د اسلام د لومړي وختونو د مجاهدانو اعتقادي خصوصیات

د اسلام د لومړي وختونو د مجاهدانو اعتقادي خصوصیات

1-1 ایمان

ایماند د دینی عقیدو د ټولو وړاندې او د ټولو معنویاتو جرړه ده. ایمان د اخلاقو په لاره کښې بنسټیز قدم او د انسان ارزښتونو پرتله او الله تعالی سره د وصل کړۍ ده. ایمان د توان، قدرت، میړنتیا، ولاړتیا، توکل او په ځان د باور سرچینه او د په ستونزو کښې د بریالیتوب لپاره یو لوی لامل ګڼل کیږي.

دې ته په پام چې د دفاع اصل سبب الله تعالی باندې ریښتونې باور او هغه سره عشق او اعتقاد سره په لاس راځي، نو همدا لامل د مجاهد انسان په زړه کښې د ولاړتیا او جنګ توان اچوي. باید دا خبره ومنو چې په یوه ټولنه کښې د دفاع کلتور په الله تعالی باندې پوخ باور او ایمان او توکل سره پیدا کیږي.

د اسلام د لومړیو وختونو مجاهدانو دغه خصوصیت او دغه وسله درلوده او همدا ایمان د دې سبب کیده چې هغوي يې په ډول ډول جنګونو کښې بریالي کړو او د دې په ځای بل هیڅ یو لامل نه شو کیښودی. د اسلام مجاهدان که څه هم په ډېرو جنګونو او غزو او سریو کښې د شمار له مخې کم و او وسلې ورسره کمې وې خو په الله تعالی باندې ایمان او باور هغوي د کفر په لښکریانو باندې بریالي کړل. حضرت امام خمینی (ره) د اسلام د لومړيو وختونو مجاهدانو د بریاليتوب اصلی راز په الله تعالی باندې ایمان کښې ښودلی دی.

د ویلو ده چې لکه څنګه په الله تعالی باندې کلک ایمان د بریالیتوب سبب دی همدارنګ د ایمان کمزوري د ماتی او ناکامۍ سبب دی. لکه څه رنګ چې د احد به غزا کښې د مسلمانانو د ایمان کمزوري د هغوي د ماتی او د کافرانو د بریا او د خدای د رسول(ص) د اویاو یارانو د شهادت سبب شوه.

د اسلام لښکریانو مزبوته عقیده لرله او د هغوي ولاړتیا او مزبوتیا د همدې مزبوت ایمان له سببه وه. دا د ایمان طاقت و چې هغوي یې دې ته اړباسل چې هر ډول خپلولي هېره کړي او د خپلوانو مقابلې ته ودریږي. حضرت امام علی(ع) په نهج البلاغه کښې فرمايي: و لقد کنا مع رسول الله صلی الله علیه و آله، نقتل آباءنا و ابنائنا و اخواننا و اعمامنا؛ ما یزیدنا ذلک الا ایماناً ….

مونږ له رسول الله(ص) سره د خپلو پلارانو، زامنو، وروڼو، ترونو په مقابله کښې وجنګیدو او دغې خپلولۍ به مونږ نه خپه کولو بلکې زمون ایمان به ورسره زیاتیده.

له غزوه بنی مصطلق وروسته، د عبدالله ابن ابی (د منافقانو مشر) زوې د خدای رسول(ص) ته راغی چې د خپل پلار د قتل اجازت واخلي ځکه چې د اسلام په لښکر کښې يې فتنه جوړه کړې وه، خو د رحمت پيغمبر(ص) هغه ته وفرمایل: «مونږ هغه سره نرمي کوو» بیشکه چې یواځې د ایمان نور به د دې سبب کیده چې د اسلام د لومړیو وختونو مجاهدان د ارزښتونو لوړې درجې ته ورسي او د اسلام د تل پاتی والي لپاره له خپلو خپلوانو تېر شي.

2-1 توکل

په الله تعالی باندې توکل له هغه ارزښتناکو څیزونو دی چې قران مجید په ځلونو مسلمانانو لښکریانو ته د هغې سپارښتنه کوي. توکل له ایمانه راوتلی او د مومن انسان پوهې پورې تړلی دی، هر څومره چې د یو کس ایمان او معرفت او پوهه زیاته وي نو هم دومره به يې په الله باندې توکل مزبوت وي.

کله چې یو مسلمان جنګیالې خپل زړه خدای ته وسپاري او خدای پاک سره خپله رابطه مزبوته کړي نو د هغه اراده او توان دومره زیاتیږي چې هیڅ یو طاقت ته نه تسلمیږي. شهید مطهری په دې هکله لیکي: «جهار او توکل د یو بل بشپړوونکي او مکمل کوونکي دي. جهاد د دې لپاره چې د حق مرسته او ملاتړ ورسره وشي او په جهاد کښې توکل د دې لپاره دی چې الله تعالی د انسان ملاتړ او ملګرتیا وکړي».

په الله باندې توکل د اسلام د لومړي وختونو مجاهدانو په ژوند کښې یو ډېر مهم اصل و. مسلمانانو جنګیالو به په خپلو پاکو جهادونو کښې خپل ټول کوشش دا کاوه چې خلوص سره کار وکړي او بریا او مرسته به يې ټوله د الله له خوا ګڼله او یواځې په هغه به يې توکل کاوه او د الله تعالی د قدرت په وړاندې به يې ټول طاقتونه هیڅ ګڼل.

د اسلام د مجاهدانو امام او مشر، حضرت امام علی(ع)، د حق محاذ د جنګیانو د میړنتیا او بهادرۍ راز په الله باندې توکل کښې ګڼلی دی. په الله باندې توکل د اسلام میړنو جنګیالو ته په ولاړتیا کښې یو لوی عظمت او سرلوړي ورکوي. کمې وسلې سره، د یو داسې دښمن په وړاندې ولاړتیا چې له وسلې ډک وي بې له دې نه ممکن نه وه چې په الله باندې ایمان ولرې او په هغه توکل وکړې. په الله باندې توکل او له هغه مرسته غوښتل اسلامی جنګیالو ته یو نوې روح ورکوي او کافرانو په زړونو کښې د ماتې او ناکامې وېره اچوي.

د «حمرا الأسد» تاریخي پیښه کښې د اسلام د مجاهدانو په خدای باندې د توکل رول روښانه کوي. د احد په جنګ کښې مسلمانانو ډېر شهیدان پریښودل او زخمي او پرژلي بدنونو سره ستانه شول خو ابوسفیان په دې پسې و چې مسلمانان ټول له منځه یوسي. له همدې سببه پيغمبر(ص) ته الله تعالی خوا حکم وشو چې زخمیانو سره په دښمن پسې شي. د پیغمبر(ص) په حکم باندې زخمیان چې په کښې دوه روڼه هم وو د دښمن د لښکر په لور روان شول. له دې سببه چې په دې دوو وروڼو کښې د یوه حالت ښه و دویم ورور هغه په شا سپور کړ چې ځان د پیغمبر(ص) ملګرو ته ورسوي او د پیغمبر(ص) غږ ته لبیک ووایي. بیشکه چې د اسلام د لومړيو وختونو مجاهدان داسې خدايي سړي وو چې د ناروغۍ له بسترې، د وینو ډکو بدنونو سره به میدان ته وتل چې د الله د دین او خپل لارښود مرسته وکړي. دغه زخمیانو په داسې حال کښې د خپل لارښود غږ ته لبیک وویل چې شیطان صفته منافقانو هغوي د ابوسفیان لښکر سره له مقابلې ویرول خو دې نه ستړی کیدونکو مجاهدانو په خدای باندې دومره توکل لرلو چې د هغوي وسوسو د دوي په ارادې کښې هیڅ کمې رانه وسته بلکې ایمان يې ورسره زیات شو او د منافقانو شیطانۍ ته يې خله ماتی ځواب ورکړی او د «حسبنا الله و نعم الوکیل» غږونه يې وکړل؛ یعنی مونږ یواځې خدای پسې زړه تړلی دی او هم هغه راته کافی دی. د دې مجاهدانو د ایمان او توکل دې حد د ابوسفیان د لښکریانو په زړه کښې وېره واچوله چې تیښته يې له ولاړتیا غوره ګړه او د اسلام دین او مسلمانان له یوې لویې خطرې په امان کښې پاتی شول.

3-1 اخلاص

په نیت او عمل کښې له ټولو مهم شی اخلاص دی. اخلاص یعنی نیت صفا کول یعنې بې له خدایه له هر څه زړه پرې کول او کار یواځې د الله تعالی لپاره ترسره کول. له همدې سببه اخلاص ته د عملونو روح او باطن ویل کیږي او د انسان د معنوي شخصیت اصلي عامل او د لویو کارونو د ترسره کولو د توفیق لپاره سرچینه ګڼل کیږي.

په قرآنی کلتور کښې، د ښو عملونو اجر د نیت په خالص شونې سره تلل کیږي. ځکه چې نیک عملونه یواځې د اخلاص په سبب د الله په لور تللی شي او الله تعالی یواځې خالص عمل له انسانانو خوښوي او قبلوي.

د اسلام د لومړیو وختونو مجاهدانو دا خصوصیات لرل. د هغوي دفاع او د جهاد له دې سببه د ستایلو دی چې هغه «فی سبیل الله» یواځې د الله د رضا لپاره وه.

مخلص مجاهدانو نه د څه تمه لرله او نه د چا له ګواښ او سپکاوي وېریدل. او د دوي همدغه اخلاص د دې سبب شو چې الله تعالی ورسره مرسته وکړي او د هغه رحمتونه او برکتونه پرې نازل شي.

د پام وړ خبره دا ده چې د رسول الله(ص) وینا او کردار د مجاهدانو د دې صفت په ترلاسه کولو کښې لوی رول و. پيغمبر(ص) به بیا بیا مسلمانانو ته یادونه ورکوله چې په دغه جنګونو بې د الله له رضا بل څه مه غواړئ. د اسلام جنګیالو به هم د دې سپارښتنو پیروي کوله خپل سر به يې د اخلاص په تلي کیښود او د حق لپاره به يې قربان کړ.

د امام علی(ع) په کړچار کښې د اخلاص څرک

د احزاب په جنګ کښې کله چې محاصره اوږده شوه، عمر بن عبدود چې د عربو مشهور جنګیالی چې زرو کسانو سره سم و، څو تنو سره له خندقه تیر شو او د اسلام د لښکر په وړاندې ودرید او رجز[1] يې وویل. د ځینو کسانو له وېرې ساه لنډه شوه. په دغه وخت کښې امیر المومنین مولا علی(ع) پاڅید او د پيغمبر(ص) په اجازت سره میدان ته لاړ.

پیغمبر(ص) د هغه د بریا لپاره دعا وکړه. علی(ع) خپل دښمن (عمرو) سره په جنګ شو او په ځمکه يې راوغورځاوه، او د دې لپاره چې سر يې له تنه جدا کړي په سینه يې کښيناست. عمرو امام ته بدې ردې وویلې. هغه حضرت يې له سینې کوز شو او هغه يې پریښود، څه وخت وروسته چې غصه يې یخه شوه ستون شو او عمرو يې ختم کړ. له هغه حضرته پوښتنه وشوه چې له دې وروسته چې خپل دښمن دې په ځکه راغورځولی و هغه دې ولی پریښود؟ امام علی(ع) ورته وفرمایل: «هغه ماته بدې ردې وویلې. او زه له دې کاره غصه شوم او له دې وویریدم چې که زه يې په دې حال کښې مړ کړم او کیدی شي دا مې د خپل زړه د یخوالي او خپلې رضا لپاره وژلی وي، نو ځکه مې صبر وکړ چې خپله غصه مې یخه شوه بیا مې یواځې د خدای د رضا لپاره هغه مړ کړ».

[1] . رجز یعنی د ځان ستاینه او مقابلې ته بل کس غوښتل