آل ادریس

ژباړه: محمد رحیم درانی

د ادریسیانو حکومت د مراکش لومړنی اسلامي حکومت و، چې ځینو په نړۍ کې لومړی شیعه حکومت بللی دی. دا حکومت د دوهمې هجري پېړۍ په پای کې د امام حسن مجتبی(ع) له اولادې څخه د ادریس بن عبدالله په نوم یو کس جوړ کړ.

د ادريسيانو واکمني په مراکش او د اوسني الجزاير پر ځينو برخو ولکه درلوده او کابو دوه پېړۍ يې دوام درلود او بالاخره په ۳۷۵ هجري قمري کال کې د اندلس د امويانو له خوا د ادريسي واکمن په وژلو سره له منځه لاړ.

د اسلام په خپراوي، د مغرب د تمدن په وده، د عدالت په پراختیا او د اقتصادي هوساینې په رامنځته کولو کې د ادریسانو رول مهم بلل شوی دی. قرویین پوهنتون چې په نړۍ کې د لوړو زده کړو لومړنۍ موسسه بلل کېږي چې لا اوس هم فعاله ده، د ادریسانو په دوره کې جوړ شوی دی.

ويل کيږي چې د شرايطو د خرابوالي له امله يې د مغرب په خلکو کې د شيعه مذهب د تبليغ لپاره هيڅ اقدام نه دى کړى. د دوي د حکومت طریقه شورايي وه او د حکومت په پریکړو کې به مشرانو او لویانو رول درلود. له همدې امله د ادريسيانو سياست، اسلامي سياسي نظام ته تر ټولو نږدې نظام ګڼل شوى دى.

د چارو په اداره کولو کې د دوي وړتیا او پیغمبر(ص) سره د هغوي نسبت د هغوي د مقبولیت لامل و. دوي د واک د ترلاسه کولو یا ټینګولو لپاره له زوره کار نه و اخیستی.

نن سبا، ادریسان د اشرافو په توګه پیژندل کیږي او اوس هم د مغرب د خلکو لخوا یې درناوی کیږي. جوطي، مشیشي، علامي او وازني اشراف د ادریسي کورنیو څخه پیژندل شوي دي چې او هم موجود دي.

د ادریسیانو د واکمنۍ اهمیت

د ادریسیانو حکومت د اسلامي نړۍ لومړی شیعه حکومت او د مراکش لومړی اسلامي حکومت ګڼل کیږي.[1] ویل کیږي چې دې سیمې ته یې د اسلام په خپراوي کې مهم رول ولوباوه[2] همدارنګ دا حکومت د غربي اسلامي نړئ له حکومتونو له ټولو زیات اغیز لرونکی ګڼل شوی دی.[3] چې یو ځلانده دوره یې رامنځته کړې وه.[4]

علمي او کلتوري اقدامات

د کلتور او تمدن په ډګر کې د ادریسیانو اغیز خورا پیاوړی او مهم ګڼل شوی او ویل کیږي چې په دې دوره کې مغربي تمدن خورا وده کړې وه.[5] د قرویین جومات او پوهنتون چې د ګینس په کتاب کې ثبت شوی، د نړۍ تر ټولو زوړ موجوده پوهنتون دی،[۶] د ادريسيانو په دوره کې جوړ شوی دی.[۷] د فاس ښار چې دغه جومات او پوهنتون پکې موقعيت لري، هم د ادريسيانو د حکومت په پيل کې جوړ شو او په ورستيو دورو کې په عملي مرکز بدل شو او د نورو هېوادونو د پوهانو د تږ راتږ ځای شو.[8] همدارنګ ویل کیږي چې په دې دورې کې په ادب کې ډېره زیاته وده شوې ده.[9]

ټولنیز کړنې

د شرعي احکامو تر سيوري لاندې د عدالت او اقتصاد په ډګر کې برياليتوب او د عربو او افريقايي بربريانو تر منځ د برابرۍ مراعات د دغه حکومت له ځانګړتياوو څخه ګڼل شوي دي.[10] په عربي نسل پالنې باندې تعصب نه کول د دې سبب شو چې هغه بربریان هم ورته ګروهنه ولري چې د عربو ځان غوښتې سره مخالف وو.[11] او له هغوی سره د کورنۍ اړيکې ټينګول د ادريسي واکمنۍ بنسټونه پياوړي کړل.[۱۲]

د ادریسي حکومت په زمانه کې د ښځو مقام هم د دې سلطنت یو له مثبتو ټکو څخه ګڼل کیږي [۱۳] په دې برخه کې د ادریس اول د میرمن کِنزه او د دوم ادریس د میرمنې حسینې رول د حکومت په اداره کولو کې ياده شوې دی.[14] د قرویین جومات او پوهنتون جوړوونکی هم یوه ښځه وه چې نوم يې فاطمه الفهري و.[۱۵]

 

سیاسي ځانګړنې

د مغرب د تاريخ او تمدن د ليکوال په وينا، د ادريسيانو د حکومت کولو طريقه اسلامي امامت ته تر ټولو نږدې طریقه وه.[۱۶] د دې راپور پر بنسټ، هغوی په ظالمانه پوځي ځواک او يا مکر او چلوول سره په خلکو باندې ځانونه تحميل نه کړل؛ بلكې خلكو د هغوى د وړتیا او همدارنګ پيغمبر(ص) ته د هغوي د انتساب له امله له هغوى سره مينه كوله. د ادریسیانو په سیاسي جوړښت کې واک یوازې د امام په لاس کې نه و؛ بلکي سياسي نظام یې يو شورایي نظام و چي په هغه کي قومي مشرانو او د قبیلو مخورو کسانو د حکومت په پريکړو کي ونډه لرله او دا کار د دې سبب کیده چي خلک حکومت خپل وګڼي. له خلکو سره د دوي دغه اړیکي د دې لامل شوې چې د زندقه ډلې کمزورې شي.[17]

مورخینو لیکلي دي چې ادریسیانو به خپلو مخالفینو ته د عمل ازادي ورکوله. د بېلګې په توګه هغوي یوې داسې ډلې ته پناه ورکړه چې له سیاسي او مذهبي پلوه له دوي سره مخالفه وه.[18] او حتی له دوي څخه یې ځینې کسان په وزارتونو کې وګمارل.[19]

هغوي نه له خلکو درانه ماليات اخستل، نه يې داسې کومې ماڼۍ لرلې او نه يې په عيش عشرت کې ژوند تیروه او يواځينی کس چې له هغوي څخه د انحراف ښکار شو د خلکو له خوا ګوښه کړای شو.[۲۰]

که څه هم د ادريسي حکومت قوي روحي او معنوي ځواک درلود او د خلکو په منځ کې يې درناوى درلود، خو فوق العاده سياسي او نظامي ځواک يې نه درلود.[۲۱] او له اداري کمزورۍ سره مخ و. همدغه ضعفونه د دښمنانو په وړاندې د هغوی د ماتې اساس وګرځیدل.[22]

د ادريسيانو د مذهب په اړه اختلاف

د ادریسی مذهب په اړه ډېر کم تاریخي اسناد شتون لري او له همدې امله تاریخ پوهان په دې برخه کې بېلابېل نظرونه لري.[۲۳] ځینو ادریس بن عبدالله چې د ادریسي لړۍ بنسټ ایښودونکی دی، شیعه بللی دی[۲۴] او ادریسی حکومت یې د شیعه حکومت په توګه یاد کړی دی.[25] له بلې خوا، ځینو د دې احتمال په رد کې دلیلونه راوړي دي.[26]

دا هم ویل شوي چې ادریسیان په لومړیو کې شیعه وو او په مغرب کې د مالکي مذهب له خپریدو وروسته کیدی شي هغوي هم سني شوی وي.[27] البته دا هم د ویلو ده چې په اوسنۍ زمانه کې د ادریسیانو پاتی کسان اهل سنت دي.[سرچینې ته اړمن]

هغه پوهان چې ادریس شیعه ګڼي په دې کې اختلاف لري چې ایا هغوي زیدي وو،[28] اسماعیلي [۲۹] یا دولس امامي شیعه وو.[۳۰] همدارنګه د آل ادريس شيعه توب يو ضعيف شیعه توب ګڼل شوی دی، یعنی له عقیدې زیات هغه سياسي و.[31]

د ادریسیانو د شیعه کیدو دلیلونه

د ادریسیانو د شیعه کیدو ځینې دلیلونه په لاندې ډول دي: د ادریس خطبې چې ویل کیږي چې اهل بیت(ع) به د خلافت لپاره حقدار ګڼل؛ د ادريسي د دورې پاتې سکې چې په هغې باندې د امام علي(ع) نوم او دا عبارت «علیٌ خیرُ النّاس بعدَ النَّبی؛ علي له پېغمبره وروسته تر ټولو غوره انسان دی» لیکلي وو. د اشعري او ابن خلدون په څېر ځینو کسانو د ادريسیانو د شيعه مذهب په اړه څرګندونې او همدارنګه د ادريسیانو د ورستيو واکمنانو لخوا د شيعه مذهب اعتراف.[32]

ویل کیږي چې د ادریسیانو په زمانه کې مغرب د شیعه مذهب د ترویج لپاره چمتو نه و او هغوي هم د خلکو د شیعه کیدو لپاره هڅه ونه کړه. که کوم تدبيرونه ونيول شول هم نو په وروسته دورو کې له منځه ولاړل.[۳۳] د دې پر ځای يې له خوارج سره جګړه وکړه او د اهل بيت(ع) مينه يې خپره کړه او د عيسايانو تر منځ يې هم د اسلام تبليغ وکړ.[۳۳]

د ادریسیانو د حکومت لوړې ژورې

د ادریسیانو د واکمنۍ د پیل ټکی مغرب ته د ادریس بن عبدالله هجرت وو. ويل کيږي چې هغه چې د فخ د پاڅون له ژوندي پاتې شويو کسانو څخه و.[۳۴] په پټه او د رشيد په نوم د يوه کس د غلام په توګه چې په حقيقت کې د ده خپل غلام و [۳۵] له يوه سوداګريز کاروان سره يوځاى له مدينې منورې څخه هجرت وکړ. له هغه ځايه مصر ته او له هغه ځايه یې مغرب ته هجرت وکړ.[۳۶] ویل کیږي راشد د علوي ادريسي حکومت په جوړولو او پياوړتيا کې مهم رول ولوباوه.[37]

ځينې په دې اند دي چې ادريس له مخکني پلان پرته يوازې د عباسيانو له ظلم څخه د خلاصون لپاره د سفر پرېکړه کړې وه او مغرب يې ځکه غوره کړى و، چې غلام يې بربر او له افريقا څخه و. خو ځينې نور بيا په دې اند دي چې د ادريس سفر له مخکني پلان سره سم او د يوې سلسلې په توګه شوى دى،[38] ویل کیږي چې د افریقې په تِلِمسان کې د ادریس د وروڼو شتون د هغوي لپاره د سفر حالات برابر کړي وو اودا هم ویلی شوي دي چې دا مغرب ته د ادریس لومړۍ سفر نه و. دا هم راغلي دي چې هغه د حلواني او سفیاني د دعوتي ماموریتونو سره سم چې د امام صادق(ع) لخوا مغرب ته لیږل شوي وو، هلته تللی دی.[39]

ادریس وروسته دې چې په طنجه کې یې نږدې دوه کاله ژوند وکړ خو په تبليغ کې بريالی نه شو،[۴۰] ادريس وليلی ته ولاړ، هلته يې د اوربه د قبیلې له مشر اسحاق بن محمد له خوا ورته پاملرنه وشوه. اسحاق خپله لور ادریس ته واده کړه، د هغه په ​​حق کې له مشرۍ لری شو او خپلو خلکو ته یې بلنه ورکړه چې له ادریس سره بیعت وکړي. له اوربه قبيلې وروسته يو شمېر نورو قبیلو هم له ادريس سره بيعت وکړ.[۴۱] او په دې توګه په ۱۷۲ هجري قمري کال کې د بربر قوم په بيعت سره ادريسي حکومت جوړ شو.[42] دې حکومت 375 کاله لوړو ژورو سره دوام وموند او بالاخره د اندلس امویانو او فاطمیانو سره په اختلافاتو او جنګونو سره دا حکومت پای ته ورسید.[43]

د ادریسیانو د واکمنۍ تاریخي دورې

د ادريسى د حکومت د تاريخ دورې په دوو دورو ويشل شوي دي: لومړۍ دوره د واک او حکومت دوره وه او دويمه دوره د خپریدو او د واک د بيا ترلاسه کولو او بې نتيجې هلو ځلو دوره وه او بالاخره یې زوال و.[44]

څلورم يحيىٰ چې د ادريسيانو تر ټولو پياوړى سلطان، چې د واک او خاورې د پولو او سرحدونو له پلوه د ادريسيانو د ټولو واکمنانو فضیلت لرونکی و، د فاطميانو له راتګ او په فاس باندې د هغوى له بريد سره مخامخ شو. هغه په دې جګړه کې ماتې وخوړه او د فاطمیانو تر واک لاندې راغی. او دا موافقه وشوه چې د فاس د واکمن په توګه به پاتې شي، خو هغه به د فاطمي خليفه په نوم خطبه لولي. د ادریسیانو پاتې برخه هم د فاطمیون ټاکل شوي واکمن موسی بن ابی العافیه ته وسپارل شوه. موسی چې د فاس طمع یې هم درلوده، څه موده وروسته یې یحیی زنداني کړ او شکنجه یې کړ او بیا یې د هغه شتمني واخیستله [۴۵] او هغه یې له کورنۍ سره جلاوطن کړ. په دې توګه يې له ادريسيانو ټوله سيمه ونيوله.[46]

څه موده وروسته د ادريسي د کورنۍ يو غړي چې حسن بن محمد حجّام نومېده، په فاس کې پاڅون وکړ او د هغه او څو نورو ښارونو اداره يې په لاس کې واخسته. خو د هغه واکمني دوام ونه موند او تقریبا دوه کاله وروسته موسی یو ځل بیا په فاس واکمن شو او دا ځل یې ادریسي کورنۍ د حجر النَّسر کلا ته ولیږله او په بند کې یې راوستل.[47]

په حجرالنسر کې له څو کاله ژوند کولو وروسته ادریسیانو په یوه مناسب وخت کې د کلا قومندان وواژه او له وتلو وروسته یې د شاوخوا قبایلو مشري په غاړه واخیسته.[۴۸] خو دا ځل یې هم ونه توانید چې ځانته یو خپلواک حکومت جوړ کړي. او د اندلس د اموي خلیفه په حکم منلو سره په واک کې پاتې شول.[49]

د سياسي معادلو په بدلون سره د ادريسيانو واکمني څو څو ځله د امويانو او فاطميانو تر منځ لاس په لاس شوه او بالاخره په ٣٧٥ هجري قمري کال کې چې د هغه وخت ادریسي واکمن د اندلس د امويانو له خوا ووژل شو او واکمني یې له منځه لاړه.

د یادولو ده چې څه د پاسه دېرش کاله وروسته د علي بن حمّود په نوم د ادريسیانو له ژوندي پاتې شويو کسانو څخه يو کس په اندلس کې د اموي حکومت په نسکورولو او په اندلس کې د بني حمود په نوم یو نوی حکومت جوړو کې بریالی شو.[50] همدارنګه د څوارلسمې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د ادريسيانو یو کس په شبهې جزيره عرب کې په محدودو سيمو کې حکومت جوړ کړ او د ادريسيانو د حکومت نوم يې يو ځل بيا ژوندی کړ.[۵۱]

ادریسي واکمنان

ادریس بن عبدالله بن حسن مثنی د امام حسن مجتبی(ع) له لمسیو څخه دی چې د ادریسي لړۍ بنسټ ایښودونکی او لومړی ادریسي واکمن دی. هغه د یو ښه انسان، فاضل، ښه اخلاقه، عادل، زړور، سخاوتمند او شاعر په توګه بیان شوی دی.[۵۲]

د ادريسي د حکومت له جوړېدو او له لومړنيو فتوحاتو وروسته هارون الرشيد د خطر احساس وکړ او د سليمان بن جرير چې په شمّاخ مشهور دی، په نوم يې يو کس چې ويل کېږي يو زيدي عالم و، د ادريس له منځه وړلو لپاره یې هغه ته ورواستاوه.[53] شمّاخ ادریس ته نږدی شو او له هغه سره یې لوړ مقام ترلاسه کړ. هغه به په مجلسونو کې د اهل بیت(ع) فضائل بیانول او د ادریس د امامت په خلاف به یې دلیل راوړه، یوه ورځ یې د راشد په غیاب کې ادریس ته زهر ورکړل او وتښتید.[54]

د ادریس له مړینې وروسته د راشد غلام په هوښیارۍ او دقت د ادریس نوی حکومت له تباهۍ وژغوره. راشد سپين ږيري او مشران راغونډ کړل او هغوی ته يې وړانديز وکړ چې د ادريس د مېرمنې د اميدوارۍ تر ختمیدو پورې انتظار وکړي او که هلک وي نو بيعت دې وکړي او که نجلۍ وي، نو په خپلو کې به یو کس غوره کړي. وروسته له دې چې دا معلومه شوه چې د ادریس ماشوم هلک دی، په هغه باندې یې د پلار نوم کېښود، او راشد د هغه د پالنې مسولیت په غاړه واخیست، هغه ته یې د فقه، حدیث او جنګ زده کړې تعلیم ورکړ او په یوولس کلنۍ کې یې د هغه لپاره بیعت واخست.[55] دویم ادريس په اوولس کلنۍ کې په خپلواکه توګه حکومت په لاس کې واخست.[۵۶]

په مجموع کې د ادريسيانو ديارلس واليان او امامان واکمن وو، چې نهه يې په لومړۍ دورې پورې اړه لري او څلور يې د دويمې دورې پورې اړه لري، چې فاطميانو يا امويانو ته به يې خراج ورکاوه.[۵۷]

 

لومړۍ ادریس

دویم ادریس

محمدبن ادریس (المُنتَصِر)

علی بن محمد بن ادریس

یحیی (لومړۍ) بن محمد

یحیی (دویم) بن یحیی

علی بن عمر بن ادریس

یحیی (دریم) المقدام

یحیی (څلورم)

حسن الحجام

قاسم بن محمد

ابوالعیش احمد بن قاسم

حسن‎ بن‎ قاسم ګنون

د ادریسیانو سیاسی مناسبات

خوارج د ادریسانو له ګاونډیو حکومتونو څخه وو، چې د عقیدتي او سیاسي دلایلو له امله یې اړیکې ترینګلې وې. دوم ادريس له خوارج سره سخت چلند کاوه او زوی يې هم له دوی سره ترينګلې اړيکې درلودې.[58] د خوارجو او ادريسيانو تر منځ جګړه د ادريسيانو د لومړۍ دورې تر پايه دوام وموند او يو ځل د علي بن عمر بن ادریس په دوره کې د ادريسيانو د پلازمينې د ځينو برخو د نيولو لامل شوه.[۵۹]

د ادریس د اموی ګاونډیانو سره اړیکې هم د دښمنۍ شاوخوا ګرځيدې. البته د ابوالعیش احمد بن قاسم د واکمنۍ پر مهال چې په دویمه دوره کې له ادریسي واکمنانو څخه و، هغوي د امویانو له ملګرو شول.[۶۰]

د ادريسي د حکومت زياتره نورو ګاونډيانو که څه هم کله ناکله يې د امويانو په مقابل کې د هغوی ملاتړ کاوه، خو پر ادريسيانو باندې د عباسي خلافت د فشار لامل وو.[۶1] فاطمیانو هم د ادریسیانو په مقابله کې دوګونې سیاست درلود او اخر یې د آل ادریس ځمکې ونیوې او قبضه یې کړې او خپل خراج ګذار یې کړل.[62]

ادریسیان په ښه طاقت کې

نقل شوي دي چې ادریسي حکومت د شارلمان دربار ته سفیر ولیږه.[۶۳]

د ادریسیانو د حکومت پولې

ادریسیانو په اقصی مغرب باندې واکمني کوله، چې اوسني الجزایر او مراکش دواړو هیوادونو ته شاملیږي.[64]

په لومړۍ دوره کې د ادريسيانو حکومت چې طاقت او خپلواکي يې لرله، په شمال کې د خپلې واکمنۍ ساحه تر وهران او تلمسان پورې وغځوله؛[۶۵] همدارنګه په سویل کې يې هم د لیرې سوس او تر نورو سویلي سیمو پورې پرمختګ وکړ.[66] د مولویه سیند هم د دوي د حکومت د ختیځ سرحد په توګه پیژندل شوی دی.[67]

د ادريسيانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د فاس ښار چې د دویم ادريس په امر جوړ شوی و، د ادريسيانو پلازمېنه وه.[۶۸] په دويمه دوره کې ادريسيانو د بصرې په ګډون په څو ښارونو واکمني کوله. (بصره په لیرې لوېديځ، د طنجه او فاس تر مینځ یو ښار دی)[69])، او اَصیل و حَجَرالنَّسر څخه زیاته نه شوه. [70]

د تاریخ په اوږدو کې د ادریسیانو شخصیتونه

ادريسيان چې د اشرافو په نوم پيژندل کیږي، اوس هم د مغرب د خلکو لخوا ورته درناوي کيږي.[۷۱] جُوطي، مَشیشي، عَلَمي او وزاني اشراف د ادريسيانو له اوسنیو مشهورو کورنيو څخه دي.[۷۲]

د تاریخ په اوږدو کې د ادریس په کورنۍ کې داسې اغېزمن او نامتو شخصیتونه پاتې شوي چې په بېلابېلو علمي، فرهنګي، سیاسي او داسې نورو برخو کې یې اغېزې لرلې دي. شریف ادریسي، عبدالقادر جزایري، محمد بن علی العلوی او غماري وروڼه د ادریسيانو له مشهورو شخصیتونو څخه وو.

شریف ادریسی

محمد بن محمد ادريسي چې په شريف ادريسي مشهور و، د پنځمې او شپږمې ميلادي پېړۍ يو جغرافيه پوه، د اندلس د حموديانو له اولادې او له دې لارې د ادريسيانو له اولادې څخه دی.[۷۳] ناسا د پلوټو سيارې يوه سيمه د هغه په نوم نومولې ده.[74] هغه همدارنګ د يو پياوړي ډاکټر، درملپوه او توانمن شاعر په توګه پيژندل کيږي او د هغه کتاب نُزهَةُ المُشتاق فی اِختراقِ الآفاق، په جغرافيه کې د يو مهم اثر په توګه معرفي شوی دی.[۷۵]

هغه د ځمکې د سیارې یوه کوچنۍ نمونه په کروي شکل او له سپینو زرو څخه جوړه کړې وه چې اوس شتون نلري؛ خو هغه نقشې چې د هغه له خوا کښل شوې وې اوس هم موجودې دي او د کنراډ میلر په نوم یوه آلماني څیړونکي په ۱۹۹۷ کال کې چاپ او خپرې کړې.[۷۶]

د غماري وروڼه

احمد، عبدالعزیز او عبد الله غماري په وروستیو پیړیو کې له مشهورو سني محدثانو څخه وو[77] او د ابن تیمیه او محمد بن عبد الوهاب له مخالفانو وو،[78] چې د ادریسیانو له نسله وو.[79]

محمد بن علوي العلوي: د پنځلسمې پېړۍ له مالکي فقهاوو او د وهابیت له منتقدینو څخه.[80]

محمد بن علي ادريسي: هغه د ادريسي د کورنۍ له غړو څخه و، چې په څوارلسمه هجري پېړۍ کې يې د عربي ټاپووزمې په ځينو برخو کې يو حکومت جوړ کړ، چې د ادريسي حکومت په نوم يادېږي.[۸۱] دغه حکومت د صبيا، تهامه، عسیر و جازان په واک کې درلودل او په 1351 هجري قمري کښې د آل سعود په حمله کښې تباه شو[82]

 

……………….

  1.  ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکل‌گیری حکومت ادریسیان»، ص۹۷.
  2.  ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکل‌گیری حکومت ادریسیان»، ص۹۷.
  3.  عالم‌زاده، و آبانگاه،«مذهب ادریسیان»، ص۸۶.
  4.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ج۱، ص۳۹۲.
  5.  سا‌ئحی‌، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، ۱۴۰۶ق، ص۱۵۰.
  6.  «قدیمیترین موسسه آموزش عالی»، سایت گینس.
  7.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، مرکز تحقيق و توسعه علوم انسانی، ج۱، ص۳۶۳.
  8.  سلاوی، الاستقصا لاخبار المغرب الاقصی، دار الکتاب، ج۱ ص۲۲۴.
  9.  سا‌ئحی‌، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، ۱۴۰۶ق، ص۱۵۳.
  10.  سعدون، تاریخ العرب السیاسی فی المغرب من الفتح العربی حتى سقوط غرناطه، به نقل از دانش‌کیا، «گرایش مذهبی ادریسیان»، ص۱۹.
  11.  مکی، تشیع در اندلس، ۱۳۷۶ش، ص۱۷.
  12.  عالم‌زاده، و آبانگاه،«مذهب ادریسیان»، ص۸۴.
  13.  سا‌ئحی‌، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، ۱۴۰۶ق، ص۱۶۱.
  14.  سا‌ئحی‌، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، ۱۴۰۶ق، ص۱۶۱.
  15.  ابن خلدون، تاریخ إبن خلدون، ۱۴۰۸ق. ج۴، ص۲۰.
  16.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، سمت، ج۱، ص۳۷۴-۳۷۷.
  17.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۷-۳۸۰.
  18.  کنون، النبوغ المغربي في الأدب العربي، ج۱، ص۴۶.
  19.  عالم‌زاده، و آبانگاه،«مذهب ادریسیان»، ص۸۶.
  20.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۷-۳۸۰.
  21.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۷-۳۸۰.
  22.  میلی جزائری، تاریخ الجزائر فی القدیم والحدیث، ۱۴۰۶ق. ج۲، ص۱۱۲.
  23.  عالم‌زاده، و آبانگاه، «مذهب ادریسیان»، ص۷۳.
  24.  زبیب، دولة التشیع فی بلاد المغرب، ۱۴۱۳ق. ص۱۰۰؛
  25.  سا‌ئحی‌، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، ۱۴۰۶ق، ص۱۴۵.
  26.  عالم‌زاده، و آبانگاه، «مذهب ادریسیان»، ص۷۳.
  27.  سا‌ئحی‌، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، ۱۴۰۶ق، ص۱۴۵.
  28.  میلی جزائری، تاریخ الجزائر فی القدیم والحدیث، ۱۴۰۶ق. ج۲، ص۹۷؛ جعفریان، اطلس شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۴۹.
  29.  مقدسی، احسن التقاسیم فی معرفة الاقالیم، ۱۳۶۱ش، ج۱، ص۳۴۱.
  30.  دانش‌کیا، «گرایش مذهبی ادریسیان»، شماره۴۰، ص۸۷.
  31.  جعفریان، اطلس شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۴۹.
  32.  دانش‌کیا، «گرایش مذهبی ادریسیان»، ص۸۶-۸۷.
  33. ↑ Jump up to:۳۳٫۰ ۳۳٫۱ دانش‌کیا، «گرایش مذهبی ادریسیان»، ص۹۱.
  34.  مقدسی، احسن التقاسيم في معرفه الاقاليم، دار صادر، ص۲۴۳.
  35.  سنوسی‌، الدرر السنیه فی أخبار السلالة الإدریسیه، ۱۳۴۹ق. ص۴۴.
  36.  ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکل‌گیری حکومت ادریسیان»، ص۹۷.
  37.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۵۳.
  38.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ج۱، ص۳۴۶.
  39.  زبیب، دولة التشیع فی بلاد المغرب، ۱۴۱۳ق، ص۸.
  40.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ج۱، ص۳۵۳.
  41.  سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۰۸-۲۱۶.
  42.  اب‍ن‌ ع‍ذاری‌، البيان المغرب فی أخبار الأندلس و المغرب، ۱۴۰۰ق. ج۱، ص۸۳.
  43.  سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۶۱.
  44.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۶۶.
  45.  [1] سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب ج۱، ص۲۳۹.
  46.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۶۵-۳۶۶.
  47.  سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۴۰-۲۴۲.
  48.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۶۶-۳۶۷
  49.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۱.
  50.  سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۵۵-۲۶۱.
  51.  «الادریسی، محمد بن علی الادریسی»،موضوع.
  52.  اصفهانی، مقاتل الطالبین، ۱۴۱۹ق،ص۴۰۹؛ اب‍ن‌ ع‍ذاری‌، البيان المغرب فی أخبار الأندلس و المغرب، دار الثقافة. ج۱، ص۸۴.
  53.  سنوسی‌، الدرر السنية فی أخبار السلاله الإدریسیه، ۱۳۴۹ق. ص۷.
  54.  سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۰۸-۲۱۶.
  55.  سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۱۶-۲۱۷.
  56.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۵۶-۳۵۸.
  57.  ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکل‌گیری حکومت ادریسیان»، ص۹۷.
  58.  ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکل‌گیری حکومت ادریسیان»، ص۱۰۰.
  59.  [1] مونس، تاریخ و تمدن مغرب، انتشارات سمت، ۱۳۸۴ش.ج۱، ص۳۶۴-۳۶۵.
  60.  [1] مونس، تاریخ و تمدن مغرب، انتشارات سمت،۱۳۸۴، ج۱، ص۳۷۱-۳۷۲.
  61.  ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکل‌گیري حکومت ادریسیان»، ص۱۰۱.
  62.  [1]  ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکل‌گیري حکومت ادریسیان»، ص۱۰۱.
  63.  سا‌ئحی‌، الحضاره الاسلامیه فی المغرب، الدار الثقافیة للنشر، ۱۴۰۶ق، ص۱۶۱.
  64.  ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکل‌گیری حکومت ادریسیان»، ص۹۷؛ عالم‌زاده، و آبانگاه، «مذهب ادریسیان»، ص۷۵.
  65.  سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، ج۱، ص۲۶۱.
  66.  [1] مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۶۱.
  67.  مونس، تاریخ و تمدن مغرب، ترجمه حمیدرضا شیخی، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۶۱.
  68.  سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، ج۱، ص۲۶۱.
  69.  دانشنامه جهان اسلام، «بصره»
  70.  سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، ج۱، ص۲۶۱.
  71.  ذکاوت، «تأملی در مورد چگونگی شکل‌گیري حکومت ادریسیان»، ص۹۷.
  72.  سلاوی، الاستقصا لاخبار دول المغرب الاقصی، دار الكتاب، ج۱، ص۲۳۰-۲۳۵.
  73.  «زندگی‌نامه محمد بن محمد ادریسی»، la biographie.
  74.  [./Https://www.nasa.gov/image-article/mountainous-shoreline-of-sputnik-planum/ «خط ساحلی کوهستانی اسپوتنیک پلانوم»]، سایت ناسا.
  75.  «محمد الادریسی»، دانشنامه بریتانیکا.
  76.  «محمد الادریسی»، دانشنامه بریتانیکا.
  77.  «عالمان منتقد وهابیت: «احمد بن محمد بن صدیق غماری»»، پایگاه تخصصی وهابیت پژوهی و جریان های تکفیری.
  78.  «عالمان منتقد وهابیت: «احمد بن محمد بن صدیق غماری»»، پایگاه تخصصی وهابیت پژوهی و جریان های تکفیری؛ «عبدالله بن صدیق غماری»، پایگاه تخصصی وهابیت پژوهی و جریان های تکفیری.
  79.  ابن الحاج، إسعاف الإخوان الراغبین بتراجم ثله من علماء المغرب المعاصری، ۱۴۱۲ق، ص۳۴.
  80.  [1] حسنی، العقود اللؤلؤیه فی بعض أنساب الأسره الحسنیه الهاشمیه، ۱۴۱۵ق. ص۳۳۳.
  81.  [1] عقیلی، تاریخ المخلاف السلیمانی، ۱۴۰۲ق. ج۲، ص۷۲۸.
  82.  «الادریسی، محمد بن علی الادریسی»،موضوع.