د توحيد دوهم قسم: په تشريع کښې تدبير

د توحيد دوهم قسم: په تشريع کښې تدبير

مترجم: محمد رحیم درانی

لکه څنګه چې په تکوينی کارونو کښې يوازې خدای مدبر دے او د جهان پيدايښت او د انسان ژوند د هغه په لاس دے هم دا رنګ هر هغه کار چې له تشريع سره تعلق لري ټول د خدای په اختيار کښې دي لکه حکومت او حاکميت، قانون جوړول او مقررول، اطاعت او فرمانبرداري، شفاعت او د ګناه بخښل او نور…

او هيڅوک بې د هغه له حکمه په دې کښې د لاس وهنې حق نه لري له همدې وجې په حاکميت کښې توحيد او په تشريع او اطاعت کښې توحيد، په تدبير کښې د توحيد له څانګو ګڼل کيږي.

له همدې وجې که پيغمبر(ص) په مسلمانانو باندې حاکم ټاکلے شوے دے دا ټاکل د خدای په اجازت شوي دي، همدا وجه ده چې د هغه پيروي د خدای د پيروي په شان لازمه ده بلکې د هغه اطاعت بالکل د خدای اطاعت دے، الله پاک فرمايي: منْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ (نساء/80)

چا چې د پيغمبر(ص) پيروي وکړه نو هغه د خدای پيروي وکړه. او همدا رنګ فرمايي: وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلاَّ لِيُطَاعَ بِإِذْنِ اللّهِ (نساء / 64) ما يو رسول هم نه دے راليږلے مګر د دې لپاره چې د خدای په حکم د هغه اطاعت او پيروي وشي. نو که د خدای حکم او اجازت نه وے نو پيغمبراکرم(ص) نه حاکم ؤ او نه يې پيروي لازمه وه او په حقيقت کښې د هغه حکومت او اطاعت د خدای د حکومت او اطاعت څرګندونه ده.

دا به هم ووايو چې کله د دندې او حکم روښانول، د ربوبيت له خوا دي نو هيڅوک حق نه لري چې بې له خدای له حکمه بل حکم او فيصله وکړي: وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ (مائده / 44) او څوک چې د هغه څه مطابق حکم و نه کړي کوم چې خدای نازل کړي دي نو، هم هغوي کافران دي.

همدا رنګ شفاعت او د ګناهونو بخښل يوازې د خدای حق دے او د هغه له اجازته پرته هيڅوک شفاعت نه شي کولے، لکه څنګه چې فرمايي: مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِنْدَهُ إِلاَّ بِإِذْنِهِ (بقره / 255) څوک دي چې د هغه په نزد د هغه له اجازته پرته شفاعت وکړي. همدا رنګ فرمايي: وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى (انبياء / 28) دوي شفاعت نه شي کولے مګر د هغه چا لپاره چې خدای وغواړي.

دې ته په پام سره، د جنت او بخشش د ټکټ اخستل او خرڅول په دې خيال چې د بې له خدايه بل څوک جنت خرڅ کړي يا د آخرت له عذابه څوک بچ کړي لکه څنګه چې په عيسايانو کښې رواج دے، يو بی بنياده کار دے لکه چې فرمايي: فَاسْتَغْفَرُواْ لِذُنُوبِهِمْ وَمَن يَغْفِرُ الذُّنُوبَ إِلاَّ اللّهُ (ال عمران / 135)

هغه څه ته په پام سره چې وويل شول يو خدای منونکے موحد سړے بايد د شريعت په کارونو کښې خپل مرجع او مدبر يوازي خدای وګڼي مګر دا چې خدای پخپله يو کس د مشرۍ او د حکمونو د بيانولو لپاره وټاکي.

 

درې ديرشم اصل

په عبادت کښې توحيد په ټولو آسمانی دينونو کښې مشترک اصل دے او په بله معنی د پيغمبرانو د راليږلو اصلی هدف دا و چې خلکو ته دا اصل ورياد کړي، لکه چې فرمايي: وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولاً أَنِ اعْبُدُواْ اللّهَ وَاجْتَنِبُواْ الطَّاغُوتَ (نحل / 36) په هر امت کښې مو يو پيغمبر مبعوث کړ چې خلکو ته ووايي د خدای عبادت وکړئ او د طاغوت له عبادته ځان وساتئ. ټول مسلمانان په لمانځه کښې د وحدت ګواهی ورکوي او وايي: إِيَّاكَ نَعْبُدُ (الفاتحه / 5)

دې ته په پام سره دا خبره ټول منی چې بايد يوازې د خدای عبادت وشي او د نورو له عبادته ځان وساتلے شي او څوک پکښې څه اختلاف نه لري که څه اختلاف دے نو هغه د ځينو کارونو په هکله دے چې آيا د داسې کارونو کول د خدای نه بغير د بل چا عبادت ګڼل کيږي که نه؟ په دې هکله د يوې قطعی فيصلې لپاره بايد د عبادت منطقی تعريف وکړو او هغه عمل چې ورته عبادت ويلې کيږي له هغه عمله چې د عزت او احترام لپاره کيږي، جدا کړو.

په دې کښې څه شک نشته چې د مور پلار، انبياؤ او اولياؤ عبادت حرام او شرک دے او د هغوي احترام او عزت کول لازم او عين توحيد دے وَقَضَى رَبُّكَ أَلاَّ تَعْبُدُواْ إِلاَّ إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا(اسراء / 23)

اوس بايد دا وګورو چی کوم څيز دے چې هغه عبادت له احترامه جدا کوي او وګورو چې يو عمل په ځينو ځايونو کښی عين توحيد دے (لکه حضرت أدم (ع) ته د پرښتو سجده يا حضرت يوسف(ع) ته د دروڼو سجده) او په بل ځای کښې هماغه عمل شرک او بت پرستي ده (لکه بتانو ته سجده کول) د دې پوښتنې ځواب له هغې بحثه چې په ربوبيت کښې د توحيد په هکله تير شو روښانيږي.

عبادت او پرستش (چې نورو ته کول يې منع دي) دا دے چې انسان يو موجود ته خضوع وکړي (ټيټ شي) په دې عقيدې سره چې د انسان تقدير يوازې د هغه په لاس دے يا ځينې برخې يې د هغه موجود په لاس دي او په بله ژبه به دا ووايو چې د جهان او انسان رب او مالک هغه دے.

خو که انسان د يو موجود عزت په دې نيت وکړي چې هغه د خدای نيک بنده دے او د فضيلت او برکت څښتن دے او له انسان سره نيکي کوي نو دې عمل ته عزت او احترام وايي نه عبادت. که حضرت أدم (ع) ته د پرښتو سجده او همدا رنګ حضرت يوسف ته د حضرت يعقوب (ع) او د هغه د زامنو سجده شرک او عبادت نه و نو سبب يې همدا ؤ چې دغه خضوع او احترام د بندګۍ په نيت ؤ خو د حضرت أدم (ع) او حضرت يوسف (ع) دا کرامت او بزرګی له خدايه وه نه دا چې هغوي يې خپل رب او پروردګار ګڼل.

دې قاعدې ته په پام سره مونږ د اولياؤ قبرونو ته د مسلمانانو احترام او عزت په هکله هم قضاوت کولے شو او روښانه خبره ده چې د پيغمبر(ص) د زوکړې په ورځ د هغه مقدس قبر ښکلول او خوشحالي کول هيڅکله شرک نه دے، بلکې له هغه سره د محبت څرګندونه ده او په هغه باندې د ربوبيت اعتقاد نه دے چې شرک ترې نه جوړ شي.

همدا رنګ ټولې نورې مسئلې چې احترام ګڼل کيږي لکه د خدای د اولياؤ په شان کښې شعرونه يا مرثيې ويل، د هغوي أثار ساتل، د هغوي په قبرونو باندي ګنبد جوړول او نور…… دا ټول نه شرک دے او نه بدعت. شرک ځکه نه دے چې مطلب يې له هغوي سره مينه او محبت دے نه د هغوي د ربوبيت عقيده، او بدعت ځکه نه دے چې دا عملونه په قرآن او حديث کښې راغلي دي چې هماغه د پيغمبر(ص) له کورنۍ سره محبت او مودت دے او د هغوي د زوکړې په ورځ خوشحالي يا د شهادت په ورځ غم دواړه له هغوي سره د محبت او مينې څرګندونه ده (د دې وضاحت به د بدعت په برخه کښې راشي)

د دې په مقابل کښې بتانو ته د مشرکانو سجده ځکه شرک دے چې هغوي د بتانو د ربوبيت عقيده لرله، د جهان په ټولو يا ځنيو کارونو کښې هغوي ځانونه، خدايان ګڼل او دا یې ويل چې د انسانانو تقدير د هغوي په لاس دے مشرکانو لږ تر لږه عزت، ذلت، بخشش او شفاعت د هغوي په لاس ګڼل.

سرچینې

[8] . يونس / 18،  فرقان / 55.

[9] . بقره / 21، ابراهيم / 30، سبا / 33، زمر / 8، فصلت / 9.