د محمد (ص) جانشیني

د محمد (ص) جانشیني: د ابتدايي خلافت په هکله یوه څیړنه (The succession to Muhammad: a study of the early caliphate) کتاب دی چې… د ویلفرډ میډیلونګ لخوا لیکل شوی، یو عیسوي اسلامي پوهن. په دې کتاب کې له ابوبکر څخه د مروانیانو د لومړي خلیفه تر مړینې پورې د خلافت تاریخ څېړل شوی دی.

د کتاب اصلي تمرکز د خلفای راشدین په اړه دی. په دې کې د ابوبکر خلافت ته د رسېدو څرنګوالی، د بني هاشمو په اړه د ابوبکر او عمر سیاسي تګلاره، د عثمان وژنه، د امام علي(ع) خلافت ته د رسېدو څرنګوالی، د جمل جګړه او د صفین د جګړه په هکله بحثونه شوي دي.

هغه نقطه چې د کتاب لیکوال د پیغمبر(ص) د جانشینۍ په اړه را پورته کړې ده هغه دا ده چې د قرآن کریم د ایتونو له مخې د پیغمبر اکرم(ص) جانشیني باید د هغه کورنۍ ته رسیدلې وې. د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتور او اسلامي لارښود وزارت په ۱۳۷۷ کال کې د محمد(ص) د جانشینۍ کتاب د کال د کتاب په توګه غوره کړ. دا کتاب په فارسي ژبه ژباړل شوی او د آستان قدس رضوي څېړنیز بنسټ له خوا چاپ شوی دی.

 

لیکوال

اصلي مقاله: ولفرډ ماډلونګ

ویلفرډ فرډینانډ ماډِلونګ (په جرمنې ژبې کې: Wilferd Ferdinand Madelung) (د دسمبر په 26، 1930 کې د آلمان په سټوټګارټ کې زیږیدلی) له معاصرو اسلامي پوهانو څخه دی.[1] هغه په ​​1957 کې د هامبورګ له پوهنتون څخه په اسلامي مطالعاتو کې د دوکتورا سند ترلاسه کړی دی.[۲]

ماډِلونګ له مهمو لویدیځ شیعه پوهانو څخه شمیرل کیږي.[3] هغه د اسلام او په ځانګړې توګه د شیعو په اړه شاوخوا 200 مقالې او کتابونه لیکلي او ایډیټ کړي دي.[۴]

 

د لیکوال هڅونه

د لیکوال په اند د کتاب د لیکلو موخه لومړی د خلافت د ماهیت څرګندول او د هغه لنډ تاریخ وړاندې کول وو. خو د څېړنو په منځ کې دا ورته جوته شوه چې د اسلام د پېل د پېښو په باره کې د «اسلامي سرچينو په وړاندې د غربي مورخينو ډېره بې باوري» په دې برخه کې د تحريف لامل شوي او د دې سبب شوي چې ځينې موارد ته پاملرنه ونه شي. له همدې امله، هغه پریکړه کوي چې ډیره تفصیلي څیړنه وکړي او د اسلام له پیل سره نږدې د معتبرو سرچینو په کارولو سره د خلافت د تاریخ «ډیر دقیق او معتبر انځور» وړاندې کړي.[۵]

 

منځپانګه

د کتاب اصلي محتوا په سریزه، څلور فصلونه (هر فصل د خلفای راشدین څخه د یو په نوم نومول شوی) او یوه «پایله» لري. د کتاب نسبتا اوږده سريزه د اسلام د پېغمبراکرم(ص) د جانشینۍ د اهميت، د مسلمانانو په وېش کې د دې مسئلې رول، دې مسئلې ته د معاصرو لويديځو مورخينو د نه پاملرنې لاملونه او د لويديځ د اسلام شناسو د پیغمبر(ص) د جانشینۍ د نظریې په اړه اعتراض، او د پېغمبر(ص) خپلې کورنۍ لپاره جانشینۍ ته ګروهنه دي.[۶] په پایله کې له امام حسن(ع) سره د بیعت کولو څرنګوالی، د معاویه حاکم جوړیدل، اموی دورې پیښې د لومړۍ مرواني خلیفه تر مړینې پورې په کې  خبرې شوې دي.[۷]

 

د فصلونو عنوانونه او موضوعات

ابوبکر: د رسول الله(ص) جانشین او خلیفه [۸] موضوعات: سقیفه بني سعده او د ابوبکر د انتخاب څرنګوالی، د رده جنګونه، د پیغمبر له کورنۍ سره چلند.[۹]

عمر: امیرالمومنین، د اسلام د مشرۍ لپاره وړتیا لرل، شورا او د عربي امپراتوري.[10] موضوعات: د عمر په لاس د سیاسي واک ویش، په ځانګړې توګه د بني هاشمو او علي(ع) په اړه، د عمر وژل او فتحې.[11]

عثمان: د خدای خليفه او د بني عبدالشمس واکمني [۱۲] موضوعات: د عثمان د قتل لاملونه او اړوندې پېښې.[۱۳]

علي: د خلافت په وړاندې د بني هاشمو غبرګون.[۱۴] موضوعات: د امام علي (ع) خلافت ته د رسېدو څرنګوالی، د جمل جګړه، د صفين پېښه، حکمیت، خوارج، د امام علي شهادت.[۱۵]

 

تړلي مطلبونه

دا کتاب اووه تړلي مطلبونه لري

د رسول الله)ص( کفن او دفن

د رسول الله(ص) میراث (د فدک په مسله تمرکز)

د عثمان بن عفان مېرمنې او اولادونه

د حسن بن علي(ع) مېرمنې او اولادونه

د عمر په وخت کې د عراق خالصې ځمکې

د عثمان د خلافت د بحران په اړه د سرچینو په اړه توضیحات

موسی بن طلحه او امويان [۱۶]

 

د «حضرت محمد(ص) جانشیني» کتاب ژباړه

 

د پیغمبر د جانشینۍ په اړه د لیکوال نظریه

د «امام علی د رسول الله(ص) جانشین» کتاب

ماډیلونګ د کتاب په سریزه کې په قرآن کې د خپلوۍ د مسلې په اړه مفصل بحث وړاندې کړی دی.[۱۷] د قرآن د مختلفو آیتونو په حواله، هغه د پیغمبرانو په ملاتړ او د هغوي د وارثانو په حمایت کې د پخوانیو پیغمبرانو د کورنیو رول څیړي او دې پایلې ته رسي چې د قرآن پر اساس د پیغمبر(ص) طبیعي جانشین ابوبکر نه شي کیدی.[۱۸] هغه ليکي: تر کومه ځايه چې قرآن د محمد(ص) د افکارو څرګندونه کوي. ښکاره خبره ده چې هغه دا نه غوښته چې ابوبکر خپل طبيعي جانشين کړي او نه په دې کار راضي و.[۱۹]

 

د کتاب ژباړه

دا کتاب په ۱۳۷۷ کال کې فارسي ته ژباړل شوی او د آستان قدس رضوي اسلامي څیړنیز بنسټ لخوا چاپ شوی دی. احمد نمایي، جواد قاسمي، محمد جواد مهدوي او حیدر رضا ضابط یې د ژباړې مسولیت په غاړه درلود. دا کتاب په ۱۳۷۷ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کال غوره شوی کتاب شو.[۲۰]

 

د کتاب نقد

د «امام علی(ع) د رسول الله(ص) جانشین» کتاب د حسین عبدالمحمدي او اسدالله رحیمي له خوا لیکل شوی د ماډلونګ د بحثونو نقد دی چې په شپږو برخو کې ترتیب شوی او د زمانې له مخې د پیغمبر(ص) له وفاته وروسته د هر یو خلیفه د وخت د پیښو بهیر تحلیلوي.[21]

سرچینه: wikishia pashto