مَعالِمُ المَدرَسَتَین

مَعالِمُ المَدرَسَتَین د سید مرتضی عسکري په قلم په عربۍ ژبه لیکل شوی کتاب دی چې د امامیه شیعه مذهب او اهل سنت اصول یې په خپلو کښې پرتله کړي دي. د کتاب هدف، د خلفاو په… مکتب باندې د اهل بیتو علیهم السلام د مکتب د برترۍ ثابتول بلل شوي دي.

دغه کتاب درې ټوکه لري چې اول ټوک یې د اهل بیتو د مکتب او د خلفاو د مکتب د لیدتوګو په هکله دی. دویم ټوک یې، د دواړو مکتبونو له نظره د معتبرو دیني سرچینو څیړنه کړې ده او په دریم ټوک کښې یې د امام حسین علیه السلام د پاڅون او د هغه د زمینو او پایلو د وضاحت په ترڅ کښې، د اهل بیتو او خلفاو په مکتبونو کښې د حدیث د نقلولو طریقه په خپلو کښې مقایسه او پرتله شوې ده.

معالم المدرستین په فارسي، فرانسوي او پښتو ژبو ترجمه شوی دی. د کتاب یو مهم ټکی، د سیف بن عمر په نامه د یو کس پيژندګلوي ده چې د لیکوال په وینا، ډیر روایتونه یې نقل کړي دي او د روایتونو په سند کښې یې ۱۵۰ جعلي اصحاب موجود دي.

 

لیکوال

اصلي مقاله: سید مرتضی عسکري

سید مرتضی عسکري د معالم المدرستین کتاب لیکوال دی. هغه په بغداد قم، تهران او دزفول کښې د اصول دین پوهنځي پر جوړولو[۱] او د سید محمد باقر صدر او سید مهدي حکیم په ملګرتیا د حزب الدعوه پر بنسټ ایښودو[۲] سربیرہ د عبدالله بن سبأ او اساطیر اخری او نقش عایشه در تاریخ اسلام په شان مهم کتابونه لیکلي دي او د هغه شهرت، د تاریخ او دحدیث په هکله تحقیق کښې د نویو طریقو د کارولو او همداشان د تشیعه د اصولو د بیانولو او د هغو د دفاع په شان کارونو په وجه دی.[۳] د هغه آثار له تعصب او یواړخیز فکر نه پاک، له خالصو سرچینو اخیستل شوي او همداشان د ګڼو منابعو لرونکي بلل شوي دي.[۴]

د کتاب کلیات او جوړښت

معالم المدرستین، د شریعت په مهمو مسائیلو کښې د اهل بیتو او خلفاو د مکتبونو د اصولو په څیړنې او همداشان په خپلو کښې د هغو په پرتله کولو مشتمل دی.[۵] د دغه کتاب هدف، د خلفاو په مکتب باندې د اهل بیتو علیهم السلام د مکتب د برلاسیتوب ثابتول دي.[۶]

معالم المدرستین کتاب، د اهل سنت او اهل تشیع ترمینځ د ځینو اختلافي مسائلو په هکله په یوې تفصیلي سریزې سره پيل شوی دی.[۷] په دغې برخې کښې، د اختلافاتو پر بیانولولو سربیره، د اختلافاتو سرچینه هم ذکر شوې ده.[۸] د معالم المدرستین په سریزه کښې د بحث وړ ځینو موضوعاتو کښې د خدای د صفاتو، د پيغمبرانو د شفاعت او په هغوي د توسل، د پيغمبرانو په مزارونو د زیارتونو د جوړولو او د هغو د عبادتګاه ګرځولو او همداشان په مړو باندې د ژړا په شان اختلافات شامل دي.[۹]

صحابه او امامت، د دواړو مذهبونو له نظره

د معالم المدرستین له سریزې وروسته، د کتاب په اول ټوک کښې دوه څپرکي د اصحابو او امامت په هکله راغلي دي.[۱۰] وړومبې څپرکی د خلفاؤ د مکتب (اهل سنت) او د اهل بیتو د مکتب (شیعه) له نظره د صحابه­و او د هغوي د عدالت د تعریف په هکله،[۱۱] او له اصحابو څخه د اهل سنتو د تعریف د نقد په هکله دی.[۱۲] د دویم څپرکي په مطالبو کښې دا شیان شامل دي: امامت او د خلیفه د ټاکلو شورا،[۱۳] د خلفاؤ او اهلبیتو د مکتب له نظره الهي خلافت،[۱۴] د اهل بیتو علیهم السلام عصمت، [۱۵] د پیغمبر(ص) له خوا د ولي امر ټاکل،[۱۶] د امام علي علیه السلام لپاره د «وصي» په لقب شهرت [۱۷] او همداشان د امام علي(ع) د فضایو د پټولو د معاویه په پړاؤ او له هغه وروسته د بني امیه د نورو خلفاؤ په وختو کښې ورته بد رد ویل او لعن کول.[۱۸]

علامه عسکري د معالم المدرستین په دویم څپرکي کښې همداشان د پیغمبر اکرم(ص) د سنتو او د پیغمبر د اهل بیتو او اصحابو د سیرت د بیانوونکو روایتونو د پټولو او تحریفولو لس طریقې بیان کړې دي؛[۱۹] له هغو څخه: د پیغمبر د سنتو د بیانوونکو حدیثونو د ځینو برخو حذفول او په مبهمو کلماتو یې بدلول،[۲۰] له روايي سرچینو د یو روایت بشپړه حذفول،[۲۱] د روایتونو د معناؤ تفسیر،[۲۲] د پيغمبر(ص) په سنتو د مشتمولو روایتونو له لیکلو منع کول،[۲۳] د کتابونو سوځول،[۲۴] او د حدیثونو جعلول دي.[۲۵]

د اسلامي شریعت سرچینې

د معالم المدرستین په دویم ټوک کښې د خلفاؤ د مکتب او د اهل بیتو د مکتب له نظره د معتبرو دیني سرچینو په هکله یولړ مطالب شامل دي.[۲۶] په دې ټولو کښې اول د دواړو مکتبونو له نظره د قرآن، سنت، بدعت، فقهې او اجتهاد د پنځو کلماتو وضاحت شوی دی.[۲۷] ځیني نور مطالب چې په دې ټوک کښې په تفصیل سره ذکر شوي دي، دا دي: د خلفاؤ په زمانه کښې د پیغمبر د روایتونو د خپریدو او کتابت مخنیوی،[۲۸] د خلفاو د مکتب له نظره اجتهاد او د ځینو هغو اصحابو ذکر چې مجتهد بلل شوي دي[۲۹] او همداشان د زکات، صدقې، خمس او متعې په هکله د ابوبکر او عمر ځیني اجتهادونه او هم د اهل سنت په تیره په اجتهاد کښې د ابوحنیفه په طریقې نیوکه[۳۰] او په وړاندې یې په قرآن او د پیغمبر(ص) په سنتو باندې په تکیې سره د اهل بیت علیهم السلام له طریقې دفاع.[۳۱] د دغه ټوک په پاې کښې د خلفاؤ د اجتهاداتو ځینې موارد ذکر شوي دي چې د سید مرتضی عسکري په وینا، د کتاب او سنت په مقابله کې دي.[۳۲]

د امام حسین علیه السلام پاڅون او د هغه پایلې

د معالم المدرستین دریم ټوک دوه برخې لري، د پیغمبر(ص) له سنتو د بې لارېتوب خلاف د امام حسین علیه السلام پاڅون[۳۳] او د اهل بیتو علیهم السلام له خوا اسلامي ټولنې ته د پیغمبر اکرم د سنتو ستنول.[۳۴] د عاشورا د پیښې شرحه او د هغې د بڼه نیولو زمینې او همداشان په شام کښې د کربلا د اسیرانو د شتون او د امام سجاد علیه السلام د خطبې په شمول له هغې وروسته پیښې او بیا د هغو پاڅونونو شرحه چې په مکې او مدینې کښې د عاشورا له پیښې وروسته رامینځته شوې، د کتاب د دغه ټوک له نیمايي زیاته برخه نیولې ده.[۳۵] په هغه کښې بیا وروسته د اهل بیتو په مکتب کښې د حدیث د نقلولو د رودې وضاحت شوی او د حدیثونو د کتابونو په تدوین کښې د خلفاؤ د مکتب او د اهل بیتو د مکتب طریقه تشریح شوې ده.[۳۶]

محتوا او نظرات

عسکري خپل کتاب په مقدماتي بحثونو سره شروع کړی لکه: د اسلامي امت ترمینځ د اختلاف آثار، د خدای صفات او په کښې د اختلاف سرچینه، د پیغمبرانو په صفاتو کښې اختلاف، د پیغمبرانو په قبرونو باندې د ودانیو او مزارونو په جوړولو کښې اختلاف او په مړو باندې ژړا او داسې نور…[۳۷] په معالم المدرستین کښې د سید مرتضی عسکري په باور، د خلفاؤ په پړاؤ کښې د حدیثونو نشر او کتابت ممنوع و خو له بلې خوا اسرائیلیات خپریدل. هغه همداشان په دغه کتاب کښې، د اهل سنتو له خوا په حدیث لیکنې باندې پر نیوکې سربیره، د شیعو په حدیث لیکنه کښې هم غلط موارد ذکر کړي دي. د معالم المدرستین کتاب یوه مهمه برخه د سیف بن عمر په هکله ده چې د عسکري د تحقیق له مخې، له هغه نه پریمانه جعلي حدیثونه نقل شوي دي او د روایتونو په سند کښې یې ۱۵۰ جعلي صحابه موجود دي. د معالم المدرستین ځیني مطالب دا دی:

حدیث پیژندنه

په معالم المدرستین کښې مطرح شوي ترټولو مهم بحثونه، حدیثي او په تیره بیا د سنت د حجیت او همداشان د حدیثو کتابت بلل شوي دي.[۳۸] په دې بنیاد، علامه عسکري د سنت په حجیت باور لري او عقیده یې دا ده چې سنت ته د رسیدو یوازنۍ لاره له پيغمبر(ص) او د هغه له اهل بیتو څخه پاتې حدیثونه دي.[۳۹] سید مرتضی عسکري، د اهل سنت د ډیرو روڼ اندو په اپوټه په دې باور دی چې د خلفاؤ نهي، پړاویه او د حدیثو تر کتابت پورې محدوده نه وه بلکې عامه او د نقل، روایت او د هغه د کتابت په منعې باندې ولاړه وه.[۴۰] د عسکري په باور، خلفاؤ سره له دې چې د پیغمبر د احادیثو کتابت یې ممنوع کړ، د اسرائیلیاتو د نشر له سیاست سره ملګري شول.[۴۱]

سید مرتضی عسکری له دې امله چې په خپلو ډیرو آثارو کښې یې د شیعه عقایدو دفاع کړې ده، زیاتره یې د اهل سنت په نزد له معتبرو سرچینو استفاده کړې ده.[۴۲] په دې اساس، له هغو ۲۵۰۰ سرچینو څخه چې په معالم المدرستین کتاب کښې ترې ګټه پورته شوې، یوازې ۵ فیصده شیعه سرچینې لیدل کیږي.[۴۳]

د شیعو د حدیثي ټولنو نیوکه

معالم المدرستین، د شیعو د حدیثو په کتابونو کښې هم د حدیث د نقل په طریقې باندې ځینې نیوکې لري.[۴۴] په دغو کښې هغه غلط موارد بیان شوي دي چې د احادیثو په کتابت او نسخې لیکلو په ترڅ کښې حدیثي ټولنو ته ننوتې دي. په دې لړ کښې د نموني لپاره د الکافي له مهم کتاب څخه یو روایت ذکر شوی دی.[۴۵]

جعلي اصحاب

سید مرتضی عسکري په معالم المدرستین کښې د پیغمبر د سنتو د پټولو او تحریف کولو یوه روده، د حدیث جعل کول بللي دي. هغه په دې زمینه کښې د سیف بن عمر تمیمي مثال ورکړی دی چې د ډیرو حدیثونو پر جعل کولو سربیره یې څه باندې ۱۵۰ جعلي اصحاب جوړ کړي دي. د هغه په وینا، د سیف بن عمر روایتونه په څه باندې اویا مهمو اسلامي کتابونو کښې راغلي دي. د هغو مهمه نمونه د محمد بن جربر بن یزید طبري لیکنې دي چې د هغه جعلي حدیثونه یې له نورو زیات نقل کړي دي.[۴۶] د سیف بن عمر د شخصیت پيژندنه، په رجالي څیړنو کښې د علامه عسکري یوه ډیره مهم لاسته راوړنه بلل شوې ده.[۴۷]

 

اقتباس

معالم المدرستین کتاب، سربیره پر دې چې په مختلفو چاپونو کښې د ګڼو ناشرانو له خوا خپور شوی دی،[۴۸] د ځینو نورو آثارو په تالیف کښې هم د استفادې وړ ګرځیدلی، له هغو نه:

مقتل امام حسین(ع): دا کتاب د معاویه له مړینې او د یزید د حکومت له پیلیدو واخلې د عاشورا تر پیښې او د امام حسین علیه السلام له شهادت نه تر وروسته ماجراو پورې د شیعیانو د دریم امام او د هغه د اصحابو ژوند روایت کوي.[۴۹] په ۱۳۹۱ لمریز کال کښې د محمد علي جاودان[۵۰] په څارنې سره په ۲۵۲مخونو کښې چاپ شوی دی.[۵۱]

وحی قرآنی و وحی بیانی علامه سید مرتضی عسکری: دا کتاب د معالم المدرستین او د «بر گستره کتاب و سنت» له دوو کتابونو څخه د میرمن مهدیه سادات حسین زاده راغونډ کړی شوی او ترجمه شوی کتاب دی چې په کال ۱۳۸۸لمریز کښې د اصولِ دین پوهنځي او د علامه عسکري د علمي او کلتوري موسسې له خوا چاپ شوې ده.[۵۲]

چاپونه

معالم المدرستین کتاب په ایران او لبنان کښې څو څو وارې چاپ شوی او په کراتو دوباره چاپ شوی دی؛[۵۳] بعثت فاونډیشن له ۱۳۶۳ نه تر ۱۳۶۵ لمریز کاله پورې د دغه اثر درې ټوکیزه دوره په ایران کښې چاپ کړې ده. همداشان د اهل بیتو نړیوالې ټولنې په ۱۳۸۲لمریز کال کښې د دغه کتاب درې ټوکه چاپ کړي دي. اصولِ دین پوهنځی هم د دغه کتاب یو بل ناشر دی.

ژباړې

له معالم المدرستین کتاب څخه په فارسۍ، فرانسوۍ او پښتو ژبو ترجمې خپرې شوې دي چې په کښې:

«بازشناسی دو مکتب»،  په فارسي ژبه د محمد جواد کریمي له خوا ژباړل شوې، چې خپرونه یې په ۱۳۷۹ کال کې د اصولِ دین پوهنځۍ په خپرندویه اداره کې پیل شوه او بېلابېلې ګڼې یې چاپ شوې دي.[۵۴] دا کتاب هم داشان په ۱۳۹۱ کال کښې په قم کښې د علامه عسکري انتشاراتو له خوا چاپ شوی دی.[۵۵]

«پژوهش و بررسی تحلیلی مبانی اندیشه‌های اسلامی در دیدگاه دو مکتب» په فارسي ژبه د جلیل تجلیل لخوا په ۱۳۷۵ کال کښې په تهران کې خپور شوی دی.[۵۶]

«دو مکتب در اسلام»، په فارسي ژبه د عطا محمد سردارنیا لخوا ژباړل شوی او په ۱۳۷۰ کال کې د بعثت بنسټ خپرندویه مرکز لخوا خپور شوی دی.[۵۷]

«les reperes des deux ecoles celle des califes et celle d’ ahi-ul-bayt»، په فرانسوي ژبه په ۱۳۸۱لمریز کال کښې په ۴۹۳ مخونو کښې چاپ شوی دی.[۵۸]

«د معالم المدرستین»، د آثارِ سبزِ امروز موسسې له خوا په پښتو ژبه ترجمه شوی او په ۱۳۹۵ لمریز کال کښې په تهران کښې چاپ شوی دی.[۵۹]

 

  1.  انصاری، «رحلت علامه عسکری»، ص۵۸۲.
  2.  خسروشاهی، زندگی و مبارزات…، ۱۳۹۱ش، ص۱۹.
  3.  خسروشاهی، زندگی و مبارزات…، ۱۳۹۱ش، ص۱۴.
  4.  حسین‌زاده، «سیره بزرگان»، ص۷۰.
  5.  راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری…»، ص۱۶۶.
  6.  خسروشاهی، زندگی و مبارزات…، ۱۳۹۱ش، ص۴۴و۴۵.
  7.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۳-۱۰۰.
  8.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۱و۳۸و۵۱و۷۸و۹۱-۹۵.
  9.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۴و۵۷۹-۵۸۱.
  10.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۱.
  11.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۱۳-۱۳۴.
  12.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۱۰و۱۱۳-۱۱۸و۱۱۹-۱۲۹.
  13.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۳۶و۲۵۷.
  14.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۱۳۶و۲۵۷.
  15.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۲۶۲-۲۶۸.
  16.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۲۶۹-۳۰۴.
  17.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۰۴-۳۲۴.
  18.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۲۵-۳۹۲.
  19.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۹۳-۴۴۴.
  20.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۹۵-۳۹۸.
  21.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۹۸-۳۹۹.
  22.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۹۹-۴۰۵.
  23.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۴۱۱-۴۱۳.
  24.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۴۲۲-۴۲۵.
  25.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۴۲۶-۴۴۵.
  26.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۹.
  27.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۹و۱۵-۳۲.
  28.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۱-۷۴.
  29.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۷۵-۹۷.
  30.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۹۸-۳۷۳.
  31.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۳۸۵-۴۴۹.
  32.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۷۰-۴۷۷.
  33.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۳، ص۷.
  34.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۳، ص۲۴۵.
  35.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۳، ص۷-۲۴۳.
  36.  نگاه کنید به: عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۳، ص۲۴۵-۳۵۱.
  37.  عسکری، معالم المدرستین، ج۱، ص۱۳.
  38.  راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری…»، ص۱۶۶.
  39.  راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری…»، ص۱۶۶و۱۶۷؛ عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۵۷و۵۸.
  40.  راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری…»، ص۱۶۷؛ عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۷.
  41.  راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری…»، ص۱۶۹؛ عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۵۷و۵۸.
  42.  راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری…»، ص۱۸۰.
  43.  راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری…»، ص۱۸۰.
  44.  راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری…»، ص۱۷۸.
  45.  راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری…»، ص۱۷۸و۱۷۹؛ عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۳، ص۳۱۵-۳۲۱.
  46.  عسکری، معالم المدرستین، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۴۲۶-۴۲۹.
  47.  راد، «روش‌شناسی آرای حدیثی علامه عسکری…»، ص۱۷۷.
  48.  نگاه کنید به: «معالم المدرستین»، سایت کتابخانه ملی.
  49.  «استناد به منابع کهن از ویژگیهای…»، خبرگزاری مهر.
  50.  «استناد به منابع کهن از ویژگیهای…»، خبرگزاری مهر.
  51.  «مقتل برگرفته از کتاب معالم المدرستین علامه عسکری…»، سایت عقیق.
  52.  «وحی قرآنی و وحی بیانی علامه سید مرتضی عسکری»، سایت کتابخانه ملی.
  53.  «معالم المدرستین»، سایت کتابخانه ملی؛ «معالم المدرستین»، سایت المکتبة الشیعه.
  54.  «ترجمه معالم المدرستین»، سایت کتابخانه ملی.
  55.  «بازشناسی دو مکتب»، سایت کتابخانه ملی.
  56.  «پژوهش و بررسی تحلیلی مبانی اندیشه‌های…».، سایت کتابخانه ملی.
  57.  «دو مکتب در اسلام»، سایت کتابخانه ملی.
  58.  «م‍ع‍ال‍م‌ ال‍م‍درس‍ت‍ی‍ن‌. ف‍ران‍س‍ه»، سایت کتابخانه ملی.
  59.  «د معالم‌المدرستین (پښتو ژباړه)»، سایت کتابخانه ملی.