سره خرما

سره خرما: ميثم تمار (رحمة الله)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

لوړه نه او سپين ويښته يې  لرل له عمره يې اويا برکتی کلونه تير شوي وو. يوې واړې قافلې سره د حج له سفر راستنيدۀ . کور يې په کوفې کښې و خو زړه يې اهلبيتو (ع)  سره و. د هغه د وخت حالات ښه نه وو. يزيد بن معاويه په خلکو حکومت کاوۀ او له خلکو يې د ځان لپاره بيعت اخسته او کومو کسانو به ځې ورسره مخافت کاوه هغوي به يې وژل.

عبدالله ابن زياد  د يزيد په حکم په کوفې کښې حاکم و او دا حکم ورته شوے ؤ چې د يزيد ټولې غوښتې پوره کړي او د علی(ع) ټول شيعه وژني . دا وړه قافله ورو ورو کوفې ته روانه وه ؛ د کاروان خلکو چې له لوی سفره ستړي وو کورونو ته د رسيد لو ګوتې شمارلې. کوفی ته له يو څو ساعته زيات وخت نه وو پاتے.

په لارې ناڅاپه يو کس چغې کړے: ” د جنګي د کسانو يوه ډله زمونږ په لور راروانه ده”قافله ودريده او خلک په ويره کښې شو بردې چې د اوښانو د جرس اواز هم نه راتله په لاره کښې يوه بده پيښه پيښه شوه او هر اړخ ته د ويرې تيرې وې.څه وخت پس ټوله قافله دفوځيانو په بند کښې راغله او ټول حجيان د فوځيانو په الس وينوې شو بيا د فوځيانو قوماندان وويل:”زۀ ، عريف، د کوفې د والي له طرفه راليږلےشوے يم چې ” ميثم تمار” تړلے لاس هغه ته بوځم . په تاسوکښې ميثم څوک دے؟”

هغې زوړ سړي د کاروان له مينځه غږ وکړ: چا پسې چې ګرځئ هغه دلته دے، زۀ ميثم يم، نورو سره څه کار مه لرئ” د عريف په حکم دوه فوځيان د هغه په لور لاړل اود هغه لاسونه يې شا ته وتړل او هغه يې د کوفې په لور ابن زياد ته بوتلۀ کله چې ابن زياد هغه خپلې مخې ته وليد نو په ډيرې بې عزتۍ سره يې وويل:” خدای دې کوم ځای دے؟” ميثم ورته ځواب ورکړ: “پرور دګار مې دظالمانو به تکل کښې ناست دے او ته يوله هغې ظالمانو يې.” ابن زياد چې د ميثم دښاغونو ماتوونکي ځواب په وړاندې عجزه شوےو په غصه کښې وويل:” ويلې شي چې ته د علی(ع) ډير ملګرےوے،آيا دا خبره صحيح ده ؟” ميثم ځواب ورکړ:” هو! صحيح ده”

ابن زياد وويل: ” اوس هغه ته کنځل وکړه او له هغه واوړه ګني حکم ورکوم چې لاس پښې دې پرې کړي او په دار دې کړي.” ميثم ورته ويل: ” ماته زما مولیٰ اميرالمؤمنين له وړاندې ويلي وو چې ابن زياد به دې پښې لاسونه پرې کوي، ژبه به دې پرې کوي او په دار به دې اويزانده وي” ابن زياد چې ډيرغصه شوےؤ وويل:” لاس او پښې دې پرې کوم او وايم چې پهدار دې اويزان کړي خو ژبه دې نه پرې کوم چې د مولا خبره دې دروغ شي.زۀ په دې طريقه علی(ع) سره مخالفت کوم “ميثم وويل: ” د مولا خبره به مې څرنګ رښتيا نه وي په داسې حال کښې چې دا خبره يې له پيغمبر(ص) اوديدلې ده. اے عبيدالله ابن زياده! ته دروغو سره ښه جوړيږې.”

د عبيدالله په حکم يې د ميثم لاس پښې پرې کړل او نيم ژوندې بدن يې ورله د کجورې يوې ونې پورې وتاړۀ. خو ميثم په داسې حالت کښې هم دحضرت علی(ع) له فيضيلتونو بيانو لو لاس وانه خسيت او خلکو ته يې بيان کړل. کوفيان هم ميثم ته راجمع شول او د هغه خبرې يې په غور سره اوريدلے او نه سترې کيدل.

فوځيانو ابن زيادته خبر ورکړ چې ميثم د دار له پاسه هم خلکوته دعلی ابن ابی طالب(ع) فضائل بيانوي او ديزيد په خلاف او د پيغمبر(ص) د دښمنانو په خلاف خبرې کوي نو ښه دا ده چې څومره زرکيدے شي څه غور ورته وکړؤ.

ابن زيادچې د غصې په اور کښې سوزيده وويل:” اوس اوس لاړ شئ اوژبه يې له ويخه پرې کړئ او خبرېيې بندې کړئ” کله چې فوځيانو غوښتل چې دميثم څبه پرېکړي نو هغوي ته يې وويل:” عبيدالله بن زياد دا خيال کاوۀ چې ما او زما مولاخلکو ته دروغجن څرګندوےشي قسم په خدای د علی (ع) خبر حقيقت دي.”ميثم تمار په داسې حال کښې چې الس پښې او ژبه يې پرې وو او لږ غوندې طاقت ورکښې پاتے و يو فوځی چې په لاس کښې يې نيزهوه او د اهلبيتو(ع) ډير سخت دښمن و ميثم ته خوا ته راغےاو ويې ويل:” ماته پته ده چې ته له پرهيزګارو وے او شپې به دې په عبادت روڼولےخو تا د دې لپاره وژني چې روح دې نوره ادامه پيدانه کړي.”

اخر دا چې دهغه بېرحمه ظالمدنيزې پهګزارو نو په سبب بيثم شهيد شو او خدای ته يې روح والوته. ميثم تمار د اميرالمومنين (ع)  له وفادارو څخه ګڼل کيدۀ اوهغه په زهد عبادت او علم او تقویٰ کښې تل د هغه حضرت (ع) پيروي کوله ميثم په کوفه کښې خرما خرڅونکے وچې د اهلبيتو(ع) په مينه به يې ژوند کاوۀ هغه له خالصوشيعو او پرهيزګارو مومنانو څخه و ميثم تمار د اميرالمومنين له تابعدارو شاګردانو او د مخدای له خالصو بندګانوو.

ميثم تمار ټول عمر دپيغمبر(ص) د وحی په خدمت کښې تير کړل اوتلبه يې دخپل مولی له ولايته دفاع کوله اوپه دې لارې کښې به داسلام له دښمنانو هيڅ کله نه ويريده اخردا چې د هغه لاسونه اميرالمومنين (ع) سره د بيعت په جرم کښې اوپښې د حق په لاره د تللوپه جرم کښې اوژبه يې دحق ويلواودظالمانو دظلمونو د څرګندولوپه جرم کښې پرې شو خو هيڅکله به د هغه نوم او دهغه مشهور تعريف د تاريخ له پاڼوپاک نه شي.

 

پيژنګلوی.

نوم: ميثم

دپلارنوم:يحيیٰ

لقب: تمار

کنيت: ابوسالم

دشهادت نيټه: د 60هجري کال دذي الحجې دمياشتې آخرنۍ نيټه