واجبه صدقه

واجبه صدقه د اسلام مالي واجباتو لکه د مال زکات، فطره زکات او کفاراتو ته ویل کیږي. واجبه صدقه په فقه کې ځانته نوم نه لري او په هر یو مصداق یې جدا جدا بحث کیږي. د واجبې صدقې په اړه یو کلي حکم د فقیهانو له نظره دا دی چې…

د مستحبي صدقې په اپوټه، غوره ده علني او په ښکاره ورکړل شي.

 

د واجبې صدقې تعریف

د صدقې مطلب دا دی چې خپل مال د خدای لپاره بل چاته ورکړو[۱] صدقه په دوه ډوله ده: مستحبه او واجبه.«هبه» یا بل چاته د مال بخښل، که د قربت په نیت وشي، له مستحبو صدقو ده. په واجبو صدقو کې د مال زکات، فطریه زکات او کفارې شاملیږي چې واجبه ده ادا کړی شي.[۲]

 

احکام

په فقهي کتابونو کې هره یوه واجبه صدقه ځانته ځانګړې احکام لري او احکام یې جدا جدا جاجول کيږي. د مثال په توګه د مال زکات، د فطرې زکات او کفارې، هر یو په فقه کې ځانته جدا عنوان لري او په مستقلو برخو کې د هغو په اړه بحث کیږي.[۳] سره له دې په ځینو فقهي لیکنو کې، د واجبې صدقې په کلي ډول بحث شول دی. د مثال په توګه صاحب جواهر (۱۲۰۲-۱۲۶۶ق) د جواهر الکلام کتاب په یوې برخې کې د «وقف او صدقه» په نوم سره د واجبې صدقې په په اړه یوه مساله هم مطرح کړې ده. له دې امله ده چې ځینې فقیهانو په ځینو روایتونو استناد سره ویلې چې غوره ده واجبه صدقه ښکاره ادا کړی شي؛ د مستحبې صدقې په اپوټه چې غوره ده په پټه ورکړی شي.[۴] خو ځینو دا هم ویلي چې د هرې صدقې ورکول که هغه واجبه وي او که مستحبه ده غوره ده چې په پټه وشي.[۵] د یوولسمې پېړۍ فقیه محمد صالح مازندراني، د دوهم نظر دلیل دا بیان کړی چې په پټه د صدقې ورکول مونږ له ریا لرې ساتي[۶]

فوټ نوټ

  • مرعی، القاموس الفقهی، ۱۴۱۳ق، ص۱۲۴؛ مروج، اصطلاحات فقهی، ۱۳۷۹ش، ص۳۰۹-۳۱۰.
  •  مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۹۲ش، ج۵، ص۶۵.
  •  مثال په توګه وګورئ: خویی، موسوعة الامام خویی، ۱۴۱۸ق، ج۲۳، ص۲، ج۲۴، ص۳۶۰، ج۲۱، ص۳۰۵؛ کاشف‌الغطا، انوارالفقاهه، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۱، ۱۲۵، ج۴، ص۲۵.
  •  نجفی، جواهرالكلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۸، ص۱۳۲.
  •  نجفی، جواهرالكلام، ۱۴۰۴ق، ج۲۸، ص۱۳۲.
  •  مازندرانی، شرح‌الکافی، ۱۳۴۲ش، ج۶، ص۲۱۹.