د اسلام د لومړي وختونو د مجاهدانو عبادي خصوصیات

د اسلام د لومړي وختونو د مجاهدانو عبادي خصوصیات

1 لمانځه ته اهمیت ورکول

لمونځ د عبادتونو تر مینځ له ټولو مهم عبادت دی او په اسلام کښې د دې لوړ مقام په هیچا باندې پټ نه دی. د اهلبیتو علیهم السلام په روایتونو کښې د اسلام د سر په توګه، او د دین د خیمې د ستنې په توګه او د الله ته تقوا دارو د نزدی کیدو د سبب په توګه یادی شوی دی. پام سره لمونځ کول الله تعالی سره د رابطې سبب دی؛ د ګناهانو په مخ کښې یو دیوال دی او د ګناهونو د وینځلو او د مغفرت وسیله ده. لمونځ په انسان کښې غرور وژني او هغه ته مرګ او قیامت وریادوي او له ګناهونو يې منعې کوي.

الله تعالی له مومنانو غواړي چې کله په سختۍ کښې ګېر شي نو د ولاړتیا سره سم له لمانځه مرسته وغواړي. د اسلام د لومړيو وختونو مجاهدانو د الله تعالی دا حکم ښې طریقې سره منلی و او عمل يې پرې کړی و. هغوي به د جنګ په سختو کښې لمانځه ته پناه وړه او خشوع او خلوص سره رکوع او سجود سره به يې خپل روح مزبوتوه.

کله چې پیغمبر(ص) له غزوه دات الرقاع راستون شو نو دوه فوځیان چې نامې یې «عباد» او «عمار» وې د هغې درې د راتلو په لاره په حفاظت وګمارل چې په کښې مسلمانانو دمه کوله. عباد د شپې له تیارې ګټه واخسته او خدای سره په راز او نیاز او لمانځه اخته شو. دغه وخت کښې د غطفان قبیلې یو کس چې په مسلمانانو پسې و، د یوه پټ ځان نه د عباد په پښې غشې وویشت. عباد الله تعالی سره په مناجاتو کښې دومره غرق و چې د غشي د درد احساس ورته کم وشو او غشې يې به پښې راوباسه او خپل عبادت ته يې ادامه ورکړه. هغه غطفانی سړي څو څو ځلې غشي وویشتل تر دې چې عباد مجبور شو لمونځ يې ختم کړ او عمار يې راویخ کړ، کله چې عمار عباد ولید نو د عمار حالت بدل شو او د اعتراض په لهجه کښې يې وویل: ولې دې زه اول کښې نه راویخولم؟ هغه زخمی ملګري ورته وویل: «زه خپل خدای سره په مناجاتو بوخت وم او د قرآن د یو سورت تلاوت مې کاوه چې یو غشې راباندې ولږید د مناجاتو خوند دومره و چې زه يې له دې منعې کړم چې لمونځ مات کړم. که چرې پیغمبر(ص) زه د دې درې په ساتلو نه وې ګمارلی نو هیڅکله مې خپل لمونځ نه ماتولو او کوم سورت چې مې تلاوت کاوه هغه مې نه پریښود او خپل ځان به مې الله تعالی سره په مناجاتو کښې قربانوه له دې وړاندې چې لمونځ پریږدم»

2 دعا او مناجات

دعا او مناجات د اسلامی د قانون له ضروریاتو دي او د توحید د نظام له تړلي رکنونو دي؛ هغه عبادت چې له زړه وي او لمونځ او قرآن چې مړه زړونه ژوندي کوي؛ دا په مخلوقاتو باندې د الله تعالی یو لوی احسان او پېرزوینه ده چې هر یو موجود په هره زمانه او وخت کښې خپل معبود او خپل خدای به هره ژبه یادولی شي. او الله تعالی هم د هغه دعا او غږ قبلوي. د الله تعالی په لاره کښې جهاد یو له هغه څیزونو دی چې الله تعالی سره ټینګه رابطه غواړي؛ د دې رابطې لاره او وسیله هغه الله سره مناجات، دعا او راز و نیاز دي ځکه چې دې سره د انسان روح د ظلم او ګناه په مقابله کښې ویخیږي او الله تعالی باندې يې توکل زیاتیږي او د مجاهدانو میړنتیا او توان هم زیاتوي.

د الله د لارې مجاهدان چې کله دښمن سره په مقابله کښې شي نو ډېرې عاجزۍ سره د الله په درګاه کښې لاسونه اوچتوي او د قرآن د وینا مطابق له خپل خدایه، ولاړتیا او د روح مزبوتیا او بریالي غواړي. د بدر په جنګ کښې کله چې د اسلام جنګیالو د اسلام دښمنان له ځانه زیات طاقتور ولیدل نو راغونډ شول او په دعا اخته شول او ویې ویل: ای زمونږ خدایه! مونږ په دښمنانو باندې بریالي کړه، او الله تعالی هم هغوي سره مرسته وکړه.

مسلمانانو مجاهدانو به دعا سره خپل زړونه تازه کول او له خدایه به يې مرسته غوښتله او غیبي امداد به هم ورسره کیده. که مونږ د اسلام د لومړیو وختونو جنګونو ته یو نظر وکړو نو دا روښانیږي چې پیغمبر(ص) به هم د جنګ په میدان کښې خلوص سره د الله په حضور کښې مناجات کول او د الله غوښتی احساسات به يې د دعا په ژبه بیانول.

3 قرآن سره مینه

قرآن مجید د الله تعالی کتاب او د انسانانو الله ته رسیدلو لپاره یو پيغام دی؛ د دنیا په تیارو کښې د انسانانو لپاره د هدایت څراغ او د بشریت لپاره د حکیم خدای له خوا د شفا یوه نسخه ده. ټول قرآن د الله ذکر او یاد دی او د هغې تلاوت او په کښې غور او فکر کول انسان ته الله وریادي.

د جنګیالو قرآن مجید سره مینه د جنګ په میدان د الله د یادولو یو مثال و. هغوي به د قرآن مجید تلاوت سره خپل تږي زوړنه د الله په یاد سره خړوبول او خپل روح به يې د الله په لور الوت لپاره سپکاوه.

دغه بې ساري جنګیالو به د قرآن مجید تلاوت سره الله تعالی سره راز او نیاز کاوه او د قرآن په حکمونو باندې عمل سره به يې د خپل ځان لپاره د دنیا او آخرت بریالي او ګټه ترلاسه کوله.