د معراج د آسمان مطلب

د معراج د آسمان مطلب

دا پوښتنه واضحه نه ده، دا پوښتنه اول ځل چا کړې ده. پوښتنه: د معراج په مسله کښې د اسمان څه مطلب دے؟

که له اسمانه مراد يوه نامحدوده فضا وي چې د ځمکې او لمر تر مينځ ده، نو د دې تر مينځ د معراج په نامه څه څيز نشته او که مطلب يې، له لمره پورته وي او خدای پاک د هغې په اووم چت وي نو دا ډول چتونه هم نشته.

سريزه

ځمکه او اسمان، د پيدايښت د عالم له پولو ځنې پولې دي چې انسان د علم له پرمختګ سره سره، تر اوسه پورې د هغې د رازونو له خبريدو عاجز دے. مفسرانو د اسمان په هکله د ايتونو لاندې په تفصيل سره بحثونه کړي دي او مونږ د هغې ځينې برخو ته اشاره کوو، چې په دې پوه شو چې هغه اسمان چې پيغمبر(ص) ورته د معراج په شپه تلې و هغه کوم يو اسمان دے.

ځواب

دا پوښتنه په ظاهر کښې داسې ښکاري چې له نويو شبهو او نيوکو وي چې د معراج په هکله شوي دي، ځواب ته د رسيدلو لپاره ضروري ده چې اول د اسمان او د اوو اسمانونو او د هغه اسمان چې پيغمبر(ص) هغې ته تلے و ايتونو او روايتونو ته پام سره معنی وکړو.

1. د اسمان مطلب

«سماء» په لغت کښې، له «سمو» مادې اخستې شوې چې د لوړاوي په معنې دے او د هر يو څيز اسمان د هغه څيز لپاسه څيز  ته وايي.[1] تر دې چې ځينې لغت ليکونکي وايي چې هر يو لوړ څيز د خپل ټيټ څيز په مقابله کښې اسمان دے او هر يو لاندينې څيز د خپل لوړ څيز په مقابله کښې ځمکه ده.[2] په اسلامي دايرة المعارف کښې له دې وروسته چې دا يې بيان کړي چې “اسمان هغه ظاهري ګنبد دے چې د ځمکې اوسيدونکي يې په هر ځای کښې په خپل سر باندې لپاسه ويني” له ابن منظوره نقل شوي دي: په عربۍ کښې د اسمان مترادف ټکې سماء دی او معنی يې هغه څيز دے چې اوچت وي، لکه چت يا چوپال.[3]

علامه طبرسي په مجمع البيان کښې فرمايي: «مشهوره دا ده چې سماء هر يو هغه څيز ته وايي چې ستا لپاسه وي يا يې په تا باندې سيورې کړے وي، او د کور سماء د هغې چت دے. وريځو او باران ته هم سماء ويل کيږي.»[4] په نوي فيزيکس کښې اسمان يعنې: «يو نابود (معدوم) څيز چې د ګنبد په شکل دے چې ځمونږ لپاره د ستورو او سيارو د ليدلو لاره هواروي.»[5]

د  «سماء» او «آسمان» ټکې په قران کښې په مفرده توګه «السماء» او جمع «السموات» له 310 ځلو زيات راغلےدے خو په ټولو ځايونو کښې په يوې معنی او مصداق نه دے راغلے. په ټول کښې اسمان په قران کښې په دوو مفهومونو مادي او معنوي کښې استعمال شوےدے، ځينې ځايونه يې دا دي:

  1. د اوچت په معنی: دا معنی له لغوي معنې سره سمه ده او له دې ايته هم اخستې کيږي:

«كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِي السَّمَاءِ؛[6]  ښه خبره د ښې ونې په شان ده چې جرړې يې په ځمکه کښې ثابتې او څانګې يې اسمان کښې دی»

د اوسنۍ زمانې ځينې مفسرانو دا معنی راوړې ده[7] خو ځينې نور انديال په دې باور دي چې:

«په قران کښې سماء د «اوچت» او د لوړاوي لپاره استعماليږي او ممکنه ده چې په مجازي حالت کښې يا د مسامحې لپاره په قران کښې استعمال شوې وي. ځکه چې د «اوچت» خو جمع نه شو جوړولې او اوچتوالې خو ډېرښت او جمع نه مني په داسې حال کښې چې سماء په ډيرو ځايو کښې جمع «السموات» استعمال شوے دے.[8] نو «سبع سموات» په دې معنې نه شي کيدے.

  1. د ځمکې ګير چاپير حد: هغه ځای کښې چې پکښې وريځې دي او په هغې کښې هوا ده: «وَنَزَّلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً مُبَارَكًا؛[9] او له اسمانه مو مبارکې اوبه نازلې کړې»
  2. د ستورو او سيارو ځای: «تَبَارَكَ الَّذِي جَعَلَ فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَجَعَلَ فِيهَا سِرَاجًا وَقَمَرًا مُنِيرًا؛[10] برکتمن دے هغه ذات چې په اسمان کښې يې برجونه جوړ کړل او په هغې کښې يې ډيوه (لمر) او روښانه سپوږمۍ جوړه کړه.»
  3. د قرب او حضور مقام چې د عالم د کارونو د تدبير ځاي دے: ځينې مفسرانو، لکه علامه طباطباي(رح) په څو ځينو ځايونو کښې «سماء» همدې معنې ته ګرځولے دے.[11] له هغو ځينې ايتونه چې په دې معنې دلالت کوي: «يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ؛[12] او (خدای) هغه دے چې د نړۍ چارې له اسمانه تر ځمکې تدبيروي.»
  4. يو عالي او حقيقي موجود: ځينې د ليدتوګې خاوندان وايي: اسمان لکه څنګه چې په قران کښې د مادي اسمان په معنی استعمال شوےدے لکه سموات سبع، د وجود په مرتبې کښې د لوړاوي او عالي موجود په معنې استعمال شوے دے چې هماغه معنوي سماء او له مادې او ټولې هستۍ نه د اوچت عالم په معنی دے چې له هغه لوړې مرتبې نازليږي.[13] په د دې ايت: «وَ فِي السَّماءِ رِزْقُكُمْ وَ ما تُوعَدُون‏؛[14] او ستاسو روزي او هغه څه چې تاسو ته يې وعده درکړې کيږي په اسمان کښې دي»

ډېر احتمال دا دےچې سماء د هغه عالم په معنی دے چې له مادي او معنوي عالمه اوچت دے او له ايتونو داسې په لاس راځي چې څه هم په دې مادي عالم کښې موجود دي، له هغه عالمه چې له مادې اوچت دےنازليږي.[15]: «وَ إِنْ مِنْ شَيْ‏ءٍ إِلَّا عِنْدَنا خَزائِنُهُ وَ ما نُنَزِّلُهُ إِلَّا بِقَدَرٍ مَعْلُومٍ‏؛[16] د هر يو څيز خزانې له مونږ سره دي او مونږ يې يوازې په معلومه اندازه نازلوو.»

دې ته په پام سره، اسمان په لغت کښې، په نوي علم او قران کښې په يوه معنی نه دے استعمال شوې او په بيلا بيلو معنو استعمال شوے دے.

2. اووه اسمانونه

په ټول قران کښې اته ځله «سبع سموات» ټکې راغلے دے. په دغه ټکو کښې چې ځير شو[17] نو پوهيږو چې دغه ټول اوۀ اسمانونه په خپلو کښې په منيځ کښې داسې دي لکه د پيازو د دوو پوستکو تر مينځ هغه نرۍ پرده؛ ځکه چې ډېرو تفسير ليکونکيو د «طباقاً» ټکي معنی هغه چتونه کړي چې په يو بل لپاسه وي[18]. نو ايتونو ته په پام، دا ټول چتونه له يوۀ چته چې د ګيس دے پيدا شوي دي: «ثُمَّ اسْتَوى‏ إِلَى السَّماءِ وَ هِي دُخانٌ؛[19] خدای پاک د ځمکې له پيدايښته وروسته په اسمان بوخت شو په داسې حال کښې چې لوړې او بړاس و» يعنې خدای پاک لومړنۍ کرې له ګيسه جوړې کړې،[20] ځکه چې سماء په هغه حال کښې (له ځمکې جوړيدو وړاندې) لوږې او پنډ ګيس و او ورو ورو نرې شو او اووه اسمانونه ترې جوړ شول.[21] په ټول کښې ويلے شو چې د اووه اسمانونه په هکله دوه احتماله لرو:

الف) دا احتمال شته چې له «سبع سموات» مطلب د ځمکې د راکښلو حد دے. د قران په ځينې ايتونو کښې، چې د  اوو اسمانونو ذکر په کښې دے او چت په چت يې ياد کړي دي، دې ته اشاره شوې: «اللَّهُ الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَوَاتٍ وَمِنَ الْأَرْضِ مِثْلَهُنَّ …؛[22] خدای هماغه کس دے چې اووه اسمانونه او د هغې په شان اووه ځمکې يې جوړې کړې»

ځمکه پيژندونکيو پوهانو، د ځمکې چتونه د کار او ذمه وارۍ له مخې په اووه چتونو کښې تقسيم کړي دي:

  1. تروپوسفر: تروپو، د متغير او اسفِر په معنې، د ګول او دائرې او سيمې په معنی دے. د دې چت اوچتوالې په استوا کښې، شپاړس کلوميټره او په قطب کښې لس کلوميټره دے. په همدې برخې کښې وريځې جوړيږي او د ځمکې هوا او موسم ټاکل کيږي.
  2. استراتوسفر: دا چت د تروپوسفر له پاسه شورو کيږي او د ځمکې تر 32 کيلوميټرو پورې دوام لري چې په هغې کښې هميشه تيز بادونه وي.
  3. اوزونسفر: په دې چت کښې د دويم چت څه نه څه برخه راغلې ده او د هغې لوړاوې له شلو کلوميټرو تر پنځوسو کلوميټرو ټاکل شوے دے. په دې چت کښې يو ډول اکسيجن شته چې هغه ته اوزون ويل کيږي. دا چت د نورو چتونو په نسبت ګرم دے او د ګرمۍ درجه يې تقريبا تر صفره رسي او سبب يې دا دے چې اوزون د لمر ماورای بنفش شغلې جذبوي.
  4. مزوسفر: په دې چت کښې، اسماني اجرام چې له فضا راځي، د ډېر سپيډ لرلو په سبب له فضا سره د لګيدو له امله ګرميږي او سوزي او د هغوي ايره ځمکې ته رسي.
  5. يونوسفر: دا چت يو عجيبه او له رازونو ډکه برخه ده چې د هوا د نريوالي له مخې د خلا په شان ده د ځمکې له پنځوسو کلوميټرو اوچتوالي شورو کيږي او تر درې سوو يا شپږو سوو کلوميټرو لپاسه ده. په دې برخه کښې يو ژوندې څيز هم د لمر له ماورای بنفش له شغلو او کيهاني شغلو او شهابونو (کاڼو) بچ نه شي پاتې کيدے مګر په هغو وسيلو سره چې فضايي راکټونه يې لري.[23]
  6. ترموسفر: په دې چت کښې د هوا ذرې باردارې کيږي (الکټريکي بار اخلي).
  7. اکسوسفر: په دې چت کښې ذرې د لانديني چت په نسبت ډېرې کمې دي او په همدې دليل، هغې ته تند حرکت ورکوي، همدارنګ په هغو کښې ځينو ته د ځمکې له کششه د بهر وتلو امکان ورکوي.[24]

ب. ځينې نورو پوهان وايي: هغه اووه اسمانونه چې پيغمبر(ص) يې د معراج په شپه سيل کړې و، هغه د ځمکې چتونه نه دي، بلکه اول او شپږم اسمان څه بل څه دي چې مونږ يې له جزئياتو نه يو خبر.هغوي د خپلې خبرې د ثابتولو لپاره په څو څيزونو سره دليل راوړے دے: چې سبع سموات او د اووه عدد د شميرې لپاره وګڼو، نو مفهوم يې د اوو اسمانونو شول دي. د صافات سورت شپږم ايت ته په پام سره چې فرمايي: «إِنَّا زَيَّنَّا السَّماءَ الدُّنْيا بِزِينَةٍ الْكَواكِب؛ مونږ نزدې اسمان [اول آسمان] په ستورو سره ښکلې کړ» او فصلت سورت دولسم ايت: «وَزَيَّنَّا السَّماءَ الدُّنْيا بِمَصابِيحَ؛[25] مونږ کوزني اسمان ته د ستورو په ډيوې سره ښکلا ورکړه»

روښانيږي چې کوم څه مونږ وينو او د انسان علم او پوهه تر هغې رسي، هغه ټول په لومړني اسمان کښې دي او له دې ستورو علاوه شپږ عالمونه نور دي چې زمونږ د علم لاس ورته نه رسي.[26]

له دې ايته په ښه طريقه ګټه اخستل کيږي چې کوم څه مونږ وينو او د ستورو جهان ترې جوړ دے، هغه په لومړي اسمان کښې دي او له هغې پرته، شپږ نور اسمانونه دي چې تر اوسه پورې مونږ د هغې په هکله علم نه لرو.[27]

هغه شپږ نور اسمانونه مونږ نه دي پيژندلي، خو دا امکان شته چې په راتلونکي وخت کښې له هغې پرده اوچته شي، ځکه چې د انسان نيمګړے علم هرڅومره چې پرمختګ کوي د پيدايښت نوي نوي عجايب ورته په لاس ورځي.

کوم څه چې بيان شو دې ته په پام سره مونږ داسې ځواب ورکولې شو:

  1. هغه اسمان چې پيغمبر(ص) ورته د معراج په شپه تلے و، په يقين سره هغه د ځمکې ګير چاپير چتونه او طبقې نه وې. نيوکه خو هاله کيدې شي چې مونږ د پيغمبر(ص) سيل د ځمکو په چتونو کښې وګڼو. ځکه چې د پيغمبر(ص) معراج، د څو اسمانونو په هکله خبر ورکوي او داسې څرګنديږي چې دغه اسمانونه د ځمکې د کشش له حده بهر دي. لکه څنګه چې ځينې تفسير کوونکي دا باور لري چې د دې نړۍ له اسمانه علاوه نور شپږ اسمانونه هم شته.[28]
  2. د پيغمبر(ص) لخوا اسمانونو او اوم اسمان ته ختل د خلقت له رازونو يو راز او خدايي معجزا ده. مونږ له اووه اسمانونو چې په قران کښې بيان شوي دي يوازې د دې دنيا اسمان وينو او له دې نه يو خبر چې له دې ځمکې او کهکشانونو علاوه څومره داسې ستورې او ځمکې شته چې د انسان پوهه ورته نه رسي او کله چې له يو څيز نه يو خبر نو د هغې مطلب دا نه دے چې هغه څيز نشته.[29]
  3. اوسني انسان، له خپل ټول علمي پرمختګ سره سره، دا دعوا نه شي کولې چې په شمسي منظومې کښې موجود ستوري، هغه يوازيني موجود څيزونه دي چې انسان ورته رسيدلے دے او له هغې پرته بل څه نشته. نو څنګه کيدې شي چې له دې اسمانه پرته د بل اسمان له موجوديته انکار وکړي.

نتيجه

کوم څه چې بيان شو له هغې مونږ دې نتيجې ته رسو چې د معراج په مسئلې کښې له اسمانه مطلب، هغه چتونه او طبقې نه دي چې د ځمکې او لمر تر مينځ موجود دي، بلکه مطلب يې د اسمانونو چتونه دي چې مونږ يې يوازې د دې دنيا له چته خبر يو. انسان د علم د کمي او ناتوانۍ له سببه تراوسه پورې هغه شپږو اسمانونو ته نه دے رسيدلے. په دې خبرې باندې له ټولو لوی دليل هغه کشفيات دي چې د نجوم په علم کښې شوي دي. انسان دا حق نه لري چې کوم څيز په خپلو مادي سترګو سره نه شي ليدلے د هغې انکار وکړي؛ ځکه چې د انسان علم او پوهه محدوده ده او په دې کمې پوهې سره د بې نهايتۍ انکار نه دے پکار.

د لازياتې مطالعې لپاره سرچينې

قريشي، سيد علي‌اكبر، قاموس قرآن، تهران، دارالكتب الاسلاميه، 1371هـ

مصباح يزدي، محمدتقي، معارف قرآن (3 ـ 1)، قم، د امام خميني(ره) د زده کړې او څيړنو مؤسسه، 1384هـ .

طباطبائي، سيد محمدحسين، الميزان في تفسير القرآن، ج16 و19، قم د اسلامي خپرندويو دفتر، 1417هـ ق.

وروستے حديث

امام صادق(ع) فرمايي: «په دې ايت (والسماء والطارق) کښې له سماء مطلب اميرالمؤمنين(ع) دے او له طارق مطلب هغه روح دے چې له امامانو سره دے او هغوي په نيکو علمونو ټينګ ساتي د خدای له خوا له امامانو(ع) سره نښه او څه چې په شپه او ورځ کښې کيږي له هغې يې خبروي…[30]

.

[1]. حسن مصطفوي، التحقيق في كلمات القرِآن الكريم،5ټوک، 219مخ.

[2]. حسين راغب اصفهاني، المفردات، 427مخ، د سماء ټکي لاندې.

[3]. احمد تفضلي، دايرة المعارف اسلامي، د اسمان ټکي لاندې.

[4]. فضل بن حسن طبرسى، مجمع البيان، 148مخ.

[5]. ر.ک: بينات، سال دوم، 8شميره، منې1374، 86 او87 مخونه.

[6]. ابراهيم، 24آية‌.

[7]. ناصر مكارم شيرازي، تفسيرنمونه، 1ټوک، 165 او 167مخونه.

[8]. محمد تقي مصباح يزدي، معارف قرآن (3-1)، 234مخ.

[9]. ق سورت، 9آية.

[10]. فرقان، 61آية.

[11]. ر.ک: علامه طباطبايي، الميزان في تفسير القرآن، 16و 19ټوکونه، 247 او 327مخونه.

[12]. سجده، 5آية.

[13]. محمد تقي مصباح يزدي، معارف قرآن 234- 236 مخونه.

[14]. ذاريات، 22آية.

[15]. معارف قرآن، 2ټوک، 236مخ.

[16]. حجر، 21آية.

[17]. «الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَوَاتٍ طِبَاقًا مَا تَرَى فِي خَلْقِ الرَّحْمَنِ مِنْ تَفَاوُتٍ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَى مِنْ فُطُورٍ؛ هغه کس چې اووه اسمانونه يې چې د اووو منظمو چتونو سره پيدا کړل د رحمن خدای په خلقت کښې به څه تفاوت ونه مومې نو د عقل په سترګو وګوره ايا څه سستي او خلل پکښې وينې» (ملک، 3آية)؛

«أَلَمْ تَرَوْا كَيْفَ خَلَقَ اللَّهُ سَبْعَ سَمَوَاتٍ طِبَاقًا؛ آيا تاسو نه دي ليدلي چې خدای پاک څه اووه اسمانونه طبقې طبقې پيدا کړي دي» (نوح، 15آية)

«هُوَ الَّذِي خَلَقَ لَكُمْ مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعاً ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ فَسَوَّاهُنَّ سَبْعَ سَمَوَاتٍ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ؛ (بقره، 29آية)؛

«تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ؛ ( اسراء، 44آية).

[18] . ر.ک: الميزان، 10ټوک‏، 150مخ.

[19]. فصلت، 11آية.

[20]. مجمع البيان،9ټوک‏، 8مخ.

[21]. ابوالفضل داور پناه، انوار العرفان،5ټوک‏، 83مخ.

[22]. طلاق، 12آية.

[23]. سيد علي اكبر قرشي، قاموس قرآن، 3ټوک، 334مخ.

[24]. هماغه؛ سيد علي اكبر قرشي، تفسير احسن الحديث، 1ټوک، 83مخ؛ يعقوب جعفري، كوثر، 1ټوک‏، 116مخ.

[25]. فصلت، 12آية.

[26]. تفسير نمونه، 24ټوک‏، 261مخ.

[27]. هماغه، 1 ټوک، 167 او 168 مخونه.

[28]. ر.ک: الميزان في تفسير القرآن، 17ټوک‏، 370مخ.

[29]. هماغه.

[30]. تفسير شريف لاهيجي، 4ټوک، 757مخ.