سردار احد

سردار احد: حضرت حمزه سيد الشهداء (رحمة الله عليه)

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

 

د مکې د مشرکانو ځينې مشران په لاره کښې ولاړ وو او په لوړ اواز يې خبرې کولے او خندل يې، ناڅاپه يې د خدای رسول (ص) وليد چې له هغه ځايه تيريدۀ ابوجهل چې د پيغمبر(ص) ډېر لوی دښمن و هم هلته ولاړ ؤ هغۀ پيغمبر(ص) ته هغه څه وويل چې پخپله هغه سره جوړيدل.

هغه يوازې پيغمبر(ص) پورې ونه خندل بلکه د هغۀ خدای او دين ته يې هم بد رد وويل. هغوي په ډېرې بې شرمۍ سره پيغمبر(ص) ته سپکې سپورې ووې او خپله ناپوهي او جهالت يې ټولو ته څرګند کړ. پيغمبر(ص) د مشرکانو بدو عادتونو نه خبر و  نو د هغوي د خبرو څه پروا يې ونه کړه او له هغه ځايه ډېر په درناوي تېر شو ځکه چې د ليونيانو او ناپوهانو ځواب چپ پاتې کيدل دي. سره د دې چې د خدای رسول به له هغوي لېرې کيدۀ خو د مشرکانو له بدو خبرو نه خلاصيدو. ابوجهل به شراب څښل او د عربو د ټولو نه د خوښ او شريف انسان سپکاوې به يې کاوۀ او د هغه د غصه او اور نه مړيدۀ او په ارام به نه کښيناستۀ. په دغه وخت کښې له مشرکانو څخه يو کس چې ټول له ويرې رپيده، غږ وکړ: “حمزه زمونږ په لور راروان دے”.

حمزه رحمة الله عليه دنګ لوړ او پوخ سړے و. لينده يې په مټ او توره يې په ملا تړلې وه. پوزه او خلۀ يې په يوې کپړے پټ کړي وو چې د شګو د طوفان نه په امان کښې وي. هغه له ښکاره بيرته راتلۀ. په زړه ورتيا کښې يې څارې نه لرل او په جنګ او زړه ورتيا کښې ورته د مکښې له خلکو هيڅ څوک نه رسيدل. هغه په عربي اس سپور له لېرې نه راروان ؤ. مشرکانو له ويرې هيڅ خبرې نه کولے سا يې په مرې کښې بند شوې وه او يوازنې اواز چې اوريدې شو د هغه اس د خپو اواز ؤ چې حمزه رحمة الله عليه ورباندې سپور ؤ کله چې هغه هغې ټولي ته راورسيد نو له اسه کوځ شو او خپله د اوسپنې لينده يې په لاس کښې ونيوه د مخ نه يې کپړه ليرې کړه او د خلکو په وړاندې روان شو ټول هغه ته ځير وو. حمزه رحمة الله عليه ته پته وه چې څه چل خو شته دا خلک هسې نه دي غلي شوي نو ځکه يې پوښتنه وکړه څه چل شوے دے؟ ولې څوک خبرې نه کوي؟

دغه وخت له حاضرو کسانو څخه يو کس چې ټوله پيښه يې ليدلې وه په پټه حمزه رحمة الله عليه ته بيان کړه.

کله چې حمزه رحمة الله عليه له دې پيښې خبر شو نو بې ځنډه د مشرکانو په لور راغلۀ او غږ يې وکړ: “ابو جهل چېرته دے؟” ابوجهل چې له ويرې د کافرانو په مينځ کښې پټ شوے و کله چې د حمزه رحمة الله عليه غصه ناک غږونه واوريدل نو په داسې حال کښې چې خپې لاسونه يې لړزيدل د کافرانو له مينځه راووت.

دغه وخت حمزه رحمة الله عليه بې ځنډه هغې ليندې سره چې په لاس کښې نيولې وه د ابوجهل سر وواهه او له ګريوانه يې ونيوۀ او ځمکه ته يې راواچاوۀ خپله خپه يې د هغه بې غيرت په مرۍ کيښوده. ابوجهل په داسې حال کښې چې سر مخ يې په وينو رنګ شوي وو او په خاورو کښې د حمزه رحمة الله عليه د خپو لاندې پروت وو سوال کاوۀ “رحم راباندې وکړه زما له مرګه تېر شه…” دغه وخت د ابوجهل ملګري راغلل او په سوال زارو يې ابوجهل  له هغه غيرتمنه د خپلو له لاندې راوباسه. او ځان سره يې کور ته بوتله. ابوجهل چې د پيغمبر(ص) سپکاوې يې غوښته د حمزه رحمة الله عليه په لاس ډېر وځپل شو او د مکې د خلکو په وړاندې خوار شو.

د ابوجهل ځينو خپلوان، چې له حمزه رحمة الله عليه ويريدل او دا ګمان يې نه کاوۀ چې هغه به هم د پيغمبر(ص) په دين وي، هغه ته يې وويل: “ای ځوانه ته چې د محمد(ص) دين نه منې نو له هغه ولې دفاع کوې؟”

دغه وخت حمزه رحمة الله عليه اراده وکړه چې د مکې د خلکو تر مينځ، د دوست او دښمن په وړاندې خپله عقيده څرګنده کړي له همدې وجې يې غږ وکړ: “اے خلکو! خبر شئ چې زۀ مسلمان يم او د خداي په يووالي او د پيغمبر(ص) په نبوت ګواهي ورکوم: أشْهَدُ أنْ لا اله الا اللهُ و أنَ محمّداً رَسوْلُ الله، په خدای مې دې قسم وي چې له ايمانه به لاس وانه خلم که څوک توان لرئ نو له دې کاره مې منعې کړئ”. کله چې د مکې مشرکانو د حمزه رحمة الله عليه د پيغمبر(ص) نه دفاع او حمايت وليد نو په سوچ کښې لاړل او يو بل ته يې وويل: “د حمزه رحمة الله عليه په مسلمانيدو سره پيغمبر(ص) ډېر طاقتور شو نو له دې وروسته بايد خپلو خبرو او کړو وړو ته زيات سوچ وکړو. که نه وي په مونږ به هم هغه بلا راشي  چې کومه په ابوجهل راغلې وه.

حمزه رحمة الله عليه په خپل ټول ژوند کښې د پيغمبر(ص) مرسته وکړه او د نبوت دفاع او د پيغمبر(ص) ملاتړ يې وکړ. تر څو چې حمزه رحمة الله عليه ژوندې و پيغمبر(ص) ښه په ارام سره خلکو ته د دين دعوت ورکاوۀ. ځکه چې د حمزه رحمة الله عليه رعب او ويرې خلک دې ته نه پريښودل چې د پيغمبر(ص) د ازار او تنګولو سوچ وکړي. حمزه رحمة الله عليه يو خداي د پيغمبر(ص) نبوت او د حضرت علی عليه السلام ولايت منل او هيڅ کله يې په دي کښې څه شک ونه کړ.

اخر د اُحد په غزا کښې کله چې مشرکانو سره په جنګ لګيا و نو د دښمن له طرفه د يوه غلام په يوه نيزه ولږيد او په جنګ کښې شهيد شو.

 

پيژنګلوي:

نامه: حمزه

د پلار نامه: عبدالمطلب

لقب: اسدالله، اسدالرسول، سيد الشهداء

د زوکړے کال: له عام الفيله څلور کاله وړاندې

د شهادت کال: په جنګ احد کښې د هجرت په دريم کال د وړوکي اختر په مياشته کښې

قاتل: وحشي