فاطمه معصومه ( س )

حضرت معصومه سلام الله عليها د امام موسٰی بن جعفر(ع) او حضرت نجمه خاتون لور وه.

دا پوهه او  روايت کونکي بي بي د علمي او معنوي مقام له نظره په يو ډېرې لوړې مرتبې کښې ده تر دې حده چې د دين لويانو د اووم امام په ځامنو کښې د امام علی بن موسٰی رضا(ع) نه وروسته هغې ځاي او مقام له ټولو لوړ ګڼلې دے.

له دې وروسته چې مامون، د دې بي بي ورور (امام رضا عليه السلام) په 200 هجري کښې له مدينې نه مرو ته راوغوښتل نو فاطمه معصومه هم د نورو علويانو غوندې په 201هجري کښې ايران ته مخه کړه.
که چې هغه پاکه او پرهيزګاره بي بي ساوه ښار ته راورسيده نو بيماره شوه.

په ساوه کښې يې له خپلو ملګرو وپوښتل چې تر قمه پورې څوره لاره ده.

هغوي وويل: نزدې دے.
 حضرت معصومه خپلو ملګرو ته وفرمايل چې هغه قم ته يوسي.

په دې طريقه هغه پوهه بي بي قم ته راغله.
د سعد اشعري ځامن – چې له مشهورو شيعوڅخه وو – او د قم د لويانوڅخه ؤ د فاطمه معصومه قم ته له راتللو نه  خبر شول له هغې يې درون هرکلې وکړ.
حضرت معصومه سلام الله عليها د موسٰی بن جزرج کور ته لاړه.

تقريباً اولس ورځې يې په هغه کور کښې تيرې کړې او هغه وخت د 18کالو په عمر کښې چې لا وادۀ يې نه ؤ کړې له دنيا لاړه.

د هغې بي بي پاک بدن يې د بابلان په مقبرې کښې چې اوس يې هم پکښې د هغې پکښې او عالمې بي بي زيارت او حرم، خاورو ته وسپارل او له بورو يو چت يې ورباندې جوړ کړ.
په اخر کښې، زينب، د امام جواد(ع) لور، په هغه پاکه خاوره ګنبد جوړ کړ.
د بي بي فاطمه معصومه د قبر د زيارت ثواب دومره زيات دے چې امام رضا(ع) په دې هکله وفرمايل: څوک چې د حضرت معصومه سلام الله عليها د پاک مرقد، په پوهه سره او د هغې په حق باندې له خبريدو سره،  زيادت وکړي هغه د جنت حقدارې کيږي.
د هغه بي بي مقام او منزلت ډېر لوړ دے.

لکه څنګه چې د هغه بي بي په زيارتنامه کښې لولو: اي فاطمه! په جنت کښې زما شفاعت وکړه، ځکه چې د خداي تعالیٰ په نزدې ته يو خاص مقام لرې.

د هغې په شان کښې همدا ډېره ده چې د هغې بي بي د شتون په وجه، قم ښار، د اسلامي فرهنګ د خپريدو ځاي او د ايران د اسلامي انقلاب د درناوي مرکز وپيژندل شو. او اوس هم د اسلامي نړۍ د اميد او هيلې په توګه د نړۍ په مخ ځليږي.

او دا هماغه د اووم امام خبره ده چې فرمايلي يې وو: قم، د محمد(ص) د ځامنو او د شيعو کور او مورچه ده.