د جنت مارغه

د جنت مارغه: حضرت جعفر طيار (رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

کاروان د شګو په طوفان کښې ورو ورو مخکښې تلو او هوا د هغوي د پښو نښانې ورانولے.مسلمانانو سړو او ښځود پيغمبر)ص*په حکم له مکی نه حبشې ته هجرت کاؤځکه چې د مکی د کافرانو له ظلمه په امان کښې نه وو.

تر حبشې پورې د مسلمانانو لار په درياب کښې د کشتو په وسيله وه .د شعيبه بندر پورې زياته لارنه وه پاتې،ټولو کشتۍ ته د ختلو لپاره بيړه کوله ځکه چې له يوه اړخه ورپسې د مکې مشرکان وواو له بل اړخه د کشتيو د روانيدو وخت نزدےکيدۀ.اخر دا چې د حجاز په اوچو اوګرمو بيابانونو کښې له ډير سخت او ګران سفره وروسته مسلمانان بندر ته ورسيدل او بې ځنډه تجارتي کشتيو ته سواره شول او د حبشې په لورروان شول. کله چې مشرکان ددرياب غاړې ته راورسيدل نو مسلمانان تلي وو، له همدې وجې مشرکانو چې دومره سخته لار يې وهلې وه ډير په غصې په هغه لار واپس لاړل او د کافرانو مشرانو ته يې د مسلمانانو د تښتيدو خبرورکړ. له مشرکانو څخه څو کسان د کافرانو له خوا ګران بيه ډالو سره حبشې ته وليږل شو. د هغوي نقشه دا وه چې د حبشې باچا ته رشوت ورکړی او ټول مهاجرين مکې ته بيرته ستانه کړي، د مسلمانانومهاجرين د (جعفر بن ابی طالب) په مشرۍ کښې حبشې ته ننوتل اونجاشي چې د حبشې باچا و مسلمانانو ته پناه ورکړه او هغوي ته يې په خيرراغلےوويل: لا د مسلمانانو په حبشې کښې څوورځې نه وې تيرې چې د مکې د بت پرستانو استازي حبشې ته راورسيدل او نجاشي سره يې ليدنه وکړه هغه ته يې وويل،زمونږ ځينې کم عقل مريان اووينځې د خپلو مشرانو له دينه اوړيدلےدي او داسې دين يې منلے دے چې نه ستاسو دين دے او نه زمونږ،اوس له تا غواړو چې د خپل هيواده يې اوباسه او زمونږ په لاس کښې يې راکړه،نجاشي چې عيسايي باچا و له جعفر ابن ابی طالبه چې د مسلمانانو مشرؤپوښتنه وکړه؛ستاسو دا نوے دين څه دے؟ دغه وخت جعفر د نجاشي ،راهبانواو د مکی د مشرکانو په وړاندې ودريدۀاوويې ويل:اے باڅا! مونږ داسې خلک وو چې د جاهليت په وخت کښې به مو د بتانو عبادت کاوۀ،مرداره به مو خوړه، بدکارونه به مو کول،خپلو کاونډيانواو هغه چاسره به مو بد کول چې چا سره به مو وعده کړې وه،زوروروبه دضعيفانو او کمزورو حق خواړه، نو خدای مونږته يو پيغمبر راوليږه او هغه مونږد يو خدای په لوروغوښتو چې يوازې د هغه عبادت وکړو، مونږ ته يې د رښتياويلو، امانتدارۍ اود خپلوانو او ګاونډيانو سره ددوستۍ حکم راکړ اوله بدو کارونو،بدو خبرو، دروغ ويلو او د يتيمانو د مالونو له خوړلو يې منع کړواوويې فرمايل چې لمونځ وکړئ، صدقه ورکړئ او روژه ونيسئ. مونږ هم د هغه خبره ومنله او په هغه مو ايمان راوړ د يو خدای عبادت مووکړ او چې څه څيزونه هغه حرام کړي وو هغه مو حرام وګڼل او څه چې يې حلال کړي وو هغه مو حلال وګڼل خو د قريشو مشران په ازار او زياتی سره غواړي چې مونږ خپل دين پريږدو او بيا بت پرستۍ او بدو کارونو ته ستانه شو. بيا نجاشی له جعفربن ابی طالب پوښتنه وکړه : د عيسی (ع) په هکله ستاسو څه نظردے؟ جعفرورته ځواب ورکړ:زموږ هماغه عقيده ده چې کومه زمونږ پيغمبر له خدايه راوړې ده هغه حضرت فرمايي؛ عيسی(ع) د خدای بنده او پيغمبر دے د خدای روح او کلمه دے چې پاکې بي بي مريم ته يې ورکړےدے. نجاشي چې د جعفربنابی طالب له اسمانی خبرو حيران شوے و،وويل:په خدای مې دې قسم وي چې رښتيا دې وويل.

بيا يې مهاجرو مسلمانانو ته وويل:ځئ!تاسو ازاد او په امنيت کښې يئ هر څوک چې تاسو ازارکړي هغه ته به سزاورکړے کيږي زۀ دا نه غواړم چې د سرو زرو غرراسره وي او تاسو په ازارکښې وئ.بيا نجاشي خپلو فوځيانو ته مخ کړ اوويې ويل:داډالۍ خپلو څيښتنانو ته واپس کړئ. ماته د رشوه څه ضرورت نشته هغه رشوت چې تاسو دډالۍ په شکل کښې راوړےدےپه خدای مې دې قسم وي چې له کومې ورځې باچاشوے يم رشوت مې نه دے اخستے. هغه استازي چې د مشرکانو له اړخه حبشې ته راغلي وو هم په خپلې ارادې کښې کامياب نه شول او هم يې ددرباريانو په وړاندې سپکاوې وشه او خالی لاس خپل وطن ته ستانه شول. ښاغلي جعفرابن ابی طالب په خپل ټول عمر کښې د پيغمبر(ص)اطاعت کاؤه او د اسلام د بريالۍ لپاره د خپل سر اود ماله تير شو هغه د پيغمبر(ص)لپاره ډير خوشحالونکي بريالۍ تر لاسه کړے جعفر پوخ ايمان بشپړ يقين او پاک او اسمانی زړه لرۀ په ميړنتوب او شجاعت کې ډير کم کسان د هغه په شان وو او په جنګونو کښې به يې د ښکاري شير په شان دد ښمن په لښکر حمله کوله او هغه به يې تس نس کول.د موته په جنګ کښې پيغمبر(ص) جعفر د مسلمانانو مشر جوړ کړ او هغه د تيرو جنګونو په شان د جنګ ميدان ته راووت. د موته په جنګ کښې د غه هاشمي ميړنے ډير زورور څرګند شو د کافرانو زيات مشران او سپايان يې ووژل او اخر دا چې د جنګ په ميدان کښې شهيد شو کله چې پيغمبر(ص)د جعفر د شهادت خبرواوريده نو له سترګويې اوښکې روانې شوې وويې فرمايل: خدای پاک جعفر ته دوه وزر ورکړل چې هغې سره به په جنت کښې الوځي.

 

پيژنګلوي:

نامه: جعفر

د پلار نامه: ابوطالب

لقب: طيار – ذو جناحين

کنيت: ابو عبدالله

د مور نامه: فاطمه بنت اسد

د شهادت کال: د اتم هجري کال څلورمه خور

د شهادت مقام: په شام کښې په جنګ موته کښې