د غیبت آیت

ژباړه: محمد رحیم درّانی

 

(سوره حجرات: 12) کې د غیبت حرام شونه او د هغې لامل بيان شوی دی. په دې آيت كې غيبت د خپل مردار ورور د غوښې خوړلو سره تشبیه شوی دى او لكه څنګه چې انسان د خپل مردار ورور له غوښې خوړلو نفرت لري همدارنګ بايد له غيبته هم نفرت وكړي.

دا آيت د رسول الله(ص) د دوو صحابه کرامو په اړه نازل شوی چې د سلمان فارسي او اسامه بن زيد په اړه يې غیبت کړی و.

په آيت کې د «ورور» ټکی راوړل د دې لپاره دي چې د اوخوت (وروولۍ) په آيت کې مؤمنان د يو بل وروڼه ګڼل شوي دي. د ځينو فقهاوو له نظره د «لَحْمَ أَخِیهِ مَیْتاً»، د جملې پر بنسټ يوازې د مسلمانانو غیبت کول حرام دي او د کافر او حتی فاسق غیبت کول هم روا ګڼل شوي دي. له بلې خوا ځينو فقهاوو په دې آيت كې د غیبت د عموميت پر بنسټ د كافرانو غیبت هم حرام بللى دى. د مکارم شيرازي په وينا، د ياد شوي آيت له مخې، د بدګمانی د جاسوسۍ سبب کیږي او جاسوسي د پټو عيبونو د افشا کېدو لامل کېږي، او پر همدې اساس له عيبونو خبرتيا د غيبت لامل کېږي. له همدې امله له دې درې څیزونو په اسلام کې منعه شوې ده.

 

متن و ترجمه

د سوه حجرات دولسم آیت یې د غیبت آیت ګڼل کیږي:[۱]

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرً‌ا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا ۚ أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَیْتًا فَكَرِ‌هْتُمُوهُ ۚ وَاتَّقُوا اللَّـهَ ۚ إِنَّ اللَّـهَ تَوَّابٌ رَّ‌حِيمٌ

اے هغو کسانو چې ايمان مه راوړے دے له ډير (بدو) ګمانونو ځان وساتئ بيشکه چې ځينې ګمانونه ګناه ده او (د نورو جاسوسي) پلټنه مه کوئ. او تاسو ځينې د ځينو غيبت مه کوئ آيا په تاسو کښې څوک دا خوښوي چې د خپل مړه ورور غوښه وخوري نو تاسو يې بد ګڼئ او له خدايه وويريږئ بيشکه چې خدای ډير توبه قبلوونکے مهربان دے.(سوره حجرات، ۱۲آیت)

 

شأن نزول

د غیبت د آیت په هکله چې په مدینه کې نازل شوی دی[2] دوه شان نزول بیان شوي دي:

 

په مَجْمَعُ البیان، کې د طَبَرْسی (وفات: ۵۴۸ق) په وینا: دا آيت د رسول الله(ص) د دوو صحابه کرامو په اړه نازل شوی چې د سلمان فارسي په اړه يې غیبت کړی و. دغه دوو کسانو سلمان رسول الله صلی الله علیه وآله ته لیږلی و چې د دوي لپاره خوراک راړي. رسول الله(ص) سلمان اسامه بن زید ته واستاوه چې یو انباردار و. اسامه سلمان ته وايي چې خواړه ختم شوي او سلمان تش لاس راستون شو. دغو دوو کسانو اسامه بخیل وباله او د سلمان په اړه یې وویل چې که موږ هغه د سمیحه (له اوبو ډک څاه) ته ولیږو، هغه به هم وچ شي. بیا دوي په خپله لاړل چې اسامه ته ورشي او د مسلې په اړه پلټنه وکړي. رسول الله(ص) ورته وفرمایل: څه شوي دي چې زه ستاسو په خوله کې د غوښې نښې وینم؟ دواړو وویل: یا رسول الله(ص) نن موږ غوښه نه ده خوړلې. رسول الله(ص) وفرمایل: تاسو د سلمان او اسامه په غوښې خوړلو لګیا یئ! له دې وروسته د غیبت آیت نازل شو.[۳]

نقل شوي دي «وَلایَغْتَبْ بَعْضُکُمْ بَعْضاً» د رسول الله (ص) د یو مریي په اړه نازل شوی دی چې کله به صحابه کرام د رسول الله(ص) لیدو ته ورتلل نو د خوراک غوښتنه به یې ترې کوله نو هغه بیا د هغوي له راتګ څخه منع کول. له همدې امله يې هغه ته بخیل وويل او دا آیت د هغه په اړه نازل شو.[4]

تفسیري نکتې

ابن عباس د دې آيت په تفسير كې وايي، لكه څنګه چې خداى د مړي غوښه حرامه كړې ده، غيبت يې هم حرام كړى دى [۵] د دې آيت له مخې، لكه څنګه چې انسان د مړو د غوښې له خوړلو نفرت لري، همداسې بايد د ژوندي له غيبت ګږلږهم نفرت وکړي.[6] لومړی: د انسان د طبیعت خلاف دی او دوهم د عقل او شریعت خلاف دی.[۷] د علامه طباطبايي په وینا «فَكَرِ‌هْتُمُوه» دې ته اشاره لري چې د مردار ورور له غوښې خوړلو څخه کرکه کول دا یو منل شوی خبره ده او هیڅوک دا کار نه کوي. نو د مؤمن له غیبت کولو هم باید کرکه ولري. ځکه چې دا هم د مړ ورور د غوښې خوړلو په شان دي.[۸] امام خمیني د شرح چهل حدیث په کتاب کښې فرمایلي دي: د مړ ورور غوښه خوړل دا د غیبت باطني شکل دی او په آخرت کښې به غیبت په هم دې شکل کې ښکاره کیږي.[9]

غیبت ته د مردار غوښې خوړلو سره مشابهت ورکولو په اړه ویل شوي دي، لکه څه رنګ چې که څوک د مړي غوښه وخوري مړی ته هیڅ احساس نه رسیږي، په غیبت کې هم که د چا تر شا بدې خبرې وشي او غیبت یې وشي نو هغه ته احساس نه کیږي.[10] علامه طباطبايي په دې آيت كې د ورور د ټکي داسې تفسير كړى چې په تېرو دوو آيتونو (د الحجرات په لسم آيت) كې مؤمنان يو د بل وروڼه بلل شوي دي. او مردار او مړي یې هم د دې لپاره ذکر کړي دي چې د چا غیبت کیږي نو هغه خبر نه وي چې دوي ورپسې شاته کوم غیبت کوي.[11]

 

آیت‌الله مکارم شیرازی په تفسیر نمونه کې، د دې آیت پر اساس بدګماني د تجسس سبب او تجسس یې د پټو رازونو د څرګندیدو، او په عیبونو خبریدل یې د غیبت سبب ګڼلی دی چې اسلام دا درې واړه منعه کړي دي.[۱۲]

 

فقهي استعمالات

فقهاوو د غیبت د آیت پر اساس، د غیبت لپاره ځینې حکمونه بیان کړي دي:

فقهاوو له دغه آيته د غیبت د حرامیدو لپاره ګټه اخستی ده.[۱۳] د غیبت لپاره بېلابېل تعريفونه شوي دي.[۱۴] د علامه طباطبايي په وینا، په دې ټولو کې مشترک صفت دا دی چې که چا پسې شاته داسې څه وويل شي چې که هغه یې واوري نو خپه کیږي ورباندې.[۱۵]

په ذکر شوي آيت کې غيبت کول لويه ګناه بلل شوې ده او د مردار د غوښې خوړل ورته ويل شوي دي.[۱۶]

ويل شوي دي چې په آيت كې د غیبت حرامیدل يوازې د مسلمانانو غیبت کول ته شامل دي. ځکه چې د «لَحْمَ أَخِیهِ مَیْتاً» یعنی مړ ورور غوښه خوړل کافر ته نه شاملیږي.[17] همدارنګه په آيت کې د «بعضکم» ټکی د کافر د غیبت کولو د جواز لپاره د دلیل په توګه ګڼل شوی دی.[18]

ځينې فقهاء په دې آيت کې د غیبت د عمومي ممانعت پر بنسټ د کافرانو غیبت کول هم حرام ګڼلی دی؛[۱۹] خو د ځينو په اند په دې آيت کې يوازې د مؤمنانو د غیبت حرام شونه بیانوي.[۲۰]

د فاسق غیبت له عمومي آیت څخه مستثنی دی او د هغه غیبت جائز دی.[۲۱]

 

فوټ نوټ

  1.  مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۹۹.
  2.  طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۳۰۵.
  3.  طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۲۰۳.
  4.  ابن‌ابی‌حاتم، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۳۳۰۶.
  5.  ابن‌ابی‌حاتم، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۰۹ق، ج۱۰، ص۳۳۰۶.
  6.  طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۲۰۶؛ طبرانی، التفسیر الکبیر، ۲۰۰۸م، ج۶، ص۸۷؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۳۲۳.
  7.  طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۲۰۶؛ طبرانی، التفسیر الکبیر، ۲۰۰۸م، ج۶، ص۸۷.
  8.  طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۳۲۴.
  9.  امام خمینی، شرح چهل حدیث، ۱۳۸۰ش، ص۳۰۳.
  10.  طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۲ش، ج۹، ص۲۰۶؛ طبرانی، التفسیر الکبیر، ۲۰۰۸م، ج۶، ص۸۷.
  11.  طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۳۲۴.
  12.  مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۱۸۴.
  13.  نراقی، مستند الشیعه، ۱۴۱۵ق، ج۱۴، ص۱۶۱؛ مؤسسه دائرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۱۹۹ و۲۰۰.
  14.  نگاه کنید به: امام خمینی، مکاسب المحرمه، ۱۴۱۵ق، ج۱،‌ ص۳۸۱ -۳۸۵.
  15.  طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۳۲۳.
  16.  شهید ثانی، رسائل الشهید الثانی، کتابفروشی بصیرت، ص۲۸۵؛ اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ج۱۲، ص۳۳۹؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۲۲، ص۱۸۵.
  17.  اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ج۸، ص۷۶ و ۷۷؛ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۱۸، ص۳۲۵.
  18.  فاضل کاظمی، مسالک الافهام، ۱۳۶۵ش، ج۲، ص۴۱۶ و۴۱۷.
  19.  اردبیلی، مجمع الفائدة و البرهان، ۱۴۰۳ق، ج۸، ص۷۶ و ۷۷.
  20.  نراقی، مستند الشیعه، ۱۴۱۵ق، ج۱۴، ص۱۶۱؛ فاضل کاظمی، مسالک الافهام، ۱۳۶۵ش، ج۲، ص۴۱۶.
  21.  فاضل کاظمی، مسالک الافهام، ۱۳۶۵ش، ج۲، ص۴۱۶.