د علی مع الحق حدیث

عَلِیٌّ مَعَ الْحَقِّ وَالْحَقُّ مَعَ عَلِیٍّ حدیث د اسلام د پېغمبر(ص) یو روایت ته اشاره لري چې امام علي(ع) یې همېشه له حق سره او حق یې همېشه له علي سره ګڼلی دی. د دغه حدیث مضمون په مختلفو عبارتونو سره له پېغمبر(ص) نقل شوی دی. ځینې نقلونه په شیعه سني سرچینو کې راغلي او….

متواتر ګڼل شوې دي. سره له دې ابن تیمیه حراني له پېغمبراکرم(ص) د دغه روایتونو د صادرېدو که څه هم په ضعیف ډول وي، انکار کړی دی.

 

حضرت علي د خلیفه د ټاکلو لپاره په هغه شپږ کسیزې شورا کې چې له عمر بن خطاب وروسته جوړه شوه، د خپلې د خلافت وړتیا د اثبات لپاره په دغه حدیث احتجاج وکړ. همداراز ځینو صحابه و او اهل سنت عالمانو د امام علي(ع) د کارونو د صحیح والي د اثبات لپاره په دغه حدیث استناد کړی دی.

 

له دې حدیثه، په نورو اصحابو د امام علي(ع) د لوړاوي، عصمت، دهغه د اطاعت د واجبوالي او د پېغمبر د خایناستي او امامت لپاره د هغه د لومړیتوب لرلو او په هغه پسې د کنځلو کولو د ممنوعیت استنباط او اخستون شوی دی.

 

متن او مینځ پانګه

له حق سره یو ځای والی د امیر المومنین(ع) له فضایلو دی چې د پېغمبر(ص) په یو روایت کې ورته اشاره شوې ده. په دې روایت کې راغلې دي. «عَلِیٌّ مَعَ الْحَقِّ وَالْحَقُّ مَعَه، علي له حق سره دی او حق له علي سره»[۲] دا حدیث په مختلفو تعبیرونو سره له پېغمبر(ص) څخه په بیلا بیلو مناسبتونو نقل شوی دی.[۳]علامه حلي باوري دی چې په دې برخه کې روایتونه دومره زیات دي چې له شمېره وتلې دي.[۴] [یادداشت۱] د دغه حدیث مختلف نقلونه په ځینو کتابونو لکه کشف الیقین،[۵] کشف الغمه،[۶] بحار الانوار،[۷] الغدیر[۸] او میزان الحکمه[۹] کې راغلي دي. سید هاشم بحراني په غایةالمرام کې په دې حدیث او دې ته ورته حدیثونو په دوو بابونو او ۲۶ چوکاټونو کې خبرې کړې دي.[۱۰]

 

اعتبار

ځینې په دې باور دي چې په دې کې ځینې حدیثونه قطعي او ثابت [۱۱] د فریقینو[۱۲] د اتفاق وړ[۱۳] او متواتر[۱۴] دي همداراز ویل شوي چې په دې کې ځینې حدیثونه، د اعتبار ډېره لوړه درجه لري او تواتر او قطعي والي یې د شیعه سني محدثانو د منلو وړ دی.[۱۵] همداراز د دغه حدیث په راویانو او سند کوم اعتراض نه دی شوی.[۱۶]

 

ابن ابی الحدید د هغه سند قطعي او صحیح ګڼلی دی؛[۱۷] لکه څنګه چې د «علي مع الحق» په مضمون سره روایتونه په ځینو صحاح سته[۱۸]او د اهل سنتو په نورو اثارو کې موجود دي چې شمېر یې کابو ۱۳۰ ګڼل شوی دی.[۱۹]

 

د ابن تیمیه ادعا

ابن تیمیه حراني په منهاج السنة کې باوري دی چې دا حدیث چا له پېغمبره(ص) حتی په ضعیفو اسنادو سره هم نه دی نقل کړی. هغه علامه حلي د دغه حدیث د نقلولو په وجه غندلی او هغه یې دروغجن ګڼلی دی.[۲۰] شیعه څېړاندو د ابن تیمیه په ځواب کې په دې باره کې د پېغمبر(ص) د صحابه و حدیثونو ته اشاره کړې ده.[۲۱] همداراز علامه امیني په الغدیر کتاب کې، د ابن تیمیه د خبرو له نقلولو وروسته، د اهل سنت له مشرانو او د هغوي له معتبرو کتابونو پریمانه روایتونه نقل کړې دي.[۲۲]

 

راویان

د علي مع الحق حدیث د امام علي(ع) او ۲۳ صحابه و له خوا نقل شوی دی.[۲۳] منجمله لومړی خلیفه [۲۴] سعد بن عباده،[۲۵] ابوذر غفاری،[۲۶] مقداد،[۲۷] سلمان فارسي،[۲۸] عمار یاسر،[۲۹] ابوموسی اشعری،[۳۰]ابوایوب انصاري،[۳۱] سعد بن ابی‌وقاص،[۳۲] عبدالله بن عباس،[۳۳] جابر بن عبدالله انصاري،[۳۴] او حذیفة بن یمان[۳۵] عایشه[۳۶] او ام سلمه[۳۷] دي.

 

د اهل بیتو(ع) په روایتونو کې له امام صادق(ع) په نقل سره چې هغه یې له نیکونو نقل کړې، دې حدیث ته اشاره شوې ده.[۳۸]

 

احتجاجونه

حضرت علي (ع) او نورو اصحابو په مختلفو موقعیتونو کې د علي مع الحق په حدیث احتجاج کړی دی:

 

په شپږ کسیزه شورا کې؛ حضرت علي(ع)په شپږ کسیزه شورا کې چې د دوهم خلیفه له مرګه وروسته د خلیفه ټاکلو لپاره جوړه شوه د خلافت لپاره د خپلې وړتیا او برترۍ لپاره په دغه حدیث استناد وکړ او د شورا له خاوندانو یې وغوښتل چې په سموالي یې ګواهي ورکړي او هغوي هم د هغه خبره تایید کړه.[۳۹]

جمل جنګ؛ محمد بن ابی‌بکر،[۴۰] عبدالله بن بدیل او ورور یې محمد[۴۱] له جمل جنګه وروسته عایشه پسې ورغلل او هغه یې هغه حدیث ته په پام سره چې د هغې له خوا د امام علي(ع) او د حق د یوځای والي په اړه راغلی، ملامته او وپوښتله. عایشې د نهروان له جنګه وروسته هم د همدغه حدیث په اساس د حضرت علي (ع) د کار په صحیحوالي ګواهي ورکړه.[۴۲]

صفین جنګ؛ د پېغمبر(ص) صحابي ابو ایوب انصاري په صفین جنګ کې د امام علي(ع) د مخالفانو په وړاندې د امام په څنګ کې د عمار یاسر د شتون او د اسلام د پېغمبر(ص) د وینا په اساس له حق سره د هغه د یوځای والي خبره وکړه.[۴۳] همداراز سعد بن ابي وقاص هم چې له امام سره یې هیڅ تعلق نه لرلو د معاویه بن سفیان په وړاندې په دغه حدیث استدلال کړی دی.[۴۴]

اهل سنت عالمانو احمد بن حنبل،[۴۵] ابن ابی‌الحدید،[۴۶] ابن جوزي،[۴۷] او سبط بن جوزي[۴۸] په دغه حدیث په استناد سره د حضرت علي(ع) مدحه کړې او یا یې د هغه د اعمالو په صحیح والي ګواهي ورکړې ده.

 

اخستونونه

 

د امام علي(ع) په حرم کې د الحق مع علي حدیث نقش [۴۹]

مسلمانو عالمانو د علي مع الحق حدیثه ځینې اخستونونه کړې دي:

 

علي(ع) د حق او باطل معیار

امام علي(ع) له حق سره یوځای، حق بین، حق ویونکی، او له باطله د حق د پېژندلو معیار معرفي شوي دی.[۵۰] ځینو د دغه روایتونو مطابق، د حضرت علي مخالفان ګمراه او له حقه بهر ګڼلې دي.[۵۱] ځینې بیا په دغه حدیثونو په استناد سره یوازینۍ نجات موندونکې فرقه د امام علي(ع) پېروان ګڼي.[۵۲] اهل سنت مفسر فخر رازي، په دغه حدیث په استدلال سره باوري دی چې هر څوک چې په خپل دین کې په علي پسې اقتدا وکړي، هدایت یې موندلی د.[۵۳] لکه څنګه چې د دغه روایت په دوام کې راغلي چې پېغمبر(ص) عمار یاسر ته وفرمایل:که ټول خلک یو لور ته لاړ شي او امام علي(ع) بل لور ته، ته د علي لور ته ځه ځکه چې د علي لاره به حق وي.[۵۴]

 

د امام علي(ع) امامت او بلا فصله جانشیني

شیعه عالمان باوري دي چې له حق سره د علي د ملګرتیا د حدیث له نتیجو، په نورو صحابه و د امام علي(ع) د هر اړخیز لوړاوي او فضیلت منل، منجمله په امامت رهبرۍ او بلا فصل خلافت کې د هغه د مطلقې شایستګۍ او وړتیا منل دي.[۵۵] او که حضرت علي(ع) د علمي اخلاقي او سیاسي جامعیت له لوړې درجې برخمن نه و، د اسلام د پېغمبر(ص) د دغه روایت مصداق به نه ګرځېده.[۵۶]

 

د علامه مجلسي په وینا، معتزله هم په دغه روایتونو په استناد سره پر نورو اصحابو د امام علي(ع) د افضلیت قایل دي.[۵۷]

 

د امام علي(ع) عصمت

شیخ مفید باوري دی چې امام علي(ع) د پېغمبر له خوا په دغه شان ستایل کېدو سره په شرعي احکامو کې په شک یا خطا نه اخته کیږي.[۵۸] او ګمراهۍ ته به نه ځي.[۵۹] ځينې دا حدیث دې ته په پام سره چې له حق سره د علي ملګرتیا او له علي سره د حق ملګرتیا مطلقه ذکر شوې[۶۰] هغه په سیرت او کردار کې[۶۱] د امام علي(ع) د عصمت له دلایلو ګڼلې[۶۲] او هغه یې ټولو علمي، عملي، شرعي، عرفي، ټولنیزو او اخلاقي برخو ته شامله ګڼلې ده؛[۶۳] له دې امله د امام لخوا د هر ډول خطا او ګناه کېدل محال ګڼي؛[۶۴] ځکه چې د ګناه او حتی یوې خطا په کولو سره، د علي او د حق ملګرتیا ختمیږي او د پېغمبر(ص) د خبرې اطلاق له مینځه ځي.[۶۵]

 

د اطاعت واجبوالی او له علي(ع) سره د دښمنۍ ممنوعیت

په دې حدیث په استناد سره په نورو واجبه ده چې له امام علي(ع) په مطلقه توګه پېروي وکړي.[۶۶] ځینو دغه حدیثونه د امام علي د ډېر فضیلت، کرامت او عظمت دلیل ګڼلي او باوري دي چې لږ تر لږه شی چې له دغه حدیثونو پرې پوهېدلی شو، له حضرت علي(ع) سره د جنګ، ورباندې لعن کولو او د دښمنۍ څرګندولو ممنوعیت دی.[۶۷]

 

د دوهم خلیفه لپاره د ورته حدیث جوړول

ځینو اهل سنتو د عمر بن خطاب لپاره هم له پېغمبر(ص) څخه دې ته د ورته حدیثونو د جوړولو هڅه کړې ده چې حضرت محمد(ص) پر عمر د رحمت لېږلو په ترڅ کې هغه د حق ویونکی ګڼلی که څه هم حق هغه پرېږدي.[۶۸]

 

په دې برخه کې ځینې څېړاندي باوري دي چې د علي مع الحق حدیث محتوایي او سندي ارزښت د دې مخه نیسي چې انکار یې وشي او اصل یې ضعیف وګڼل شي؛ له دې امله د امام دښمنانو هڅه کړې چې د حضرت علي(ع) د سیالانو لپاره مشابه حدیثونه او فضایل جوړ کړي او یا دا چې د امام د فضایلو د حدیثونو په دوام کې، یو مطلب ورزیات کړي چې له امامه مخکې د نورو واکمنانو په فضیلت هم دلالت ولري چې دغه فضیلت د امام علي(ع) په انحصار کې پاتې نه شي.[۶۹]

فوټ نوټ

  • «علی مع الحق و الحق مع علی»، صفحه رسمی سید ابوالفضل سرور در اینستاگرام.
  •  کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۹۴؛ خزاز قمی، کفایة الأثر، ۱۴۰۱ق، ص۲۰؛ ابن حیون، شرح الأخبار، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۶۰؛ شیخ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، ص۹۷.
  •  تنکابنی، ضیاء القلوب، ۱۳۸۲ش، ج۲، ص۲۰۳.
  •  علامه حلی، کشف الیقین، ۱۴۱۱ق، ص۲۳۷.
  •  علامه حلی، کشف الیقین، ۱۴۱۱ق، ص۲۳۳-۲۳۶.
  •  اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۱۴۶-۱۴۸.
  •  مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۴ق، ج۳۸، ص۲۹-۴۰.
  •  امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۲۵۱-۲۵۶.
  •  محمدی ری‌شهری، میزان الحکمة، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۱۸۴.
  •  آمدی، غایة المرام، ۱۴۱۳ق، ج۵، ص۲۸۲-۲۹۱.
  •  میلانی، شرح منهاج الکرامة، ۱۳۸۶ش، ج۲، ص۹۵.
  •  طالقانی، منهج الرشاد، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۳۰ و۳۱.
  •  طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۱۱۰.
  •  حر عاملی، إثبات الهداة، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۳۱۸.
  •  فقیه ایمانی، حق با علی است، ۱۳۷۷ق، ص۴۷.
  •  شیخ مفید، الجمل، ۱۴۱۳ق، ص۸۱.
  •  ابن ابی‌الحدید، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۲۹۷؛ ج۱۸، ص۷۲-۷۳.
  •  ترمذی، سنن الترمذی، بیروت، ج۵، ص۶۳۳.
  •  برای اطلاعات بیشتر نگاه کنید به: فقیه ایمانی، حق با علی است، ۱۳۷۷ش، ص۴۹-۵۸.
  •  ابن تیمیه، منهاج السنه، ۱۴۰۶ق، ج۴، ص۲۳۸.
  •  امینی، نظرة فی کتاب منهاج السنة النبویة، ص۱۰۴؛ فقیه ایمانی، حق با علی است، ۱۳۷۷ش، ص۹۸.
  •  امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۲۵۱-۲۵۶.
  •  رضوانی، شیعه‌شناسی و پاسخ به شبهات، ۱۳۸۴ش، ج۱، ص۵۵؛ فقیه ایمانی، حق با علی است، ۱۳۷۷ش، ص۴۸-۴۹.
  •  طبرسی، الاحتجاج، ۱۴۰۳ق، ج ۱، ص۸۸.
  •  حرعاملی، اثبات الهدی، ۱۴۲۲ق، ج۳، ص۲۹۸؛ طبری، کامل البهائی، ۱۴۲۶ق، ج۱، ص۳۲۵؛ شوشتری، إحقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۴۸.
  •  اسکافی، نقض العثمانیه، ۱۳۷۸ش، ص۲۲۸؛ شجری جرجانی، ترتیب الأمالی الخمیسیة، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۱۸۹.
  •  شوشتری، إحقاق الحق، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۲۷.
  •  ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۴۱؛ هلالی، کتاب سلیم بن قیس، ۱۴۰۵ق، ص۸۸۱؛ شیخ مفید، الإرشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۳۲.
  •  اسکافی، المعیار و الموازنة، ۱۴۰۲ق، ص۳۵–۳۶؛ متقی هندی، کنز العمال، ۱۴۰۱ق، ج۱۱، ص۶۱۳.
  •  ابن مردویه، مناقب علی(ع)، ۱۴۲۴ق، ص۱۱۵.
  •  خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۱۸۸؛ ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۴۷۲؛ ابن العدیم، بغیة الطلب، بیروت، ج۱، ص۲۹۲.
  •  ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۲۰، ص۳۶۱؛ هیثمی، مجمع الزوائد، ۱۴۱۴ق، ج۷، ص۲۳۵.
  •  حموی الشافعی، فرائد السمطین، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۱۷۷؛ قندوزی، ینابیع المودة، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۳۱۱؛ ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۴۲؛ گنجی الشافعی، کفایة الطالب، ۱۴۰۴ق، ص۱۸۷؛ ذهبی، میزان الاعتدال، ۱۳۸۲ق، ج۲، ص۳؛ ابن حجر عسقلانی، لسان المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۴۱۴؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۲۴۶.
  •  قندوزی، ینابیع المودة، ۱۴۲۲ق، ج۱، ص۱۷۳.
  •  خوارزمی، المناقب، ۱۴۱۱ق، ص۱۷۷؛ ابن طاوس، الطرائف، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۱۰۳.
  •  ابن مردویه، مناقب علی(ع)، ۱۴۲۴ق، ص۱۱۵؛ علامه حلی، نهج الحق، ۱۹۸۲م، ص۲۲۵؛ اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۱۵۴.
  •  حاکم نیشابوری، مستدرک الصحیحین، ۱۴۱۱ق، ج۳، ص۱۲۹؛ ابن مردویه، مناقب علی(ع)، ۱۴۲۴ق، ص۱۱۵؛ خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۴، ص۳۲۲؛ ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۴۴۹؛ ابن کثیر، البدایة و النهایة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۶۰.
  •  حامدحسین، عبقات الانوار، ۱۳۶۶ش، ج۱، ص۲۲۲.
  •  علامه حلی، کشف الیقین، ۱۴۱۱ق، ص۴۲۵؛ علامه حلی، نهج الحق، ۱۹۸۲م، ص۳۹۴؛ ابن مغازلی، مناقب أهل البیت(ع)، ۱۴۲۷ق، ص۱۸۹؛ علامه حلی، منهاج الکرامة، ۱۳۷۹ش، ص۹۴.
  •  ابن قتیبه، الامامه و السیاسه، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۹۸؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل أبی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۳، ص۶۲؛ مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۴ق، ج۳۸، ص۲۸.
  •  شیخ مفید، الجمل، ۱۴۱۳ق، ص۴۳۳.
  •  اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۱۴۷؛ مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۴ق، ج۳۳، ص۳۳۲؛ ج۳۸، ص۳۵.
  •  خطیب بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۱۸۸؛ ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۴۷۲؛ ابن العدیم، بغیة الطلب، بیروت، ج۱، ص۲۹۲.
  •  ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۲۰، ص۳۶۱؛ هیثمی، مجمع الزوائد، ۱۴۱۴ق، ج۷، ص۲۳۵.
  •  ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۴۲، ص۴۱۹.
  •  ابن أبی‌الحدید، شرح نهج البلاغة، ۱۴۰۴ق، ج۹، ص۸۸.
  •  ابن جوزی، صید الخاطر، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۳۹۷.
  •  سبط بن جوزی، تذکره الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۳۵.
  •  «الصور الأكثر مشاهدة لعام 2012م»، شبکة الامام علی(ع) میدیا.
  •  فقیه ایمانی، حق با علی است، ۱۳۷۷ش، ص۴۷.
  •  حرعاملی، إثبات الهداة، ۱۴۲۲ق، ج۲، ص۳۱۸؛ محدث ارموی، تعلیقات نقض، ۱۳۵۸ش، ج۲، ص۷۱۲؛ سند، الصحابة بین العدالة و العصمة، ۱۴۲۶ق، ص۲۰۳
  •  تیجانی سماوی، الشیعة هم أهل السنة، ۱۴۲۸ق، ص۱۱۴.
  •  فخر رازی، تفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۱۸۰.
  •  ابن طاوس، الطرائف، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۱۰۴؛ اربلی، کشف الغمه، ۱۳۸۱ق، ج۱، ۱۴۳؛ علامه حلی، نهج الحق، ۱۹۸۲م، ص۲۲۴.
  •  مثال په توګه وګورئ: طبرسی، إعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۱۵۹؛ مغنیه، الجوامع و الفوارق، ۱۴۱۴ق، ص۹۲-۹۳.
  •  فقیه ایمانی، حق با علی است، ۱۳۷۷ش، ص۱۳۷.
  •  مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۴ق، ج۳۸، ص۲۹.
  •  شیخ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، ص۳۳۹.
  •  شیخ مفید، الفصول المختارة، ۱۴۱۳ق، ص۲۱۱.
  •  حکیم، الإمامة و أهل البیت(ع)، ۱۴۲۴ق، ص۲۲۵.
  •  طوسی، تلخیص الشافی، ۱۳۸۲ش، ج۲، ص۲۵۷؛ مغنیه، الجوامع و الفوارق، ۱۴۱۴ق، ص۹۲؛ مجلسی، حق الیقین، تهران، ص۱۳۶؛ سبحانی، رسائل و مقالات، ۱۴۲۵ق، ج۵، ص۳۸۲.
  •  سند، الصحابة بین العدالة و العصمة، ۱۴۲۶ق، ص۲۰۳.
  •  ابن عطیه، أبهی المراد، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۸۰۷؛ مقدس اردبیلی، حدیقة الشیعة، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۳۲۷.
  •  سبحانی، الأضواء، قم، ص۳۸۹؛ بحوث فی الملل و النحل، قم، ج۶، ص۲۷۴.
  •  فقیه ایمانی، حق با علی است، ۱۳۷۷ش، ص۱۴۵-۱۴۶.
  •  ابن عطیه، أبهی المراد، ۱۴۲۳ق، ج۱، ص۵۶۹؛ تنکابنی، ضیاء القلوب، ۱۳۸۲ش، ج۲، ص۲۰۳؛ کاشف الغطاء، العقائد الجعفریة، ۱۴۲۵ق، ص۵۳.
  •  طوسی، تلخیص الشافی، ۱۳۸۲ش، ج۲، ص۱۳۶.
  •  بزار، مسند البزار، ۱۴۰۹ق، ج ۶، ص۹۸؛ ترمذی، سنن الترمذی، بیروت، ج۵، ص۶۳۳؛ ابن عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج ۴۴، ص۱۲۶.
  •  فقیه ایمانی، حق با علی است، ۱۳۷۷ش، ص۱۰۱.