د خلاصۍ غږ

د خلاصۍ غږ: عبدالله مُزني

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

په وړوکوالي کښې يې پلار وفات شوے و نو تره هغه لويه و. هغه د خپل ترۀ ډير قدر کاوۀ او خپلو ملګرو سره ډير مهربان و. هغه د جاهليت په وخت کښې لکه د نورو خلکو ژوند کاوۀ تر دې چې د اسلام له څرګنديدو ډير وخت تير شو. خو لاتراوسه هغوی په شرک او بت پرستۍ اخته وو د هغه مشرک ترۀ به د هغه لپاره د ژوند ټول سامان پورۀ کاوۀ د دې لپاره چې هغه په آرام وي. د دغې ځوان نوم” عبدالعزی” و.

“لات” عُزّی او منات” د جاهليت د وخت له ټولو لويو او مشهورو بتانو نومونو وو. د مکی ښار پيغمبر(ص) فتح کړے و. خو بيا هم دا ترۀ او ورارۀ د خپل پلار نيکه په شرک باقی پاتي وو. عبدالعزی له بت پرستۍ خپه و ځکه چې خپل خوا وشا کسانو ته به يې کتل او د هغوي خبر او کړووړو او عقايدو به خوند ورکاوۀ او د هغوي دين ته به يې مينه کيده. دمسلمانانو مخونه به يې نورانی اوزړونه به يې له مينې مخته ډک ليدل.

عبدالعزی يو عاقل او فکر کوونکے ځوان و. کله کله به يې ځان سره فکر کاوۀ ” زمونږ په خدايانو او د مسلمانانو په يو خدای کښې څومره فرق دے هغوي داسې خدای يادوي چې پوه او طاقتور دے ګو ری او ويني او د هر کار توان لري خو مونږ له ډيره عمره لګيا يو ددې کاڼو عبادت کوو او دوې ته قربانی کوو. دوې ته سجده کوو په داسې حال کښې چې نه ويني او نه اوري تردې چې په خپل ځای کښې هم صحيح نه شی ودريدلے”

د مکې له فتح کيدوچې څومره ورځې تيريدے د عبدالعزی د حضرت محـمد(ص) دين سره مينه دومره زياتيده هغه هغې فرقونو ته رسيدلے و چې کوم د مسلمانانو او کافرانو تر مينځ وو نو دې ته تيارنه و جې يو ساعت هم د بتانو عبادت وکړي يوه ورځ يې اراده وکړه چې د خپلونوو فکرونو په هکله خپل ګران ترۀ سره خبرې وکړي. نو هغه ته ورغے او ويې ويل: ګرانه ترۀ! کله نه چې مکه دمسلمانانو په لاس فتح شوې ده ډير وخت يې کيږي آيا ستا اراده نشته چې د محمد(ص) دين قبول کړې؟ زۀ هيله لرم چې که مسلمانان شونو هميشنۍ کاميابۍ ته ورسو.

د هغه بد بخت ترۀ چې کله د هغه په خبرو ډير غصه شو نو هغه ته يې وويل: ” ولې ليونې شوے؟ د خپل پلار نيکونو لار څنګه پريږدې؟ نور دا فکرونه ونه کړې ځکه چې زمونږ خدايان به غصه شي.”

عبرالعزی چې کله خپل ترۀ د خپلونيکونو په دين کښې غرق وليد نو اراده يې وکړه چې يوازې مومنانو سره يو ځای شي او له بت پرستۍ لاس واخلي. نوله همدې سببه يې خپل ترۀ ته وويل: زۀ نور له ګمراهۍ او په تيارو کښې له عبادتونو ستړے شوم. هغه خدايان چې نه ويني نه اوري هغه څه ارزښت او قيمت لري؟ هغوي خو خپل ځان هم نه شي ساتلے. اوس ځه د اسلام دين قبلوم ځکه چې له هر يوه دينه ښه دے. د هغه ترۀ له دې خبرو ډير زيات غصه شو او په لوړ آواز يې غږ وکړ: که داسې فکر دې کړے وي نو زما هغه ټول مالونه چې په تامې خرچ کړي دي هغه به ماته واپس کړے.

هغه ځوان چې د پيغمبر(ص) ليوال شوے وو خپل ټول مال يې ترۀ ته پريښود او اخر دا چې خپلې پړقيدونکے جامې يې هم خپل ترۀ ته واپس کړے او بيا په منډه د خپلې مور کور ته روان شو.

هغه ځوان خپلې مورته ورسيد او له هغې يې دوه ټوټے جامې وغوښتے چې ټول بدن يې ورسره پټ کړي. مور هم ورته دوه ټوټے ورکړے اوځوان په هغې سره خپل بدن پټ کړ او په ډيرې مينې د مدينې په لور روان شو.

د خدای رسول(ص) خپلو ملګرو سره دسهار لمونځ کړے و چې دغه وخت دا ځوان جمات ته ورننوت او پيغمبر(ص) ته مخامخ شو او سلام يې وکړ. د هغه نا اشنا مخ اوبد حال او نامناسبه جامو ټول خلک ځان ته حيران کړي وو. د خدای رسول هغه سره له سلامه وروسته له هغه پوښتنه وکړه: ته څوک يې؟ جوان ورته وويل: زۀ عبدالعزی يم چې له مکې مدينې ته د مسلمانيدلو په نيت راغلے يم اوله دې سببه چې ترۀ می نه غوښتل چې زۀ مسلمان شم نوزما هر څه،تر دې چې جامی يې هم له ما واخستے.

د پيغمبر(ص) په ښودنو سره هغه شهادتين ولوستل اومسلمان شو د خدای رسول(ص) د دې ځوان په داسې مينه او لههر څه په تيروتلو ډير خوشحال شو اوويې فرمايل: له دې پس ستا نوم عبدالله دے. عبدالله اسلام سره ډيره مينه لرله نو له همدې سببه يې د اسلام عقيدې اوحکمونه ډير زر زده کړل اوپه جمات کښې به يې په لوړ اواز قرآن  ويل اولمونځ به يې کاؤه اودمهاجرو مرغو په شان به يې د ازادۍ سندرے ويلے.

عبدالله مزنی تل د خدای درسول يار او ملګرے و اوپه خپل دين به يې فخر کاوۀاود پيغمبر(ص) په حکم منلو او ولايت کښې بهيې هيڅ شک نه کاؤه .

عبدالله به خپله کاميابی د اسلام په مرسته کښې ګڼله . هغه دين چې د انسانانو د هدايت لپاره راغلے و . عبدالله له ډير سختيو وروسته په نهم هجری کال کښې چې مسلمانان کافرانوسره د جنګ  په نيت له مدينې د تبوک پهلور روان وو په لارهکښې هغه ناروغه شو اوډيره زياته تبه يې شوه تر دې چې په لاره کښې وفات شو.دخدای رسول(ص) د هغه د مړيدلو نه پس دهغه په هکله وفرمايل: هغه شهيد له دنيا لاړ.

 

پيژنګلوي

نامه: عبدالله

د پلار نامه: مُزنی

د وفات کال: 9 هجري

د وفات ځای: د تبوک سيمه