د ترهګريزو چاودنو له امله د عسکريینو(ع) د زيارت ویجاړتیا

ژباړه: محمد رحیم درّانی

د مطلب د عسکريینو(ع) د زيارت ويجاړتیا ته اشاره کوي چې په ١٣٨٤ او ١٣٨٦ کلونو کښې د تکفيري ترهګرو لخوا د امام هادي(ع) او امام حسن عسکري(ع) زيارتونه د چاودنې له امله ویجاړ شو. دغه عمل د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې د مراجع تقلید او شیعو له غبرګون سره مخ شو او ویې غنده.

د ۱۳۸۹ او ۱۳۹۴ کلونو په اوږدو کې د ایران ستاد بازسازی عتبات عالیات د عسکریینو(ع) زیارت بیا جوړ کړ.

 

د عسکریینو حرم

د عسکريینو حرم د لسم امام حضرت امام هادي(ع) او د هغه د زوي امام حسن عسکري(ع) چې د شیعو يولسم امام دی، مقبره ده چې د سامرا په ښار کښې د شيعو د زيارت ځاي دے.[1]

 

لومړی تخریب

د عسکريینو(ع) د زيارت لومړۍ ويجاړتیا په ١٣٨٤ کال

د 1384 کال د کب د میاشتې په دریمه نیټه چې د 1427 هجري قمري کال د محرم 23 نيټې سره برابره ده، په القاعدې پورې تړلو ترهګرو د چاوديدونکو توکو په وسيله دا چاودنه وکړه.[2] د دې چاودنې په نتیجه کې د سروزرو ګنبد او د دیوالونو کاشي کاري راوغورځیده او د ګنبد ستنې او بنیادونه پرځای پاتی شوو.[3]

 

غبرګونونه

له دې پېښې وروسته د مراجع تقلید او د ایران او عراق د دیني حوزې عالمانو خپل درسونه تعطیل کړل.[4] همدارنګه په ایران او عراق کې بازارونه وتړل شوو او عام ماتم اعلان شو.[5] په ایران کې د تقلید د مراجعو او د قم د مدرسو د علماو په شتون سره په جامع جومات کښې د اعتراض غونډې ترسره شوې.[6] همدارنګه آیت الله خامنه ای او د ایران او عراق نورو سیاسی شخصیتونو هم د بیانونو په صادرولو سره دغه عمل وغنده.[7]

 

د اسلامي هېوادونو يو شمېر لوړ پوړو چارواکو، اروپايي حکومتونو او د ملګرو ملتونو د هغه وخت سرمنشي هم دغه عمل غندلی دی.

 

 

دوهم تخریب

د ۱۴۲۸ هجري لمریز کال د جمادي الاول د میاشتې په ۲۷ نیټه چې د ۱۳۸۶ لمریز کال د غبرګولي د میاشتې له ۲۳ نیټې سره سمون خوري، د عسکریینو په زیارت کې دوه چاودنې وشوې. په دغو چاودنو کې د هغه منارې په بشپړه توګه له منځه لاړې.[۸]

 

 

د عسکریینو د ګنبد بیا رغونه

له دې وړاندې هم د بېلګې په توګه په ۱۳۵۵ هجري سپوږمیز او ۱۳۵۶ هجري سپوږمیز کال کې پر مزار برید شوی او مالونه یې لوټ شوي وو.[9]

 

د مرتکبینو غرض

د ایران د بشری او کلتوری مطالعاتو د انسټیټیوټ د علمی څانګې غړی کامیار صداقت ثمر حسیني د عسکریینو د زیارت له ورانولو د تکفیریانو غرض سیاسی او مذهبی ګڼلی دی. د هغه په ​​وينا، د دغه غورځنګ سياسي اړخ د شيعه او سني تر منځ د تفرقې د رامنځته کولو او د امريکا، انګلستان او اسراييلو د هېوادونو له موخو سره سم ترسره شوى او مذهبي اړخ يې د وهابي اعتقاداتو په لور ورګرځي.[10] ابن تيميه په قبرونو وداني جوړول حرام ګڼي او ویجاړول یې واجب ګني.[11] وهابيانو په همدې مقصد او د خپلو مفتيانو د فتوا مطابق په 1344 هجري قمري کال کښې د بقيع قبرستان ټول تاريخي اثار ويجاړ کړل.[12] البته د وهابیانو دا عقیده د نورو مسلمانانو د عقیده په خلاف ده.[13]

 

بیا رغول

له ویجاړیدو وروسته، د دې حقیقت له امله چې د عسکرین زیارت گنبد د یونیسکو د نړیوال میراث په لیست کې ثبت شوی و، نو د زیارت بیا رغونه باید د یونیسکو تر څارنې لاندې ترسره شوې وې؛ خو د بیارغونې عملیات ډېر ورو ورو تسره شول او د عراق حکومت دا مسؤلیت د ایران بازسازي عتبات عالیات دفتر ته وسپاره.[14]

 

د عسکریینو(ع) نوی ضریح

د عسکريینو امامانو(ع) د زيارت د بيارغاونې چارې د 1394 کال په وږي مياشت کې بشپړې شوې. د ايران ستاد بازسازي عتبات د مرکزي دفتر د مشر په وينا په دې عملياتو کښې څو پړاوونه شامل دي چې پکښې د ګنبد او سرو خښتې جوړول او د هغې نصبول، د زيارت په دننه کښې د کاشي کاري، آئینه کاري، معرق کاري او سنګ کاري شامل دي.[15]

 

نوی ضریح

همدارنګه د بیارغاونې د چټکتیا لپاره د شیعه د تقلید مشر ایت الله سیستانی دفتر د عسکریینو(ع) د زیارت د جوړولو چارې په غاړه واخیستې[۱۶] د عسکریینو د حرم د ضریح د جوړولو کارځای په 1389 کال کې په قم کې، په ایران د ایت الله سیستاني د استازي سید جواد شهرستاني تر څارنې لاندې پرانیستل شو. د لاجوردي په وينا، چې د عسکريینو(ع) د زيارت د جوړولو د پروژې مشر و، په دې پروژه کې ٤٥٠٠ کيلو سپين زر، ٧٠ کيلو سره زر او ١١٠٠٠ کيلو د ساګو لرګي کارولی شوي دي.

 

د 94 کال د وږي په میاشت کې د عسکریینو زیارت د ګنبد د بیارغونې بشپړتیا

د عسکريینو(ع) د ضریح د جوړولو چارې په ١٣٩٣ کال کې بشپړې شوې.[١٨] او د ١٣٩٥ کال د سلواغې په میاشت کې سامرا ته ولېږل شو او د ١٣٩٦ کال د غويي په څلورمه پرانېستل شو.[۱۹] همدارنګه د امام هادي(ع)، امام حسن عسکري(ع)، نرجس خاتون او د امام جواد د لور حکيمه تابوتونه هم په دوو کلونو کې په شيراز کې جوړ شوو.[20]