د رجالو په علم کښې د شيعو مخکښې والې

د رجالو په علم کښې د شيعو مخکښې والې

مترجم: محمد رحیم درانی

مونږ د معارفو په اصولو کښې په اجماع باور نه کوو، ځکه چې د اجماع حجيت (لکه څنګه چې په علمِ اصول کښې روښانه شوي دي) د دې لارې دے چې خبرِ واحد به يا د خبر واحد په حکم کښې وي، او خبر واحد هم…د ظن (ګمان) پرته څه ګټه نه رسوي او په اصول معارفو کښې قطعي علم لازم دے نو د اجماع لپاره په اصول معارفو کښې څه باور نه پاتې کيږي يوازې هغه احکام چې اجماع د هغې په هکله اجماع لري.

پداسې حال کښې اجماع په څرګنده توګه عقل منلې او تصديق کړې يې ده او حجيت يې ورته ورکړے دے. نو هيڅ کله به د هغوي تر مينځ په نظر کښې اختلاف پيدا نه شي. او عقلي برهان هم په حقيقت کښې له کتابه (قرانه) دے او د عقل، واقع ته کتنه څرګنده او صريحه ده او همدا نتيجه ورکوي، ځکه چې د دوو څيزونو چې په حقيقت کښې متناقض وي يوځاي تصور کول محال (ممکن نه) دي. او که چرته دا فرض شي چې يو عقلي دليل نقلي دليل سره متناقض او په مقابله کښې راشي او چونکه د نقل دليل هم د لفظ د ظنی ظهور څخه دے نو قطعی دلالت کوونکي سره به هيڅ کله معارضه ونه کړې شي او عملا به هم د داسې اختلاف لپاره څه ځاي نه پيدا کيږي.

له بدن نه وړاندې د روح پيدا کيدل هم په قران کريم کښې نه دي ذکر شوي يوازې په حديث کښې راغلي دي او هغه حديث هم – لکه څنګه چې له د دې فن د استاذانو څخه راغلي دي – د احادو حديثونو څخه دے. او مونږ په اصل معارفو کښې په احادِ خبر (خبر واحد) باندې عمل نه کوو. مګر دا چې قطعی قرينه ورسره وي خو که حجت قطعی د هغې په خلاف موجود وي نو بيا د قرينې موجود شونه هم څه ګټه نه لري خو د دې په شان روايتونه غورزولې هم نه شي بلکې که ممکنه وي نو په صحيح طريقې تاويلېږي او که امکان ونه لري نو بيا مسکوت عنه (يعنې د هغې په هکله بيا څه خبره نه کيږي) پاتې کيږي.

لنډه دا چې شيعه د اهلبيتو عليهم السلام د تعليم او ښوونې مطابق چې د هغوي دا تعليم هم د قران شارح (تشريح او وضاحت کوونکې دے) له درې حجتونو  پرته په بل څه باور نه کوي: « کتاب ، قطعي سنت او عقل صريح » او لکه څنګه چې وويل شول په دې دريو څيزونو باندې د باور وجه هماغه په اسماني کتاب باندې باور دے چې په وحي باندې باور د اسماني مذهبونو او دينونو ځانګړتيا او طريقه ده.