د وادۀ ځلمې

د وادۀ ځلمې: حضرت حنظلة ابی عامر (رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

د حنظله د وادۀ شپه وه او د مدينې ټولو خلکو ته پته وه چې نن د حنظله وادۀ دے. سره د دې چې د حنظله پلار د پيغمبر(ص) ډېر زيات دښمن ؤ خو په خپله د پيغمبر(ص) له يارانو او اصحابو څخه ګڼل کيدۀ. د حنظله پلار “ابوعامر” يوازې په دې خبره خپه نه ؤ چې حنظله دې مسلمانانو تر مينځ ويني  بلکه له پيغمبر(ص) سره يې ډېره زياته کينه هم لرله.

حنظله او پلار دواړو اختيار او توان لرۀ خو يوۀ باطله او د ګمراهۍ لار خوښه کړه او بل رښتونې او د خوشحالۍ لار. د حنظله ښځه “جميله” وه د هغې پلار هم يو منافق او مشرک سړے ؤ چې نوم يې “عبدالله بن اُبیّ” و. د جميلې د پلار هم په دې خبره چې لور يې مسلمانه شوې ده اسلام او پيغمبر(ص) سره نوره دښمني زياده شوې وه.

دې ناوې او د وادۀ ځلمي يعنې جميلې او حنظله د ژوند خوشحالي په دې کښې ګڼله چې د پيغمبر(ص) پيروي وکړي او هغه سره په دې لار کښې مرسته وکړي. د مسلمانانو ښځې او سړي په دې وادۀ کښې موجود ؤ او حنظله ورته په مينه په خېر راغلے ويل. کله چې وادۀ ختم شو نو حنظله د خپلې ښځې سره کور ته لاړ.

د قريشو مشرکان په دې خبره ډېر خپه وو چې اسلام په جزيرة العرب کښې په ډېرې بيړې خپريږي. او د بدر له جنګه يې هم زړونه روغ نه وو. هغوي پيغمبر(ص) سره د جنګ اعلان وکړ او ويې ويل: “له  پيغمبر(ص) او د هغه له يارانو به د بدر د مړيو بدل اخلو”. کافرانو غوښتل چې په زور د خلکو کورونو ته ننوځي خو پيغمبر(ص) په مينه د خلکو زړونو ته ننوت.

د مشرکانو ځينې مشران د مسلمانانو په لاس وژل شوي وو. ورځ په ورځ د کافرانو زور په کمېدو شوے و او د هغوي په اپوټه اسلام هره ورځ په ترقۍ و. پيغمبر(ص) ته د مشرکانو د خبرو پته وه چې لګيا دي لښکر تياروي نو پيغمبر(ص) هم ورته لښکر په تيارولو کړ د دې لپاره چې سهار د مشرکانو سره جنګ ته ورشي. په کومه شپه چې ټول مسلمانان د جنګ په تيارۍ لګيا وو د خداي رسول(ص) حنظله ته اجازت ورکړ چې وادۀ وکړي. حنظله په پيغمبر(ص) او د هغه په دين ايمان راوړے و خو وادۀ سره يې خپل دين بشپړ کړ. د مدينې مسلمانان په هغه شپه ويښ وو سړي يې جنګ ته تياريدل او خپلې وسلې يې تيرۀ کولے.

سبا سهار د مسلمانانو او کافرانو لښکر يو بل ته مخامخ شو او بيا د دواړو لښکرو تر مينځ يو سخت جنګ شورو شو. د جنګ په لومړيو کښې مسلمانانو لوی برې ترلاسه کړ او د دښمن فوځيان به يو بل پسې وژل کيدل. په دغه تاريخي غزا کښې کافرانو د علی عليه السلام او د حمزه رحمة الله عليه  د لاسه سخت ګزارونه وخوړل.

په دغه وخت کښې د مسلمانانو يو ټولي چې کله خپل ملګري بريالي وليدل نو خپل ځای يې پريښود او په غنيمتونو راټولولو لګيا شو. د مشرکانو يو ټولي چې کله دا ځاي خالي وليد نو له هغې اړخه يې په مسلمانانو د شا له اړخه حمله وکړه.

مشرکانو په دروغه چيغه ګډه کړه چې “محمد(ص) وژل شوے دے” نو په لږ وخت ځينې سستې عقيدې والا مسلمانان په تښتيدو شو او ډېر زيات ترې زخمي او ووژل شو. او پيغمبر(ص) يو ډېر کم زړه­ور ټولي سره د دښمانانو په مينځ کښې ګېر شو.

سهار د مدينې په کوڅو کښې د اسلام ځينې سپاهانو غږ وکړ: “د رسول الله مرستې ته ځان ورسوئ” حنظله چې کله دا سخت حال وليد نو خپلې وسلې سره له کوره ووت. په اس سپور شو او د جنګ ميدان ته يې ځان ورساوۀ او د يو تندر په شان يې د دښمن په لښکر حمله وکړه او په خپلو ګوزارونو سره يې ځينې مشرکان ووژل او ځينې يې ژوبل کړل.

په دې مينځ کښې حنظله ابوسفيان وليد چې له مسلمانانو څخه يې د خپلې مقابلې سړے غوښتۀ. حنظله چې د داسې وخت په انتظار کښې و د لا إلٰهَ إلا الله غږ سره يې په ابوسفيان حمله وکړه. ابوسفيان چې کله ځان د داسې نر او غصه ناک ځوان په وړاندې وليد نو د جنګ اراده يې وکړه خو حنظله په خپل تيز ګزار سره اول د هغه اس وواهه او کله چې ابوسفيان مجبوره شو چې پياده جنګ وکړي نو حنظله ورباندې حمله وکړه چې ويې وژنې.

کله چې کافرانو د ابوسفيان د مرستې غوښتلو غږونه واوريدل نو په بيړه د هغه په لور راغلل.

دغه وخت کښې چې حنظله خپله تيرۀ توره اوچته کړې وه او غوښتل يې چې د ابوسفيان سر له يې راواچوي يو مشرک خپلې نيزې سره د حنظله په بدن ګزار وکړ او د خپل مشر د وژلو مخ نيوۀ يې وکړه. حنظله په هماغه حال کښې په خپل قاتل باندې حمله وکړه او هغه يې وواژه. ابوسفيان هم له ويرې د خپلو سپايانو تر مينځ پټ شو چې هسې نه څه بلا يې سر له راشي. کله چې حنظله دښمن ته ورسيد نو پيغمبر(ص) د هغه په هکله وويل: “ما پرښتې وليدے چې د ځمکې او اسمان تر مينځ د سپينو زرو په لوخو کښې يې هغه ته پاکو اوبو سره غسل ورکاوۀ” د وادۀ ځلمې حنظله خپل شهادت سره تل پاتې خوشحالۍ او نيکمرغۍ ته ورسيد او د خپل شهادت خوشحالي يې ونمانځله.

 

پيژنګلوي:

نامه: حنظله

د پلار نامه: ابوعامر

د قبيلې نامه: اَوس

د شهادت کال: ٣هجري کال

د شهادت ځای: اُحد