آيا شيعه د قران تحريف عقيده لري؟

آيا شيعه د قران تحريف عقيده لري؟

 

ځواب:

 

مشهور شيعه عالمان او پوهان په دې عقيده دي چې په قران مجيد کې هيڅ ډول تحريف او لاس وهنه نه ده شوي او کوم قران چې نن مونږ سره دے هماغه اسماني کتاب دے. چې په رسول اکرم (صلی الله عليه واله ) نازل شوے ؤ او هيڅ کمې يا زياتې په کې نه دے شوے د دې خبرې د روښانيدو لپاره څو ښکاره ګواهانو او شاهدۍ ته اشاره کوو.

 

1ـ خداي تعالی د مسلمانانو د اسماني کتاب ساتنه او حفاظت ضمانت کړے او په خپله ذمه يې اخستے دے او فرمايي:

 

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ [1]

 

ــ مونږ قران مجيد نازل کړے دے او يقينا چې مونږ يې حفاظت کوو

 

څرګنده ده چې شيعه چې قران د خپل عمل او کړو سرمشق او بيګه ګرځوي د دغه ايت درنښت کوي ، عقيده پرې لري او د خداي د کتاب په ساتنه او حفاظت کې په هغه ايمان لري.

 

2ــ د شيعه ؤ لوي امام او پيشوا حضرت علي عليه السلام چې تل له رسول الله مبارک سره ؤ او د وحي له ليکونکو (کاتبان وحي) څخه دے په مختلفو ځايونو کې يې خلک قران ته بللي دي دلته د امام علي د ويناوو ځينې برخې ستاسو ته وړاندے کوو.

 

(( و اعلموا ان هذا القران هو الناصح الذي لا يغش و الهادي الذي لا يضل [2]

 

ــ پوه شئ چې دا قران داسې نصيحت کوونکې دے چې هيڅ کله خيانت او غش نه کوي او داسې لار ښود دے چې هيڅ کله څوک نه ګمراه کوي.

 

(( ان الله سبحانه لم يعظ احدا بمثل هذا القران فانه حبل الله المتين وسببه المبين [3]

 

سبحان خداي هيڅ کله څوک د دې قران په شان نه دے نصيحت کړے قران د خداي لويه او مضبوطه رسۍ او د خداي کلکه وسيله ده.

 

(( ثم انزل عليه الکتاب نورا لا طفاء مصابيحه ، و سراجا لا يخبوا توقده و منهاجا لا يضل بهجه … و فرقانا لا يخمد برهانه)) [4]

 

ــ بيا خداي تعالی داسې کتاب راواستاوۀ چې نه مړ کيدونکے نور دے او داسې څراغ دے چې هيڅ کله خپل لارويان نه بې لارې کوي او د حق او باطل د جدايۍ وسيله ده چې هيڅ کله يې برهان نه خرابيږي.

 

د شيعه ؤ د لوي امام له دغو ويناوو ښه معلوميږي چې قران مجيد د روښانه څراغ په شان دے چې تر ابده به د خپلو پيروانو د لارې روښانوونکے وي او هيڅ داسې بدلون په کې چې د هغه درڼا د خاموشۍ او د انسانانو د ګمراهۍ سبب شي نه راځي.

 

3 ـ شيعه پوهان او عالمان په دې اجماع لري چې رسول الله مبارک وفرمايل (( زه تاسو ته دوه ګرانبيه ارزښتناک او درانه څيزونه پريږدم يو د خداي پاک کتاب (قران مجيد) او بل زما اهل بيت او عترت تر څو چې په دغو دوو ټينګ اوسئ هيڅ کله به بې لارې نه شئ ))

 

دا يو متواتر اسلامي حديث دے چې هم شيعه او هم سنيانو نقل کړے دے له دې بيانه هم ښه معلوميږي چې د شيعه ؤ له نظره د خداي په کتاب کې هيڅ ډول بدلون او تحريف نه شي راتللے ځکه چې که بدلون او تحريف په کې وشي په هغه عمل او ټينګ دريدل د هدايت او ګمراهۍ د ختميدو سبب نه شي کيدے او دا نتيجه د دغه متواتر ايت له نص سره په ټکر کې ده.

 

4 ـ د شيعه مخکښنيانو او لارښوونکو په روايتونو کې چې زمونږ ټولو عالمانو او فقيهانو نقل کړي دي دا حقيقت جوت شوے دے چې قران د حق او باطل د جدايۍ معيار او له سمو د ناسمو د جداکولو او پيژندلو وسيله ده په دې معنا چې هر څه چې مونږ ته رارسيږي حتی که حديثونه هم دي بايد له قران سره پر تله کړو که د قران له ايتونو سره يې سمون خوړۀ حق دي او که سمون يې نه خوړۀ باطل او غلط دي ـ

 

په دې هکله د شيعه و په کتابونو کې که هغه فقهي دي او که د حديثو دي ډير روايتونه راغلي دي چې يوه ته په کې اشاره کوو امام صادق عليه السلام فرمايي:

 

(( ما لم يوافق من الحديث القران فهو زخرف)) [5]

 

ــ هره خبره چې له قران سره سمون ونه خوري غلط او چټي ده.

 

له دغو روايتونو هم ښه معلوميږي چې په قران کې بدلون او تحريف نشي کيدے او ځکه دا کتاب تر ابده پورې د حق او باطل د پيژندلو معيار پاتې کيدے شي.

 

5 ـ د شيعه ؤ لوي عالمان چې تل د اسلام د کلتور او د تشيع مخکښنيان وو په دې حقيقت اعتراف کړے دے چې په قران مجيد کې هيڅ کله بدلون نه شي کيدے د دغو عالمانو شمير ډير زيات دے خو مونږ يې بيلګې له پاره څو تنو ته اشاره کوو.

 

1 ـ ابو جعفر محمد بن علي بن حسين بابويه قمي چې په صدوق مشهور دے او په کال 381 هـ کال کې وفات شوے دے فرمايي:

 

(( د قران په هکله زمونږ عقيده دا ده چې هغه د خداي خبرې او وحي ده او داسې کتاب دے چې غلط او باطل څيزونه ورته نه شي ورننوتلے او د حکيم او پوه خداي له لوري نازل شوے دے او هغه يې راليږونکے او ساتونکے دے. [6]

 

2 ـ په علم الهدی مشهور سيد مرتضی علي بن حسين موسوي علوي (وفات 436) فرمايي:

 

(( ځينو اصحابو لکه عبد الله بن مسعود او ابي بن کعب او داسې نورو ډير ځله ټول قران له اوله تر آخره د رسول الله مبارک په وړاندې ولوسته او ټول په دې ګواهي ورکوي چې قران راغونډ شوے او ترتيب شوے او بې له څه غلطۍ، تيروتنې او تبتوالي دے)) [7]

 

3 ـ ابو جعفر محمد بن حسن طوسي په شيخ الطايفه مشهور (وفات 460) فرمايي: (( په قران کې د کمي زياتي خبره داسې خبره ده چې له دې کتاب سره نه ښايي ځکه چې ټول مسلمانان يو نظر لري چې په قران څه نه دي ورزيات شوي او دا چې له دې څه نه دي کم شوي په دې هم د مسلمانانود مذهب عقيده لري او دا خبره (په قران کې نه زياتوالے)) زمونږ مذهب سره له ډيره ښايي دا خبره سيد مرتضی منلي او تاييد کړې ده او د روايتون له ظاهره هم دا حقيقت څرګنديږي ځينې کسان د شيعه و او سنيانو لخوا ځينو روايتونو ته اشاره کوي چې په کې د قران د ايتونو د کم والي يا ځاي په ځاي کيدو خبره شوې ده خو دا روايتونه د خبرِ واحد په شان دي چې د علم او عمل سبب نه ګرځي او ښه دا ده چې ورځينې ډډه وشي)) [8]

 

4 ـ ابو علی جعفر چې د ((مجمع البيان )) تفسير ليکونکے دے فرمايي:

 

(( په قران کې د زياتوالي په هکله ټول امت په يو نظر دے چې دا خبره سمه نه ده خو په دې هکله چې قران مجيد کې کمې شوے دے لږ شان شيعه و او د اهل سنتو د (( حشويه )) فرقې ځينو کسانو روايتونه راوړي دي خو هغه څه چې زمونږ په مذهب کې منل شوي او صحيح دي دې په خلاف دي[9]

 

5 ــ (( په سيد ابن طاووس )) (وفات 664 هـ) مشهور علي بن طاووس حلي فرمايي:

 

د شيعه ؤ نظر دا دے چې په قران کې بدلون نه شي کيدے[10]

 

6ـ شيخ زين الدين عاملي (وفات 877 هـ) د دې ايت په تفسير کې (( انا نحن نزلنا الذکر و انا له لحافظون) فرمايي:

 

مونږ قران مجيد له هر ډول بدلون، تحريف او زياتوالي ساتو او حفاظت يې کوو.[11]

 

7ـ قاضي سيد نور الدين شستري چې د احقاق الحق کتاب ليکونکے دے (وفات 1019 هـ) فرمايي:

 

هغه څه چې شيعه ؤ پورې يې تړي چې دوي د قران د تحريف قايل دي دا خبره ټول شيعه نه مني په شيعه ؤ کې ډير لږ کسان دغه عقيده لري، هغو ته توجه او پروا يې نه کيږي[12]

 

8 ـ په بهاء الدين عاملي مشهور محمد بن حسين معروفي (وفات 1030 هـ) فرمايي:

 

صحيح دا ده چې قران له هر ډول کمي زياتي پاک دے او دا چې ويل کيږي د امير المؤمنين (علي) نوم له قرانه ليرې شوے دے عالمان دا خبره نه مني او څوک هم چې تاريخ او روايتونه ولټوي پوهيږي چې قران مجيد د روايتونو په تواتر او د زرګونو اصحابو په نقل او روايتونو سره ثابت ، ټينګ او روغ دے او ټول د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و اله په زمانه کې راغونډ شوے دے [13]

 

9 ـ د کتاب وافي ليکوال فيض کاشاني (وفات 1091 هـ) د دا ډول ايتونو لکه ( انا نحن نزلنا الذکر و انا له لحافظون) چې د قران په نه بدليدو او نه تحريف دلالت کوي له بيانولو وروسته فرمايي

 

په دې صورت کې څرنګه ممکنه ده چې په قران مجيد کې تحريف يا بدلون وکړے شي؟ پر دې سربيره د تحريف ايتونه د خداي د کتاب مخالف دي نو دغه ايتونه بايد بې اساسه وګڼو [14]

 

10 ــ شيخ حر عاملي (وفات 1104 هـ) فرمايي:

 

د تاريخ او روايتونو لټونکے انسان ښه پوهيږي چې قران مجيد د حديثو د تواتر او د زرګونو تنو اصحابو په نقل سره ثابت او روغ دے او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و اله په وخت کې راغونډ شوے او منظم شوے دے[15]

 

11 ــ لوي محقق کاشف الغطاء په خپل مشهور کتاب کشف الغطاء کې ليکي:

 

په دې کې شک نيشته چې قران مجيد د خداي تعالی لخوا د حفاظت او ساتيې په وجه له هر کمي او تحريفه خوندې پاتې شوے دے لکه څرنګه چې د قران صراحت او په ټولو زمانو کې د علماوو او پوهانو اجماع د دې ګواهي ورکوي او د يو څو کسانو مخالفت ته بايد پام او پروا ونه شي ــ

 

12 ــ د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ايت الله العظمی امام خميني هم په دې هکله وينا لري چې د يو روښانه دليل په توګه يې ذکر کوو دوي وايي:

 

هر څوک چې د قران په راغونډولو او ساتلو او د هغه په ليکلو او تلاوت کې د مسلمانانو له توجه او اهميت ورکولو خبر دي د ((تحريف قران)) د تصور د غلطوالي ګواهي ورکوي او دا خبره د باور وړ نه ګڼي او کوم روايتونه چې د قران د تحريف په هکله موجود دي يا ضعيف دي جې استدلال پرې نه شي کيدے يا مجهول دي چې د جعل والي نښي يې معلومې دي يا داسې روايتونه دي چې مضمون او مقصد يې د قران تاويل او تفسير دے يا نور قسمونه دي چې ليکل او بيانول يې لوي کتاب ته ضرورت لري او که له دې انديښنه نه وے چې د بحث له موضوع به خارج شو د قران په تاريخ او په هغه څه به مو چې په تيرو بيړيو کې په قران تير شوي دي مفصل بيان کړي وو او روښانه کړې به مو وه چې قران مجيد بالکل همدا اسماني کتاب دے چې زمونږ په لاس کې دے او هغه د نظر اختلاف چې د قران په قاريانو کې موجود دے يوه نوې خبره ده چې له هغه څه سره چې جبرائيل امين د رسول الله مبارک په پاک زړه نازل کړل هيڅ اړه نه لري.[16]

 

نتيجه:

 

ټول مسلمانان که شيعه دي او که سُني په دې نظر دي دا اسماني کتاب کټ مټ هماغه قران دے چې په پيغمبر اکرم (ص) باندې نازل شوےدے او له هر ډول کمي او زياتي پاک او په امان کې دے

 

په دې بيان سره معلوميږي چې هغه ناروا تهمت چې په شيعه ؤ لګول کيږي صحيح نه دے او که د يو څو ضعيفو روايتونو ذکر کول د دغه تور او تهمت د لګولو سبب شوے دے مونږ وايو چې دغه ډول روايتونه صرف د شيعه ؤ د يوې وړې شان ډلې نه دي بلکې ځينو اهل سنتو مفسرانو هم دغه ډول کمزوري روايتونه نقل کړي دي چې ځينو ته يې اشاره کوو

 

ابو عبد الله محـمد بن احمد انصاري قرطبي په خپل تفسير کې له ابوبکر انبازي او هغه هم له ابی بن کعب روايتوي چې سوره احزاب (چې 73 ايتونه لري) د پيغمبر اکرم په زمانه کې د سوره بقره (283) هومره وه او ايه رجم همپه دغه سوره (احزاب) کې وه [17] (اوس په احزاب سورې کې د رجم ايت نيشته)

 

هم دا راز په هم دې کتاب کې له حضرت عائشه نقل کوي

 

احزاب سوره د پيغمبر اکرم په زمانه کې 200 ايتونه لرل خو کله چې مصحف وليکل شو تر دې زيات يې، چې اوس موجود دي، څه پيدا نه کړل[18]

 

2 ــ د الاتقان کتاب ليکوال نقلوي چې د ((اُبی)) د مصحف د سورتونو شمير يو سل شپاړس ؤ ځکه چې د *حفد* او *خلع* په نوم دوه نور سورتونه هم پکې وو[19]

 

حال دا چې مونږ ټولو ته پته ده چې قران شريف 114 سورتونه لري او د حفد او خلع سورتونو پکې هيڅ نښه نيشته او نه وه.

 

3 ــ هبة الله بن سلامه په ((کتاب الناسخ والمنسوخ)) کې له انس بن مالک نقلوي چمې ويلي يې دي :

 

د پيغمبر اکرم صلی الله عليه واله په زمانه کې به مو يوه سوره لوستله چې د سوره توبه په اندازه وه او ما يې يوازې يو ايت حفظ کړے دے او هغه ايت دا دے:

 

((لو ان لابن ادم واديان من الذهب لابتغی اليهما ثالثاً و لو ان له ثالثاً لابتغی اليها رابعاً و لا يملاء ابن ادم الا التُراب و يتوب الله علی من تاب!))

 

حال دا چې مونږ ټولو ته پته ده چې په قران کې دغه ايت نيشته او اُصولا د د قران له بلاغت سره هم سمون نه خوري

 

4 ــ جلال الدين سيوطی په (الدر المنثور) تفسير کې له عمر بن خطاب نقلوي چې سوره احزاب د بقري سورې په اندازه وه او ايه رجم هم په کې وه[20]

 

نو په دې بنياد د شيعه او سنی فرقو لږو شان کسانو په قران کې د بدلون او تحريف په هکله ضعيف او سست روايتونه نقل کړي دي دا ضعيف روايتونه د تقريبا ټولو مسلمانانو يعني هم شيعه ؤ هم سنيانو په نظر د منلو وړ نه دي بلکې د قران د ايتونو نص او صحيح او متواتر روايتونه او د پيغمبر اکرم د زرګونو اصحابو اجماع او د نړۍ د ټولو مسلمانانو اتفاق نظر دا دے چې په قران مجيد کې هيڅ ډول تحريف، بدلون کمے او زياتے نه دےشوےاو نه شي کيدے

 

[1] . سوره حجر ايت 9

[2] . نهج البلاغه (صبحي صالح) خطبه 176

[3] . نهج البلاغه (صبحي صالح) خطبه 176

[4] . نهج البلاغه (صبحي صالح) خطبه 198

[5] . اصول کافي لومړۍ ټوک ، کتاب فضل العلم ، باب الاخذ بالسنه و شواهد الکتاب ، حديث 4

[6] . الاعتقادات 93 مخ

[7] . مجمع البيان ټوک 1، لسم مخ د ځواب (المسايل الطرابلسيات) سيد مرتصی په حواله

[8] . تبيان لومړے ټوک 3 مخ

[9] . مجمع البيان ټوک 1، 10 مخ

[10] . سعد السعود 144 مخ

[11] . اظهار الحق 2 ټوک 130 مخ

[12] . آلاء الرحمن 25 مخ

[13] . آلاء الرحمن 25 مخ

[14] . تفسير صافي لومړے ټوک 51 مخ

[15] . آلاء الرحمن 25 مخ

[16] .تهذيب الاصول ،تقريرات امام خميني ټوک 1، مخ 96 (د استاد جعفر سبحاني په قلم)

[17] .تفسير قرطبي څوارلسمه برخه 113 مخ د سوره احزاب د تفسير په پيل کې

[18] . .تفسير قرطبي څوارلسمه برخه 113 مخ د سوره احزاب د تفسير په پيل کې

[19] . الاتقان لومړے ټوک مخ 67

[20] . در المنثور 5 ټوک 180 مخ د سوره احزاب د تفسير په پيل کې