د عقائدو کليات: د خدای پاک صفتونه

د عقائدو کليات: د خدای پاک صفتونه

څلور ديرشم اصل

له دې امله چې د خدای ذات نه ختميدونکے (غير متناهی) حقيقت دے او مثل او سارے نه لري نو انسان د هغه د ذات حقيقت ته د رسيدو لپاره څه لاره نه لري خو په عين حال کښې هغه د جمال او جلال د صفتونو له لارې پيژندے شي.

له جمالی صفتونو مطلب هغه صفتونه دي چې د خدای د وجود د کمالاتو ښودنه کوي لکه علم، قدرت، ژوند، اختيار او داسې نور..

له جلالی صفتونو مطلب هغه صفتونه دي چې خدای تر دې لوړ او سپيڅلے دے چې په دغو صفتونو وستايل شي ځکه چې دا صفتونه د نقص او کمي، عجز او ناتوانی څرګندوي. چی خدای پاک له دې څيزونو پاک دے او هيڅ نقص او عيب نه لري لکه بدن لرل، په يو ځای کښې ځای کيدل، کله کله دغو دوه قسمه صفتونو ته ثبوتی او سلبی صفتونه هم ويل کيږي چې د دواړو مطلب يو دے.

 

پنځه ديرشم اصل

د شناخت او پيژندلو په بحث کښې مو وويل چې د حقيقتونو د پيژندلو لويې لارې درې دي: حس، عقل او وحي. د خدای پاک د جلالی او جمالی صفتونو د پيژندلو لپاره هم له درې لارو ګټه اخستے شو.

1. د عقل لاره: د جهان او د هغې د پټو رازونو څيړنه چې ټول د خدای مخلوق دي، مونږ په خدای پاک کښې موجودو کمالونو ته رسوي.أيا مونږ دا تصور کولے شو چې د مخلوقاتو دا لويه نړۍ او کاينات بر له عقل، توان او اختياره جوړه شوې وي؟ قرآن مجيد په دې هکله د عقل د حکم د تائيد لپاره د هغو د آيتونو لوستلو ته بلنه ورکوي چې پکښې د تکوين او د جهان د جوړيدو په هکله خبرې دي لکه چې فرمايي: قُلِ انظُرُواْ مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ (يونس/101)

البته د دې جهان په څيړنې او مطالعې کښې عقل دغه لاره د حس په مرستې وهي په دې طريقه چې اول حس يو څيز په حيرانتيا سره درک کړي (يعنی په لاس، سترګو، غوږونو يې حس کړي) بيا عقل دا وايي چې دا حيرانوونکي څيزونه د خدای د عظمت او جمال نښانې دي.

2. د وحی لاره: کله چې قطعی دليلونو، نبوت او وحی ثابت کړل او روښانه شوه چې کتاب او پيغمبر (ص) ټول د خدای له طرفه دي نو کوم څه چې په کتاب او سنت کښې راغلي دي هغه به خامخا د خدای د صفتونو په پيژندلو کښې مونږ ته لار خلاصوي او په دې دواړو (قرأن او حديث) کښې خدای پاک په تر ټولو ښو صفتونو ياد شوے دے او د دې په هکله هم دومره کافی ده چې پوه شو چې په قرآن کښې 135 نومونه او صفتونه د خدای لپاره ذکر شوي دي چې مهم ترې دا دي: هُوَ اللَّهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْمَلِكُ الْقُدُّوسُ السَّلَامُ الْمُؤْمِنُ الْمُهَيْمِنُ الْعَزِيزُ الْجَبَّارُ الْمُتَكَبِّرُ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يُشْرِكُونَ. هُوَ اللَّهُ الْخَالِقُ الْبَارِئُ الْمُصَوِّرُ لَهُ الْأَسْمَاء الْحُسْنَى يُسَبِّحُ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (حشر23-24) هغه داسې خدای دے چې د هغه نه بغير بل خدای نشته، له نقصه پاک، باچا، امن ورکونکے، څارونکے، قدرتمن، لوړ شان والا د خدای ذات پاک دے له هغه څه چې (دوي يې) ورسره شريکوي، هغه پيداکوونکے دے، (له عدم نه وجود ته) راويستونکے دے، ښه اينځورګر دے، د هغه لپاره نيک نومونه دي څه چې په آسمانونو او ځمکې کښې دي د هغه تسبيح کوي او هغه ښه غالب او ښه حکت والا دے.

په دې ځای کښې بايد يادونه وکړو چې کوم کسان د خدای د صفتونو د پيژندلو په هکله له بحثه ډډه کوي هغه په حقيقت کښې ((معطله)) ټولے دے ځکه چې انسان له هغو لوړو زده کړو او معارفو منعې کوي چې عقل او وحی د هغو طرف ته هدايت کوي، که د دې رنګ معارفو په هکله بحث او خبرې منع دے نو په قرآن کښې د دومره ډيرو صفتونو د راوړلو او په هغو کښې د فکر کولو ضرورت نه و.

 

شپږ ديرشم اصل

له يوه بل نظره د خدای صفتونه په دوه ډله دي:

الف: ذاتی صفتونه؛

ب: فعلی صفتونه؛

له ذاتي صفتونو مطلب هغه صفتونه دي چې که دا صفتونه د خدای لپاره راوړې نو يوازې د خدای د ذات تصور ورته کافي دے يعنې د خدای له ذاته راويستل شوي دي لکه علم ، قدرت او ژوند.

د خدای له فعلی صفتونو مطلب هغه صفتونه دي چې خدای تعالی د هغه فعل ته په پام سره په دغو صفتونو ستايل کيږي، لکه پيدايښت، رزق وکول، بخښونکے او داسې نور چې دا ټول صفتونه د خدای کار ته په پام سره راوړل کيږي.

په بله وينا ترڅو چې خدای څه پيدا کړي نه وي او ترڅو يې چا ته روزي نه وي ورکړې نو خدای ته بالفعل رازق او خالق نه شو ويلے، که څه هم د خلقت، رزق، رحمت او مغفرت قدرت لري.

په أخر کښې يادونه کوو چې د خدای ټول فعلي صفتونه د خدای له ذاته او ذاتی کمالونو راوځي يعنی خدای يو مطلق کمال لري چې د ټولو فعلي کمالونو سرچينه ده.

 

د خدای ذاتی صفتونه

وروستو له دې چې د خدای صفتونه مو په ثبوتی او سلبی، ذاتی او فعلی تقسيم کړل غوره ده چې کومې مهمې مسئلې له دې سره اړه لري هغه دلته بيان کړو:

اووه ويشتم اصل

الف: ازلی او پراخ علم؛

له دې امله چې د خدای علم د هغه عين ذات دے نو ازلی دے او بې نهايته دے خدای تعالی په خپل ذات باندې پر علم سربيره په نورو څيزونو که کلی وي که جزئي؛ له کيدو مخکښې يا وروسته خبر دے. قرآن په دې حقيقت باندې ډير ټينګار کړے دے لکه چې فرمايي: إِنَّ اللَّهَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (عنکبوت/62) او همدا رنګ فرمايي: أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ(ملک/14) د امامانو په حديثونو کښې هم بيا بيا د خدای په ازليت او د هغه د علم په پراختيا تاکيد شوے دے لکه څنګه چې امام صادق(ع) فرمايي: لم يزل عالما بالمکان قبل تکوينه کعلمه به بعد ما کونه و کذالک علمه بجميع الاشياء[1] د يو ځای په پيدا کولو باندې د خدای علم د هغې د پيدايښت نه وړاندې داسې دے لکه د هغې د پيدايښت نه وروسته چې دے او همدا رنګ په ټولو څيزونو باندې د هغه علم دے.

ب: پراخ قدرت؛

د خدای قدرت او توان د خدای د علم په شان ازلي دے او له دې امله چې د خدای عين ذات دے نو د هغه د علم په شان لامحدود دے، قرأن مجيد د خدای د علم په پراختيا تاکيد کوي او فرمايي: وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا (احزاب/27) او همدا رنګ فرمايي: وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ مُّقْتَدِرًا (کهف/45) امام صادق(ع) فرمايي: الاشياء له سواء علما و قدرة و سلطانا و ملکا و احاطة[2] ټول څيزونه خدای ته برابر دي په هغو باندې د علم، قدرت، حکومت او مالکيت لرلو له نظره.

ياده دې وي چې کوم څيزونه ذاتا محال دي او ذاتا محال څيزونه د خدای له قدرته او واکه بهر دي نو دا د خدای قدرت د نيمګړتيا په وجه نه دي بلکې د ذاتی محال والي له وجې دي چې قابليت او په وجود کښې د راتلو وړتيا نه لري (او په اصطلاح کښې داسې وايي چې نقص په قابل کښې دے) د مولا علی (ع) نه چې کله د محال ذاتی په هکله پوښتنه وشوه نو هغوي داسې وفرمايل: إنّ الله تبارکَ و تعالی لاينسب الی العجز والذی سألتنی لايکون[3] خدای پاک له عجزه پاک دے خو چې تا له ما کومه پوښتنه وکړه هغه کيدونکې نه دے.

ج: ژوند(حيات)

هغه خدای چې عقل او قدرت لري خامخا ژوندے هم دے ځکه چې تير دوه صفتونه د ژوندی موجود صفتونه دي او له همدې ځايه د خدای د ژوندي والي دليلونه هم روښانه کيږي البته د خدای د ژوند صفت د نورو صفتونو غوندې بې له هر عيب او نقصه پاک دے او دا صفت چې په انسان کښې کوم خصوصيت لري لکه ورته د مرګ راتلل په خدای کښې نشته، ځکه چې هغه حی بالذات دے نو ورته مرګ نه شي راتلے او په يو بل يو بيان کله چې هغه کمال مطلق شو نو مرګ چې يو نقص دے د هغه ذات ته نه شي راتللے لکه څنګه چې فرمايي: وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوتُ (فرقان/58)

د: اراده او اختيار

هغه کار کونکے (فاعل) چې له خپل کاره خبر وي هغه د هغې فاعل په مقابله کښې بشپړ او کامل دے کوم چې له خپل کاره نه وي خبر لکه څنګه چې اراده لرونکے او اختيار لرونکے فاعل (چې که غواړي نو يو کار وکړي او که نه يې غواړي نو نه يې کوي) تر مجبور فاعله کامل او پوره دے.

نوموړې خبرې ته او دې ته په پام سره چې خدای په ټول کائنات کښې تر ټولو بشپړ او کامل فاعل دے نو بايد ووايو چې هغه يو اختيار لرونکے فاعل دے نه دا چې د بل چا له طرفه مجبور وي او که مونږ دا ووايو چې خدای مريد دے نو مطلب مو دا دے چې خدای د اختيار خاوند دے،

هغه اراده چې انسان يې لري او تدريجی څيز او حادث دے د خدای په ذات کښې نشته، له همدې وجې له غلطۍ د خلکو د بچ کيدو لپاره د اهل بيتو (ع) په حديثونو کښې اراده د فعل کول بلل شوي دي، لکه څنګه چې فرمايي: اراده په انسان کښې يو نننيز حالت دے چې ورپسې کار تر سره کيږي خو د خدای اراده د کار کول دي بې له دې چې پکښې داسې څه حالت پيدا شي.[4]

له دې بيانه روښانه شوه چې اراده _ د اختيار په معنی _ د خدای له ذاتی صفتونو ده خو د ايجاد او پيداکولو په معنی د خدای له فعلی صفتونو ده. لکه څنګه چې فرمايي: إِنَّمَا أَمْرُهُ إِذَا أَرَادَ شَيْئًا أَنْ يَقُولَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ (يس/82) د خدای حکم يوازې دا دے چې هر کله د څه څيز اراده وکړي ورته ووايي وشه نو هغه وشي.

 

د خدای فعلی صفتونه

کله چې د خدای د ذاتی صفتونو له سرټکيو خبر شو نو غوره ده چې د خدای له ځينې فعلی صفتونو هم ځان خبر کړو، مونږ دلته د دريو صفتونو جاج اخلو:

1-     خبری کول؛ (تکلم)

2-     رښتيا ويل؛

3-     حکمت؛

اته ديرشم اصل

قرأن کريم د خدای لپاره د تکلم او د خبرې کولو صفت راوړے دے، فرمايي: وَكَلَّمَ اللّهُ مُوسَى تَكْلِيمًا (نساء/164) او همدا رنګ فرمايي: وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا (شوری51) انسان له خدای سره خبرې نه شي کولے مګر د وحی په وسيله، يا له پردې شاته، يا دا چې ورته استازي راوليږي.

دې ته په پام سره په دې کښې څه شک نشته چې تکلم د خدای له صفتونو څخه يو صفت دے خو خبره د دې د حقيقت په هکله ده او دا چې دا صفت د خدای له ذاتی صفتونو دے که له فعلی صفتونو؟ دا خو روښانه ده چې انسان څنګه خبرې کوي د خدای لپاره د داسې خبرې تصور نه شي کيدے.

کله چې ګورو چې د خدای لپاره دا صفت په قرآن مجيد کښې راغلے دے نو ضروری ده چې د دې حقيقت د پوهيدلو لپاره هم قرآن ته رجوع وکړو.

قرأن له انسان سره د خدای خبرې کول په دريو قسمونو بيان کړي دي وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ اللَّهُ إِلَّا وَحْيًا أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا (شوری/51) د انسان لپاره ممکنه نه ده چې له خدای سره خبرې وکړي مګر د دغو دريو طريقو په يوه طريقه:

1-   ((إِلَّا وَحْيًا)) زړه ته الهام

2-   أَوْ مِن وَرَاء حِجَابٍ يا د پردې له شا، داسې چې انسان د خداې خبرې اوري خو هغه نه وينی لکه له حضرت موسی(ع) سره د خدای خبرې همدا رنګ وې.

3-   أَوْ يُرْسِلَ رَسُولًا:خپل استازے (پرښته) راليږي چې د خدای په حکم ورسره خبرې وکړي.

په دې آيت کښې خبرې کول داسې بيان شوي دي چې خدای يوه خبره (کلام) جوړوي کله بې له واسطې او کله د پرښتې په واسطه. په لومړي ډول کښې کله خبره نيغ په نيغه د پيغمبر (ص) په زړه راځی او کله کله د غوږ په لاره زړه ته رسي په دريو واړو طريقو کښې خبره او تکلم د جوړولو په معنی دے او د خدای له فعلی صفتونو دے. دا د تکلم يو تفسير شو چې د قرآن په مرسته مو بيان کړ.

دويم تفسير يې دا دے چې خدای ټول موجودات خپل ((کلمات)) ګڼي لکه چې فرمايي: قُل لَّوْ كَانَ الْبَحْرُ مِدَادًا لِّكَلِمَاتِ رَبِّي لَنَفِدَ الْبَحْرُ قَبْلَ أَن تَنفَدَ كَلِمَاتُ رَبِّي وَلَوْ جِئْنَا بِمِثْلِهِ مَدَدًا کهف/109) ووايه که چرې درياب د خدای د کلماتو د ليکلو لپاره سياهي(رنګ) شي نو سمندر به ختم شي وړاندې له دې چې زما د رب کلمې ختمې شي که څه هم د دې غوندې بل درياب هم ورسره کړو.

په دې آيت کښې د ((کلماتو)) نه مطلب د خدای مخلوقات دي چې بې له خدايه يې بل څوک نه شي شميرلے، په دې خبره هغه آيت هم ګواه دے چې پکښې حضرت عيسی (ع) د خدای کلمه (کلمة الله) ياد شوے دے،

فرمايي: وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ (نساء/171) اميرالمؤ منين د خدای د کلمې تفسير په جوړولو او کار کولو سره کړے دے فرمايي: يقول لمن اراد کونه (کن) فيکون لا بصوت يقرع او لا بنداء يسمع، وانما کلامه سبحانه فعل منه انشأه و مثله[5] خدای چې کله غواړي څه شے پيدا کړي نو هغې ته وايي ((وشه)) نو هغه وشي (موجود شي) خو د هغه ويل په لوړ أواز او اوريدونکي غږ سره نه دي، د خدای خبره د هغه هماغه کار دے يو موجود له عدمه وجود ته راولي او هغه ته وجود او عينيت ورکړي.

نتيجه دا شوه چې ((د خدای متکلم والے)) که د خبرو کولو په معنی وي لکه څنګه چې په لومړي آيت کښې ورته اشاره وشوه او که د خالقيت او پيدايښت په معنی وي په دواړو صورتونو کښې تکلم د خدای له فعلی صفتونو دے نه له ذاتی صفتونو.

نه ديرشم اصل

له تير بحثه روښانه شوه چې د خدای کلام په دوه ډوله تفسير کيدے شي چې دويم له لومړي نه عام دے نو ورسره دا هم ثابتيږي چې د خدای کلام حادث دے او قديم نه دے ځکه چې د خدای کلام د هغه کار دے او د خدای کار (فعل) حادث دے نو نتيجه دا شوه چې تکلم هم يو حادث څيز دے.

سره د دې چې د خدای کلام حادث دے خو د ادب د خيال ساتلو لپاره او د دې لپاره چې څه غلط فهمي و نه شي، د خدای کلام ته مخلوق نه وايو ځکه چې کيدې شي څوک يې په مجعول او جوړ کړي څيز سره تفسير وکړي خو که له دې اړخه يې سترګې پټې کړو نو بې له خدايه هر څه د خدای مخلوق دي سليمان بن جعفر جعفری وايي: له اووم امام موسی بن جعفر (ع) مې پوښتنه وکړه: آيا قرآن مخلوق دے؟ امام (ع) په ځواب کښې وفرمايل: زه وايم چې قرآن د خدای کلام دے[6] دلته د يوې نکتې بيانول ضروری دي هغه دا چې د دريمې پيړۍ په لومړيو کښې په 212 هجري سپوږميز کال کښې د قرآن د قديم يا حادث والي مسئله د مسلمانانو تر مينځ رامينځ ته شوه او د مسلمانانو د اختلاف سبب شوه حال دا چې چا د قرآن د قديم والي دعوی کوله هغوي د خپلې دعوی لپاره څه دليل نه لارل ځکه چې دلته څو احتمالونه کيدے شي چې د ځينو له مخې قرآن خامخا قديم او ځينو له مخې خامخا حادث دے.

که له قرآن مطلب همدا کتاب او هغی ټکي وي چې تلاوت يې کيږي يا هغه خبرې چې جبرائيل امين له خدايه راوړې او د پيغمبر (ص) په زړه يې نازلې کړې دي نو دا خو منلې شوې خبره ده چې دا ټول هر څه حادث دي او که مطلب ترې د قرآن آيتونو معنی او هغه کيسې وي چې د پيغمبرانو په هکله بيان شوي دي يا د پيغمبر(ص) جنګونه وي نو دا هم قديمي نه شي کيدے.

او اخر دا چې که د قرآن نه مطلب هغه علم وي چې خدای يې په قرآن او د هغې په معنو لري نو دا منلې شوې خبره ده چې د خدای علم قديم دے او د خدای له ذاتی صفتونو څخه دے خو علم له کلامه پرته بل څيز دے.

څلويښتم اصل

د خدای له صفتونو څخه يو((صدق)) دے يعنی خدای په خپلو کارونو کښې رښتونے دے او د هغه په خبرو کښې د دروغو څه ځای نشته.

د دې خبرې دليل هم روښانه دے ځکه چې دروغ د جاهلانو، نيازمندانو، عاجزانو او ډارونو عادت دے او خدای له دې ټولو صفتونو پاک دے بلکې داسې به ووايو دروغ ويل قبيح او بد دي او خدای له بدکاره پاک او منزه دے.

يو څلويښتم اصل

د خدای له کمالی صفتونو يو صفت حکمت دے لکه څنګه چې حکيم د هغه له نومونو يو نوم دے د خدای د حکيم والي مطلب دا دے چې:

1-     د خدای کارونه ډير فکر او کمال لري.

2-    خداي پاک هيڅکله ناروا او عبث کار نه کوي.

د لومړۍ معنی شاهد د خلقت دا حيرانوونکے نظام دے چې د خلقت لويه ماڼۍ يې په ښه طريقه ودرولې ده لکه چې فرمايي: صُنْعَ اللَّهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْءٍ (نمل/88) د هغه خدای خلقت چې هر څه يې ښه محکم پيدا کړي دي.

د دويمې معنی شاهد دا دے چې فرمايي: وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاء وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَاطِلًا (ص/27) او مونږ آسمان ځمکه او څه چې د دې دواړو تر مينځ دي باطل(عبث) نه دي پيدا کړي.

له دې ورتير خدای مطلق کمال دے نو بايد د هغه فعل هم له کماله ډک وي او له عبث او فصولۍ پاک وي.

سرچینې

[1] . د شيخ صدوق د توحيد کتاب، 137 مخ، 10 باب، 9 حديث.

[2] . د شيخ صدوق، د توحيد کتاب،  9 باب، 15 حديث.

[3] . د شيخ صدوق، د کتاب توحيد، 133 مخ،  9 باب،  9 حديث.

[4]-اصول کافی، 1 ټوک، 109 مخ.

[5] – نهج البلاغه، 184 خطبه.

[6]-د شيخ صدوق د توحيد کتاب، 223 مخ، د القرأن ما هو باب، حديث.