د الهي دينونو له پيروانو سره ګډ ژوند

د الهي دينونو له پيروانو سره ګډ ژوند

 

سره له دې چې مونږ اسلام په دې زمانه کې د خدای يوازيني رسمي دين ګڼو خو باوري يو چې بايد د نورو آسماني دينونو له پيروانو سره ګډ سوله ايز ژوند ولرو،که…

هغوي په اسلامي هيوادونو کې ژوند کوي او که په نورو هيوادونو کې، مګر په هغوي کې هغه کسان  چې له اسلام او مسلمانانو سره جګړه  او نښته وغواړي: «لا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ؛ خدای تعالی تاسو له هغو کسانو سره له نيکۍکولو او له هغوي سره په عدالت سره له چلند کولو نه منعې کوي چې د ين په خاطر يې له تاسو سره جګړه ونه کړه او تاسو يې له کور او وطنه ونه باسلئ، ځکه چې خدای تعالی عدالت کوونکي خوښوي.»[1]

شیعه عقيده لري چې: په منطقي بحثونو سره د اسلام حقيقت او تعليمات د نړې نورو خلکو ته ښکاره او بيانولی شو، مونږ د اسلام جاذبه دومره قوي ګڼو چې که په ښه طريقه بيان شي، زياتې ډلې ځانته متوجې کوي، په تيره بيا په نننۍ نړۍ کې چې د اسلام د پيغام د اوريدلو لپاره اوريدونکي غوږونه ډير زيات دي. په همدې دليل مونږ عقيده لرو چې بايد اسلام  په زور او د جبر او فشار له لارې په نورو ونه تپل شي: «وَمَثَلُ الَّذِينَ يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمُ ابْتِغَاءَ مَرْضَاةِ اللَّهِ وَتَثْبِيتًا مِنْ أَنْفُسِهِمْ كَمَثَلِ جَنَّةٍ بِرَبْوَةٍ أَصَابَهَا وَابِلٌ فَآتَتْ أُكُلَهَا ضِعْفَيْنِ فَإِنْ لَمْ يُصِبْهَا وَابِلٌ فَطَلٌّ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ؛ د دين په قبلولو کې په چا زور نيشته ځکه چې سم له ناسم ښکاره شوي دي»[2]

شیعه عقيده لري چې: د اسلام په جامعو اوامرو د مسلمانانو عمل کول د اسلام د معرفي کولو لپاره يو بل عامل کيدې شي نو زور او تپلو ته ضرورت نيشته.

 

[1] . ممتحنه سوره ۸ ايت

[2] . بقره سوره ۲۵۶ آيت