حضرت خدیجه

حضرت خدیجه ،دپیغمبر اکرم وفاداره میرمن

 

خوږو مینه والو د بعثت په لسم کال د روژې د مبارکې میاشتې  په لسمه نیټه د اسلام دګران پیغمبر ګرانې میرمنې او لومړنۍ مسلمانې ښځې حضرت خدیجه سلام ا… علیه له نړۍ سترګې پټې کړې.
دغه ورځ له پيغمبر اکرم سره د هغې مبارکې دژوند د پاي ټکي و.
دهغې مبارکې په رحلت سره پیغمبرا کرم په دغه غمجن فراق کې یواځې شو.

دغه پیښه ،د پيغمبر اکرم د تره حضرت ابوطالب له وفاته لږه موده ورسته وشوه.
ددغو دواړو بزرګوارانو رحلت،پيغمبر اکرم دومره غمجن کړ چې هغه کال یې عام الحزن ،یعنې د غم کال ونوموه.
پيغمبر اکرم د حضرت خدیجه س په مړینې ډیر وژړل او وې فرمایل :
چیرته ده د خدیجه په شان میرمن ؟ کله چې خلکو زه دروغجن کړم ،هغې زه تاییدکړم.دخداي په دین کې یې راسره مرسته وکړه.او له خپلې شتمنۍ سره یې زما مرسته وکړه.
ددغې قدرمنې بی بی د یاد اوخاطرې په درناوي سره دهغې مبارکې دژوند ته یو ه ځغلنده کتنه کوو
حضرت خدیجه سلام ا…. علیه په قریشو کې له اصیلي او شریفې کورنۍ وه،هغه د پیغمبر اکرم له بعثته وړاندې د حضرت ابراهیم ع د دین پيروه او دیوه خداي منونکې بلل کیدله.
هغه بزرګواره په خلکوکې په نیکۍ اوخیرخواهۍ مشهوره وه.
هغه ډيره شتمنه میرمن وه او دحجاز لویه تاجره شمیرل کیدله.
خدیجه بی بی ،روښانه اودور اندیشه او همداراز له معنوي چارو سره سخته ګروهمنه وه.
هغه د آسماني کتابونوله تعلیماتو خبره وه ،او له هغو کسانو وه چې د پیغمبر اکرم دظهور په تمه وه ،او کله یې هم له خپل تره زوي ،ورقه بن نوفل او نوروپوهانو څخه د نبوت دنښو په اړه پوښتنې کولې برخلیک داسې وټاکل شو چې .هغه د پیغمبر اکرم له نبوته وړاندې ورسره آشنا شي،او دخپل دیوه تجارتي کاروان سرپرستي یې حضرت محمد ص،ته وسپارله، چې په خلکو کې په رښتونوالۍاو په امانت دارۍ مشهور و.
دغه سفر ،دخدیجه بی بی لپاره د پیغمبر اکرم اخلاقي ښکلاوې له پخوا زیاتې روښانې کړې .
حضرت خدیجه س پوهه شوه چې حضرت محمد ص،پاک او ستر شخص لری ، دانساني ارزښتونو قدرونه کوي ،او اوچت روح یې ،په اوچتو ښکلاوو ښایسته دی .
حضرت خدیجه س پوهیدله چې حضرت محمد ص،د محرومینو ملاتړی دی او دانسانيحقوقو دفاع غواړي ځکه ئې هغه بزرګوار د امانتدارۍ، ښو اخلاقو رښتونوالۍ او شرافت په څیر ځانګړنو پّ خاطر وستایه .
حضرت خدیجه سلام ا… علیه ،پوهیدله چې له حضرت محمد ص،سره ژوند،هغه په نوراني لارې کې راولي.
د پیغمبر اکرم په اړه د خدیجه بی بی ستایونکی نظر او ورسره واده،د جاهلیت پړاو دخلکو له سخت غبرګون سره مخ شو.
ځکه چې په هغې ټولنې کې د خلکو اړیکې پر مادي ظواهروولاړې وې .
په داسې حال کې چې ،پیغمبر اکرم د دنیا مادي شتمني نه درلودله. ځکه د دوي له واده لږه موده وروسته ،د قریش دښځو یوې ډلې ،د هغې په بدویلو پیل وکړ او هغه یې ورټله چې ولې دې په دغه شان اوشوکت سره،له یوه بې وځله ځوان سره واده وکړ؟
خدیجه بی بی ددغو پیغورونو په ځواب کې وویل، آیا په تاسو کې دحضرت محمد په څير شخصیت شته دی؟آيا په حجاز ټاټوبي کې دهغه په څير فاضل او ښه اخلاقه انسان موندلی شي ؟ ما ددغو ځانګړنو له کبله ورسره واده وکړ.
د خدیجه بی بی استدلالونه د هغې زمانې معتصبې ټولنې ته ددرک وړ نه وو.
ځکه د قریش ضدي ښځو ورسره په غصې چلند وکړ
په پیغمبرۍ د حضرت محمد په مبعوث کیدا سره ،له خدیجه س سره د قریشو دښځو بدي زیاته شوه .په دې توګه چې د هغې مبارکې د لور حضرت زهرا س د زوکړې په وخت یې ورسره مرسته ونکړه.
دومره کینه ، دخدیجه تر واده او ترپخوا زیات یواځې شوه.
په عین حال کې ،پاک خداي په بیلابیلو وختونوکې ،دحق له دینه د ملاتړ په علت ورسره مرسته وکړه او یواځې یې پرې نښودله.
لکه څرنکه خداي پاک د فاطمه س د زوکړې په وخت ،د ابراهیم دښځې ،د فرعون د میرمنې ،د عمران دلوراو د موسی د خور په څير غوره ښځې یې دخدیجې مرستې ته واستولې.
حضرت خدیجه بی بی له زیاتې شتمنۍ او غوره ټولنیز موقعیت سره سره ،له پیغمبر اکرم سره په چلندکې متواضعه وه او دغرور هیڅ نښه پکې نه لیدل کیدله.
خدیجه بی بی بی ښه پوهیدله چې دپیغمبر اکرم له عبادت سره څومره ګروهنه لري ، ځکه یې داسې چلند کاوه چې پیغمبر اکرم له کومې اندیښنې پرته عبادت وکړي .
حضر محمد ص له بعثته وړاندې ،هره میاشت څوځلي په حرا غره ته ته او هلته یې عبادت کاوه.
حضرت خدیجه س ،دپیغمبر اکرم د دغې روحیې په پیژندلو سره ،تل په ښو اخلاقو هرکلی کاوه او ډوډۍ یې د حضرت علي ع په لاس ورته استوله او کله هم له حضرت علي ع سره یوځاي ور تلله.
له بعثته وروسته ،په داسې شرایطوکې حتی د پیغمبر اکرم زیاتره خپل خپلوان،هغه مبارک یواځې پرې ښوده ،خدیجه سلام ….علیه په یقین اوخلاص سره په پیغمبر اکرم ایمان راوړ ا و ورسره یې تل پاتې تړون وکړ.
حضرت خدیجه س یواځې په ژبه ا یمان رانه وړ،بلکه خپله ټوله شتمني یې هم پیغمبر اکرم ته وبخښله څو د اسلام تنکۍ نیالګۍ پیاوړې شي.
په شعیب ابوطالب نومې وچې درې کې د مسمانانو داقتصادي کلابندۍ په کلونو کې ،دخدیجه بی بی س مالي او فکری مرستې ‌ډیرې روښانه وې .
حتی د اقتصادي کلابندۍ له کلونه وروسته هم دخدیجه بی بی شتمنيو دمسلمانانو په ژغورنې کې اساسي رول درلود، تردې حده چې پیغمبر اکرم دنوموړي کلابندۍ په هکله وفرمایل،دخدیجې شتمني له ماسره ډيره مرسته وکړه.
حضرت خدیجه س له پیغمبر اکرم سره په ګډژوند کې ، زیات صبر او زغم درلود.
ځکه چې په هغه لارې ئې چې پیغمبر اکرم د وروستي الهي پيغمبر په توګه د بشریت دژغورلو لپاره غوره کړې وه،بشپړ ایمان درلود.
خدیجه له پیغمبر اکرم سره په ټول ژوند کې ،له بعثته وړاندې او وروسته ،له هغوي سره مهربانه ورسره چلند کاوه ، په مهربانې څیرې سره ئې دپیغمبر اکرم غم لیرې کاوه او په تدبیر اودرواندیشۍ سره ورته ښه سلاکاره اوزړه سوانده همفکره وه .
مسلمان مورخ ابن هشام لیکي :
خدیجه س په پیغمبر ایمان راوړ. خبرې یې تاییدې او ورسره یې مرسته وکړه. خداي پاک دهغې په وسیله پیغمبر اکرم ته آرامي وبخښله . په دې توګه چې پیغمبر اکرم هیڅ ناخوښ خبر نه اوریده ،مګر داچې خداي پاک دخدیجه په وسیله ورسره مرسته کوله. دخداي رحمت دې ويذ پر خدیجه بی بی .
په تاریخ کې راغلي ،یوه ورځ دمکې مشرکانو ، په تیږو پیغمبر اکرم ټپي کړ،او هغه مبارک یې دخدیجې تر کوره پورې تعقیب کړ. ورپسې یې کورهم په تیږو وویشته.
دغه وخت خدیجه بی بی بهر ووتله او وې ویل، آیا دداسې ښځې دکور په ویشتلو سره چې ستاسو دقوم تر ټولو نیکه ده ، نه شرمیږئ؟
مشرکان ددې خبرې په اوریدو سره شرمنده او تیت پرک شول.
دغه وخت خدیجه س دحضرت محمد س دټپونو درملنه پیل کړه
همدغه پیښه وه چې هغه مبارک ، دخداي له لورې خدیجه س ته سلام واستوه، ا و هغې بزرګوارې ته یې په جنت کې د زمرد د ماڼۍ چې پکې سختي نشته ، زیری ورکړ.
حضرت خدیجه س دمسلمانانو په کلابندۍ کې زیات کړاونه وزغمل . هغې چې یوه شتمنه بی بی وه ،درې کاله یې په وچې درې کې په ډيرو سختو شرایطوکې تیر کړل . دغه مسله دهغې مبارکې دجسماني توان په کمزورتیا کې ډير رول درلود. له همدې کبله ، دکلابندۍ سختیانې او کړاونه،د هغې د ناروغۍ او ورپسې هم د رحلت سبب شول.
د ناروغۍ په بستر کې دحضرت خدیجه س وروستۍ خبره داسې وه:
اي دخداي پیغمبره ،ما ستا په حق کې سستي وکړه،او هغه څه چې ته یې غوره وې،ما ونکړل . ما وبخښه ،او اوس ستا له خوشحالې پرته ،بل څه نه غواړم.
په دې توګه،لومړنۍ مسلمانه میرمن ، د زمانې له ترټولو پیژندل شوي انسان او د خدا ي له وروستي استاذي سره دکلونو کلونو ویاړمنې ملګرتیا له وروسته،په ۶۵ کلنۍ کې په حق ورسیده .