مصر یو مسلمان هیواد دی

ژباړه: محمد رحیم درانی

مصر د افریقا په شمال ختیځ کې یو مسلمان هیواد دی چې پلازمینه یې قاهره ده، د شیعو لږکیو سره. دا خاوره په ۲۰ هجري کې د عمرو بن عاص په مشرۍ کې فتحه شوه. د مصر په فتحه کې… د ابوذر غفاري، ابو ایوب انصاري او مقداد ابن اسود په ګډون د امام علي(ع) د ځینو اصحابو شتون په مصر کې د شیعه کلتور د شتون پیل ګڼل کیږي. اسماعیلي شیعه په مصر کې له ۳۵۸ هجري قمري کال څخه تر دوو پېړیو پورې واکمني وکړه او د هغوی ډېرې نښې پاتې دي. له هغو ځینې د قاهرې ښار په شمول چې د فاطمیون په وخت کې جوړ شوی و، او د الازهر جامع جومات. په اذان کې د «حی علی خیر العمل» ورزیاتول او د عاشورا ماتم په مصر کې د فاطمیانو له نورو عمونو څخه دي. د اهل بیتو په لور تمایل نن هم په مصري ټولنه کې لیدل کیږي، تر دې حده چې د مصري صوفیانو په منځ کې له اهل بیتو سره مینه اړینه او له اهل بیتو سره بې لاري له دین څخه انحراف ګڼل کیږي.

 

په مصر کې اهل بیتو او امام زاده ګانو ته منسوبې مقبرې او زیارتونه لکه د راس الحسین زیارت، د حضرت زینب مقبره او د سیده نفیسه مقبره، له هغو زیارتونو څخه دي چې د مصریانو د پام وړ دي. د ځینو راپورونو له مخې شیعه نن سبا په مصر کې تر فشار لاندې دي او له مذهبي ازادۍ برخمن نه دي او له خپلو حقونو محرومیږي. په ۱۹۴۷ کال کې د سني او شیعه عالمانو له خوا په مصر کې د دارالتقریب تاسیس د سنیانو له خوا په ځانګړې توګه په مصر کې د شیعو په رسمیت پیژندلو لاره پرانیستله. خو په ایران کې له اسلامي انقلاب او د فلسطین په اړه د ایران او مصر تر منځ د اختلافاتو له امله پر شیعو فشارونه زیات شول او کلتوري بنسټونه لکه جمیعت آل البیت تعطیل شو.

 

په مصر کې د شیعو ځینې پیژندل شوي شخصیتونه دا دي: صالح الورداني، یو مصری ژورنالیست چې په 1981 کې شیعه شو او د شیعه پیژندلو لپاره یې ډیر کتابونه ولیکل او همدارنګه حسن شحاته، یو شیعه مبلغ چې د الازهر له پوهنتون څخه فارغ شوی و او په پنځوس کلنۍ کې شیعه شو او د افراطي سلفي ډلو لخوا ووژل شو. د خپرونو مرکزونه لکه دارالنجاح چې په مصر کې د شیعه اثارو لومړنی خپرونکی و او دار البدایة چې له ایران سره د همکارۍ په تور وتړل شو، په مصر کې له شیعه کلتوري بنسټونه څخه وو.

 

پیژندګلو

مصر چې پلازمینه یې قاهره ده، د افریقا په شمال ختیځ کې موقعیت لري او د لیبیا، اشغال شوي فلسطین او سوډان هیوادونو سره ځمکنۍ پوله لري او د اردن او سعودي عربستان سره د اوبو پوله لري.[1] دغه هېواد له شمال څخه د مديترانې بحيرې او له ختيځ څخه سور سمندر ته رسېږي.[2] مصر له یو ملیون مربع کیلومټرو څخه زیات مساحت لري.[3] او د وروستیو اټکلونو له مخې نږدې سل میلیونه وګړي پکې ژوند کوي، چې ۹۰٪ یې مسلمانان او ۱۰٪ یې مسیحیان دي.[4] په مصر کې د شیعو لږکی اوسیږي چې دقیق شمیر یې په لاس کې نشته.[۵]

 

د مصر د اساسي قانون له مخې، د دغه هېواد هېڅ قانون بايد د اسلامي شريعت مخالف نه وي. [۶] د الازهر پوهنتون چې د مسلمانانو یو له پخوانیو علمي مرکزونو څخه دی، په مصر کې موقعیت لري او د مسلمانانو په منځ کې یې ژور فکري او علمي اغیزې کړی دی.[۷] د اسکندریه د کاپټیک ارتودوکس کلیسا په ټوله نړۍ کې د 15 ملیون عیسویانو مذهبي مشري په غاړه لري.[8]

 

د مصر کلمه په قرآن کریم کې پنځه ځله ذکر شوې ده[۹] او په څلورو مواردو کې ترې مراد همدا مصر دی؛ یعنی هغه ځمکه چې فرعون یې پاچا و.[۱۰] خو له يادو شوو مواردو د ښار معنی هم شوی ده.[۱۱]

 

قرآن هم د مصر د ځمکې نورو جغرافيايي عواملو ته هم اشارې کړي دي؛ له هغو ځینې د مصر د ځمکې د زيرمې او خزانې دي،[۱۲] هم قرآن کريم څو ځلې د نيل د سيند يادونه کړې ده، چې په مصر کې واقع دی؛ په دغه یادونې ځینې دا دي: په نیل سیند کې د موسی د غورځولو کیسه، او د نیل سیند د څانګو په اداره کولو کې د فرعون ویاړ.[۱۳]

 

د مصر نقشه

اسلامي دورې

مصر په ۲۰ هجري کال کې د عمرو بن عاص په مشرۍ د مسلمانانو په لاس فتح شو.[۱۴] په مصر کې د اسلام له خپرېدو او د لویو عربو قومونو له راتګ سره، یوناني کلتور ورو ورو په اسلامي کلتور بدل شو او عربي ژبه په کې ومنل شوه.[۱۵] د اسلام له پيله تر اموي خلافت او د عباسي خلافت تر لومړيو پېړيو پورې، مصر د اسلامي خلافت تر واک لاندې يوه خاوره وه، چې واکمن به يې د خلافت د مرکز له خوا ټاکل کېده، تر دې چې په ۲۵۴ هجري کې په مصر کې لومړی خپلواک حکومت جوړ شو.[۱۶]

 

د لومړي ځل لپاره ابن طولون چې د معتز د عباسي خلافت په وخت کې مصر ته استول شوی و، د مصر په اداره کې خپلواکي ترلاسه کړه او د مصر سربیره یې شامات هم په خپله خاوره کې شامل کړل.[۱۷] په ۲۷۰ هجري کې د ابن طولون له مړینې وروسته د هغه اولاد د هغه ځای ناستی شو تر دې چې په ۲۹۲ هجري کې عباسیانو یو ځل بیا مصر فتح کړ.[۱۸] محمد بن طُغج چې د اِخشید په نوم مشهور و، دویم واکمن و چې مصر یې خپلواک کړ. هغه په ​​۳۲۳ هجري کې د عباسي والي په توګه مصر ته داخل شو.[19] په ۳۳۴ هـ ق کې د اخشید له مړینې وروسته ابوالمِسک کافور لومړی د اخشد د زامنو د سرپرست په توګه او بیا په خپلواکه توګه د مصر د واکمن شو او ۳۵۷ هجري قمري کال پورې چې په کې مړ شو په واک کې پاتې شو.[20]

 

اسماعیلیه مذهب فاطمیانو چې پخوا یې په افریقا کې، د نن ورځې تونس کې یو ځواکمن حکومت جوړ کړی و، په ۳۵۸ میلادي کال کې یې مصر فتح کړ.[21] د فاطمیون سلطنت تقریبا دوه سوه کاله وروسته په ۵۶۷ هجری قمری کی د صلاح الدین ایوبی په لاس له منځه لاړ.[22] ایوبیان چې په مصر او سوریه کې یې واکمني کوله، په ۶۴۸ هجري کې د مملوکانو له خوا له منځه ولاړل.[۲۳] د ممالیک حکومت په نهایت کې په ۹۲۳ هجري قمري کال کې د عثماني سلطان سلیم لخوا له ماتې سره مخ شو او مصر د عثماني امپراتورۍ په خاوره کې شامل شو.[24]

 

د عثماني دورې په دوران کې د اتلسمې پېړۍ تر پایه پورې د مصر واکمننان د عثماني سلطنت نایبان وو چې د عثماني سلطان له خوا ټاکل کیدل او په خپله خاوره کې يې له ډېرو خپلواکو برخمن وو.[25] په ۱۹ پېړۍ کې د عثماني امپراتورۍ له زوال سره هم مهاله،[۲۶] د ناپلیون بناپارټ تر قوماندې لاندې فرانسوي پوځ په ۱۷۹۸ کال کې مصر ته ننوتل،[۲۷] خو په پای کې په ۱۸۰۱ کې له مصر څخه ووتل.[۲۸] د فرانسې درې کلن اشغال په مصر کې ګډوډي رامنځته کړه.[۲۹] په هرصورت، د البانیایانو یوه ډله وتوانیدله چې په 1811 کې په مصر واکمن شي او شاوخوا 140 کاله واکمني وکړي،[۳۰] تر سو ۱۹۵۲ کال پورې د دې کورنۍ وروستی غړی فاروق له حکومت څخه په انقلاب سره چې د مصر د جمهوریت د رامنځته کېدو او د جمال عبدالناصر (۱۹۱۸-۱۹۷۰) د ولسمشرۍ لامل شو، له واکه لرې شو.[۳۱]

 

د شیعو مخینه

په مصر کې د شیعه کلتور د شتون پیل د مسلمانانو له خوا د مصر د فتحې له وخت څخه ګڼل کیږي. ځکه چې د مصر په فتحه کې د ابوذر غفاري، ابو ایوب انصاري او د مقداد ابن اسود په ګډون د امام علي(ع) پیروان او مینه وال موجود وو او عمار یاسر هم د عثمان خلافت په وخت کې د مصر له فتحې وروسته په مصر کې میشت شو.[32] په هر صورت، په مصر کې د عباسي خلافت پر وړاندې د شیعو لومړنی رول او پاڅون د نفس ذکیه د زوی علي ابن محمد پاڅون و.[۳۳]

 

امام علی (ع) د خپل خلافت په دوران کښې په اول ځل قیس بن سعد بن عباده مصر ته ولیږل او د عثمان د پلویانو له یوې ډلې پرته د مصر اکثرو خلکو له علی(ع) سره بیعت وکړ.[34] څه موده وروسته امام علی(ع) د قیس بن سعد پر ځای محمد بن ابی بکر د مصر والي وټاکو.[۳۵] خو د هغه په ​​وخت کې د معاويه لښکر د عمرو عاص په مشرۍ پر مصر بريد وکړ، محمد بن ابي بکر يې وواژه او هغه ځمکه يې ونيوله.[۳۶]

 

د امويانو او عباسيانو د خلافت دور

په مصر باندې د امویانو له واکمنۍ سره بیا هم، په دې خاوره کې د شیعو تمایلات په بشپړه توګه له منځه نه لاړل.[37] په مصر کې د شیعه او علوي تمایلاتو شتون او د خلافت له مرکز څخه د هغوي د واټن د زیات والي له سببه ځینې علوي پاڅونوال مصر ته لاړل. په مصر کې ځینې علوي پاڅونونه په لاندې ډول دي: په ۱۴۵ هـ ق کال کې د نفس زکیه د ورور علي بن محمد بغاوت چې له ماتې سره مخ شو،[۳۸] د احمد بن ابراهیم بن عبدالله بن طباطبا پاڅون په ۲۵۴ هجري قمري کال کې په صعید کې،[۳۹] د احمد بن محمد بن عبدالله بن طباطبا پاڅون په ۲۵۵ قمري کال کې اسکندریه ته نژدې[۴۰] او همدارنګه د ابراهیم بن محمد پاڅون چې د امام علی (ع) له اولادې څخه دی چې په ابن صوفی مشهور دی، په 256 هجري قمري کال کښې د طولونيانو د واکمنۍ په دوران کښې په مصر کښې د صعيد په سيمه کښې.[۴۱]

 

لکه څنګه چې مقريزي (۷۶۶-۸۴۵ هـ ق) مشهور مصري مورخ په خپل کتاب المواعظ و الاعتبار کې تشریح کړی چې د ۳۵۰ هـ ق کال د عاشورا په ورځ د امام صادق (ع) له اولادې د کلثوم بي بي په مقبره کې شیعه سره راټول شول او ماتم یې شورو کړ، د اموي افسرانو پر هغوی برید وکړ او ډېر یې ووژل او له دې وروسته پر شیعو فشار زیات شو؛ تر دې حده چې د خلکو د ازموینې لپاره به یې له هغوي پوښتنه کوله «مامام دې څوک دی؟» او که يې له «معاويه» پرته بل ځواب واورېد، نو سزا به يې ورکوله؛ ځکه دوی باور درلود چې معاویه «خال المؤمنین»، یعنی د مؤمنانو ماما دی.[۴۲] د مقریزي په وینا، په دې دوره کې به د جمعې په ورځو کې د عتیق جومات په دروازه کې نغاره وهونکو نارې وهلې چې معاویه د مؤمنانو ماما دی او د هغه صفتونه به یې شمېرل.[۴۳]

 

د رجالي سرچینو له مخې، اسماعیل بن موسی بن جعفر چې د امام صادق(ع) له اولادې څخه ؤ، په مصر کې میشت شو او هلته یې د خپل پلار له لارې له خپل نیکه څخه روایتونه نقل کړل[۴۴] چې د جعفریات یا اشعثیات په نوم یادیږي.[۴۵]

 

د احمد پاكتاچي په وينا د هجري كال د څلورمې هجري پېړۍ په لومړۍ نيمايي كې په مصر كې د شیعو علمي حلقې د پخوا په پرتله ډېرې آبادې وې او ګواه یې په دغه سیمه کې د داسې علمي شخصيت شتون و.[۴۶]

 

د فاطمیانو خلافت

اصلي مقاله: فاطمیان

فاطمیان د اسماعیلي مذهب شیعه وو، چې له ۳۰۱ هجري قمري کال راهیسې له څو ناکامو بریدونو وروسته[۴۷] بالاخره په ۳۵۸ هجري کال کې مصر فتح او تر دوو پېړیو پورې یې واکمني وکړه.[48] د قاهرې د اوسني ښار جوړول په مصر کې د فاطمیون له لومړنیو کړنو څخه وو.[۴۹] فاطمیانو همدارنګ د مصر له منبرونو او سکو څخه د عباسیانو نوم لیرې کړ او په اذانونو کې یې د «حی علی خیر العمل» جمله ورزیاته کړه.[50]

 

فاطمیانو همدارنګ د عاشورا ماتم ترسره کړ.[۵۱] د تاریخي روایتونو له مخې، فاطمي خلیفه الحاکم بامرالله په ۴۰۴ هجري قمري کال کې د عاشورا په ورځ په قاهره کې له نانوايي پرته ټول دوکانونه دې وتړل شي.[۵۲]

 

د الازهر جامع جومات په ۳۵۹ هجري قمري کال کې د اسماعیلي مذهب د تعلیماتو د تبلیغ په خاطر تاسیس شو،[۵۳] همدارنګه په ۳۹۵ هجري قمري کال کې د دارالحکمه یا دارالعلم بنسټ ایښودل چې د عامه او د پوهنتون د کتابتون په توګه ګڼل شوی دی، په مصر کې د فاطمیون له نورو کړنو څخه دی.[۵۴]

 

د احمد پاکتچي په وینا، په مصر کې فاطمي خلافت په دې خاوره کې د امامیه د ودې لپاره ښه شرایط برابر کړل.[۵۵] د نجاشي په وينا، په دې دوره کې شيخ صدوق (د ٣٨١ هـ ق) له مصر څخه د راغلو پوښتنو د ځوابولو لپاره يوه رساله وليکله.[۵۶] د پاکتچي په وینا، ابن جنید اسکافي (په څلورمه پیړۍ کې په عراق کې د امامیه فقهاوو څخه) هم شاید د مصر د خلکو لپاره یوه مقاله لیکلې وي.[۵۷]

 

له فاطمي خلافت وروسته

فاطمي خلافت په ۵۶۷ هجري کې د صلاح الدین ایوبي په لاس نسکور شو. د څیړونکو په اند هغه فشار چې له هغه وروسته په شیعو امامیه او اسماعیلیه و باندې راغی، د دې سبب شو چې په دې خاوره کې د امامیه و حوزه له کمښت سره مخ شي.[۵۸] په دې کلونو کې د امامي مذهب يو عالم معين الدين مصري چې د خواجه نصرالدين طوسي استاد و، په سوريه کې اوسېده.[۵۹] د پاكتچي په وينا د هجري كال د اوومې پېړۍ تر نيمايي پورې په مصر كې لا هم داسې عالمان موجود وو، چې محقق حلي (د. ۶۷۶ هـ ق) د المسائل المصرية کتاب یې ورته ليكلي وي.[۶۰]

 

اهل بیتو(ع) ته ګروهنه

اهل بیتو ته د مصري صوفیانو درناوۍ او په مصري ټولنه کې د هغوی کلتوري او ټولنیز نفوذ د دې لامل شوی چې مصریان جعفري مذهب ته نږدې کړي؛[۶۱] تر دې حده چې په مصر کې صوفیان په شیعه مذهب تورن شوي او تصوف د مصر او اسلامي نړۍ لپاره د شیعو دروازه ګڼل شوې ده.[۶2] له اهل بیتو سره مینه د صوفیانو په منځ کې اړینه ګڼل کیږي او له اهل بیتو سره بغض له دین څخه انحراف ګڼل کیږي.[۶۳] د ځینو صوفیانو په منځ کې، امام حسین (ع) «د حق شهید» ګڼل کیږي.[۶4] د اهل بیتو د قبرونو زیارت، د صحیفه سجادیې اهمیت، د پېغمبراکرم(ص) او امامانو د میلاد لمانځل، د صوفیانو او شیعو تر منځ د ورته والي ځینې نور اړخونه دي.[۶5]

 

زیارت

په مصر کې د حضرت زینب مقام

په مصر کې د اهل بیت(ع) د کورنۍ او د صوفیانو د اولیاو او مشرانو د مقبرو زیارتونه ډیر عام دي.[۶۶] د اهل بیتو(ع) یا د امامانو اصحابو ته منسوب تر ټولو مشهور زیارتونه چې د شیعو او نورو مصریانو د خورا پام وړ دي په لاندې ډول دي: د راس الحسین مقام،[۶۷] د حضرت زينب(س) مقام، [۶8] د سيده نفيسه مقبره چې د امام حسن(ع) له اولادې څخه ده.[۶9]

 

د سیدانو هجرت

د مصریانو اهل بیتو(ع) په لور او د شیعو په لور د تمایل او په مصر کې د شیعه مذهب د خپریدو یو سبب مصر ته د علویانو او د امامانو د اصحابو هجرت ګڼل کیږي.[۷۰] کله کله به علویان په خپله خوښه او د شیعه مذهب د تبلیغ په خاطر مصر ته هجرت وکړ او کله کله د عباسي خلیفه ګانو لکه مامون او متوکل له عذابونو څخه د خلاصون په موخه مصر ته تلل.[۷۱]

 

د طالبیانو له ډلې څخه تر ۸۰ زیات کسان مصر ته هجرت کړی، چې نومونه یې په «منتقلة الطالبیة» کتاب کې ذکر شوي دي.[72] متوکل عباسي په ۲۳۶ هجري قمري کال کښې په کربلا کښې د امام حسین(ع) د زیارت د ورانولو ترڅنګ له شیعو سره د مقابلې لپاره له مصر څخه د علوي مشرانو د ویستلو امر هم وکړ.[۷۳] ځينو څېړونکو دا حکم په مصر کې د علويانو د نفوذ څرګندونه ګڼلې ده.[۷۴] په مصر کې د 252 قمري کال څخه تر ۲۷۰ قمري کال پورې د علویانو پاڅون د هغو محدودیتونو په ځواب کې ګڼل کیږي چې د شیعو په وړاندې پلي کیده.[۷۵]

 

د شیعو وضعیت

په قاهره کې د رأس الحسین مقام

په مصر کې د شیعو د شمېر په اړه دقیق ارقام نشته؛[۷۶] خو لکه څنګه چې د اکانومیسټ مجلې ویبپاڼې لیکلي، په ۲۰۱۱ کال کې په مصر کې له پرمختګونو وروسته، شیعه په دې توانیدلي چې د پخوا په پرتله په شیعه مذهب خپله عقیده عامه کړي او همدې سرچینې په مصر کې د شیعو نفوس تر یو میلیون اټکل کړي دي.[۷۷] نورو سرچینو دا شمېره د ۸ لاکو او دوه میلیونو شیعو ترمنځ اټکل کړې ده.[۷۸] د یوه راپور له مخې چې د امریکا د کانګرس له خوا د مذهبي ازادۍ په اړه خپور شوی، د مصر په ګډون په ځینو هېوادونو کې شیعه تر فشار لاندې دي او له خپلو حقونو بې برخې دي.[۷۹]

 

د مصر شیعه په مختلفو سیمو کې ژوند کوي، لکه د مصر په شمال کې د منصوره او طنطا ښارونه او همدارنګه په جنوب کې د صعید په سیمه کې د اسوان او قنا او د اسنا، ارفو، ارمنت او قفطا په ښارونو کې ژوند کوي.[80]

 

دارالتقریب

د دارالتقریب د مرکزي کمیټې غړي

په معاصره دوره کې د مصر د شیعو فعالیت او رول لوبول د اسلامي مذهبونو د نږدې کیدو د غورځنګ د رامینځته کیدو پایله ګڼل کیږي.[۸۱] د مذهبونو یووالي د شیعه عالمانو او د جامع الازهر د مشرانو ترمنځ اړیکې جوړې کړې. شیخ محمد تقي قمي یو له هغو عالمانو څخه وو چې په ۱۹۴۷ کال کې یې د دارالتقریب بین المذاهب الاسلامیه په جوړولو کې برخه اخیستې وه او په قم کې یې د آیت الله بروجردي ملاتړ هم درلود.[۸۲] محمد جواد مغنیه، محمد حسین کاشف الغیطه، سید طالب حسینی الرفاعی او سید مرتضی رضوی نور هغه شیعه علمان وو چې په د تقریب لپاره یې په فعاله توګه حضور درلود. يو شمېر سني عالمانو هم چې د همدې فکر خاوندان وو، له دې طريقې سره يې همکاري کوله، چې هغه دا دي: محمد مصطفی المراغي، شيخ محمود شلتوت، شيخ عبدالمجيد سليم.[83]

 

په ۱۹۵۹ کال کې د الازهر پوهنتون مشر شیخ محمود شلتوت د جعفري فقهې د پیروي د جواز په اړه فتوا صادره کړه او کلونه وروسته چې په جامع الازهر کې د شیعه علومو تدریس د ایوبیانو لخوا منع شوی و،[84] هغه په ​​الازهر کې د شیعه مذهب د تدریس لپاره خپله رای څرګنده کړه، او که څه هم په دې کار کې بریالی نه شو،[۸۵] خو د فقه مقارن په کورسونو کې یې د شیعه فقهې د تدریس لپاره لاره پرانیستله.[۸۶] په دې برخه کې د یوه شیعه عالم فضل بن حسن طبرسي له خوا د تفسیر مجمع البیان د کتاب خپرول او د محمود شلتوت په ګډون د الازهر د یو شمېر پوهانو په سریزې سره، هم د اسلامي مکتبونو د یووالی د کار پایله ګڼل کېږي. همدارنګه له ۱۳۶۸ هجري قمری کال څخه تر ۱۳۹۲ هجري قمری کال پورې دارالتقریب د رسالة الاسلام په نامه د یوې مجلې ۶۰ ګڼې خپرې کړې، چې د شیعه او سني علماوو مقالې پکې وې.[87]

 

پر شیعه ګانو بندیزونه

په ایران کې داسلامي انقلاب له راتلو سره او د فلسطین د مسئلې په سر د دواړو حکومتونو ترمینځ اختلافاتو چې له دښمنۍ سره مخ شول ، د مصر شیعه تر فشار لاندې راغلل او د شیعه ضد کتابونه خپاره شول؛ د نورو شیانو تر څنګ، د محب الدین الخطیب لخوا لیکل شوی کتاب «الخطوط العريضة لدین الشیعة» او شیعه مذهب له اسلام څخه جلا دین وګڼل شو.[۸۸] په همدې لړ کې په ۱۹۸۸ کال کې د مصر حکومت د شیعو یوه ډله له ایران سره د اړیکو په تور ونیوله.[89]

 

په 1389 لمریز کال کې د مصر د ولسمشر حسني مبارک له نسکورېدو وروسته،(2011میلادی)،[۹۰] که څه هم په مصر کې د اسلامي جریانونو محدودیتونه له منځه ولاړل، خو پر شیعو باندې فشارونه همدارنګ باقی پاتې شول او د بېلګې په توګه د شیخ طلعت عفیفي د وزارت پر مهال په مصر کې د شیعه فکر موجودیت ممنوع اعلان شو او په جوماتونو کې د شیعو هر ډول فعالیت منع شو.[۹۱] همدارنګه، د مصر ځینې شیعه شخصیتونه د افراطي مذهبي ډلو لخوا د تاوتریخوالي سره مخ شو یا د پیغمبر(ص) او اصحابو د سپکاوي او جاسوسۍ په تور محاکمه شوي دي.[92] د حسني مبارک له نسکورېدو وروسته له شيعو سره په چلند کې د مصر مذهبي سياست له هغه څخه د مخکني مذهبي سياستونو دوام او پر شيعو د فشار پر بنسټ ګڼل شوی دی.[93]

 

د حسني مبارک له نسکوریدو وروسته د سلفي ډلو د خوځښتونو په زیاتیدو سره، د شیعو پر ضد حملې زیاتې شوې؛ چې په هغو کې، په مصر کې د ایران د ګټو د ساتنې پر دفتر برید، د عاشورا د مراسمو په ترسره کوونکو برید او د شیعه ضد کنفرانسونو جوړول شامل دي.[94] د شته رپوټونو له مخې، د مصر شیعه د کافي زده کړو لرو باوجود د خپل هېواد دولتي مرکزونو ته نه شي ورننوتلی او ډېر یې په تجارت او کرونده بوخت دي.[۹۵] شیعه همدارنګ د رسمي ګوند له جوړولو، د حسینیه د جوړولو او په پارلمان کې د استازي درلودل محروم دي.[9۶]

 

د آل البیت غونډه

جمعیت آل البیت په 1973 جوړ شو.[97] او د هغې له اصلي غړو څخه یو سید طالب الرفاعي و.[98] ځینې کتابونه لکه المراجعات، د شیعه د حقانیت د ثابتولو لپاره، د سید عبدالحسین شرف الدین لخوا لیکل شوی، کتاب علی لاسواه، د امام علی(ع) د خلافت د ثابتولو لپاره، محمد رضی رضوی لیکلی او التشیع ظاهرة طبیعیة فی اطار الدعوة الاسلامیة، چې د سید محمد باقر صدر لخوا لیکل شوی، د آل البیت لخوا خپاره شوې اثار دي.[99]

 

په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د ایران د اسلامي انقلاب بریا او د مصر او ایران د حکومت تر منځ اختلافات د دې لامل شول چې جمعیت آل البیت وتړل شي.[100]

مشهور شخصیتونه

د مصر د شیعو ځینې مشهور کلتوري، مذهبي او ټولنیز شخصیتونه دا دي:

صالح الورداني، یو مصری ژورنالیست چې په ۱۹۵۲ میلادي کال کې زیږیدلی او په ۱۹۸۱ کال کې شیعه شو.[۱۰۱] هغه د شیعه مذهب په اړه له 20 څخه ډیر کتابونه لیکلي او په سنیانو یې نیوکې کړي دي؛ لکه «عقائد السنّة وعقائد الشيعة»، «الشيعة في مصر من الإمام عليّ حتى الإمام الخميني»، «الحركة الاسلامية والقضية الفلسطينية».[102] د دارالبدایة خپرندویې ادارې، چې په مصر کې د شیعو لومړي د نشر اداره وه، او همدارنګ دارالهدف، له هغه مرکزونو څخه دی چې هغوي يې بنسټ ایخی دی.[103] د صالح الوردانی ځینې کتابونه په فارسۍ، ترکۍ او کردۍ ژبه ژباړل شوي دي.[104]

 

شیخ حسن شحاته چې د افراطي تکفیریانو لخوا ووژل شو

حسن شحاته، (۱۹۴۶م) یو مشهور شیعه مبلغ چې د جامعه الازهر څخه فارغ شوی و، په پنځوس کلنۍ کې شیعه شو او په مصر کې د اهل بیتو علیهم السلام د پیروانو له مشرانو څخه ګڼل شوی دی.[۱۰۵] حسن شحاته په ۱۳۹۲ کال (د ۲۰۱۳ کال د جون په ۲۳) د مصر په الجیزه ولایت کې د امام زمان(عج) د ولادت د لمانځنې په مراسمو کې ووژل شو.[۱۰۶] د افراطي سلفيانو يوه ډله د هغه د قتل عاملين پيژندل شوي دي.[۱۰۷]

 

شیعه خپرونکي

په مصر کې شیعه خپرونکی مرکزونه د شیعه اثار خپروي؛[۱۰۸] د دې خپرونکو په منځ کې ځینې دا دي:

دارالنجاح په ۱۹۵۲ کال کې د سید مرتضی رضوي له خوا تاسیس شو او ځینې مهم شیعه کتابونه لکه تفسیر القرآن الکریم، چې د سید شبر لخوا لیکل شوی، وسائل الشیعه، مصادر الحدیث عند الامامیه، اصل الشیعة و اصولها، شیعه و فنون الاسلام و شیعه فی التاریخ، او شیعه فی التاریخ چې به محمد الزين لخوا لیکل شوې، چاپ کړي دي.[۱۰۹]

 

دارالبدایه په ۱۹۸۶ کال کې د صالح الورداني له خوا تاسیس شو او د سید محمد المدرسی له خوا لیکل شوی ځینې کتابونه لکه  البعث الاسلامی و المجتمع الاسلامی او د کیف نقهر الخوف چې لیکوال یې شیخ حسن صفار دې او نور کتابونه خپاره کړي دي. له څه مودې وروسته د دغو خپرندویو فعالیت د سلفي ګروهنه لرونکو له مخالفت سره مخامخ شو. د دارالبدایه فعالیت په مصر کې د شیعو په ضد د سختو اقداماتو له دورې سره بیا هم خلاص و خو څه موده وروسته له ایران سره د همکارۍ په تور وتړل شو.[۱۱۰]