لا حکم الا لله

ژباړه: محمد رحیم درانی

لا حُكْمَ إِلّا لِلّه‏ (بې د خدای له حکمه بل حکم نیشته) د صفین په جګړه کې د حَکَمیت په مقابل کې د خوارجو نعره او شعار و. په دې شعار سره، په لومړي پړاو کې، خوارجو د بشري قضاوت سره خپل مخالفت اعلان کړ او د ابو موسی اشعري او عمروعاص حکمیت چې… د امام علي(ع) او معاويه لخوا د قاضيانو په توګه ټاکل شوي وو، ونه منل او ویې ویل چې حکومت یوازې د خدای دی او بل هیڅوک د حکومت کولو حق نه لري.

امام علي(ع) دا شعار یوه داسې حقیقي وینا ګڼله، چې غلط مطلب ترې اخیستل کیده. هغه د حاکم شتون، که ښه وي یا بد، د ټولنې د اداره کولو لپاره اړین ګڼه.

دې شعار د نهروان له جګړې وروسته هم د خوارج لپاره دوام درلود او د هغوی له دیني اصولو څخه وپېژندل شو او د هغوی په وروستیو پاڅونونو کې هم وکارول شو.

 

ځینو څیړونکو د «لا حکم اله الا الله» د تحریف شوي مفکورې په رامنځ ته کیدو کې د خوارجو بَدَوي شونه(یعنی د صحرا کم عقل کسان) او د امامت او سیاست په اړه د سمې پوهې نشتوالی، موثر ګڼلی دی.

 

د معنې پیژندل

«لا حکم اله لِله» د امام علي(ع) په مخالفت او مقابله کې د خوارجو شعار و[1] چې د همدې شعار د کارولو له امله په مُحَکِّمه مشهور شوو.[2] په دې شعار کې د حکم معنا یې د «تحکیم» په معنا اخستې ده؛ دا په دې مانا چې له الله پرته بل هېڅوک قضاوت نه شي کولای.[۳] دا شعار د قرآن کریم له «ان الحکم الا لله» څخه اخیستل شوی دی[سرچینې ته اړتیا لري] چې د قرآن په څو آیتونو کې تکرار شوی دی،[4] وروسته بیا د خوارجو په وینا کې له دې عبارته مطلب له خدای پرته د بل چا حاکمیت نفي کول دي.[۵]

 

لومړي استعمالات

د «لا حكم اله الله» شعار لومړى كار د هغو كسانو له خوا و، چې د صفين په جګړه كې يې د منځګړيتوب د لومړنيو منلو په وړاندې اعتراض وكړ؛ کله چې د شام لښکریان په جنګ کې د ماتې په درشل کې وو نو د عمرو عاص په چلونو سره یې قرآنونه په نیزو کې اوچت کړل او د قرآن د حکمیت غوښتنه یې وکړه.[6] امام علی(ع) د خپلو ملګرو په ټینګار سره حکمیت ومانه او دا خبره يې معاويه ته په يوه ليك كې اعلان كړه.[۷] بالاخره قرارنامه وليكل شوه او حکمینو (قاضیانو) یې شرطونه بيان کړل.[8]

 

کله چې اشعث بن قیس کیندي د لومړني تړون متن مختلفو قومونو ته لوسته نو دغه وخت ځینې اعتراضونه د “لا حکم الا لله” په محور سره وشول. د عنزه د قبيلې دوو ځوانانو د لاحکم الا لله نعره وهله. او د معاویه په لښکر یې برید وکړ او د معاویه خیمې ته نږدې ووژل شول.[9] ځینې باوري دي چې دا دوه کسان هغه لومړي کسان دي چې له دې شعاره یې وکاروه.[۱۰] اشعث له دې پيښې وروسته مراد قبیلې ته ورغی او هغوي ته یې هم دغه تړون ولوست. صالح بن شقيق چې د قبيلې يو مشر و، د دې تړون په ځواب کې د «لا حكم الا لله» شعار وكاروه.[۱۱] د بني راسب په قبيله كې هم دې ته ورته پېښه رامنځته شوه.[۱۲]

 

د «لا حکم الا لله» د خبرې په وسیله حکمیت سره یوازې په ژبې سره په مخالفت بسنه ونه شوه، تر دې چې كله چې اشعث بني تميم قبيلې ته ورسېد، نو د دې قبيلې ځینې خلكو د «لا حكم الا لله» په شعار سره پر هغه بريد وكړ او اشعث يې ووهه.[13] د انساب الاشرف ليکوال بَلاذُري په دې اند دى چې ياد شوى شعار د لومړي ځل لپاره له همدې قبيلې څخه اورېدل شوى دى؛[۱۴] خو د درېيمې قمري پېړۍ يو مورخ يعقوبي په دې اند دى چې په لومړي ځل چې دا شعار واوریدی شو د حکمینو له غونډې وړاندې وو چې د يو کس عروة بن اَدیة تمیمی په نامه دا غږ پورته کړ.[۱۵]

 

د خوارجو شعار جوړیدل

د ۳۷ هجري قمري کال د صفرې د میاشتې په ۱۷ نیټه د صفین په جګړه کې د قرارنامې له لیکلو وروسته،[۱۶] د امام لښکر بیرته کوفې ته راستون شو؛ خو ځینې کسان چې وروسته د خوارجو په نوم مشهور شول د «لا حکم الا لله» په شعار سره د امام علی علیه السلام له لښکره جلا شول او کوفې ته نږدې په حروراء کې پاتې شول او کوفې ته په ستنیدو راضي نه شول.[۱۷] او حتی ګواښ یې وکړ چې که امام له حکمیت منلو بیرته راستون نه شي نو له هغه به بیزاري کوي او جګړه به ورسره کوي.[18]

هغوي د «لا حکم الا لله»  په شعار يې د دين په چارو كې د افرادو د حکمیت (منځګړيتوب) د پرېښودو، له معاويه سره د تړون د ماتولو او له هغه سره د جګړې د دوام غوښتنه وكړه.[20] هغوي دا دعوا کوله چط د حکمیت له منلو یې توبه وکړه او امام علی(ع) او نور مسلمانان یې هم د حکمیت په منلو ګناهګار او کافر ګڼل او له هغوی یې وغوښتل چې توبه وباسي، که نه نو له هغوي سره به وجنګیږي.[21] دا په داسې حال کې وو چې امام علی(ع) له پېله دې کار سره مخالف و خو د خپلو ملګرو مجبورولو او  ګواښلو په سبب یې ومانه، ګواښونکي هماغه کسان وو چې وروسته له خوارج سره يو ځای شول. او له حکمینو (له فیصلې) وروسته يې د تړون ماتولو ته زړه نه ښه کاوه.[۲۲] ابن کواء چې د خوارج له مشرانو څخه و په پیل کې د حکمیت پلوی و او یو له هغو کسانو څخه و چې د کوفې د لښکر د قوماندان په توګه یې د عبدالله بن عباس له حکم (قاضي) جوړیدو سره مخالفت وکړ او ابو موسی اشعري یې په امامت باندې مسلط کړ.[۲۳] خو وروسته له شبث بن ربیعي تمیمي سره یو ځای شو او له هغه لومړنیو کسانو څخه و چې د «لا حکم الا لله» په شعار سره یې د خدای د حکمیت غږ پورته کړ.[24]

 

له امام علي(ع) سره بحث او جدال

خوارجو د همدې شعار پر بنسټ په بېلابېلو وختونو کې له امام سره بحثونه کول. د بېلګې په توګه کله چې ابو موسی اشعري د حکمیت (قاضيتوب) لپاره وټاکل شو، د خوارج له ډلې څخه دوه کسان زرعه بن البرج طائی و حُرقوص بن زُهیر سعدی امام علي(ع) ته ورغلل او شعار یې ورکړ: «لا حکم الا لله» او له امام څخه يې وغوښتل چې له خپلو اعمالو توبه وباسي او له معاويه سره جګړې ته ولاړ شي. امام هم هغوي ته په وعدې باندې وفا کول وریاد کړل او د هغوي غوښتنه یې ونه منله.[25]

په څو نورو مواردو کې، خوارج په دې شعار سره امام علي(ع) وځوراوه؛ کله چې امام د خطبې د ورکولو لپاره د کوفې جومات ته روان و، نو د جومات څنګ ته یو چا د «لا حکم الا لله» نعره پرته کړه او څو نورو کسانو هم همدا جمله تکرار کړه.[۲۶] همدارنګه کله چې امام خطبه ورکوله د کوفې په جومات کې نو د خوارجو يوې ډلې په دې شعار سره څو ځلې د امام خبرې پرې کړې.[۲۷] او دا مسله وروسته څو ځله تکرار شوه.[۲۸]

 

د شعار په مطلب کې بدلون

خوارجو چې په پيل کې يې د لا حكم الا لله په شعار سره قضاوت او پریکړه يوازې د خداى لپاره ګڼله، څه موده وروسته ترې بله معنا واخسته او په دې باوري شوو چې حكومت او حكمراني هم يوازې د خداى لپاره دي او هیڅوک که علي وي او که معاويه د حکومت کولو حق نه لري. هغوي په دې کار سره د يوې داسې ټولنې غوښتنه کوله چې حکومت په کې نه وي.[29]

ایت الله سبحاني په خپل کتاب الاِنصاف فی مسائل دام فیها الخلاف کې په دې باور دی چې د حکومت اړتیا دلیل ته اړتیا نه لري. لکه څنګه چې د رسول الله(ص) او معصومو امامانو په احادیثو کې د دې اهمیت ذکر شوی دی.[۳۰] هغوي د توحید او د خدای د حاکمیت د ساتلو لپاره، هر ډول انساني واکمني باطله وګڼله او اعلان یې وکړ چې حاکمیت یوازې د خدای دی.[۳۱] ځينې نور څېړونکي په دې اند دي چې د خوارجو اکثريت له هغه بَدَویانو څخه وو چې د امامت او سياست په مطلب باندې نه پوهیدل چې دا د قبیلې پرته لویه خبره ده. او له همدې امله يې خپل تمايل د دې شعار «لا حکم الا لله» په ناسم تعبير کې څرګند کړ.[32]

 

د امام علي غبرګون

امام علي(ع) د دې ادعا په ځواب کې چې ګواکې د خداى په دين کې يې خلک حَکَم کړي دي،(یعنی فیصلې او پریکړې ته یې خلک مقرر کړي دي) وفرمايل: د خلکو د دې لپاره ټاکل چې د قرآن پر بنسټ د خداى په دين کې حکم وکړي په دې معنا نه دي چې خلک مو د خدای په دین کې حَکَم جوړ کړي دي.[۳۳] هغه کار یو داسې عمل وګڼه چې له هغې څخه د خلاصون لاره نشته؛ ځکه چې قرآن پخپله خبرې نشي کولی. هغه یو ځل له خوارج سره په بحث کې یو قرآن له ځانه سره واخیست او ورته یې وفرمایل: «ای قرآنه قضاوت وکړه» خوارجو وويل چې قرآن خو خبرې نه شي کولی. امام ورته وفرمايل: نو بیا تاسو له قرآنه څنګه تمه لرئ چې د انسان له مداخلې پرته به د خلکو په منځ کې حُکم وکړي؟[34]

امام علی (ع) د «لا حُکم اِلّا لِلّه» یوه داسې ریښتینی وینا وګڼله چې باطله معنا ترې اراده شوې ده «کلمةُ حقٍ یُراد بها الباطل». هغه د خوارجو دا نظر چي واکمني یوازې خداي په لاس کي ده، داسې چيلنج کړ چي خلک مجبور دي چې حاکم ولري که ښه سړی وي او که مجرم. هغه د حکومت وجود د نظم رامنځته کول او د مؤمنانو او حتی کافرانو د چارو د تنظیم لپاره یوه اړینه لاره وګڼله.[۳۵] د «لا حکم الا لله» د شعار په وړاندې د امام غبرګون د نهج البلاغې په ۴۰ خطبه کې ذکر شوی دی.[36]

که څه هم له خوارجو[37] سره د امام علي(ع) خبرې اترې د څلور زره کسانو [۳۸] یا د ټولو خوارجو [۳۹] د راستنېدو لامل شوې خو د حکمیت د کیسې له بې پایلې پاتی کیدو وروسته هم هغوي په امام علي(ع) ټینګار کاوه چې هغه ګناهکار او کافر وګڼي. او له همدې امله هغوي له امام علي(ع) او د کوفې له لښکر سره د معاویه په خلاف جګړې ته دوام کې له ګډون څخه ډډه وکړه[40] هغوي د عبدالله بن وهب راسبي[41] په کور کې راغونډ شول او بالاخره د نهروان جنګ د هغوي د ماتې ته خبره ورسیده.[42]

د نهروان له جګړې وروسته د دې کارول

د «لا حكم الا لله» شعار د خوارجو له مهمو نښانو څخه پاتې شو، او وروسته ابن ملجم مرادي د امام علي(ع) د وهلو په وخت کې هم دې سره دلیل راوړ.[43] په کلونو وروسته هم دغه شعار د دوي د عقیدې له اصولو څخه ګڼل کیده.[۴۴] او دا به د دوي په پاڅونونو کې کارول کیده.[45]

 

  1.  نوبختی، فرق الشیعه، ۱۴۰۴ق، ص۶؛ اشعری قمی، المقالات و الفرق، ۱۳۶۰ق، ص۵.
  2.  شوشتری، إحقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۳۲، ص۵۲۳، تعلیقه آیت الله مرعشی نجفی.
  3.  فراهیدی، کتاب العین، قم، ج۳، ص۶۷؛ ازهری، تهذیب اللغة، بیروت، ج۴، ص۷۰-۷۱.
  4.  سوره انعام، آیه ۵۷؛ سوره یوسف، آیه ۴۰، ۶۷.
  5.  مکارم شیرازی، پیام امام امیر المومنین(ع)، ج۲، ص۴۳۲.
  6.  طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۸.
  7.  منقری، وقعة الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۴۹۳-۴۹۴.
  8.  برای نمونه نگاه کنید به طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۵۳-۵۴.
  9.  دینوری، اخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۹۶؛ منقری، وقعة الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۵۱۲.
  10.  دینوری، اخبار الطوال، ص۱۹۶؛ منقری، وقعة الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۵۱۲
  11.  دینوری، الأخبار الطوال، ۱۳۶۸ش، ص۱۹۷.
  12.  منقری، وقعة الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۵۱۳.
  13.  طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۹؛ بلاذری، انساب الاشراف، ج۲، ص۳۳۶؛ مسعودی، مروج الذهب، ج۲، ص۳۹۳.
  14.  بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۳۶.
  15.  یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۹۰.
  16.  منقری، وقعة الصفین، ۱۳۸۲ق، ص۵۰۸.
  17.  یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۹۱.
  18.  طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۷۲؛ ابن‌مسکویه، تجارب الأمم، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۵۵۵-۵۵۶.
  19.  بلاذری، انساب الاشراف، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۶۰.
  20.  جعفریان، حیات فکری سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۰ش، ص۱۰۰ – ۱۰۱.
  21.  ابن‌الطقطقی، الفخری، ۱۴۱۸ق، ص۹۹.
  22.  طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۴۹.
  23.  منقری، وقعة صفین، ۱۳۸۲ق، ص۵۰۲.
  24.  ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۵۵۴.
  25.  طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۷۲؛ ابن‌مسکویه، تجارب الأمم، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۵۵۵-۵۵۶؛ شوشتری، إحقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۳۲، ص۵۲۹.
  26.  طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۷۳.
  27.  ابن‌شاذان، الإیضاح، ۱۳۶۳ش، ص۴۷۴.
  28.  طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۵، ص۷۴؛ ابن‌مسکویه، تجارب الأمم، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۵۵۵-۵۵۶؛ ابن‌حیون، دعائم الإسلام، ۱۳۸۵ق، ج۱، ص۳۹۳.
  29.  مکارم شیرازی، پیام امام امیر المومنین(ع)، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۴۳۲.
  30.  سبحانی، الإنصاف، ۱۳۸۱ش، ج۳، ص۴۳۳.
  31.  مکارم شیرازی، پیام امام امیر المومنین(ع)، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۴۳۲.
  32.  جعفریان، حیات فکری سیاسی امامان شیعه، ۱۳۹۰ش، ص۱۰۰ – ۱۰۱.
  33.  یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۹۲.
  34.  ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۲۷۹.
  35.  مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۳۳، ص۳۵۸.
  36.  نهج‌البلاغة، ۱۴۱۴ق، ص۸۲.
  37.  یعقوبی، تاریخ یعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۹۱؛ بلاذری، أنساب الأشراف، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۳۵۳؛ ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۲۸۰.
  38.  ذهبی، تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۵۹۱.
  39.  ابن‌خلدون، تاریخ ابن‌خلدون، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۶۳۵.
  40.  دینوری، الأخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۰۶.
  41.  دینوری، الأخبارالطوال، ۱۳۶۸ش، ص۲۰۲.
  42.  یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۱۹۲-۱۹۳.
  43.  ابن‌کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۲۶.
  44.  ابن‌اعثم الکوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۷، ص۶۳.
  45.  طبری، تاریخ الامم و الملوک، ۱۳۸۷ق، ج۶، ص۲۷۶؛ ابن‌اعثم الکوفی، الفتوح، ۱۴۱۱ق، ج۷، ص۶۱.