د انسان آزادي

د انسان آزادي

ليکوال: حضرت آية الله مکارم شيرازي

 

و بيا مونږ عقيده لرو چې خداى تعالى انسان ازاد پيدا کړى دى. د انسان کارونه د هغه په اراده او اختيار دي ځکه چې که انسان په خپل کار کې مختار او واکمن نه وي يعنې مونږ د انسانانو په عملونو کې د جبر قائل شو،

د بدکارو سزا کول ښکاره ظلم او بي عدالتي او بی انصافي ده او د نيکانو انعام او جزا چټي او بې دليله کار دى، او داسې کار په خداى تعالى محال دى.(ځکه چې که بد کار کوم هم مجبور یم او که خه کار کوم هم مجبور یم نو په دی که زما اختیار او اراده پاتې نه شوه او سزا او جزا باید ازاد کس ته ورکړلې شي)

لنډه دا چې: د عقلي حسن او قبح او د ډير حقائقو په تشخيص کې د انسان د فکر او عقل د استقلال منل د دين او شريعت د انبياوو د شريعت او آسماني کتابونو د منلو  اصلي ستنه ده. خو لکه څرنګه چې وويل شول د انسان درک او پوهه محدوده ده، او يوازې په دې وسيله نه شي کولى ټول حقائق چې د هغه په تکامل او نيکمرغۍ کې پورې اثر لري، درک کړي (ورباندې پوه شي) او له همدې امله د انبياوو بعثت او آسماني کتابونو ته ضرورت لري.