اعتکاف

اعتکاف د یوي ټاکلې مودې (لږ ترلږه درې ورځې) لپاره له روژې سره په جومات کې اقامت کول دي. اعتکاف کوم مخصوص وخت نه لري خو په حدیثونو کې یې تر ټولو ښه وخت د روژې میاشتې دریمه لسیزه ګڼل شوی دی.

په اعتکاف کې په جومات کې اقامت او ترې وتل ځانته احکام او اداب لري. په ایران کې د اعتکاف دستورې په ایام البیض کې (د رجب ۱۳،۱۴، او ۱۵) د اکثرو ښارونو په لویو جوماتونو کې ترسه کیږي.

د حدیثونو له مخې اعتکاف د حج او عمرې په شان دی او د ګناهانو د بخښل کېدو او د دوزخ له اوره د ژغورنې سبب کیږي.

اهمیت او فضیلت

اعتکاف، یو مستحب عبادت دی چي د معصومانو(ع) په حدیثونو کې له حج او عمرې سره برابر ګڼل شوی دی.[۱] اعتکاف د پېغمبر(ص) د سنت په توګه په اسلامي هیوادونو کې ترسره کیږي.

مفهوم پیژندنه

په فقه کې په جومات د قربت په قصد او په خاصو اعمالو او شرایطو سره درې ورځې یا تر درېو زیات اعتکاف کیږي او اعتکاف کوونکي کس ته مُعتَکِف ویل کیږي.[۲] اعتکاف د «عکف» له مادې یو څیز ته د مخه کولو او دهغې د درنښت کولو په معنا دی[۳] همداراز په قران کې «عاکف»[۴] د ساکن او استوګن او «معکوف»[۵] د منع شوې او ممنوع په معنا هم استعمال شوی دی.

اعتکاف د عارفانو له نظره

په عرفاني اصطلاح کې اعتکاف، له دنیاوي مشغولتیاوو د زړه تشول او صبرول او مولا ته د نفس تسلیمول دي.[۶] علامه مجلسي د اعتکاف حقیقت د خدای اطاعت ته د بنده د مخه کولو او په مراقبت او څارنې د پابندۍ په معنا ګڼلی دی.[۷] هغه همداراز د اعتکاف کمال د نیکو عملونو د ترسره کولو لپاره د زړه، عقل او د بدن د غړو وقف کول او د الهي اوامرو په کولو د ځان مقید کول او له خپل ټول وجوده د غیر خدا لرې کول ګڼي.[۸]

آداب او احکام

وخت

د اعتکاف لپاره کوم خاص وخت نه دی ټاکل شوی، خو د ځینو روایتونو له مخې د خدای رسول(ص) د روژې په میاشتې کې اعتکاف کاوه.[۹] له دې امله د اعتکاف لپاره تر ټولو ښه ځای، د روژې میاشته په تېره بیا دریمې لسیزه یې ګڼل شوې ده.[۱۰] نن سبا په ایران کې د اعتکاف دستورې په ایام البیض کې ( د رجب په ۱۳، ۱۴، او ۱۵ ورځو) کې دود دی[۱۱] او په ځینو هیوادونو کې هم په دې ورځو کې ترسره کیږي.[۱۲]

 

موده

د شیعه فقیهانو له نظره اعتکاف لږ تر لږه درې ورځې دی او د دوهمې ورځې له ختمولو وروسته د دریمې ورځې اعتکاف واجبیږي.[۱۳] د اعتکاف وخت، په لومړۍ ورځ د سهار د راختلو له وخته پېل او د دریمې ورځې تر لمر پرېواته دوام لري.[۱۴] البته د مالک بن انس[۱۵] و شافعي[۱۶] له نظره چې د اهل سنت د څلورو مذهبونو له امامانو دي، معتکف باید د لمر له پرېوتلو مخکې د اعتکاف په ځای کې حاضر شي.[۱۷]

 

ځای

په ځینو روایتونو کې اعتکاف له مسجد الحرام، مسجد النبي، د کوفۍ جومات او بصرې جومات سره مخصوص ګڼل شوی دی، خو داسې روایتونه شته چې پکې اعتکاف په جامع جومات او یا داسې جومات کې چې عادل امام پکې د جُمعې یا جمعې لمونځ کړی وي، روا ګڼل شوی دی.[۱۸] له دې امله اکثره فقیهان باوري دي چې اعتکاف له دغه څلورو جوماتونو سره مخصوص دی،[۱۹] خو شهید اول او شهید ثاني ویلي: دا چې اعتکاف یوازې له څلورو جوماتونو سره مخصوص کړو ضعیفه خبره ده.[۲۰] د څوارلسمې پېړۍ اکثره فقیهانو هم د ښارونو په جامعو جوماتونو کې د اعتکاف کول صحیح ګڼلې دي.[۲۱] او ځینو یې له څلورګونو جوماتونو پرته، په نورو جوماتونو کې ( که جامع وي او که غیر جامع) د رجا او ثواب ته د رسېدو په قصد جایز ګڼلی دی.[۲۲]

 

د روژه والي شرط

د شیعه فقهې مطابق، روژه د اعتکاف له ارکانو څخه ده.[۲۳] له دې امله څوک چې روژه نه شي نیولی لکه مسافر، ناروغ او حایض، اعتکاف یې صحیح نه دی.[۲۴] په اعتکاف کې د قضا یا نذري روژې نیت صحیح دی.[۲۵] د اهل سنتو امامان محمد بن ادریس شافعي او احمد بن حنبل روژه په اعتکاف کې واجبه نه ګڼي.[۲۶] خو په مالکي فقه کې او په حنفي فقه کې د مشهور قول له مخې بې روژې اعتکاف نه کیږي.[۲۷]

 

له جوماته نه وتل

د اعتکاف په دوران کې د ضروري چارو؛ لکه د لازمو خوړو د برابرولو او قضای حاجت، یا نورو مصلحت لرونکو چارو لکه د جمعې لمانځه کولو، جنازې لمونځ ، د ګواهۍ ورکولو او یا د ناروغ د پوښتنې لپاره وتل جایز ګڼي. البته په دغو مواردو کې هم باید معتکف په ضرورت بسنه وکړي او باید په یو ځای کې کښې نه ني او تر ممکنه حده باید په سیوري کې لاړ شي.[۲۸] سید کاظم طباطبایي په عروة الوثقی کې د عرفي او شرعي ضرورتونو او مصلحت لرونکو ضرورتونو (که هغه مصلحت د اعتکاف کوونکي وي او که د بل چا) د اعتکاف له ځایه وتل جایز ګڼلي دي.[۲۹] همداراز د هغه راپور مطابق چې په بحار الانوار کې له عدة الداعي نقل شوی، امام حسن مجتبی(ع) د ځپل یو شیعه د پور ادا کولو لپاره طواف غوڅ کړ او له هغه سره ملګری شو چې کار یې روان کړي.[۳۰] [یادداشت ۱]

 

محرمات

د فقیهانو په وینا، په اعتکاف کې د عطر بویول او لګول، د دنیاوي چارو په اړه بحث او لانجه، پېر پلور (مګر د ضرورت لپاره) ځان خلاصول او جنسي اړیکي (حتی د ښکلولو تر حده) حرام دي او اعتکاف باطلوي.[۳۱] همداراز هر شی چې روژه باطلوي، اعتکاف هم باطلوي.[۳۲]

۱. شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۸؛ ابن طاووس، إقبال الأعمال، ۱۴۰۹ق ج۱، ص۱۹۵.

۲. موسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۲ش، ج۱، ص۵۹۸.

۳. راغب، مفردات، ۱۳۹۲ق، ص ۳۵۵.

۴. سوره حج، آیه۲۵.

۵. سوره فتح، آیه۲۵.

۶. جرجانی، التعریفات، ۱۳۵۷ق، ص۲۵.

۷. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۸، ص۴.

۸. مجلسی، بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۸، ص۱۵۰.

۹. کلینی، الکافی، ۱۴۰۱ق، ج۴، ص۱۷۵.

۱۰. وګورئ: شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۴۹؛ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعه، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۵۸۲.

۱۱. «تاریخچه اعتکاف»، خبرگزاری تسنیم.

۱۲. «مراسم اعتکاف در کشورهای جهان»، خبرگزرای ایرنا؛ «استقبال چشمگیر جوانان»، شیعه نیوز.

۱۳. محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۳۸۹ق، ج۱، ص۲۱۶.

۱۴. طباطبایی، العروة الوثقى، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۶۷۱.

۱۵. مالک، الموطأ، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۳۱۴.

۱۶. شافعی، الأم، دارالمعرفه، ج۲، ص۱۰۵.

۱۷. ابن رشد، بدایة المجتهد، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۳۱۴.

۱۸. کلینی، الکافی، ۱۴۰۱ق، ج۴، ص۱۷۶؛ مفید، المقنعة، ۱۴۱۰ق، ص۳۶۳.

۱۹. وګورئ: صدوق، المقنع، ۱۴۰۴ق، ص ۱۸؛ هم دا شان وګورئ: سیدمرتضی، الانتصار، ۱۳۹۱ق، ص۷۲؛ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۲۷۲.

۲۰. شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۰۳ق، ج۲، ص۱۵۰.

۲۱. خمینی، تحریر الوسیلة، دارالعلم، ج۱، ص۳۰۵؛ گلپایگانی، مجمع المسائل، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۷۵؛ صافی گلپایگانی، جامع الاحکام، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص ۱۴۴؛ بهجت، استفتاءات، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص ۴۴۲.

۲۲. «مکان اعتکاف»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.

۲۳. مالک، الموطأ، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۳۱۵؛ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۳۸۹ق، ج۱، ص۲۱۵.

۲۴. نراقی، مستند الشیعة، ۱۴۱۵ق، ج۱۰، ص۵۴۶.

۲۵. نراقی، مستند الشیعة، ۱۴۱۵ق، ج۱۰، ص۵۴۵.

۲۶. وګورئ: شافعی، الأم، دارالمعرفه، ج۲، ص۱۰۷؛ ابن هبیره،الافصاح، ۱۳۶۶ق، ج۱، ص۱۷۰؛ هم دا شان وګورئ: مروزی، اختلاف العلماء، ۱۴۰۶ق، ص۷۵.

۲۷. وګورئ: سمرقندی، تحفة الفقهاء، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۳۷۲؛ شیخ نظام الدین،الفتاوی الهندیه، ۱۳۲۳ق، ج۱، ص۲۱۱.

۲۸. کلینی، الکافی، ۱۴۰۱ق، ج۴، ص۱۷۸؛ ابن رشد، بدایةالمجتهد، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۳۱۷؛ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۳۸۹ق، ج۱، ص۲۱۷.

۲۹. طباطبایی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۶۸۶.

۳۰. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۹۴، ص۱۲۹.

۳۱. ابن هبیره، الافصاح، ۱۳۶۶ق، ج۱، ص۱۷۱؛ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۳۸۹ق، ج۱، ص۲۱۹-۲۲۰؛ جزیری، الفقه علی المذاهب الاربعة، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۵۸۵-۵۸۷.

۳۲. خمینی، تحریر الوسیلة، دارالعلم، ج۱، ص۳۰۵