امام جعفر صادق علیه السلام په وړاندی د ابن ابى العوجاء بى ځوابى

امام جعفر صادق علیه السلام په وړاندی د ابن ابى العوجاء بى ځوابى

عبدالكريم په “ابن ابى العوجاء” مشهور، يوه ورځ حضرت امام جعفرصادق (عليه السلام) ته ورغے چې خلك ورسره ناست وو او دى هم له امام (عليه السلام) سره غلے كيناست.

امام (ع): “داسى ښكاري چې د ځينو مطلبونو د شننې لپاره راغلے يې”

ابن ابى العوجاء: هو اے د رسول الله صلی الله عليه و اله وسلم زويه!

امام (ع): حيران يم چې ته له خدايه منكر يې خو ګواهى وركوى چې زۀْ د پيغمبر اكرم صلی الله عليه و اله وسلم  زوے يم او وائى اے د پيغمبر(ص) زويه!

ابن ابى العوجاء: دا خبره مى عادت شوے دے.

امام (ع): نو بيا ولې غلے ناست يې؟

ابن ابى العوجاء: ستا شان او جلال چوپ كينولى يم ما له &0#1673;ير عالمانو او وينا والو سره خبرى كړى؛ خو هيچا ستا هومره تر اغيز او روب لاندى نه يم راوستے.

امام (ع): ښه نو چې تۀْ غلى يې زه به خبرى اترى پيل كړم، دا راته ووايه چې ته مصنوع (جوړ شوے) يا نا مصنوع يې؟

ابن ابى العوجاء: زۀْ جوړ شوے نه يم.

امام (ع): ښه نوكه جوړ شوے وى؛ نو څنګه به وې؟

ابن ابى العوجا سر په ګريوان كى ځوړند ونيو او لښته يې په لاسونو كى اړوله را اړوله بيا يي د جوړ شوى صفات داسى بيان كړل:

اوږد، پلن، ژور، لنډ ، خوځيدونكى، ولاړ، دا ټول د مخلوق او جوړ شوى څيز خصوصيتونه دى.

امام: كه د مصنوع او جوړ شى تۀ له دى نه زيات صفتونه نه پيژنې، نو بيا تـه په خپله هم مصنوع يې نو لازم دى، چې خپل ځان مصنوع وګڼى، ځكه چې دا صفتونه پخپله په خپله وجود كى حادث او پيدا شوى مومې.

ابن ابى العوجاء: تر اوسه رانه چا داسى پوښتنه نه ده كړى او نه به يې وكړى.

امام (ع): فرضاً كه ته وګڼئ چې مخكى درنه چا داسې پوښتنه نده كړې خو دا درته څنګه معلومه ده چې په راتلونكى كى به درنه څوك داسې پوښتنه نۀ كوى؟ اوس خـو تا په دې ټكى خپلى خبرى نقض او ماتى كړى ؛ ځكه ته خو عقيده لري چې تير، اوس او راتلونكى سره يو شان دى نو له هم دى امله څنګه يو څيز مخكىْ ګڼې او بل وروستو او په خبرو كى تير او راتلونكے راولې؟

اے عبدالكريمه! په تفصيل يې درته وايم: كه له تاسره د سرو زرو د سيكو كڅوړه وى او څوك درته ووائى چې په دى كى د سرو سيكى شته؟ او ته ورته په ځواب كى وائى نه، او هغه درته ووائى چي د سرو د سيكو تعريف راته وكره او كـه تا ته د سـرو د سيـكو په باب معلومات نه وى؛ نو ايا په ناخبرۍ كى ويلې شې چې په كڅوړه كى د سرو سيكه نيشته ؟

ابن ابى العوجاء: نۀ، كه پوه نۀ يم نو نۀ شم وئيلى چې نيشته.

امام (ع): د كڅوړى په پرتله كاينات زيات پراخه دى. نو اوس دا پوښتنه كوم چې كيدى شى په دى پراخه كايناتو كې يو مصنوع وى؛ ځكه چې ته له غير مصنوع نه د مصنوع خصوصيات نه شى بيلولى.

خبرې چې دې ځاے ته راورسيدى؛ نو ابن ابى العوجاء بى ځوابه او غلے شو، ځينى فكرى ملګرى يي مسلمانان او نور په خپله مفكوره پاتى شول.

ددريمى ورځى مناظره

په درېيمه ورځ بيا ابن ابى العوجاء امام جعفر صادق (عليه السلام) ته راغے او ورته ي ې وويل:

ننغواړم چې زه پوستنه وكړم

امام (ع): چې څه تپوس كوې وې ك ړه.

ابن ابى العوجا: په كوم دليل كاينات حادث دے (مخكې نه وو او بيا را څرګند شول)؟

امام (ع): هر وړوكے او ستر څيز تصور كړه او د هغه غوندې بل څيز كه ورسره زيات كړى نو هغه څيز به لوى شى همدا دى له وړومبى حالته (وړوكى كيدو) دويم حالت لوے كيدو ته اوړيدل (چې د حادث كيدو معنا هم دا ده) كه چيرې هغه څيز قديم وې (له اوله وې) نو په بل شكل به نه بدليدو ځكه هر څيز چې ختميږى يا بدليږى؛ نو د پيدا كيدو او نابود كيدو وړ دے؛ نوځكه له شته كيدو نه وروسته نابوديدل د حادث كيدو بڼه نيسى كه فرضاً هغه قديم ؤ او اوس په لوى كيدو او غټيدو په كې بدلون راغے؛ نو حادث شو (او هم دا د څ>يزونو نه قديم كيدنه راښيئ) او يو څيز هم داسې نه شى كيدې چې هم ازل او عدم وى او هم حادث او قديم

. ابن ابى العوجاء: په تير او راتلونكى وخت كى د وړوكوالى او لوے والى حالت فـرض هماغه ؤ چې تـاسو وويل چې دا د دنيا حدوث څرګندوى خو كه ټول څيزونه په خپل وړوكى حالت پاتې شى؛ نو په دې حالت كې د هغو په حدوث ستاسو دليل څه دے؟

امام (ع): زمونږ د بحث محور (چورليز) هم دا موجوده نړۍ ده (چې هر وخت د بدلون په حال كى ده) اوس كه دا دنيا لرې كړو او يوه بله دنيا انځور (تصور) كړو نو بيا يوه دنيا ختمه او پاى ته ورسيده او د هغى په ځاے بله دنيا راغله او دا د حادث كيدو هماغه معنا ده. په عين حال كى ستا فرض ته (چې هر وړوكې څيز په خپل حال پاتې شى)

ځواب وايم كه فرضاً هر وړوكى څيز په خپل حال پاتې شى، د فرض په عالم كى سمه ده، چې له هر يو وړوكى څيزسره بل هغه شان وړوكى څيز ور زيات كړې چې د هغه په زياتيدو سره لوئيږى؛ نو د داسې تصور روا ګڼل د هماغه بدلون روا ګڼل دى، چې دا حادث كيدل راښيئ.

اے عبدالكريمه! د دې خبرې په وړاندې به بله خبره ونۀ لرې.

په مكه كى له امام جعفر صادق (عليه السلام) سره د ابن ابى العوجا له مناظرو يو كال تيرشو بل كال ابن ابى العوجا بيا په كعبه كى له امام جعفرصادق (عليه السلام) سره وكتل د امام (ع) يو لاروى پوښتنه وكړه چي ايا دې مسلمان شوے دے؟.

امام ورته وفرمايل: د اسلام په باب د هغه په زړۀ مهر لګيدلے او نۀ مسلمانيږى. كله چې د ابن ابى العوجا نظر په امام پريوت نو وى ويل: اے ښاغليه، اے زما مولا!

امام (ع): څنګه راغلے يې؟. . .

ابن ابىالعوجاء: په وطنى دود او دستور راغلے يم چې د خلكو ليونتوب، سرخوزول او كاڼى ويشتل (چې د حج په مراسمو كى تر سره كيږى ) ووينم.

امام (ع): ته لا هماغسى بى لارى يې؟

ابن ابى العوجاء غوښتل چې خبرى پيل كړى، امام ورته وفرمايل: د حج په مراسمو كى مباحثه او مقابله روا نه ده، بيـا امـام (ع) خپل څادر وڅنډۀ او وې فرمايل:

كه حقيقت داسى وې چې مونږ پرې عقيده لرو ( چى هو حقيقت هم همدا دے) نو په داسى حالت كى مونږ بريالى يو نۀ تاسـو او كه حق له تاسو سره وى (لكه چې داسې نده) نو مونږ او تاسـو دواړه بريالى يو؛ نوځكه مونږ په هرحال كامياب يو خو تاسو به له دواړو حالاتو نه يو حالت كى په هلاكت كى اوسئ دغه وخت د ابن ابى العوجاء حال بدل شو او خپلو ملګرو ته يې وويل:

پـهزړۀ مې درد دے ما يوسئ چې كله يې راوړ نو سا يې وركړه او له دنيا لاړ .

. (وګورئ: اصول كافى 1/76-77) 1

. (وګورئ: اصول كافى 1/77)

. وګورئ: (اصول كافى 1/78