د نړۍ نظام تر ټولو ښه نظام دی

د نړۍ نظام تر ټولو ښه نظام دی

ليکوال: حضرت آية الله  مکارم شيرازي

 

مونږ باوري يو چې د هستۍ نظام تر ټولو  غوره نظام دے يعنې د نړۍ اوسني واکمن نظم تر ټولو غوره نظم دی چې…

د يوې نړۍ لپاره ممکن کيدی شي. هر څه په حساب کتاب دي او هيڅ يو څيز د حق عدالت او نيکۍ په خلاف نه دی او که په ا نساني ټولنه کې کومې بدۍ ليدل کيږی پخپله د انسان له لوري دي.

تکراروم چې مونږ عقيده لرو چې: الهی عدل د اسلامي نړۍ ليد يوه اصلی ستنه ده، او له هغه پرته د توحيد نبوت او قيامت چارې هم په خطر کې لويږي ـ دقت وکړئ.

په يو حديث کې لولو چې امام صادق(ع)له دې وروسته چې ټينګار يې وکړ : إِنَّ أَسَاسَ الدِّینِ اَلتَّوْحِیدُ وَ الْعَدْلُ، د دين اساس او بنياد توحيد او عدالت دی، زياته کړه: أَمّا التّوحِيدُ فَأَنْ لا تُجَوِّزَ عَلى رَبِّك ما جازَ عليكَ ، وأَمّا العَدْلُ فَأَنْ لا تَنْسبَ إلى خَالِقِكَ ما لاَمَكَ عَلَيْهِ؛ توحيد دا دے چې هغه څه چې پر تا روا دي پر خدای يې روا نه کړې(او هغه له ټولو ممکنه صفاتو پاک او سپيڅلی وګڼې) او عدل دا دی چې په خدای پورې داسې عمل ونه تړې چې که ته يې پخپله  وکړې نو تا پرې ملامته کړي ـ دقت وکړئ .[11]

یاداښتونه

[11]. بحا ر الانوار،۵  ټوک ۱۷ مخ حدیث ۲۳