د غدیر اختر

د غدیر اختر د ذي الحجې د میاشتې ۱۸ نیټه د شیعه مسلمانانو یو ستر اختر دی چې په کښې امام علي علیه السلام د رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) په جانشینۍ وګمارل شو. له پیغمبر اکرم(ص) او امامانو(ع) څخه د دې ورځې په فضیلت کښې ډیر روایتونه نقل شوي دي، هم داشان په دغه ورځ د روژې نیولو،

د غدیریه زیارت لوستلو، د غدیر د لمونځ کولو او مؤمنانو ته د خوړو ورکولو په شان عملونو سپارښتنه شوې ده. شیعیان په دغه ورځ جشن لمانځي. د غدیر د اختر په ورځ په ایران کښې رسمي رخصتي وي. په ایران کښې رسم دی چې شیعیان په دغه ورځ د سیدانو ملاقات ته ورځي او سیدان اختری (د اختر پيسې) ورکوي.

 

د غدیر پیښه

اصلي مقالې: د غدیر پیښه او د غدیر خطبه

 

رسول الله مبارک د ۱۰قمري کال د ذي القعدې په میاشت کښې د حج د ترسره کولو په موخه له زرګونو کسانو سره یوځاې له مدینې نه د مکې په لور روان شو.[۱] له دې امله چې دغه سفر، د پیغمبر(ص) وروستی حج و، په حجة الوداع مشهور شو.[۲] پيغمبر اکرم(ص) د حج د اعمالو له ختمولو وروسته له مسلمانانو سره یوځاې د مدینې په لور روان شو او د ذي الحجې په ۱۸ نیټه غدیرِ خُم سیمې ته ورسید،[۳] جبرائیل پر پیغمبر(ص) نازل شو او د خدای تعالی له اړخه یې رسول الله مبارک ته امر وکړ چې علي(ع) خلکو ته د خپل ځاې ناستي په توګه معرفي کړي.[۴] د خدای ګران رسول هم حاجیان راغونډ کړل او امام علي(ع) یې د خپل ځاې ناستي په توګه وروپيژنده[۵]

 

د غدیر د ورځې فضیلت

د غدیر د اختر د فضیلت په هکله له معصومینو علیهم السلام څخه یوشمیر حدیثونه نقل شوي دي چې له هغو نه:

 

پيغمبر اکرم(ص): د غدیر خم ورځ زما د امت ترټولو غوره اختر دی او هغه ورځ ده چې خدای تعالی په کښې دین بشپړ کړ او زما په امت یې نعمت تمام کړ او اسلام یې د هغوي لپاره د دین په توګه غوره کړ.[۶]

امام صادق(ع): د غدیر اختر د مسلمانانو ترټولو ستر او شرافت لرونکی اختر دی او غوره ده چې د دغه اختر په هره شیبه کښې د خدای شکر ادا کړی شي او خلک د شکر روژه ونیسي چې د دې ورځې روژه د شپیتو کالو د عبادت برابر ده.[۷]

امام صادق(ع): «د غدیرِ ورځ د خدای پاک لوې اختر دی، خدای هیڅ پیغمبر نه دی مبعوث کړی مګر دا چې په دغه ورځ یې اختر کړی او د هغې په سترتوب پوه شوی او د دغې ورځې نوم په اسمان کښې د ژمنې او تړون ورځ او په ځمکې باندې د مضبوط تړون او د ټولو د شتون ورځ ده.[۸]

امام رضا(ع):«د غدیر ورځ د اسمان په اوسیدونکو کښې د ځمکې د خلکو په پرتله ډیره مشهوره ده… که خلک د دې ورځې په حقیقي ارزښت پوهیدلی نو شک نشته چې فرښتو به هره ورځ لس ځلې ورسره مصافحه کوله(لاس به یې ورکوه.»[۹]

د نصیبي شافعي په نامه یو اهل سنت عالم، په مطالب السؤول کتاب کښې په دې اړه چې د ذي الحجې اتلسمه ورځ، اختر دی، څرګندونه کړې ده.[۱۰] د هغه په وینا، ده ورځ اختر او د خلکو د راغونډیدو موسم او ځاې وګرځید، ځکه کله چې د خدای ګران رسول، علي په دغه لوړ مقام وګماره نو بل هیڅوک یې په دغې مرتبې او منزلت کښې د علي شریک ونه ټاکه.[۱۱] په وفیات الاعیان کښې د ابن خلکان په وینا، د ۴۸۷قمري کال د ذي الحجې په ۱۸ نیټه چې د عدیرِ خم د اختر ورځ ده، د مصر له یو واکمن مستعلي بن مستنصر سره بیعت وشه.[۱۲]

د غدیر جشن

[۱۳]

 

 

د غدیر د اختر جشن (تهران، ولیعصر واټ، د ۱۴۰۱ لمریز کال د چنګاښ ۲۷ نیټه)[۱۳]

د هغه څه له مخې چې په خصائص الائمه کتاب کښې نقل شوي دي، حسان بن ثابت، د غدیر د اختر په ورځ د مسلمانانو د ګڼې ګوڼې ترمینځ د پیغمبراکرم(ص) په حضور کښې حاضر شو او په لوړ غږ یې څو شعرونه وویل.[۱۴]

 

د غدیر د پيښې په وصف کښې د حسان بن ثابت غدیریه:

ینادیهم یوم الغدیر نبیهم—– بخم و أسمع بالرسول منادیا

فقال فمن مولاکم و ولیکم؟—– فقالوا و لم یبدوا هناک التعادیا

إلهک مولانا و أنت ولینا—– و لم‌تر منا فی المقالة عاصیا

فقال له قم یا علی فإننی—– رضیتک من بعدی إماما و هادیا

فمن کنت مولاه فهذا ولیه—– فکونوا له أنصار صدق موالیا

هناک دعا الّلهم وال ولیه—– و کن للذی عادی علیاً مُعادیاً

د خدای ګران رسول(ص) د غدیر په ورځ هغوي ته غږ وکړ، څومره ارزښتناک غږ. هغه وفرمایل: ستاسو مولا او ستاسو سرپرست څوک دی؟ هغوي سمدستي وویل: ستا خدای زمونږ مولا دی او ته مو سرپرست او ولي امر یې. مونږ به هیڅکله ستا له حکم نه مخ وانه ړوو. دغه وخت پیغمبر(ص) علي ته وفرمایل: پاڅیږه، ما ته غوره کړې ترڅو له ما وروسته امام او رهبر ووسې. بیا یې وفرمایل: د هر چا چې زه مولا او مشر یم، دا سړی به یې مولا او رهبر وي، نو تاسو ټول په صداقت سره د ده پیروي وکړئ. ای خدایه! د ده دوست خپل دوست وګرځوې او دښمن یې خپل دښمن.[۱۵]

همداشان د یو روایت له مخې چې په بحارالانوار کښې نقل شوی دی، امام رضا علیه السلام به د غدیر په ورځ غونډه ترسره کوله. هغوي به د خپلو خاصو اصحابو او ملګرو یوه ډله روژه ماتي ته پاتې کوله او د هغوي کورنیو ته به یې خواړه او ډالۍ لیږلې.[۱۶] د څلورمې قمري پيړۍ تاریخ لیکونکي علي بن حسین مسعودي، په التنبیه و الاشراف کښې