د (بدعت) تعریف

د بدعت تعریف

 

“بدعت” په لغت کښې نوي کار ته ويلے شي چې له دې وړاندې نه وي شوے چې د کوونکي لپاره يو ډول کمال او ښکلا حسابيږي،

د خدای له صفتونو يو صفت “بديع” دے؛

بَدِيعُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَإِذَا قَضَى أَمْراً فَإِنَّمَا يَقُولُ لَهُ كُن فَيَكُونُ (بقره/117) د بدعت اصطلاحی مطلب دا دے چې انسان په شريعت کښې يو داسې څيز ننباسی چې په شريعت کښې نه وي. او د بدعت له ټولو لنډ تعريف دا دے: ادخال ماليس من الدين فی الدين.

په دين کښې بدعت راوستل له لويو ګناهونو څخه دے او د هغې په حراميدو کښې څه شک نشته. پيغمبر(ص) وفرمايل: کل محدثة بدعة و کل بدعة ضلالة و کل ضلالة فی النار”[1] د بدعت په هکله تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د بدعت د مفهوم جامع الافراد او مانع الاغيار تعريف وشي او بيان شي چې له غير بدعت سره يې فرق وشي په دې لړ کښې د بدعت د حقيقت د پوهيدو لپاره بايد دوو مطلبونو ته پام وکړو.

1- بدعت ، په دين کښې يو ډول تصرف (لاس وهل) دي يا په شريعت کښې د څه زياتول يا ترې کمول. په دې اساس نوي ايجادات چې له دين سره څه اړه نه لري هغه بدعت نه دي او عامه مسئله ده(که څه هم پکښې دا شرط شته چې هغه نوے څيز په شرعې کښې حرام نه وي) د مثال په توګه، انسانان د خوراک او اوسيدو لپاره هميشه نوي نوي څيزونه جوړوي په تيره بيا زمونږ په اوسنۍ زمانه کښې د ژوند ډيرې طريقې او وسيلې بدلې شوي دي ، او د بيلګې په توګه د ورزش او تفريح لپاره ډير نوي نوي څيزونه جوړ شوي دي. څرګنده خبره ده چې دا ټول بدعت(نوښت) دے، خو په شريعت کښې له بدعت سره څه اړه نه لري، خو يوازې هغه څه چې مو وويل د هغې د حلال والي شرط دا دے چې د دينی احکامو مخالف نه وي. مثلاً د ښځو او سړيو بې پردې په يو محفل کښې جمع کيدل، چې د لويديځ فاسده ډالۍ ده، حرام دي، خو بدعت نه دے. ځکه چې کوم کسان په دا رنګ محفلونو کښې ګډون کوي هغوي پکښې په دې نيت ګډون نه کوي چې دا کار د شرعی له مخی روا شوے دے، بلکه په دې نيت چې دا کار که څه هم د شرعی مخالف ګڼي خو د بې پامو او د خوند لپاره په کې ګډون کوي هم دا سبب دے چې کله د داسې کسانو خپلې غلطۍ ته پام شی نو توبه وکړی او کلکه اراده وکړی چې نور به په دا رنګ محفلونو کښې ګډون نه کوی.

سرچینې

[1] . بحارالانوار، 2/263،مسنداحمد،4/126-127.