ننګيالۍ بي بي

ننګيالۍ بي بي: حضرت بي بي ام ايمن

ليکوال: مهدي وحيدي صدر

ژباړه: محمدرحيم دراني

د کور نه بهر د خنده او خوشحالۍ اوازونه تر غوږه کيدل خادمان، مريي او وينځې په دې لټه کښې وې چې د وادۀ پروګرام په ښه ډول تر سره شي. ښار ټول د خندا او خوشحالۍ نه ډک ؤ فقيرانو او مسکينانو ټولو ته نعمتونه ورکړې شوي وو او د بني هاشمو د کورنۍ په ښادۍ خوشحاله وو.

 

د دې وادۀ په برکت د مکې هر کس بيلا بيلو پيرزوينو سره مخامخ و. هر ځاي کښې د مکې د ټولو نه  د مالدارې، ښې او حيادارې بي­بي د وادۀ خبرې وې، هر ځاي کښې د محمد بن عبدالله نه د وادۀ ځلمې د جوړيدو خبرې وې خلک به په لويو او ډکو دسترخوانونو کښيناستل ډوډۍ به يې خوړه او د واديدونکيو لپاره به يې دعا کوله. د ډوډۍ، غوښې، خرما او شودو مجمې د ميلمنو تر مينځ خپريدل او ډېر په درناوي به يې ښه ميلمستيا کيده. له ټولو ښه وادۀ تر سره شوې ؤ او برکت د ټول ښار خلکو ته رسيدلې ؤ. د حضرت بي­بي خديجې لپاره له حضرت محمد(ص) غوندې بل خاوند نه ؤ او همدارنګ د حضرت محمد(ص) لپاره هم د بي­بي خديجې غوندې بله پاکه او تقواداره ښځه نه وه. هغې دواړو يو مبارک وادۀ تر سره کړ او د خداي شکر يې کاوۀ.

د پيغمبر(ص) په کورنۍ او ملګرو کښې يوه خدمتګاره ښځه ام ايمن هم وه چې د وادۀ د ښکلا لپاره يې ډېرې هلې ځلې کولې.

هغه له کاره ډېره ستړې شوې وه نو يوې ونې ته يې شا ولږوله او د بي­بي خديجې کور ته يې سترګې غړولې هغه پاکه ښځه چې د خداي د پاکو بندګانو سره نزدې وه ډېره خوشحاله وه او د خوشحالۍ نه يې په سترګو کښې اوښکې راغلې وې په همدې حال کښې يې دواړه لاسونه آسمان ته اوچت کړل او د هغې دواړو لپاره يې دعا وکړه. ام ايمن ته د يو ساعت لپاره هغه وخت ورياد شو چې په لومړي ځل د خدمت لپاره د پيغمبر د پلار کور ته راغلې وه. وړاندې له دې چې محمد(ص) دنيا ته راشي پلار يې وفات شوے ؤ. مور يې بي­بي آمنه هم د هغه د زوکړې څو کاله وروسته له دنيا لاړه نو ام ايمن د پيغمبر(ص) د روزنې لپاره له ټولو زيات تکليفونه کړي وو او د هغه له مقامه ښه خبر وه، هغې ځان سره وويل: “کاش چې عبدالله او امنه بي­بي ژوندي وې او د خپل ځوي وادۀ يې ليدلې وې کاش چې هغوي هم وې او خپله اينګور يې ليدلې وې”.

د وادۀ له ختميدو وروسته حضرت محمد(ص) ام ايمن بي­بي ته وفرمايل: “ته آزاده يې او هر چرته چې غواړې تلې شې” خو خدمتګارې بي­بي ورته وويل: “زما دا خوښه ده چې دا باقي عمر هم ستاسو د کورنۍ په څنګ کښې تېر کړم”. ام ايمن همدارنګ په خدمت لګيا وه تر دې چې په کلونو وروسته حضرت محمد(ص) د پيغمبرۍ اعلان وکړ. کله چې ام ايمن هغه حضرت د پيغمبرۍ په مقام کښې وليد نو د زړه نه يې په هغه حضرت ايمان راوړ او د يوې شيبې لپاره يې هم د هغه په پيغمبرۍ کښې شک ونه کړ. کله چې د اسلام څرګنديدو سره سره د مشرکانو آزار او تنګول شورو شول او ځينې ښه ښه مسلمانان شهيدان کړې شو نو پيغمبر(ص) د مؤمنانو د ساتلو لپاره وفرمايل چې د جعفر بن ابي طالب په مشرۍ کښې دې يو ټولې حبشې ته هجرت وکړي.

حبشې ته په هجرت کوونکيو کښې ام ايمن بي­بي هم وه. هغې په حبشې کښې لږ وخت تېر کړ او بيا بيرته مدينې ته راغله او د پيغمبر(ص) په خدمت لګيا شوه. ام ايمن بي­بي د پيغمبر(ص) خدمت له ټولو نه لوي عبادت ګاڼۀ او فخر به يې ورباندې کاوه.

ام ايمن بي­بي يوه زړه وره، پرهيزګاره، پاکه او مؤمنه ښځه وه چې کافرانو سره د جهاد په وخت کښې هم موجوده وه او د پرژلو خدمت به يې کاوۀ او تږيو مسلمانانو ته به يې اوبه ورکولې. هغې به وويل: “که چرې پيغمبر(ص) ښځو ته د جنګ اجازت ورکولے نو مشرکانو سره جنګ ته تللم”. کله چې مشرکانو د احد جنګ شورو کړ نو پيغمبر(ص) ډېرو مسلمانانو سره د کافرانو جنګ ته لاړ.

په جنګيدونکيو کښې ځينې منافقان هم وو چې په ګرم جنګ کښې پيغمبر(ص) يوازې پريښود او مدينې ته وتښتيدل او د مسلمانانو تر مينځ يې غږ وکړ: “محمد صلی الله عليه واله وسلم وژل شوے دے”.

کله چې ام ايمن بي­بي هغه ويريدونکي او تښتيدلي ډله وليده چې پيغمبر(ص) ته يې شا کړې وه نو يو مُټې خاورې يې راواخستې او د هغوي سترګو ته يې وويشتې او ويې ويل: “تاسو ويريدونکي دې سره جوړيږئ چې په خپلو کورونو کښې ناست وئ او تارونه مو جوړولې، ستاسو جنګيدلو او جهاد سره څه دي؟ تاسو شرميدئ نه چې رسول الله مو يوازې په ميدان کښې پريښود. اے ويرندوکو! که تاسو مسلمانان وئ نو داسې بد کارونه به مو نه کول”.

ام ايمن بي­بي چې خپل نوم يې بَرَکه ؤ، د پيغمبر(ص) آزاده کړې شوې کنيزه وه چې د هغه حضرت له زوکړې وړاندې د عبدالله په کور کښې او کله چې پيغمبر(ص) د بني سعد د قبيلې نه واپس شو نو دې بي­بي د هغه حضرت د زوکړې ذمه واري په خپله غاړه واخسته او د پيغمبر(ص) تر ځوانۍ، رسالت، نبوت پورې يې د هغه په خدمت کښې څه کمې ونه کړ.

په روايتونو کښې راغلي دي چې د دولسم امام د ظهور په وخت به ام ايمن د هغوي له يارانو څخه وي. دا پاکه بي­بي د اهلبيتو(ع) په نزد ډېر لوړ مقام لري.

پيژنګلوي:

نامه: بَرَکَه

کنيت: اُم ايمن

کار: د رسول الله د کورنۍ خدمتګزاره

د وفات کال: يوولسم هجري