دجومات له سنى امام سره يوه خوندوره مناظره

محمد تیجانی: دجومات له سنى امام سره يوه خوندوره مناظره

ډاكټر سيد محمد تيجانى وائى:د جمع صلاتين مسْله مى په تيونس كى له ځينو دوستانو او عالمانو سره وڅيړله ، چې ځينې د مسلې په سموالى پوه شول او دا خبره يې د “قفصې”  جومات د امام غوږ ته ورسوله امام پدي خبره خفه شو او  وې ويل: څوك چې دا خيال كوى نو نوی دين يي راوړی دی چې له قران مجيد سره مخالف دی ځكه چې قران مجيد فرمائى

 

ان الصلواه كانت على المومنين كتابا موقوتا “په تحقيق سره نمونځ په مومنانو باندې په ټاكل شوى وخت كى مقرر شوی دی” (سوره نساء ايت 103)

او د جومات امام ته چې څه په خوله ورتلل به خبره پوه شويوكسانو ته يې بدي ردې وويلى۔

په دوى كې د لوړو زده كړو خاوند او زما هوښيار ملـګری ماته راغی او تيره قيصه يې راته وكړه ما ورته صحيح مسلم  او صحيـح بخارى وركړل چې د جمع صلاتين مسْله پكې ولولى لـه لوستې نه وروستو د مطلب په سموالى ورسيد او د  معمول مطابق يې د جومات د امام په نمانځهْ كى برخه واخيسته او له نمانځهْ وروستو د جمـع صلاتين په باب يې ترې تپوس وكړ۔

د جومات امام: دا كار د شيعه وْ له بدعتونو څخه دی۔

زما دوست: دا مسئله خو صحيح بخارى او صحيح مسلم كې راغلى ده۔

د جومات امام: نه، په دى كتابونو پسې دا خبره تړل ناروا كار دی۔

زما دوست كتابونه وروښودل او د “جمع صلاتين” باب يې ولوست او چې كله د مقتديانو په مخكې له حقيقت سره مخـامخ شو نـو كتابونه يې بند كړل او  زما دوست ته يې بيرته وركړل او وې ويل: “د ددو نمونځونو په يوځای كولو جواز يوازى په  رسول الله (ص) پورى اړه لرى او ته چې كله د خدای رسول شى؛ نو هغه وخت به ستا لپاره هم دا كار جائز وى

زما دوست: “د امام له ځوا به دى پـوه شوم چې هغه يو بې علمه متعصب دی او لـه هغې ورځى نـه مې قسم وخوړ چې نمونځ به ورپسې ونكړم (1)

دلتـه مناسبه ده چې يوه قيصه تيره كړو، وائې چې دوه ښكاريان يه ښكار پسى ميرې ته لاړل هلته يې له لرې يو تور څيز وليد يو وويل چې كارغهْ دی او بل وويل چې توره چيلة ده او خپلـوكـى يـې مخالفت شروع كړ او هر يو د خپلې خبرې په سموالى ټينګ ودريد  كله چې تور څير ته نزدې شول، نو وې ليدل چې كارغه و ْاو له ويرې والوت۔