آیا پیغمبر(ص) د خپلو اصحابو پوهولو کښې ناکام او پاتې وو؟

آیا پیغمبر(ص) د خپلو اصحابو پوهولو کښې ناکام او پاتې وو؟

 

عبدالله حیدری د کتاب ژبا‌‌ړه کوونکې د خپل کتاب په سریزه کښې په اووم مخ کښې لیکي چې: تحریف او د تاریخ بدلون: په تاریخ کښې داسې نه دي راغلی چې د یو رسول او پیغمبر شاګردان او په  هغه باندې ځان قربان کوونکي کسان خپل پیغمبر باندې له ایمان راوړلو او په بیلا بیلو آزمائیشونو کښې له بریالی کیدلو او په سلونو او زرګونو ځایونو کښې د شاباش او مدال خستونه بعد خپل پیغمبر(صلی الله علیه وآله) سره په جنګ شوي وي.

خو د افسوس خبره ده چې په تاریخ کښې رد و بدل سره او په خیالی دروغو جوړولو سره او په دروغو قیصو سره داسې ظاهره وي چې لکه زمونږ پیغمبر(صلی الله علیه وآله) د خپلو اصحابو پوهولو او د خپل رسالت رسولو کښې (په دې خبره د خدای نه پناه غواړو) ناکام و. د انسان په تاریخ کښې درویشت کاله ښه دوران کښې  هغه یوه کامله نمونه او یو رسیدلې انسان د وحی په راهنمائی سره د خدائې پاک قانون باندې عمل کولو سره د روحانی دنیا مشروالی په خپله غاړه اخستې وه. ددې سره بیا هم د څو کسانو په اړه چې د  هغو شمیر د لاس د ګوتو نه زیات نه دی خپل شاګرادان تربیت نه دي کړي چې د  هغه نه وروسته لږ تر لږه د  هغه قبیلې سره مضبوط تړون ولري. ډېره عجیبه خبره ده ـ څنګه کیدې شي چې داسې قیصو باندې اعتبار وکړو په دې حال چې څرګندو نشانیانو او د یقین لرونکو دلیلونو په رڼا کښې صحابه او اهلبیت علیهم السلام نه یوازې دا چې د یو بلې ملګري او ملاتړ کوونکي وو بلېکه د انسانی ناراضګیو کښې طبیعی ستونځو سره سره د  هغو دواړو په مینځ کښې نه بیلیدونکی تړون موجود و او د یو بلې احترام به یې کاوه او یو بلې سره یې خپلولي کوله او د یو بلې په نامې باندې به يې فخر کاوه.

په دې برخه کښې د کتاب ژباړه کوونکي یوازې دا مطلب ثابت کول غواړي چې: د پیغمبر(صلی الله علیه وآله) واړه صحابیان د اسلام په مدرسه کښې په دې شان سره ښه تربیت شو چې په واړندینیو پیغمبرانو کښې یو پیغمبر هم داسې تربیت نه دي کړي. خو ځینې کسان غواړي چې یوازې دا ښکاره کړي چې د اسلام په مدرسه کښې تربیت شوی او ښه صحابیان څو کسان وو. نه دا چې ټول صحابیان. ځکه چې که واړه ښه وو، نو ولی يې د پیغمبر د وفات نه وروسته د  هغه کورنۍ سره بدی کوله.

همداسې صالح درویش په دې هڅه کښې دی چې ووایي: د صحابیانو په هکله داسې خبرې کول د پیغمبر (صلی الله علیه وآله )د بریالی شونې نه انکار دی چې د رسالت په وخت کښې یې د لاس د ګوتو نه زیات کسان نه دي تربیت کړي چې د  هغه (صلی الله علیه وآله) لاره جاری وساتي او لږ په لږه د پیغمبر(صلی الله علیه وآله) کورنۍ بچو سره ښه چلن ولري او  هغه خفه نه کړي او غمونه ورته جوړ نه کړی. د ځنو کسانو ګمان په اپوټه ټول صحابیان ښه وو او اهل بیتو علیهم السلام سره یې خوږ چلن لرلو مینه او مهربانی د  هغوي په مینځ کښې موجوده وه.

او نه دی پکار چې افسانوی خبرو ته پام وکړې شي چې  هغه کیسې چې د اهل بیتو علیهم السلام او د صحابیانو تر مینځ تیری دي نه بیانوي.

څېړنه:

حقیقت دا دی چې عبدالله حیدری و صالح درویش ژباړه کوونکي او د کتاب لیکونکي ددې مطلب په وړاندې کولو سره وايي چې د صحابیانو او اهلبیتو علیهم السلام تر مینځ اختلافی عقیدې لرل د پیغمبر(صلی الله علیه وآله) د بریالي توب نه انکار دی. په بهترو او ښو لفظونو کښې به داسې وایوو چې د صالح درویش مقصد د تاریخ د ترخو ستونځو پټول دي.  هغه ستونځې لکه چې د وحی په کور یرغل کول، او د پیغمبر(صلی الله علیه وآله) یوازنۍ لور ته د آزار و اذیت رسول او د خلافت حق غضب کول او د رسول په برحق خلیفه باندې د تورې راښکل او د  هغه لمسي سره جنګ او جګړه کول او همداسې نورې ډېرې خبرې چې د صحابیانو او د اهلبیتو علیهم السلام تر مینځه اختلافات او بیګاړتون ښکاره کوي په خاصه توګه  هغه ترخې ستونځې چې مونږ ورته اشاره وکړه په راتلونکیو برخو کښې به تفصیل سره خبرې وکړو. خو  هغه نه مخکې د اهلبیتو علیهم السلام او صحابیانو تر مینځ د بیګاړ لرلو عقیده آیا د پیغمبر(صلی الله علیه وآله) په تبلیغ کښې بریالی شونې نه انکار دی؟ څو ټکی په لنډه توګه ذکر کوو.

لومړۍ ټکی: پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله له ټولو غوره الهی پیغمبر

د مغالطې ثابتولو لپاره د پوهانو په مینځ کښې

یو ډېر ښکلې مثال شته. لکه چې وايي «در باز است» دروازه خلاصه ده. «باز پرنده است» باز مرغې ده. نو نتیجه یې دا شوه چې «در پرنده است» چې دروازه مرغۍ ده.

خوندوره خبره ده چې دغه مثال څومره د صالح درویش خبرو سره جوړښت خوري «که څوک د صحابیانو تر مینځ بیګاړ باندې عقیده لري د  هغه نتیجه د پیغمبر(صلی الله علیه وآله) د رسالت په کارونو کښې پاتیکیدل دی» پکار ده چې د صالح درویش نه تپوش وکړې شی چې کوم حقیقی مسلمان دا عقیده لري چې  هغه حضرت ـ خدایدې نه کړي ـ په خپل رسالت کښې پاتې راغلې دی؟ او هغه څنګه او په څه بنیاددې نتیجې ته رسیدلې دی؟ بلکه ددې په اپوټه واړه په دې خبره عقیده لري چې د ټولو پیغمبرانو نه زیات بریالې شوې پیغمبر خاتم (صلی الله علیه وآله) ده ـ او د صالح درویش دعوا هیڅ علمی و منطقی بنسټ او بنیاد نه لري.

په دې خبره له ټولو مضبوط او ټینګ ګواه او دلیل دا دی چې د خداې رسول (صلی الله علیه وآله) د خپل امت هر یو کس ته ښودنې لپاره له خپل ځان نه تیر شو او د انسان هدایت کول د  هغه حضرت(صلی الله علیه وآله) یو ډېر ښه او بهترین صفت ده. د خداې کلام دی چې د حضرت په هکله فرمائي: (لَقَدْ جاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزيزٌ عَلَيْهِ ما عَنِتُّمْ حَريصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنينَ رَؤُفٌ رَحيم).[1]

په تحقيق سره تاسو ته ستاسو له جنسه يو رسول درغے چې ستاسو تکليف هغه ته سخت دے ستاسو (د هدايت لپاره) ډېر حرصناک دے او په مؤمنانو باندې زړه سواندے ډېر مهربان دے.

له هم دې کبله چې کله مسلمانان د هغه حضرت(صلی الله علیه وآله) قبر شریف ته ورځي نو د  هغه په رسالت رسولو او د خدای امانت ورکولو باندې ګواهي ورکوي او د  هغه زیارت کوي.

«و اشهد انک عبده و رسوله و خیرة من خلقه و اشهد انک قد بلېغت الرسالة و ادیت الامانة و نصحت الامة و کشفت الغمة و اقمت الحجة و اوضحت المهجة و جاهدت فی الله حق جهاده و کنت کما نعتک الله فی کتابه»

ګواهی ورکوم چې ته د خدای بنده او د خدای رسول(صلی الله علیه وآله) او د خلقو په مینځ کښې له واړو غوره او خوښ کړې شوې یې او ګواهی ورکوم چې تا خپل رسالت او پيغام ورساوه او د خدای امانتدې خلقو ته ورکړ او خپل امت تهدې نصیحت وکړ او د خپل امت نهدې غمونه لرې کړل او حجت دې ختم کړ، او د خدای په لاره کښې دې په حقه جهاد وکړ، ته همغسې یې لکه څنګه چې خدای پاک قرآن مجید کښې ستا ستاینه کړې ده. [2]

دویمه نکته: کمزوری د پیغمبر له خوا وه که د امت له خوا

بله خبره دا چې دې خبره کښې هیڅ شک نشته چې د خدای رسول(صلی الله علیه وآله) په پیغام رسولو کښې د خپل امت په هدایت کولو کښې بریالې وو، خو دا چې ځینې کسان د اسلام په مدرسه کښې ښه تربیت نه شو ناکامی او لاپرواهی د  هغوي له اړخه ده نه دا چې له پیغمبر(صلی الله علیه وآله) له اړخه.

که چرې یو انصاف دار لویستونکې د خدای د پیغمبرانو تاریخ ولوویلی  هغه به وګوري چې حضرت نوح علیه السلام نهه سوا کاله د خداې دین رسولو کښې تیر کړل دومره ډېر وخت یې واخست چې په دې وخت کښې ورنه دغه امید و چې په ښه توګه د خلقو نه دویمه برخه په  هغه ایمان راوړي او هدایت شي او د  هغه پیغمبري قبوله کړي خو د افسوس خبره ده چې (د قرآن آیتونو په رڼا کښې) له لږو خلقو پرته په حضرت نوح علیه السلام  یې ایمان رانه وړ تردې حده چې د  هغه زوي هم د  هغه خبره او دعوت نه انکار وکړ او هلاک شو. همداسې د حضرت موسی علیه السلام په کیسه کښې هم په ډېر لږ وخت کښې (څلویښت ورځو) واړه قوم سخۍ په خدایۍ ومنله.

نو اوس آیا حضرت نوح علیه السلام یا حضرت موسی علیه السلام یا حضرت هارون علیه السلام مجرم او ناکام وبولو؟ او یا وایوو چې  هغو د خپل پیغام په رسولو کښې او خلقو ته لار ښونې کښې له لاپرواهۍ او سستۍ نه کار اخستې دی؟ یا دا چې کمزوري د خلقو له طرفه وه چې خپل غوږونه یې بند کړل او حق خبره یې وانه وریده. او د  هغو بلېنه یې قبول نه کړه.

زمونږ د پیغمبر په زمانه کښې هم همدا نکته پیداکیږی ځکه چې د ټولو مسلمانانو عیقدې له نظره  هغه د خپل ژوند شپه او ورځ د خلقو هدایت نه لاس نه اخست. لکه د قرآن مجید د سوره توبه په ۱۲۸ آیت[3] کښې د  هغه خوبیانو یوه همدا ده چې  هغه د خلقو هدایت باندې حریص دی.

په دې کښې د پیغمبر اکرم (صلی الله علیه وآله) څه ګناه ده، چې ځینې کسانو د رښتیا ایمان راوړلو په ځای په ظاهره توګه  هغه ته تسلیم شو، او خپل زوړنه یې د خدای نور سره رڼا نه کړل؟.

په آخر به وایو چې د قرآن ګواهی او د واړه مسلمانانو اقرار له کبلېه د خدای رسول د مسلمانانو تربیت لپاره ډېره خواری کړې ده. خو د ځینې کسانو د  هغه نه منل، د  هغه په ناکامې باندې ثبوت و دلیل نه جوړیږی لکه څنګه چې د تیر شوي پیغمبرانو په ناکامۍ باندې دلیل نه دی.

[1]. سوره توبه، آیه ۱۲۸.

[2]. السمهودی، علی بن عبدالله، خلاصه الوفا باخبار دارالمصطفی، ټوک۱، مخ   ۶۵.

[3]. سوره توبه، آیت ۱۲۸.