اسلامي عبادتونه

اسلامي عبادتونه

ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازی

مونږ په هغو ټولو عبادتونو چې قرآن او سنت پرې تاکيد کړی دی معتقد او..

پابنديو، لکه پينځه وخته لمونځ چې له خالق سره د مخلوق تر ټولو لويه رابطه ده، او د رمضان مبارک د مياشتې روژې چې د ايمان د مضبوتولو، د نفس د تزکيې او له هوی پرستۍ سره د مقابلې لپاره تر ټولو غوره وسيله ده.

مونږ د خداي د کور حج چې د تقوا او د مينې د مزيو د ټينګولو تر ټولو اغيزمنه وسيله او د مسلمانانو د عزت سبب دی په عمر کې يو ځل په استطاعت لرونکو کسانو واجب ګڼو او د مال زکات، خمس، امر بالمعروف او نهي عن المنکر او په اسلام او مسلمانانو د يرغلګرو په وړاندې جهاد هم له مسلمو او قطعی واجباتو ګڼو.

که څه هم د دغو چارو په جزيياتو کې زمونږ او ځينو نورو فرقو په منځ کې ځينې توپيرونه شته لکه څرنګه چې د اهل سنتو څلور مذهبونه د عباداتو وغيره په احکامو کې له يو بل سره فرقونه لري.