تقيه او د هغې فلسفه

تقيه او د هغې فلسفه

ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازي

مونږ عقيده لرو چې که انسان د متعصبو، ضدي او بې منطقه کسانو په منځ کې ګير شی چې د هغوي په مخ کې د خپلې عقيدې څرګندول د ځاني يا بل لوی خطر سبب کيږی او د عقيدې له اظهاره کومه مهمه فايده هم نه وي، په دغه ډول مورد کې دنده لري چې خپله عقيده پټه وساتي، او خپل سر چټی له لاسه  ورنه کړي، مونږ دې مسئلې ته «تقيه» وايو او دا مسئله مو په قرآن کې له دوو ايتونو او د عقل له دليله زده کړې ده.

قرآن د آل فرعون د مومن په هکله فرمايی «وَ قَالَ رَجُلٌ مُؤْمِنٌ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَكْتُمُ إِيمَانَهُ أَتَقْتُلُونَ رَجُلا أَنْ يَقُولَ رَبِّيَ اللَّهُ وَقَدْ جَاءَكُمْ بِالْبَيِّنَاتِ مِنْ رَبِّكُمْ؛ له آل فرعونه يو ايماندار کس چې خپل ايمان يې پټاوه (له موسی دفاع وکړه) او وې ويل: ايا تاسو غواړئ داسې کس ووژنئ چې وايي: زما رب خدای دی، په داسې حال کې چې ستاسو د رب له لوري يې تاسو ته روښانه دليلونه راوړي دي!»[16]

د «يَكْتُمُ إِيمَانَهُ» جمله د تقيې په مسئله صراحت لري، ايا په ځای وه  چې د ال فرعون مومن خپل ايمان څرګند کړی او خپل سر يې  بايللی وی او دغه د سر بايلل هيڅ کار هم نه وي سم کړی؟

او د اسلام د لومړيو وختونو د ځينو مبارزو او مجاهدو مومنانو په هکله چې د ضدی مشرکانو په منګولو کې ښخيدل د تقيې حکم ورکوي او فرمايی «لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ إِلا أَنْ تَتَّقُوا مِنْهُمْ تُقَاةً؛ مومن کسان بايد بې له مومنانو، له کافرانو څخه له چاسره مينه او دوستي ونه کړي، هر چا  چې دا کار وکړ له  خپل خدای سره  يې اړيکي شلولي دي مګر دا چې (تاسو په خطر کې وئ) او له هغوي تقيه وکړئ»[17]

په دې اساس تقيه يعنې د خپلې عقيدې پټول، له هغه ځای سره مخصوصه ده چې د متعصبو او سپين سترګو دښمنانو په وړاندې د انسان مال او عزت ته خطر وي، بې له دې چې د ايمان ښکاره کول څه نتيجه ولري. په داسې موقعو کې بايد چټي په چټي کسان په خطر کې وانه چول شي او خپل ځواک بې ځايه ضايع نه شي بلکه پکار ده چې هغه ضروری موقعو ته وساتل شي. له همدې امله د امام صادق(ص) په يو مشهور حديث کې لولو چې: التقيه ترس المومن؛ تقيه د مومن دفاعي ډال دی.[18]

د «ترس» (ډال) تعبير يو لطيف تعبير دي چې ښيي تقيه د دښمن په وړاندې د دفاع يوه وسيله ده.

د مشرکانو په وړاندې د حضرت عمار ياسر د تقيې کيسه او د پيغمبر(ص) لخوا د هغې  تاييدول  مشهور دي.[19]

د جنګ په ميدان کې د خپلو عسکرو او وسلو پټول، له دښمنانانو د جنګي رازونه وغيره پټ ساتل داسې نور ټول د انسان په ژوند کې د تقيې مثالونه دي؛ او په مجموع کې تقيه يعنې پټول په داسې ځايونو کې چې څرګندول د خطر او ضرر سبب کيږی بې له دې چې فايده ولري، يو عقلي او شرعي حکم دی چې نه يوازې شيعه بلکه د نړۍ ټول مسلمانان او عاقلان د ضرورت په وخت په هغه عمل کوي.

سره له دې د حيرانۍ خبره ده چې ځينې کسان په تقيې عقيده يوازې په شيعو او د اهل بيتو د مکتب په منونکو پورې مخصوصه ګڼي او هغه په شيعه ؤ باندې يو لوی اعتراض ګڼي، حال دا چې دا يوه روښانه مسئله ده، هم په قرآن کې جرړه لري هم په حديث کې، هم د پيغمبر د يارانو سيرت پاتې شوی او هم پرې د نړۍ ټو ل عاقلان عمل کوي.

سرچینې

[16] . مومن سوره ۲۸ ايت
[17]. ال عمران سوره ۲۸ آيت
[18] . وسائل ۱۱ ټوک ۴۶۱ مخ ۶ حدیث ۲۴ مخ. په ځینو حدیثونو کې (ترس الله فی الارض) «په ځمکه د خدای ډال» تعبیر راغلی دی.
[19]. دا حدیث ډیرو مفسرانو مورخانو او د حدیثو لیکونکو په خپلو مشهورو کتابونو کې راوړی دی منجمله واحدي په اسباب النزول، طبری، قرطبی، زمخشری، فخر رازی، بیضاوي او نیشابوري هر یو  په خپل تفسیر کې د (نحل سورې ۱۰۶ آيت) په ذیل کې راوړی دی.