د ذوالفقار سورې

د ذوالفقار سورې: مالک اشتر نخعي (رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

په ارام و عزت سره د کوفې له بازاره تيريده ډيرې ساده جامې يې اچولې وې ډير کوفيانو هغه پيژندۀ خو ځينې داسې کسان هم پکښې وو چې د هغه له مقامه خبر نه وو. لوړ ونه او مزبوت هډ يې لاره او تيز نظر يې لاره. هم داسې له بازاره تيريده او خينې کسانو هغه ته ګوتې نيوےاو ځان سره بي پس پس کول خو هغه بې له دې چې اخوا ديخوا وګوري قدمونه اخستل .

د بازار په خلکو کښې يو بې ادبه سړے ؤ چې د خلکو د تللو چل ته به يې کتل او بيا يې د هغه نقل کاوه چې خلک ورپورې وخاندي خو دې بزرګوار سړي شاته هم ونه کتل هغه مسخره کوونکے د دې سړي په ارام نيت ډير غصه شوے و نو له ځمکې يې لږې خټې راواخستې او په هغه يې ورويشتې او په خندا شو هغه عزت من سړي بيا هم څه ونه ويل تر دې چې د هغه رش له ځايه د خټو سخا جامو سره ليرې شو او د بازار اخری سر ته يې وکتل. کله چې هغه تيريدونکے سړےليدې شو ځينی کسانوهغه خاندونکي سړي ته وويل: دا دې څه وکړل؟ آيا هغه کس دې نه پيژندۀ او له مقامه يې نه وے خبر؟.

هغه د خلکو له خبروډير حيران شو اوپوښتنهيې وکړه هغه څوک ؤ؟ هغوی ورته وويل: هغه د امير المومنين قوماندان” مالک اشتر نخعی ؤ، هغه کس چې په ميړنتوب کښې څاري نه لري. هغه کس چې دښمنان په يو ګرار له تيغه تيروي او تاهغه پسېد ټولو په وړاندې ټوقې او مسخرې وکړےاو بې عزتی دې يې وکړه. دغه وخت هغه نادان سړےپه خود راغےکله چې يې د حاضروکسانوخبرې واوريده نو ډير په ويره شو او له دې ويرےچې هسې نه مالک ورله سزا ورکړي په منډه مالک پسې لاړ چې معافی ترې وغواړي. له لږو لټولووروسته يې هغه په جمات کښې بيامو نده چې په لمانځه لګيا دے. کله چې د هغه لمونځ خلاص شو نو هغه سړي هغه ته ځان نزدےکړ او په ژړا يې  ورته وويل: اے زما اقا ! ما وبخښه او زما له خطا تير شه مابه نه وےپيژندلے . مالک چې کله هغه سړے پښيمان او ويره کښې وليده نو په ډيره مينه او مهربانۍ سره يې هغه معاف کړ. او هغه تهيې وفرمايل:” ولې دومره ويريږې؟ زۀ دې له خطا تير شوے يم او جمات ته راغلے يم چې ستا لپارهله خدايه رحمت وغواړم.”

هغه سړي ته د مالک اشتر د مينې اواحسانپهوړاندې ځان ډير وړوکې ښکارهشو،اود هميشه لپارهيې هغه بد اخلاق عادت پريښودل اود مالک اشتر له ملګرو او حقيقی دوستانوڅخه شو.مالک اشترنخعی د اميرالمومنين عليه السلام له ډير مخلصو او بهترينو اصحابو څخه ؤ او تل د هغه حضرت له يارانو او ملګرو ګڼل کيده. او هغه په دوو مهمو جنګونو ،جمل او صفين کښې د اميرالمومنين د فوځ مشر و اودولايت او د دين د دفاع په لار کښې هغه هيڅ قسم سستی ونه کړه له همدې امله دپاکو اهلبيتو(ع) کورنۍ هغه سره ډيره مينه لرله او د هغه بې ډير درناوې کاوه. مالک اشتر به پهخپل ټول توان سره داسلامد دښمنانو په وړاندې ودريده او توره به يې وهله ، له همدې سببه د مالک اشتر نوم به ددښمنانو فوځيان په زړونو کښې ويره اچوله . ګواکی هغوي به د علی عليه السلام توره په خپل سر ليده، کله چې حضرتعلی عليه السلام مالک اشتر دمصر حاکم کړ نوپه يو ليک کښې يې دمصر خلکو ته داسې وليکل:

تاسوته مې دخدای له بندګانو يوبنده دروليږه چې د ويرے په ورځو کښې نه اوده کيږي او دجنګ په وخت له دښمنه مخ نه اړوي د ګنګار لپاره داور شغلےزيات سخت دے. هغه د حارث  زوے مالک د مذحج له قبيلې دے . نو د هغه خبره اورئ او دهغه حق حکمونه منئ ځکه چې هغه دخدالی له تورو څخه يوهتوره ده چې پسيږي نه اوګوزاريې نه خطا کيږي. که تاسو ته يې د حملے حکم درکړنو حمله وکړئ اوکه ويې ويل ودريږئ نوودريږئ ځکه چې هغه زماد حکم نه بغير وړاندې نه ځې او نه توره وهی او نه حمله کوي او نه وروسته کيږی.

کوم ذاي کښې چې به اميرالمومنين علی(ع) و نو مالک اشتر به هم هلته دهغه په خدمت کښې حاضرو دامام علی(ع)  حکم به يې هوبه هو کاوه او په يو کار کښې به يې هم هغه سره مخالفت نکاوه مالکاشتر د اسلام د تاريخ نولوی شخصيت و چې علی(ع) د هغه دمقام په هکله داسې فرمايي:”مالکزما لپاره داسې و لکه څنګه چې زه دپيغمبر(ص) لپاره وم.”

د امام علی عليه السلام ټول دښمنان دمالک اشتر هم دښمنان وو له همدې امله هغه ته دزيانرسولولپاره هغوي هر يوکار کاؤه . معاويه چې علی  او اهلبيتو(ه) ډيرو سختو دښمنانو څخه ؤ. هغه به هميشه دمالک د وژلولپاره تقشې جوړولے اوچل ول به يې کاوه خو هر ځل به ناکاميده  تردې چې يوځل يې د علی(ع) د فوځ مشر ته په شربت کښې زهر ورکړل.آخر داچې د علی(ع) هغه وفادار ملګرے او د فوځ سردار شهيد شو او د هغه ټول ملګي يې غمجن کړل. دهغه له شهادته وروسته حضرت اميرالمومنين وفرمايل: خدای دې په مالک رحم وکړي مالک څوک ؤ؟ که غرونو يو داسې غر وچې سر لوړې ؤ او که کاڼې و نويو داسې کاڼې و چې سخت ؤ قسم په خدای اےملکه! ( ستا په مرګ سره) يوه دنياورانه او يوه دنيا ودانه شوه  . د مالک غوندې کس باندې بايد ژړيدونکي ژړا وکړي.

 

پيژنګلوي

نامه: مالک

لقب: اشتر

د شهادت ځای: د مصر په لار کښې قٌلزُم

د قبيلې نامه: مذحج

د شهادت تاريخ: د هجرت 38 کال