د اوښکو باران

د اوښکو باران: د امام حسين (ع) لور بي بي سکينه (س)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

بي بي سکينه به کربلا کښې موجوده وه هغه خپل پلار خپلووروڼو اوداهلبيتو نورو کسانو سرهپهدې غمجنې پيښې کښې کربلا کښې وه . بي بي سکينه چې دعاشورا په ورځ يې د روڼو، برونو او برۀ زامنو د شهادت مصيبتونه ليدلي وو په آخرنی وخت کښې يې د امام حسين(ع) جدايي ونه زغمل شوه او ډير زيات يې وژړل. پلار يې ميدان ته لاړ او شهيد شو. دښمنانو خيمې ولوټلے اهليبتو(ع) د يوولسم محرم شپه ډير په ويرې او په غم کښې تيره کړه.

کله چې يې دا بنديان د کوفې په لور روان کړل نو له قتلګار يې تير کړل بي بي سکينه دخپل پلارپه وينو سور تدن په غيږ کښې ونيوه او هغه ته يې د زړه درد بيان کړ سکينه دعاشورا د تاريخ او د اسلامد تاريخ يوه بيلګه بي بي وه. د هغې بي بي نامه به تل د امام حسين(ع) پاک نوم او دکربلا مصيبتونه ياده وي. چې هر يو پاک او سالم زړه او سترګې به ژاړوي.

د کربلا پيښه پايی ته رسيدلې وه اود امام حسين(ع) دښمنانو دهغه اهلبيت بنديان کړي وو او د شام په لوريې روان کړي وو.

له قافلې وړاندې به په نيزو کښې د کربلا د شهيدانو سرونه روان وو. د دې بنديانو کښې د امام حسين(ع) ګرانه لور بي بي سکينه هم وه بي بي سکينه د اهلبيتو(ع) په کورنۍ کښې يو بيلګه مقام لارل . هغه يوه پاکه، پرهيزګاره ، سخاوتمنده، ميړنۍ، عاقله او مهربانه بي بي وه. هغی خپل پلار امام حسين(ع) سره ډيره مينه لرله. اوامام حسين(ع) هم هغې سره ډيرۀ مينه لرله.

کله چې به بي بي سکينه تهدخپل پلار د مينې خبرې ياديدې نو په سترګو کښې به يې اوښکې راتلے اومرۍ به يې له غمه اوچيده.

کله چې دبنديانو قافله دشام ښار (چې بنی اميه ود حکومت مرکز و) نو د هغه ځای خلک چې د اهلبيتو دښمنان وو او ديزيد ملګري وو د بيديانودتماشې لپاره دشام بازار ته راغلي وو. کله چې بي بي سکينه په زرګونو نامحرم وليدل چې د علی(ع) بچي په مصيبت کښې ويني نو يو فرياد يې وکړ او سترکې يې له اوښکو ډکې شوې. بيايې هغې نيزې والا ته چې د امام حسين(ع) مبارک سر ورباندې و وويل: ” زما دپلار پاک سر زمونږ نه ليرې کړه چې د زمونږ تر مينځ وټ زيات شي اوخلک هغې ته پام وکړي او رسول الله حرم ته لږ ګوري”هغې مبارک مخ له شاميانوپټ وي. وخت ورو ورو تيريده او غمونو او دردونو د هغې بي بي زړه ورو ورو پرې کاوۀ.ژړا اوخفګان به بي بي سکينه دد عاشورا ورځه يادوله هغه ورځ چې پکښې د امام حسين(ع) ياران او اصحاب شهيدان شوي وو.

هغه وخت چې امام حسين(ع) يوازېپاتے شوے و اودجنګ لپاره سړي نوو پاتے چې له اهلبيتو دفاع وکړي.

بي بي سکينه ته هغه وخت ياديده کله چې امام حسين(ع) دمدد لپاره غږونه کول اوفرمايل يې: آيا څوک مدد کوونکے شته چې زمونږ مدد وکړي؟ د هغې وختونو فکر به د سکينه بي بي زړه ډير دردول او اوښکې به يې ورله مخ روانو لے هغې ته هغه وخت راياد شو کله چې يې پلار په تږو شونډوسره يوازې دجنګ ميدان ته روان شو اودآخری رخصت اوخدای ملي لپاره د ښځو خيمو به راغے . په هغه سخت وخت کښې د بي بي سکينه له سترګو د اوښکوسيلاب روان و.

دبنديانو قافله دخلکوتر مينځ تيره شوه اواخر دا چې د يزيد دربار ته ورسيده هغه دربار چې له ستنويې د خدای د ښوبندګانو وينې بهيدے. د هغې ظالم باچا يزيد سترګې چې کله د شهيدانو په سرونو پريوتے او حسينی کورنۍ يې بنديوانه وليده نو ډير خوشحال شو او کوم ظلمونه يې چې کړي وو په هغې يې فخر کاوه او خپلو کوماندانانو به يې افرين وويل. بي بي سکينه ليدل چې د اهل بيتو د زوړ دښمنزوے د هغې د پلار سيد الشهداء بې عزتي کوي او لويي لويي خبرې کوي. هغې ته پته وه چې يزيد په دې طريقه د هغې له نيکه اميرالمومنين چې خپلی تورې سره يې سرکش دښمنان او مشرکان په خاورو غورځولی وو.

بي بي سکينه هم د خپل پلار په څير هيڅکله ذليل ژوند ونه کړ او يزيدسره يې بيعت ونه کړ او خپل ورور امام زين العابدين او ترور بي بي زينت کبریٰ سره د يزيد ظالم په شرمولو لګيا شوه او هغه ظالم اوسرکش يې وشرمول. د کربلا پيغام يې هر يو ازاد انسان ته ورساوۀ او په دې لاره کښې يې ډير مصيبتونه وزغمل.

 

پيژنګلوي

نامه: آمنه

د مور نامه: رباب

لقب: سُکينه

د وفات کال: 117هجري کال