ابراهیم بن ادهم

ژباړه: محمد رحیم درّانی

 

ابراهیم بن ادهم (۱۶۱-۸۰) له لویو عارفانو او د دریو شیعه امامانو امام سجاد(ع)، امام باقر(ع) او امام صادق(ع) سره معاصر و. د هغه نوم د شیعو په تېرو رجالي کتابونو کې نه دی ذکر شوی، خو ځینو هغه له صوفي شیعو څخه ګڼلی دی.

هغه د بلخ د پاچاهانو او اشرافو له کورنۍ څخه و، خو ناڅاپه یې پرهېزګارۍ ته مخه کړه. ابراهیم له توبې وروسته مکې ته ولاړ او هلته یې له سترو صوفیانو لکه سفیان ثوري او فضیل عیاض سره یوځای شو. له څه مودې وروسته شام ​​ته ولاړ او د عمر تر اخره هلته پاتې شو. هغه د ځینو صوفي مکتبونو لکه ادهمیا او نقشبندیه مشر ګڼل کیږي.

د ابراهیم ادهم ژوند، نصیحتونه او د عملونه په ډیرو عرفاني کتابونو کې بیان شوي دي. هغه واده او ماشومان راوړل د زهد پر ضد ګڼل. شقیق بلخي د ابراهیم ادهم مشهور شاګرد معرفي شوی دی.

 

ژوندلیک

ابراهیم بن ادهم بن سلیمان بن منصور بلخي د زهد د مکتب له مشرانو څخه شمیرل کیږي [1] او د هجري د دوهمې پیړۍ له عارفانو ګڼل کیږي.[2] د هغه کنیت ابو اسحاق دی[3] او هغه ته «العجلي» هم ویل کیږي.[4] ابراهیم ادهم په ۸۰ هجري[۵] یا ۱۰۰ هجري[۶] کال کې په یوه غیر عرب کورنۍ[۷] یا د بني تمیم په عربو[۸] کې د بلخ په ښار کې، چې هغه وخت د خراسان برخه وه، وزېږېد.[9] د تاریخ الاسلام لیکوال ذهبي باوري دی چې د حج په سفر کې چې مور او پلار یې راغلي وو هغه په ​​مکه کې وزږید.[10] د ابراهیم ادهم پلرونه د بلخ د ښار امیران[11] او حاکمان[12] او له اشرافو وو.[13] خو د تاریخي سرچینو له مخې، هغه خپل تاج او تخت شان او شوکت پرېښود او زهد او فقیرۍ ته يې مخه کړه او خپل نفس سره په مقاله او سیر و سلوک بوخت شو.[14]

بېلابېل کتابونه د هغه د ژوندلیک، سلوک او نصیحت په اړه لیکل شوي دي چې ځینې په کې عرفاني کتابونه دي.[۱۵] ځینو منابعو لکه د عطار نیشاپوري تذکره الاولیاء د خضر علیه السلام سره د هغه د ملاقات او د خدای د اسم اعظم په هکله د هغه د پوهاوي په اړه خبرې کړې دي.[16]

 

زهد ته ګروهنه

مختلفو اسلامي منابعو د ابراهیم ادهم د زهد او د دنیا د پریښودو په اړه مختلف لاملونه بیان کړي دي. په شمول د یو غیبي غږ اوریدل چې کله یې غوښتل چې ښکار ته لاړ شي،[17] یا د اوسۍ خبرې کول[18] یا د یو کارګر لیدل چې د لږو اسانتیاوو سره د خپل ژوند څخه خوند اخلي.[19]د ځینې راپورونو له مخې ابراهیم ادهم زهد ته د هغه د مخه کولو او د دنیا پریښودلو لاملونه د قبر ويره، د قيامت د سفر اوږدوالی او د کافي پانګې نه درلودل، د الله جباریت او د موجه عذر نه درلودل، بیان کړي دي.[20] [یاداشت 1]

د هغه په ​​وينا، پرهېزګارۍ ته داخلېدل او د صالحانو مقام ته رسېدل ځینې شرطونه لري، چې عبارت دي له: د نعمت د دروازې تړل او د سختۍ د دروازې خلاصول، د عزت دروازې تړل او د ذلت دروازې خلاصول، د راحت دروازې تړل او د کوښښ د دروازې خلاصول، د خوب د دروازې تړل او د بیدارۍ دروازې خلاصول، د بې نیازې د دروازې تړل او د فقر دروازې پرانیستل، د هیلو دروازې بندول او د مرګ د دروازې پرانیستل[21]

محسن قرائتي، چې معاصر لیکوال دی، د ابراهیم ادهم په نظر کې زهد، په اسلام کې د زهد له مفهوم سره مخالف ګڼلی [۲۲] او هغه یې د اسلام د پیغمبر(ص) لخوا غندلی او منعه شوی معرفي کړی دی.[۲۳] ابراهیم ادهم واده او د اولاد زېږول زهد سره مخالف ګڼل[۲۴] او له ټولنې څخه جلاوالی یې اړین ګڼلی و.[۲۵]

 

مکې او شام ته هجرت

ابراهیم له توبې کولو وروسته نیشابور ته ولاړ او د بثراء په نوم د غره په یوه غار کې یې ۹ کاله ژوند وکړ [۲۶] او بیا مکې ته ولاړ.[27] ذهبي چې سني مورخ او محدث دی، د هغه له بلخ څخه د وتلو لامل د ابو مسلم خراساني وېره ګڼلې ده.[28] ابراهیم ادهم په مکه کې ځینې عارفانو لکه سفیان ثوري او فضیل بن عیاض سره اشنا شو.[29] او بیا شام ته لاړ.[۳۰] هغه په شام کې د زهد او عرفان د پرمختږ لامل ګڼل شوی دی.[31]

 

وفات

مختلفو تاریخي سرچینو د ابراهیم ادهم د مړینې کال 160 هجري [32]، 161 هجري [33]، 162 هجري [34] یا 166 هجري [35] ذکر کړي دي. هغه په ​​طبيعي مرګ وفات شو؛[36] که څه هم ځينې په دې اند دي، چې له روميانو[37] سره په یوې جګړې او غزواتو کې قتل شو.[۳۷] د هغه د خښیدو په ځای کې هم اختلاف دی، چې د شام له ساحلي ښارونو، یو سیمه صور ده چې په کې یې دفن ښايي.[۳۹]

 

مقام

ابراهیم ادهم د حسن بصري (وفات 110 هـ ق)، مالک دینار، رابعه عدویه، شقیق بلخي او معروف کرخي (وفات 200 هـ ق) سره یوځای په اسلام کې د عرفان او تصوف له لومړۍ طبقې څخه ګڼل شوي دي.[۴۰] [یاداښت 2] ځينې په دې باور دي چې صوفي نوم د ابراهيم ادهم په وخت کې رواج شو.[41]

د بلخ صوفیانو د ابراهیم ادهم په شمول د بصرې د مکتب تر اغیزې لاندې، په زهد کې مبالغه، عبادت، ویره او فقر ته ژمنتیا په څیر ځانګړتیاوې درلودې.[42] او ابراهیم ادهم هم د تصوف له مشهورو شخصیتونو له حسن بصري او سفیان ثوري څخه متاثره شوی دی.[43] خو د شام تصوف له ابراهیم ادهم څخه ډېر اغیز اخستی دی.[44] او د زهد تحول او عبادت کول او همدارنګ صوفیانه ریاضتونه د هغه د اغیز لاندې راتلو ګڼل شوي دي.[۴۵]

ابراهیم ادهم له محدثینو څخه ګڼل شوی دی.[۴۶] او د سني علماوو په کتابونو کې یې ډېر تعریف شوی او د ابوحنیفه او سفیان ثوري له صحابه کرامو څخه ګڼل کېږي.[47] ابو حنیفه د اهل سنتو د حنبلي مذهب امام [48] او جنید بغدادي دوی د عزت په لقبونو سره یاد کړي دي.[49] په دې توګه دا لقبونه د تصوف په شعرونو کې هم منعکس شوي دي،[50] د زين العابدين شيرواني (1253-1194) له مخې چې يو صوفي ليکوال او شاعر دى، د ابراهيم ادهم نوم د د شيعو په اولنیو کتابونو کې نه دى ذکر شوى،[51] سید محسن اعرجي کاظمي (1227-1130) چط یو شیعه فقیه دی، هغه ابراهیم ادهم د کمیل بن زياد، بشر بن حارث مروزي او بايزيد بسطامي سره له شیعه صوفي رجالو څخه ګڼلی دی.[52]

هغه د ځینو تصوفي مکتبونو مشر ګڼل شوی دی.[۵۳] په دې اساس د ادهمیه [۵۴] او نقشبنديه مکتبونه ځانونه د ابراهیم ادهم له لارې له امام سجاد(ع) سره تړلي ګڼي.[۵۵] [یاداښت ۳]

 

معصومینو سره اړیکه

ابراهیم ادهم د امام سجاد(ع)، امام باقر(ع) او امام صادق(ع) معاصر وو او په منابعو کښې له هغوي سره د هغه د تعلقاتو په هکله روایتونه راغلي دي. ځينو سرچينو له امام سجاد(ع) سره د یوځای شونې په هکله خبرې کړي دي.[۵۶] د څلورم شيعه امام سره د ابراهيم ادهم ملاقات او هغه ته د امام سپارښتنې هم د شيعه په سرچینو کې راغلي دي.[57]

زین العابدین شیرواني د ابراهیم ادهم او امام باقر(ع) تر منځ د ملاقات په اړه خبرې کړې [۵۸] او محمد کاظم اسرار تبریزي (۱۳۱۵-۱۲۶۵) چې د قاجار د دور یو شاعر او صوفي، هغه د شیعو د پینځم امام حضرت باقر(ع) له شاګردانو څخه ګڼلی دی.[59] د امام باقر(ع) روایتونه د ابراهیم ادهم په نقل په روايي کتابونو کې ذکر شوي دي.[60]

په کتاب سفینه البحار او نورو منابعو کې راغلي دي چې له کوفې څخه مدینې ته د امام صادق(ع) د وتلو په وخت کې ابراهیم ادهم هم د هغه له بدرګه کوونکو څخه و.[۶۱] او ځینې سرچینې ابراهیم د امام صادق(ع) له خادمانو ګڼلی دی.[62]

 

ښوونکي او شاګردان

ابراهیم ادهم له امام باقر(ع)، محمد بن زیاد جامي، ابي اسحاق، مالک بن دینار، اعمش او له خپل پلار څخه روایتونه نقل کړي دي.[63]

د هغه تر ټولو مشهور شاګرد شقیق بلخي دی چې له سترو عارفانو او د امام کاظم(ع) له شاګردانو څخه دی.[۶۴] او د مشهورو نظریو له مخې[۶۵] د ابراهیم ادهم مرید او روزل شوی دی،[۶۶] يا د هغه ملګرى او مصاحب و.[67]

 

په شعر او ادب کې

د ابراهیم ادهم ژوند، چلند او نصیحتونه د شاعرانو په شعرونو کې په پراخه کچه منعکس شوي، په ځانګړې توګه د عارفانو په کلام کې، په دې ډول چې د ابراهیم ادهم کیسې په مختلفو موضوعاتو کې لکه ژوندلیک، [68] د توبې کیسه او زهد ته ګروهنه[69] د هجرت لامل،[۷۰] له خضر سره ملاقات،[۷۱] او د خپل له زوي سره،[۷۲] مناجات،[۷۳] کرامتونه،[۷۴] قیصې او داسې نور موضوعات[۷۵] په نظمونه او شعرونه کې بیان شوي دي.

 

فوټ نوټ

  1.  سهرودی، عوارف المعارف، ۱۳۷۵ش، ص۴.
  2.  طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۷۸ش، ص۱۱۰.
  3.  سلمی، طبقات الصوفیة، ۱۴۲۴ق، ص۱۵؛ هجویری، کشف المحجوب، ۱۳۷۵ش، ص۱۲۸.
  4.  ابن کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷، ج۱۰، ص۱۳۵.
  5.  فقیر اصطهباناتی، خرابات، ۱۳۷۷ش، ص۱۲۹.
  6.  ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۰۶ق، ج۷، ص۳۸۷-۳۸۸.
  7.  پیرجمال اردستانی، مرآت الأفراد، ۱۳۷۱ش، ص۳۳۲.
  8.  ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۱۰، ص۴۴؛ فقیر اصطهباناتی، خرابات، ۱۳۷۷ش، ص۱۲۹.
  9.  سلمی، طبقات الصوفیه، ۱۴۲۴ق، ص۱۵.
  10.  ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۱۰، ص۴۵.
  11.  سلمی، طبقات الصوفیة، ۱۴۲۴ق، ص۱۵.
  12.  مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۷۷ش، ص۴۸.
  13.  ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۱۰، ص۴۵؛ خوارزمی، ینبوع الأسرار، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۷.
  14.  سجادی، فرهنگ معارف اسلامی، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۱۲۶؛ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۷۷ش، ص۲۳۷.
  15.  برای نمونه ببینید: عطار نیشابوری، تذکره الأولیاء، ۱۹۰۵م، ص۹۴؛ قشیری، رساله قشیریه، ۱۳۷۴ش، ص۳۴۵، ۴۳۰، ۴۵۵؛ هجویری، کشف المحجوب، ۱۳۷۵ش، ص۱۲۹؛ مستملی بخاریی، شرح التعرف لمذهب التصوف، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۲۲۶؛ نسفی، راز ربانی اسرار الوحی سبحانی، ۱۳۷۸ش، ص۱۲۷، ۱۶۳؛ سهروردی، عوارف المعارف، ۱۳۷۵ش، ص۳؛ غزالی، ترجمه احیاء علوم الدین، ۱۳۸۶ش، ج۳، ص۱۸۵؛ سلمی، مجموعة آثار السلمی، ۱۳۶۹ش، ج۱، ص۳۶۶؛ غزالی، کیمیای سعادت، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۳۶۳؛ میبدی، کشف الأسرار، ۱۳۷۱ش، ج۵، ص۴۵۱؛ سمعانی، روح الأرواح فی شرح أسماء الملک الفتاح، ۱۳۸۴ش، ص۱۶۹، ۵۱۳؛ انصاریان، عرفان اسلامی، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۴۶۲؛ مشکینی، نصایح و سخنان چهارده معصوم(ع) و هزار و یک سخن، ۱۳۸۲ش، ص۱۶۵؛ فقیر اصطهباناتی، خرابات، ۱۳۷۷ش، ص۹۲؛ فیض کاشانی، راه روشن، ۱۳۷۲ش، ج۵، ص۲۲۰؛ دیلمی، ترجمه إرشاد القلوب دیلمی، ۱۳۴۹ش، ج۲، ص۲۷۷؛ کراجکی، نزهة النواظر، تهران، ص۷۷؛ جامی، نفحات الأنس، ۱۸۵۸م، ص۴
  16.  عطار نیشابوری، تذکره الأولیاء، ۱۹۰۵م، ص۸۸؛ شیروانی، ریاض السیاحه، ۱۳۶۱ش، ج۱، ص۱۱؛ ابن خمیس الموصلی، مناقب الأبرار، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۵۱.
  17.  ابن کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۱۰، ص۱۳۵؛ سلمی، طبقات الصوفیة، ۱۴۲۴ق، ص۱۵؛ ابن الملقن، طبقات الأولیاء، ۱۴۲۷ق، ص۳۷؛ مناوی، الکواکب الدریة فی تراجم السادة الصوفیة، ۱۹۹۹م، ج۱، ص۱۹۵؛ زقزوق، موسوعة التصوف الاسلامی، ۱۴۳۰ق، ص۲۰۲؛ ابن خمیس الموصلی، مناقب الأبرار و محاسن الأخیار فی طبقات الصوفیه، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۵۱.
  18.  هجویری، کشف المحجوب، ۱۳۷۵ش، ص۱۲۸.
  19.  مظاهری، اخلاق و جوان، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۱۰۳.
  20.  مشکینی، نصایح و سخنان چهارده معصوم(ع) و هزار و یک سخن، ۱۳۸۲ش، ص۱۶۵.
  21.  سهروردی، عوارف المعارف، ۱۳۷۵ش، ص۳.
  22.  قرائتی، گناه‌شناسی، ۱۳۸۶ش، ص۱۹۷.
  23.  قرائتی، گناه‌شناسی، ۱۳۸۶ش، ص۱۹۷.
  24.  عطار نیشابوری، تذکره الأولیاء، ۱۹۰۵م، ص۹۳؛ کاشانی، مجموعه رسائل و مصنفات کاشانی، ۱۳۸۰ش، ص۵۴؛ شهید ثانی، منیة المرید، ۱۴۰۹ق، ص۲۲۸؛ فقیر اصطهباناتی، خرابات، ۱۳۷۷ش، ص۹۲.
  25.  فقیر اصطهباناتی، خرابات، ۱۳۷۷ش، ص۹۲.
  26.  زبیدی، تاج العروس، ۱۴۱۴ق، ج۶، ص۴۷.
  27.  عطار نیشابوری، تذکره الأولیاء، ۱۹۰۵م، ص۸۷.
  28.  ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۱۰،ص۴۴.
  29.  سلمی، طبقات الصوفیة، ۱۴۲۴ق، ص۱۵؛ فقیر اصطهباناتی، خرابات، ۱۳۷۷ش، ص۱۲۹.
  30.  ابن الملقن، طبقات الأولیاء، ۱۴۲۷ق، ص۳۷.
  31.  کانون نشر و ترویج فرهنگ اسلامی حسنات اصفهان، سیری در سپهر اخلاق، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۰۷.
  32.  خوارزمی، ینبوع الأسرار، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۷.
  33.  سلمی، طبقات الصوفیة، ۱۴۲۴ق، ص۱۵؛ ابن الملقن، طبقات الأولیاء، ۱۴۲۷ق، ص۳۹؛ روزبهان ثانی، تحفة أهل العرفان، ۱۳۸۲ش، ص۲۱.
  34.  ابن عماد حنبلی، شذرات الذهب، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۲۸۲؛ پیرجمال اردستانی، مرآت الأفراد، ۱۳۷۱ش، ص۳۳۲.
  35.  خوارزمی، ینبوع الأسرار، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۷.
  36.  خوارزمی، ینبوع الأسرار، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۷ به نقل از تذکره الاولیا
  37.  روزبهان ثانی، تحفة أهل العرفان، ۱۳۸۲ش، ص۲۱.
  38.  زبیدی، تاج العروس من جواهر القاموس،۱۴۱۴ق، ج۱۳، ص۲۳۲؛ خوارزمی، ینبوع الأسرار، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۳۷۷.
  39.  ابن الملقن، طبقات الأولیاء، ۱۴۲۷ق، ص۳۹؛ برای مورد دیگر بنگرید: زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۳۱.
  40.  احمدپور، کتاب‌شناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۳۷.
  41.  احمدپور، کتاب‌شناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۳۷
  42.  سلمی، مجموعة آثار أبوعبد الرحمن سلمی، ۱۳۶۹ش، ج۲، ص۳۵۸.
  43.  کانون نشر و ترویج فرهنگ اسلامی حسنات اصفهان، سیری در سپهر اخلاق، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۰۷.
  44.  کانون نشر و ترویج فرهنگ اسلامی حسنات اصفهان، سیری در سپهر اخلاق، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۰۷.
  45.  کانون نشر و ترویج فرهنگ اسلامی حسنات اصفهان، سیری در سپهر اخلاق، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۰۷.
  46.  دائره المعارف بزرگ اسلامی، ج۱، ذیل واژه ابراهیم ادهم، ص۴۰۵
  47.  شیروانی، ریاض السیاحة، ۱۳۶۱ش، ج۱، ص۱۲.
  48.  عطار نیشابوری، تذکره الأولیاء، ۱۹۰۵م، ص۸۶.
  49.  عطار نیشابوری، تذکره الأولیاء، ۱۹۰۵م، ص۸۵.
  50.  اسیری لاهیجی، أسرار الشهود فی معرفه الحق المعبود، بی‌تا، ص۱۸۲.
  51.  شیروانی، ریاض السیاحه، ۱۳۶۱ش، ج۱، ص۱۱.
  52.  اعرجی کاظمی، عدة الرجال، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۶۰.
  53.  شیروانی، ریاض السیاحه، ۱۳۶۱ش، ج۱، ص۷؛ میرزا شیرازی، مناهج أنوار المعرفة فی شرح مصباح الشریعة، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۶۴۵.
  54.  گولپینارلی، مولانا جلال الدین، ۱۳۶۳ش، ص۲۴۶؛ مشکور، فرهنگ فرق اسلامی، ۱۳۷۲ش، ص۳۰۹.
  55.  میرزا شیرازی، مناهج أنوار المعرفة فی شرح مصباح الشریعة، ۱۳۶۳ش، ج۱، ص۶۴۵.
  56.  شیروانی، ریاض السیاحه، ۱۳۶۱ش، ج۱، ص۱۹۰.
  57.  نمازی شاهرودی، مستدرکات علم رجال الحدیث، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۱۱۸؛ قمی، سفینة البحار، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۲۸۹.
  58.  شیروانی، ریاض السیاحه، ۱۳۶۱ش، ج۱، ص۱۹۰.
  59.  تبریزی، منظر الأولیاء، ۱۳۸۸ش، ص۱۴۰.
  60.  ابن طاووس، مهج الدعوات، ۱۴۱۱ق، ص۷۵.
  61.  قمی، سفینة البحار، ۱۴۱۴ق، ج۱، ص۲۸۹؛ ابن شهر آشوب، مناقب آل أبی طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۲۴۱.
  62.  جزائری، ریاض الأبرار، ۱۴۲۷ق، ج۲، ص۱۳۶؛ ابن شهر آشوب، مناقب آل أبی طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۲۴۸؛ مجلسی، زندگانی حضرت امام جعفر صادق(ع)، ۱۳۹۸ق، ص۲۲.
  63.  ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۱۰، ص۴۴.
  64.  سجادی، فرهنگ معارف اسلامی، ۱۳۷۳ش، ج۲، ص۱۰۶۸
  65.  فقیر اصطهباناتی، خرابات، ۱۳۷۷ش، ص۱۲۴.
  66.  صفی علیشاه، عرفان الحق، ۱۳۷۱ش، ص۱۲۱؛ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۷۷ش، ص۴۸.
  67.  سلمی، طبقات الصوفیة انصاری، ۱۴۲۴ق، ص۱۸.
  68.  شاه نعمت الله ولی، دیوان شاه نعمت الله ولی، ۱۳۸۰ش، ص۹۹۶؛ عطار نیشابوری، الهی‌نامه عطار، ۱۳۵۵ق، ص۲۱۹؛ اسیری لاهیجی، أسرار الشهود فی معرفه الحق المعبود، بی‌تا، ص۱۸۲.
  69.  خلخالی، رسائل فارسی ادهم خلخالی، ۱۳۸۱ش، ص۱۴۱.
  70.  مولوی، مثنوی معنوی، ۱۳۷۳ش، ص۵۲۰.
  71.  عطار نیشابوری، الهی‌نامه عطار، ۱۳۵۵ق، ص۲۷۷.
  72.  عطار نیشابوری، منطق الطیر، ۱۳۷۳ش، ص۲۳۲.
  73.  عطار نیشابوری، الهی‌نامه عطار، ۱۳۵۵ق، ص۴۰۲
  74.  مولوی، مثنوی معنوی، ۱۳۷۳ش، ص۲۷۹.
  75.  عطار نیشابوری، مصیبت نامه، ۱۳۵۴ق، ص۲۲۵؛ مولوی، دیوان کبیر شمس، ۱۳۸۴ش، ص۷۱۷؛ عطار نیشابوری، الهی‌نامه عطار، ۱۳۵۵ق، ص۶۹، ۳۵۰؛ فیض کاشانی،دیوان فیض کاشانی، ۱۳۸۱ش، ج۴، ص۷۹؛ عطار نیشابوری، مظهر العجائب، ۱۳۲۳ش، ص۹۸؛ فیض کاشانی، عرفان مثنوی، ۱۳۷۹ش، ص۱۷۸.