدین له نورو کلتوري فعالیتونو څخه وو.[۲۸]

علمي فعالیت

میرشمس‌الدین د سید محمد نوربخش شاګردي وکړه.[۲۹] څه موده یې هم د شمس الدین لاهیجي او شاه قاسم نوربخش په شان کسانو په صحبت کښې تیره کړه.[۳۰] هغه ډیر شاګردان درلودل[۳۱] چې د بهارستان شاهي کتاب په سریزه کښې یې د ځینو نومونه راغلي دي.[۳۲][یادداشت ۱]

ځانګړی لیکنی

د محمدعلي کشمیري لیکلی تحفة‌الاحباب کتاب، د میرشمس الدین عراقي ژوندلیک او د فعالیتونو شرحه ده.[۳۳] دغه کتاب د سلطان حسین د حکومت په پړاؤ کښې (حکومت: ۹۷۱-۹۷۸ق) شاه چک لیکلی دی.[۳۴] دغه کتاب په اردو ژبه هم ژباړل شوی دی.[۳۵]